• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له اقلیمي تغیراتو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۰

افغانستان ته له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده. د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دغه بودجه د چاپیریالي اسانتیاوو نړیوالې ادارې له‌خوا د کم وده هېوادونو صندوق شورا ناسته کې تصویب شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبه «د کب ۲۶مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښه والي په برخه کې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښه والي له لارې تمویل شوې ده.

د دې پروژې ارزښت ۹.۹۸ میلیونه ډالر دی، چې د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال صندوق له لوري د کم وده هېوادونو د صندوق په شورا کې تصویب شوه.

له دې بودجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالره د چاپېریالي اسانتیاوو نړیوال جي،اي،اېف له لوري او یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د داخلي مالي همکارۍ له لارې برابرېږي.

یاده پروژه به د پنځو کلونو لپاره د بدخشان او کونړ په ولایتونو کې پلې کېږي، چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.

د دې پروژې پلي کېدل د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن،ډي،پي) له لوري د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کولو ترڅنګ د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول شامل دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو ادعا کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (یو،اېن، ډي،پي) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په نورستان کې د ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورل شوې دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه ډلې په نورستان ولایت کې د کانونو څخه ترلاسه شوې ګران بیه ډبرې په ۶۴ مېلیونه ۷۶۸ زره او ۶۵۰ افغانیو پلورلې دي.

باختر اژانس په نورستان ولایت کې د کانونو او پټرولیم مشر سید رحیم عمیر له حوالې لیکلي، چې په دغو ګران بیه ډبرو کې بېروج، کنزېټ او مارګانېټ شامل دي.

د هغه په وینا، دغه ګران بیه ډبرې تېره ورځ د یاد ریاست له‌خوا د بولۍ له لارې پر سوداګرو وپلورل شوې.

راپور زیاتوي، چې دغه ډبرې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي له کانونو څخه ترلاسه شوې وې.
خو پر طالبانو نیوکې دا دي، چې د افغانستان کانونه او ګران بیه ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جېبونو ته اچوي.

له هېواده بهر د افغانستان بېروج په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان هغه په بازارونو کې په خورا لوړو بیو پلورل کېږي او د نړۍوالو مینه‌والو پام یې ځانته اړولی دی.

نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو پراخ کانونه لري؛ خو په ناقانونه او نامسلکي ډول کېندل او پلورل کېږي.

ځايي اوسېدونکو په وار، وار نیوکې کړې دي، چې د طالبانو ځینو کړیو په خپلسري توګه د ټول هېواد سربېره په نورستان کې هم د ګران بیه ډبرو ناقانونه کېندنې کوي.

حامد کرزی: له زده‌کړو د نجونو منع کول، د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰

‏د نوي ښوونیز کال په درشل کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې له زده‌کړو د نجونو منع کول، د ټولنې پرمختګ ته لوی خنډ دی چې ځوانان او کورنۍ کډوالېدو ته اړ باسي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« درې کاله وشول، چې زموږ د هېواد نجونې د خپلو ښوونځیو زنګ ته په انتظار، له دې خوښۍ بې برخې پاتې شوې دي.»

هغه یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې «د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ څو دوی هم وکولای شي د خپلو وروڼو په څېر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»
هغه زیاته کړې، چې زده‌کړه یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا د هېواد د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
‏دا په داسې حال کې ده، چې نن ۱۲۷۶مه ورځ ده چې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او بیا ۸۱۶مه ورځ ده چې نجونې له لوړو زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي و، چې سږکال ۳۸زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو په بند کې د بریتانوۍ جوړې لور وایي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه‌دی

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۰

سارا انټویسټل چې د طالبانو په بند کې د بریتانوي ښځې او خاوند مشره لور ده؛ سنډې ټایمز رسنۍ ته یې ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه‌دی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.

هغه وایي، پلار یې د سږو ناروغي لري که په سملاسي توګه د اړتیا وړ درملو ته لاسرسی پېدا نه کړي؛ نو ژوند به یې د لا جدي ګواښ سره مخامخ شي.

