طالبان: په نورستان کې د ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورل شوې دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه ډلې په نورستان ولایت کې د کانونو څخه ترلاسه شوې ګران بیه ډبرې په ۶۴ مېلیونه ۷۶۸ زره او ۶۵۰ افغانیو پلورلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه ډلې په نورستان ولایت کې د کانونو څخه ترلاسه شوې ګران بیه ډبرې په ۶۴ مېلیونه ۷۶۸ زره او ۶۵۰ افغانیو پلورلې دي.
باختر اژانس په نورستان ولایت کې د کانونو او پټرولیم مشر سید رحیم عمیر له حوالې لیکلي، چې په دغو ګران بیه ډبرو کې بېروج، کنزېټ او مارګانېټ شامل دي.
د هغه په وینا، دغه ګران بیه ډبرې تېره ورځ د یاد ریاست لهخوا د بولۍ له لارې پر سوداګرو وپلورل شوې.
راپور زیاتوي، چې دغه ډبرې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي له کانونو څخه ترلاسه شوې وې.
خو پر طالبانو نیوکې دا دي، چې د افغانستان کانونه او ګران بیه ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جېبونو ته اچوي.
له هېواده بهر د افغانستان بېروج په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان هغه په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینهوالو پام یې ځانته اړولی دی.
نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول کېندل او پلورل کېږي.
ځايي اوسېدونکو په وار، وار نیوکې کړې دي، چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د ګران بیه ډبرو ناقانونه کېندنې کوي.


د نوي ښوونیز کال په درشل کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې له زدهکړو د نجونو منع کول، د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی چې ځوانان او کورنۍ کډوالېدو ته اړ باسي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« درې کاله وشول، چې زموږ د هېواد نجونې د خپلو ښوونځیو زنګ ته په انتظار، له دې خوښۍ بې برخې پاتې شوې دي.»
هغه یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې «د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ څو دوی هم وکولای شي د خپلو وروڼو په څېر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»
هغه زیاته کړې، چې زدهکړه یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا د هېواد د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ۱۲۷۶مه ورځ ده چې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او بیا ۸۱۶مه ورځ ده چې نجونې له لوړو زدهکړو بې برخې شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي و، چې سږکال ۳۸زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.

