• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېن‌بي‌سي: امریکایان په دې باور دي، چې د ټرمپ نوې پالیسۍ سره یې هېواد سم لور ته روان دی

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د اېن‌بي‌سي ټلویزیون د یوې نوې نظرپوښتنې په ترسره کولو سره ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ نوې دورې په تېرو درېیو میاشتو کې د امریکایانو د خوښې لوړې کچې ته رسېدلی او خلک په دې باور دي د ټرمپ نوې پالیسۍ سره یې هېواد سم لور ته روان دی.

د دغې نظرپوښتنې د پایلو له مخې چې څو ورځې وړاندې اعلان شوې، ډېری امریکایي وګړي په دې خوښ او باوري دي چې ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو په مهمو مسایلو کې سم بدلونونه راوستي دي.

د نظرپوښتنې له مخې، ۴۱سلنه امریکایي وګړي د ټرمپ د سوداګریزو تګلارو او تعرفو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ۳۸سلنه وګړي د دې تګلارو مخالف دي.

د ټرمپ د سوداګریزو تګلارو او نویو تعرفو څخه د ۴۱ سلنه امریکایانو ملاتړ، په داسې حال کې چې د اېن‌بي‌سي ټلویزیون په پخوانیو نظرپوښتنو کې یې نه لاره؛ د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

همدا راز ۵۶ سلنه امریکایان د ټرمپ د ادارې له سرحدي تګلارو سره موافق دي او ۴۷سلنه یې د حکومت د لګښتونو د کمولو لپاره د هغه اقدامات ګټور بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۴۸ ساعتونه کې پاکستان کې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو ۵۷ برېدونه کړي دي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۱ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، په پاکستان کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پاله غورځنک ۵۷ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، په یادو بریدونو کې ځانمرګي، هدفي وژنې او وسله‌والې نښتې شاملې دي چې په ۲۳ بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

بل خوا بیا راپورونه وایي، چې د کوټې په هوایي ډګر کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند «جمیعت علمای اسلام» غړی او ځایي دیني عالم مفتي عبدالباقي نورزی وژل شوی دی.

د ۲۴ ډیجیټل پاکستاني رسنۍ په وینا، مفتي نورزی د یوه سفر لپاره هوایي ډګر ته د ننوتلو په حال کې و چې د نامعلومه کسانو له‌خوا پرې ډزې وشوې او روغتون ته تر رسېدو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ویل کېږي، چې له پېښې وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

په دې وروستیو کې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په بې سارې توګه نا امنۍ مخ په پراخېدو دي او د پاکستان حکومت یې پړه پر افغان طالبانو ور اچوي، چې ترهګرو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داسې ښکاري، چې په سیمه کې وسله‌وال فعالیتونه مخ په ډېرېدو دي او «ټي‌ټي‌پي» او همداشان «بي ایل ای» خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

د برېتانیا حکومت د بي بي سي نړۍوال سرویس لپاره د بودیجې کمولو په اړه غور کوي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰

د برېتانیا حکومت د بودیجې د بیاکتنې د یوې برخې په توګه د BBC نړۍوال سرویس ته د بودیجې کمولو په اړه غور کوي. د بي بي سي عمومي رییس ټیم ډیوي اعلان وکړ، چې سازمان چمتو دی څو د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د دې پرېکړې په پایلو خبرې وکړي.

هغه د برتانیې د پارلمان د نړۍوالې پراختیا، کلتور او بهرنیو چارو د کمېټو مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي: "په وروستیو ورځو کې، له موږ څخه غوښتل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍوالو پراختیایي تمویلونو د کمولو اغېزو په اړه د نورو ښکېلتیا لپاره چمتووالی ونیسي."

د بي بي سي نړۍوال سرویس د بودیجې لویه برخه د حکومت د رسمي بهرنیو مرستو بودیجې څخه ورکول کېږي.

تر دې مخکې د برېتانيا حکومت اعلان وکړ، چې د خپلو بهرنيو مرستو بودیجه به کمه کړي.

حکومتي چارواکو ویلي دي، چې د بي بي سي نړۍوال سرویس ته د تمویل کمول یو له هغو انتخابونو څخه دی، چې په پام کې نیول کیږي خو تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر تېره میاشت اعلان وکړ ،چې له ۲۰۲۷ کال څخه د خپل هېواد د پوځي لګښتونو د زیاتولو لپاره به د برېتانیا بهرنۍ مرستې کمې کړي.

چارواکي اوس په دې لټه کې دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په رسمي نړۍواله پرمختیایي بودیجه کې شاوخوا شپږ میلیارد پونډه سپما کړي.

د بي بي سي نړۍوال سرویس یو نړۍوال خبري سرویس دی، چې د راډیو، ټلویزیون او انلاین پلیټ فارمونو له لارې په انګلیسي، فارسي او شاوخوا ۴۰ نورو ژبو فعالیت کوي.

پر غزې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰

په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي. د دې سیمې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، دا بریدونه داسې مهال شوي چې عربي او امریکایي منځګړي د اسراییل او حماس ترمنځ د یوه نازک اوربند د ټینګولو لپاره کار کوي.

