• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم بندېدو له امله د راولپنډۍ په یوه کمپ کې ۱۴۰ افغان کډوال بند پاتې دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې پاکستاني پوليسو په تېره یوه اونۍ کې په راولپنډۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي. د راپور له مخې، د تورخم لارې د بندېدو له امله ۱۱۴ کډوال ایستل شوي؛ خو ۱۴۰ نور په «حاجي کمپ» کې بندیان دي.

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درول شوی دی.

د تورخم لاره شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د تاوتريخوالي وروسته وتړل شوه.

دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د توقیف مرکز حاجي کمپ امنیت ډېر کړی دی.

د دغه مرکز امنیت په داسې حال کې زیات شوی، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو موده یوازې ۱۶ ورځې پاتې ده.

د پاکستان حکومت د اعلامیې له مخې، له اسنادو پرته د افغان کډوالو او هغه کډوال چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لري د ایستلو بهیر د وري میاشتې په ۱۲مه نېټه پیلېږي.

د پاکستان حکومت د حکم له مخې، هغه کډوال چې لویدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې لري یا هغه کډوال چې POR کارت لري باید له دې نیټې د اسلام اباد او راولپنډۍ له ښارونو ووځي او نورو ښارونو ته ولاړ شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د سفر بندیز له وېرې؛ امریکایي پوځیان هڅه کوي، چې ژر تر ژره افغان متحدین امریکا ته ولېږدوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې یوشمېر پخواني امریکایي پوځیان هڅې کوي چې د طالبانو له ګواښونو څخه خپل همکاران وژغوري او ژر تر ژره یې امریکا ته ولېږدوي. دغه هڅې له دې امله ګړندۍ شوې، چې ښايي ټرمپ یاد هېواد ته د افغانانو پر سفرونو بندیز ولګوي.

د هېڅوک نه پرېږدو (No One Left Behind) په نوم نادولتي بنسټ مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ ترڅو د الوتنو او نورو مرستو لګښتونه پوره کړي او افغان متحدین له لالهاندۍ سره مخ نشي.

له افغانستان څخه د امریکا د بې‌پلانه وتلو وروسته؛ نږدې ۸۷زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو او کارکوونکو په توګه دندې ترسره کړې وې د تخلیې د پروسې پر مهال امریکا ته ولېږدول شول.

لا هم لسګونه زره افغانان چې له امریکایانو سره یې په خپل هېواد کې د ماموریت پر مهال مرسته کړې، یاد هېواد ته د تګ لپاره په تمه دي.

ډونالډ ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د بهرنیو چارو وزیر او نورو غړو ته لارښونه وشوه چې د هغو هېوادونو نوملړ جوړ کړي چې د کډوالو د څېړلو لپاره کافي معلومات نه ورکوي او ښایي د دغو هېوادونو وګړو ته د امریکا پر سفر بندیزونه یا محدودیتونه ولګول شي.

د دغه نوملړ د بشپړولو لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی او د دغې مودې له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله پخواني امریکایي پوځیان هڅه کوي، چې د شونتیا تر حده خپل افغان متحدین ژر تر ژره امریکا ته ولېږدوي.‌

اندرو سالیوان چې د «هیڅوک نه پرېږدو No One Left Behind » سازمان مشر دی وایي:« موږ له ستر فشار سره مخ یو او هڅه کوو؛ تر څو دغه پروسه ژر تر ژره سرته ورسوو».

دغه سازمان اوس‌مهال شپه او ورځ کار کوي؛ ترڅو مالي مرستې راټولې کړي او د هغو افغانانو لپاره د الوتنو تابیاوې ونیسي، چې ویزې یې ترلاسه کړې؛ خو لا هم په پاکستان، قطر او البانیا کې انتظار باسي.

افغانان چې د ځانګړې مهاجرت ویزې (SIV) لپاره وړ دي کولای شي، له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا ته سفر وکړي؛ خو د ټرمپ ادارې له وروستي پړاو څخه د تېرېدو لپاره باید میاشتې یا ان کلونه انتظار وباسي.

امریکایي چارواکي اندېښمن دي، که ټرمپ افغانستان د سفر بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي؛ نو هغه افغانان به له نامعلوم برخلیک سره مخ شي، چې د امریکایي ځواکونو ملاتړ یې کړی.

د «هیڅوک نه پرېږدو» ادارې مشر سالیوان وایي:« بېرته افغانستان ته ستنېدل د دغو کسانو لپاره ممکنه نه ده؛ که هغوی د امریکا ویزه هم ولري، شونې ده چې طالبان یې ونیسي او دا به د دوی لپاره مرګونی حالت وي.»