نوموړې ویلي، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی هم دی.
په ورته مهال سارا د خپل مور او پلار د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې هغوی خوشې کړي ترڅو خپل کور ته ستانه شي.
۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شول، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دغو بریتانوي وګړو نیول تایید کړل.

دغې بریتانوي جوړې په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تعلیمي موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.

بل خوا ډیلي میل بهرنۍ رسنۍ راپور ورکړی و، چې طالبان هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا دغه بریتانوي جوړه پیټر او باربي په افغانستان کې کوم ځانګړي مذهب ته وده نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې هم ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برتانوي جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.

طالبانو د هوایي ډګرونو له لارې په روان کال کې نږدې ۳۰۰ مېلیون ډالره سوداګري کړې

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د هوایي ډګرونو له لارې یې د اروپا په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د «۲۹۵ مېلیونه امریکایي» ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړې دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي،‌ د هوايي ډګرونو له لارې یې د «۱۲۸مېلیونه ډالرو»‌ په ارزښت صادرات او د «۱۶۷مېلیونه ډالرو» واردات کړي دي.

د هغه په وینا؛ په دغو صاداتي توکو کې د وچې مېوې په ګډون لاسي صنایع او بېلابېل توکي شامل دي.

دغه سوداګریزې راکړې ورکړې د کابل، کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې جرمني، هسپانیا، متحده عربي اماراتو، هند،‌ چین او یو شمېر نورو هېوادونو سره ترسره شوې دي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو له کبله سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېلیونونه ډالر زیان اوښتی او باید ژر تر ژره دغه لاره د سوداګرو پرمخ پرانېستل شي.

که څه هم طالبانو او پاکستان د لارې د پرانېستو په موخه دواړه غاړو په جرګه کې سوداګر او قومي مشران هم شامل کړي؛ خو لا هم تر څو ورځنیو خبرو اترو وروسته کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل کېدو د کډوالۍ نړۍوال سازمان اندېښمن کړی

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۰
•
خبرخونه

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له حوالې راغلي،‌ د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلان لري چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو کډوالو لپاره پر ډیورنډ کرښه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ څو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې له بېرته راستنېدونکو سره به اړینې نغدي او غیر نغدي مرستې هم وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې د کډوالو په برخه کې د اېټالیا وروستۍ مرسته ستایلې او د کډوالو تر څنګ د داخلي بې‌ځایه شويو سره یې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې بللې دي.

د طالبانو دغه وزیر ویلي، د ګاوڼدیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کېدو مسلې په کور دننه د مرستو رسونې بهیر ټکنی کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې کډوالو ته د ځانګړو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې باید ورسره اړوند بنسټونه مرستې او همکارۍ وکړي.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او ایران حکومتونو تازه پرېکړې کړې؛ څو له خپلو هېوادونو څخه مېلیونونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د پاکستان سره ثبت د اې سي سي کارتونو لرونکو کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.

یاد هېواد ګواښ کړی، که تر ټاکل شوې نېټې کډوال ستانه نشي؛ نو دوی به یې پر وړاندې امنیتي اقدامات وکړي.

هم‌مهاله په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیس کور په کور ګرځي او هره ورځ لسګونه کډوال د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغالي ته لېږدوي.

په اسلام اباد کې هغه کډوال چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو د پناه غوښتنو لپاره مېشت دي او د ویزو مودې یې پای ته رسېدلي ورته خبرداری ورکړل شوی؛ څو د مارچ میاشتې تر پایه پورې له اسلام او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

په‌ پاکستان کې د امریکا هغه افغان متحدین چې د پناه غوښتنې قضیې لري شمېر یې نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېږي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د هغه کډوالو پر اېستلو هم غور کوي چې امریکا یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي یا ځنډولي دي.

د پاکستان حکومت بیا په خپل وروستي اقدام کې د ملګرو ملتونو د (POR) کارت لرونکو د مېشتېدو موده تر راتلونکي یوه کاله پورې وغځوله؛ خو ناقانونه کډوالو ته یې خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.