فلسطيني چارواکي وايي، د جنورۍ د ۱۹مې له اوربند سره - سره چې په غزه کې يې د پراخې جګړې مخه نيولې وه، د اسرایيل په ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي دي، چې د اوربند له نافذېدو راهیسې د دوی ځواکونو د "ترهګرو" له خوا خپلو سرتېرو ته نږدې د کېدو یا د بمونو اېښودلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره عکس العمل ښودلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي، چې وروستۍ ډېرې وژنې د شنبې په ورځ هغه مهال وشوې چې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په ښارګوټي کې د اسراییل په هوايي برید کې د څلورو خبریالانو په ګډون نهه فلسطینیان ووژل شول.

د اسراییل پوځ ادعا کوي، چې شپږ وژل شوي کسان د حماس او د اسلامي جهاد د وسله والو ډلو غړي دي.

ویل شوي، چې ځینو اورپکو د "خبریالانو تر پوښښ لاندې" فعالیت کاوه.

د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر مشرې سلامه معروف ویلي، چې د پېښې په اړه د پوځ په بیان کې د هغو کسانو نومونه هم شامل دي چې حاضر نه وو.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه څلور نور فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې دوامداره وژنې د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د درې اړخیزه اوربند تړون کمزوري په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس مخکې ویلي و چې دوی به یوازې د دویم پړاو له مخې چې ټاکل شوې وه د مارچ په دویمه پیل شي، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول بیا پیل کړي.

په یمن کې د امریکا او برېتانیا په هوایي بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۳۱ کسانو ته ورسېد

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د شنبې په شپه د یمن په څو ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله د مړو شمیر ۳۱ تنو ته رسېدلی او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه وزارت ویاند انیس الاصبهي ویلي دي: «د امریکا د تېري شنبې په ورځ د صنعا، صعده، البیضاء او رعاع په سیمو کې د ملکي خلکو او استوګنو سیمو په نښه کولو سره د ولسي وګړو د قتل عام په نتیجه کې ۱۳۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۰۱ نور ټپیان شوي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.»

هغه زیاته کړه، چې ارقام "لومړني دي، ځکه چې د ملکي ځایونو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو له لړۍ وروسته د قربانیانو د موندلو هڅې دوام لري."

اصبهي دغه بریدونه وغندل او دا یې د ټولو نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه وبلله.

حوثي یاغیانو د مارچ په اوومه اسراییل ته خبرداری ورکړ، چې په څلورو ورځو کې دې غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي او یا به له دغه هېواد سره د تړلو بېړیو په وړاندې د نویو سمندري عملیاتو سره مخامخ شي.

یاده دې وي، چې امریکا په یمن کې له هغه وخت راهیسې پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که د ایران په ملاتړ ډله د سره سمندرګي پر بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي "دوزخ به یې ځای کړي".

حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې په سور سمندر کې د اسراییل اړوند بېړیو باندې د توغندیو او ډرون په وسیله بریدونه کوي، چې دې بریدونو نړۍوال تجارت ګډوډ کړی.

دغې ډلې د جنورۍ په میاشت کې د اسراییل او حماس تر منځ په غزه کې له اوربند وروسته دغه بریدونه ودرول، خو ګواښ یې وکړ چې که اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لړۍ ودروي نو بریدونه به بیا پیل کړي.

پاکستاني حکومت په ټانک ولسوالۍ کې ګرځبندیز ولګاوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت دټانک ولسوالۍ مرستیال کمشنر اعلان وکړ، چې ددې ولسوالۍ له کاوړ سیمې نه تر جنډولې پورې پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی.

په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې د ټانک ولسوالۍ د مرستیال کمیشنر دفتر د قانون پلي کوونکو ادارو د غوښتنې پر بنسټ د امنیتي ګواښونو له امله دکاوړ قلعې، منزۍ، خیرګي، کړي وام اوجنډولې ترمنځ لارې باندې د ۲۰۲۵ کال د مارچ له۱۷مې وروسته د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې پر تګ او راتګ بشپړ ګرځبندیز دی.

د رسمي خبرتیا له مخې، له کاوړ قلعې، ګومل، ګرداوي څخه تر واڼه پورې لارې به د هر ډول ترافیک لپاره خلاصې وي.

ځايي ادارې له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د ګرځبندیز په موده کې له سفره ډډه وکړي.

یاده خبرتیا اړوندو ادارو ته، چې د کورنیو چارو او قبایلي چارو څانګه، د دیره اسماعیل خان کمیشنر، سیمه‌ییز پولیس او پوځي چارواکي پکې شامل دي، استول شوې څو د ګرځبندیز د تدابیرو کلک تطبیق یقیني شي.

د ګرځبندیز پر لاره ډېری د جنوبي وزیرستان د مسیدو او برکي قبیلو وګړي تګ او راتګ کوي.

پاکستاني طالبان چې اکثریت د مسیدو قبیلې اړوند دي، د جنډولې، خیرګۍ او منزۍ له لارې ټانک او دیره اسماعیل خان ته تګ او راتګ کوي.

جنډوله سیمه تېره اونۍ د یوه ډله ییز ځانمرګي برید شاهده وه، چې ویل کیږي لس ځانمرګي بریدګر پکې وژل شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته پکې سطحي زیان رسېدلی.