دغه اداره له خپلو ملاتړو او پخوانیو امریکایي پوځیانو څخه مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ څو د هغو افغانانو د الوتنو لګښتونه پوره کړي، چې ویزې یې ترلاسه کړي، خو لا هم په ځینو هېوادونو کې بند پاتې دي.

د عراق او افغانستان پخواني امریکایي پوځیان او د امریکا د کانګرس درې جمهوري ‌پال غړي مایکل لاولر، مایکل مک ‌کال او ریچارډ هاډسن ټرمپ ته لیک استولی، چې د دغه فرمان له کبله به د امریکا افغان متحدین هم زیانمن شي.

اېټالیا په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان سره ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان خبر ورکړی، چې د اېټالیا حکومت ورسره له ګاونډیو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ په موخه ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته کړې؛ څو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

دغه مالي مرسته د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې ترسره شوې او تمرکز یې پر هغو کسانو دی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته مرستې ته اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال ترسره شوې، چې ایران او پاکستان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو لپاره خپل پراخ پلانونه پلي کوي.

د بشري مرستو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې دا ګام به د افغانستان پر پولو او هغو ولایتونو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی؛ بشري ناورین لا ډېر کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د اسنادو نه لرونکو ستانه شویو افغانانو بشري، روغتیایي او د خوندیتوب اړتیاو ته رسېدنه وکړي چې تمه کېږی له ۲۵زره ډېرو زیانمنو کسانو سره به په کې مرسته هم وشي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اېټالیا دغه مرستې به له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو اتو مرکزونو کې ووېشل شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د دغه مرستو پر مت به دوی د راستنېدونکو کډوالو د معلوماتو خوندیتوب او ثبت سېسټم هم پیاوړی کړي.

په افغانستان کې کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میا پارک ویلي:« له اېټالیا سره زموږ دوامداره همکاري خورا ارزښتمنه او حیاتي ده. موږ په پر دغو مرستو د زرګونه بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنېوی وکړو».

هغه زیاته کړې، د اېټالیا د دغه مرستو پر مټ به وکولای شي چې د بېرته راستنېدونکو سره په بېړنیو او ننګوونکو حالاتو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر دغو مرستو به اسانتیاوې رامنځته کړو؛ څو د نورو کډوالیو او بې‌ځایه کېدو مخه ونیسو».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې په زوره له بېلابېلو هېوادونو اېستل شوي دي.

دغه سازمان وایي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زره زیانمنو ستانه شویو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د ملګرو ملتونو سره ثبت کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

په پلازمېنې اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي.

پاکستان او ایران یو له هغو هېوادونو دي، چې مېلیونونه کډوال پکې مېشت دي او په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو اېستل کېدو په موخه تر ټولو جدي تګارې پلي کړي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو پر دغو دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او له جبري اېستلو دې ډډه وکړي.

د امریکا د بیامېشتیدنې پروګرام ځنډېدو د امریکا ۲۰۰‌زره افغان متحدین له جدي ګواښ سره مخ کړي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د نیوز برېک د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له لوري د بیا مېشتېدو پروګرام د ځنډېدو پرېکړې له کبله هغه افغانان د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ شوي چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په خپل هېواد کې دندې ترسره کړې وې.

راپور کې راغلي، نږدې ۲۰۰زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې اوږه په اوږه ونډه اخیستې وه؛ اوس له جدي ګواښونو او ننګوونو سره مخ دي.

د ټرمپ د پرېکړې له امله د دغو افغان وګړو د پناه غوښتنې قضیې د نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.

د راپور پر بنسټ ډېری افغانان چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې د ژباړونکو، پوځي مشاورینو او د امریکا له لوري له تمویل کېدونکو بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې، سره له دې چې د کډوالۍ قضیې یې امریکا ته د تګ لپاره منل شوې وې؛ خو د دغه پروګرام د ځنډېدو له کبله ورته د طالبانو ګواښ لا ډېر شوی دی.

د امریکا دغه پخواني متحدین اوس اندېښمن دي، چې ښايي نور ورته یاد هېواد ته د ورتګ اجازه ورنکړل شي.

د امریکا هغه افغان متحدین چې اوس په ګاونډي هېواد پاکستان کې مېشت دي د یاد هېواد حکومت پرې فشارونه زیات کړي، زرګونه یې نیولي او زرګونه یې بېرته خپل هېواد ته شړلي دي.

نیوز برېک کاږي، چې په پاکستان کې د دغو افغانانو وضعیت خورا ترېنګلی دی او وېره شته که بېرته خپل هېواد ته واېستل شي؛ نو ښايي د طالبانو له لوري د مستقیمو ګواښونو سره مخ شي.