سارا انټویسټل چې د طالبانو په بند کې د بریتانوي ښځې او خاوند مشره لور ده؛ سنډې ټایمز رسنۍ ته یې ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نهدی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.
هغه وایي، پلار یې د سږو ناروغي لري که په سملاسي توګه د اړتیا وړ درملو ته لاسرسی پېدا نه کړي؛ نو ژوند به یې د لا جدي ګواښ سره مخامخ شي.
نوموړې ویلي، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی هم دی.
په ورته مهال سارا د خپل مور او پلار د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې هغوی خوشې کړي ترڅو خپل کور ته ستانه شي.
۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شول، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دغو بریتانوي وګړو نیول تایید کړل.
دغې بریتانوي جوړې په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تعلیمي موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.
بل خوا ډیلي میل بهرنۍ رسنۍ راپور ورکړی و، چې طالبان هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا دغه بریتانوي جوړه پیټر او باربي په افغانستان کې کوم ځانګړي مذهب ته وده نه ورکوي.
څو ورځې وړاندې هم ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برتانوي جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د هوایي ډګرونو له لارې یې د اروپا په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د «۲۹۵ مېلیونه امریکایي» ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړې دي.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د هوايي ډګرونو له لارې یې د «۱۲۸مېلیونه ډالرو» په ارزښت صادرات او د «۱۶۷مېلیونه ډالرو» واردات کړي دي.
د هغه په وینا؛ په دغو صاداتي توکو کې د وچې مېوې په ګډون لاسي صنایع او بېلابېل توکي شامل دي.
دغه سوداګریزې راکړې ورکړې د کابل، کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې جرمني، هسپانیا، متحده عربي اماراتو، هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو سره ترسره شوې دي.
طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو له کبله سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېلیونونه ډالر زیان اوښتی او باید ژر تر ژره دغه لاره د سوداګرو پرمخ پرانېستل شي.
که څه هم طالبانو او پاکستان د لارې د پرانېستو په موخه دواړه غاړو په جرګه کې سوداګر او قومي مشران هم شامل کړي؛ خو لا هم تر څو ورځنیو خبرو اترو وروسته کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له حوالې راغلي، د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلان لري چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو کډوالو لپاره پر ډیورنډ کرښه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ څو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
نوموړې زیاته کړې، چې له بېرته راستنېدونکو سره به اړینې نغدي او غیر نغدي مرستې هم وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې د کډوالو په برخه کې د اېټالیا وروستۍ مرسته ستایلې او د کډوالو تر څنګ د داخلي بېځایه شويو سره یې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې بللې دي.
د طالبانو دغه وزیر ویلي، د ګاوڼدیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کېدو مسلې په کور دننه د مرستو رسونې بهیر ټکنی کړی دی.
هغه ټینګار کړی، چې کډوالو ته د ځانګړو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې باید ورسره اړوند بنسټونه مرستې او همکارۍ وکړي.
دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او ایران حکومتونو تازه پرېکړې کړې؛ څو له خپلو هېوادونو څخه مېلیونونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي.
پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د پاکستان سره ثبت د اې سي سي کارتونو لرونکو کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.
یاد هېواد ګواښ کړی، که تر ټاکل شوې نېټې کډوال ستانه نشي؛ نو دوی به یې پر وړاندې امنیتي اقدامات وکړي.
هممهاله په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیس کور په کور ګرځي او هره ورځ لسګونه کډوال د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغالي ته لېږدوي.
په اسلام اباد کې هغه کډوال چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو د پناه غوښتنو لپاره مېشت دي او د ویزو مودې یې پای ته رسېدلي ورته خبرداری ورکړل شوی؛ څو د مارچ میاشتې تر پایه پورې له اسلام او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.
په پاکستان کې د امریکا هغه افغان متحدین چې د پناه غوښتنې قضیې لري شمېر یې نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېږي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د هغه کډوالو پر اېستلو هم غور کوي چې امریکا یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي یا ځنډولي دي.
د پاکستان حکومت بیا په خپل وروستي اقدام کې د ملګرو ملتونو د (POR) کارت لرونکو د مېشتېدو موده تر راتلونکي یوه کاله پورې وغځوله؛ خو ناقانونه کډوالو ته یې خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

دغې شورا په یوه راپور کې ویلي، که دغه طرحه تصویب شي؛ نو د یوناما ماموریت به د خپلو دندو او لومړیتوبونو بدلولو پرته د یو بل کال لپاره په افغانستان کې خپله کاري موده وغځوي.
د امنیت شورا د راپور له مخې، په دغه مسوده کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت به د یو بل کال لپاره هم د سولې او امنیت، بشري حقونو، ترهګرۍ، د نشهیي توکو قاچاق، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت، وړې وسلې، کورني بېځایه شوي، کډوال او همداراز د طبیعي پېښو د اغېزو په برخه کې خپلې چارې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو د طرحې پر سر د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور دایمي غړي امریکا، روسیه، چین او فرانسه د سختو اختلافونو سره مخامخ دي؛ خو د امنیت شورا وایي تمه لري، چې د یادې شورا ټول ۱۵ دایمي او غیر دایمي غړي به له دغې طرحې ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د یوناما د ماموریت مودې غځولو پر سر د دغې شورا د څلورو دایمي غړو جنجال هغه وخت راپورته شو، چې روسیې په مسوده کې د طالبانو سره د خبرو او چین په لویدیځو بانکونو کې د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون مسلې د شاملولو غوښتنه وکړه چې د امریکا او فرانسې لهخوا رد کړل شول.
خو له بلې خوا امريکا او فرانسې غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د تمديد لپاره دې د پرېکړه ليک مسوده د بشري حقونو په برخه کې متمرکزه وي چې دا بیا د روسيې او چين لهخوا رد شوه.
د طالبانو حساب ورکونه، د بشري حقونو د ملاتړو او په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو له مهمو غوښتنو څخه ده، چې د نوې طرحې له متن څخه اېستل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به سبا په داسې حال کې د یوناما کاري مودې غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکړي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت بې ګټې بللی و.