د طالبانو سفیر کابل کې له خپلو چارواکو سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب په کابل کې د دې ډلې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ. په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت لیکلي چې طالبانو له ګاونډیو هیوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري شړلو ډډه وکړي.