همدا راز هغه کورنۍ چې د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د تخلیې پر مهال امریکا ته وړل شوې وې؛ اوس په تمه دي چې په پاکستان او افغانستان کې یې د کورنیو پاتې غړي ورسره امریکا کې یو ځای شي.

ویل کېږي، په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ بهیر P1,P2,SIV په تمه د ناستو افغانانو شمېر نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېږي چې اوس د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان حکومت دغو کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو ووځي.

د پاکستان حکومت همدا راز ګواښ کړی که په دغو کډوالو کې څوک د استوګنې قانوني اسناد ونلري؛ نو بېرته به یې افغانستان ته ولېږي.

د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د امریکا له لوري د بیا مېشتېدنې پروګرام ځنډول د خپلو کړو ژمنو څخه سرغړونه ده.

کارپوهان ټینګار کوي، چې د ترهګرۍ ضد افغان متحدینو امریکایانو ته خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و؛ خو اوس داسې ګڼي چې امریکا په لوی لاس د طالبانو پنجو ته پرېښې دي.

د پناه غوښتونکو د حقونو مدافعین غوښتنه کوي، چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو پروسه باید ژر تر ژره بېرته پیل شي او امریکا باید خپلې ژمنې پوره کړي؛ ترڅو دغه کسان او د هغوی کورنۍ په خوندي توګه ولېږدول شي.

د بښنې نړۍوال سازمان له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د درملنې له خدماتو د یوه افغان کډوال له محرومېدو وروسته له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي او سمدستي د کډوالو لپاره د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د دغه افغان کډوال د پناه غوښتنې له ردولو وروسته د هغه د دیالیز خدماتو ته لاسرسی پرې کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، دغه ۲۹ کلن افغان کډوال چې په شکرې ناروغۍ او د لیدلو په ستونزه اخته دی، د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته د درملنې له خدماتو بې‌برخې شوی دی.

خو د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې د پناه غوښتنې د ردېدو پر وړاندې د اعتراض له ثبتېدو وروسته باید د طبي خدماتو پرې کېدل موقتي ودرول شي.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې دا کړنه د ترکیې له نړۍوالو ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې د روغتیايي پاملرنې د لاسرسي حق هم په کې شامل دی.

دغه سازمان له ترکي چارواکو وغوښتل، چې د کډوالو په ځانګړي ډول د ناروغو او زیان‌منونکو کسانو د فزیکي وضعیت د لا خرابېدو څخه مخکې لازم اقدامات ترسره کړي او هغوی ته د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

همداراز، د بښنې نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د ترکیې پر چارواکو د فشار او ملاتړ له لارې، د کډوالو بشري حقونه یاد او له هغوی ملاتړ وکړي.

د ترکیې حکومت په وروستیو کلونو کې د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او د پناه غوښتونکو حقونه یې محدود کړي دي.

افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ۲۰۲۱ ز کال د اګست له تحول وروسته له افغانستانه وتلي، د ترکیې د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ترکیې د دې کډوالو لپاره د پناه غوښتنې پروسه ډېره محدوده کړې او ډېری غوښتنلیکونه ردوي.

د پناه غوښتنې د ردېدو تر څنګ، کډوال له اساسي خدماتو لکه روغتیایي پاملرنې او قانوني مرستو بې‌برخې کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان ترڅنګ د بشري حقونو نورې ډلې هم د ترکیې پر حکومت نیوکه کوي، چې کډوال، په ځانګړي ډول ناروغان او زیان‌منونکي کسان، له اساسي بشري حقونو څخه محروموي.

افغان کډوال یوازې په ترکیه کې نه، بلکې د ایران په شان هېوادونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د زده کړو په ګډون له روغتیایي او نورونو خدمتونو څخه محروم دي.

د امریکا افغان متحدین: دا به لویه ناځواني وي، چې ټرمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد

په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد له بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې اندېښنه لري، چې ښايي ډونالډ ترمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي.

د افغان اېواک په ګډون ګنو امریکایي بنستونو خبرداری ورکړی، چې ښايي نن دوشنبه سپینه ماڼۍ دغه پرېکړه اعلان کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شو، چې په خپل هېواد کې یې د امریکایي ځواکونو، موسساتو او د امریکا له لوري له تمویل کېدونکو ادارو سره دندې کړې وې.

طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته یو شمېر هغه کسان وژلي او زنداني کړي، چې د امریکا په ګډون یې له بهرنیو ځواکونو یاد ادارو سره دندې کړې دي.

د شمېرو له مخې، په پاکستان کې اوس‌مهال نږدې «۲۵زره افغانان چې امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه منلي» د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

100%

ټرمپ سپینې مانۍ ته د بیا ځل ننوتو په لومړۍ ورځ امریکا ته د کډوالو د ورتګ هر ډول پروګرامونه وځنډول، چې له امله یې د دوی افغان متحدین هم زیانمن شول.

اوس تازه د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف او امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې ټرمپ به دغه هېواد ته د افغانانو په ورتګ بشپړ بندیز ولګوي.

د دغه بندیز له مخې، به هغه افغانان چې د امریکا قانوني ویزې هم لري؛ دغه هېواد ته به له سفر کولو څخه منع شي.

په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ په تمه مېشت کډوال دغه راپورونو اندېښمن کړی دی.

احمدالله (مستعار نوم) چې اوس‌مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دی، د امریکا په مالي ملاتړ یې په ځینو پروژو کې دندې ترسره کړې دي.

هغه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ډونالډ ترمپ وروستۍ پرېکړې ناعادلانه وبللې. احمد همدا راز وېره لري، که ټرمپ رښتیا هم پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي؛ نو د کډوالۍ ژوند به یې لا ډېر له ستونزو ډک شي. 

هغه زیاته کړه:« زه بېخي حیران یم، دا له موږ سره څه کېږي. موږ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ وکړ او اوس دا دی راسره ناځواني کېږي او په تش میدان یې پرېښي یو».

دغه افغان کډوال له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره مېشت دی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې سخت اقتصادي مشکلات هم ګالي.

100%

د یوې نادولتي امریکایي موسسې پخوانی کارکوونکی چې نه یې غوښتنل نوم یې په ډاګه شي اوس‌مهال په راولپنډۍ کې مېشت دی او د ټرمپ تازه بندیزونو یې پر رواني حالت بدې اغېزې کړې دي.

هغه له خپلو دوه لوڼو او مېرمنې سره په یوه اپارتمان کې چې دوه خونې لري ژوند کوي.

هغه وايي، اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ قضیې ځنډېدو یې هیلې وژلې دي، چې له همدې کبله نه غواړي د خلکو خبرې واوري.

هغه وویل:« لوڼې مې همدا پوښتنه کوي، چې څه وخت به امریکا ته ځو؟ پلانکی او بېستانکی لاړو؛ خو موږ پاتې یو. زه د دې پوښتنو ځواب نه لرم، نو څه ورته ووایم؟ّ».

د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي دغه کس زیاته کړه:« اوس بله اندېښنه رالوېدلې. اوازې دي چې ټرمپ په ټولو افغانانو سفرونه بندوي او دا کار به زموږ ټولې هیلې په سیند لاهو کړي».

د هغه یوه لور دیارلس کلنه او بله یوولس کلنه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې ښوونځي پیل کړي وو؛ خو اوس په پاکستان کې ښوونځي ته د تګ توان نه لري.

100%

په پاکستان کې مېشت دغه کډوال په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو حق نه لري او په خصوصي ښوونخیو کې بیا ترې میاشتني فیسونه او قانوني ویزې غواړي.

کډوالو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ویلي، چې له یو لوري د اقتصادي ستونزو له کبله خصوصي ښوونځیو ته اولادونه نشي لېږلی او له بل لوري یې بیا د ویزو مودې هم پای ته رسېدلې دي.

پاکستان ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته راغلي افغان کډوال په دغه هېواد کې د کار کولو حق نه لري او د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیو په تمه ناست افغانان له بې روزګارۍ هم ځورېږي.

افغانستان انټرنشنل یو افغان کډوال چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته په تمه دی پېغام پرېښود، څو یې پر وړاندې د شته ننګونو په تړاو وسره خبرې وکړي؛ خو له هغې خوا پېغام کې وویل، شو چې پولیس یې د کور مخته ولاړ دي او نشي کولای وغږېږي.

پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کېدو عملیات روان دي.

دغه عملیات په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې تر بل هر ځایه چټک دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروسته له هغې د دغو عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، چې د دغه هېواد امنیتي‌ ادارو خبرو ورکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف په ځینو لاریونونو کې افغان کډوالو برخه اخیستې او تاوتریخوالی یې کړی دی.

د هغه دغه ادعاوې که څه هم د افغان کډوالو له لوري د پاکستان کورني سیاسي مسایل وبلل شول او د افغانانو شتون په دې لاریونونو کې رد شوی دی.

تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرېکړه شوې، چې افغانان به د روان زېږدیز کال (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې له اسلام اباد او راولپندۍ څخه وځي.

د دغه پرېکړې له مخې به ناقانونه افغانان نیول کېږي او افغانستان ته به شړل کېږي؛ خو هغه افغانان چې یوازې په قانوني ویزو اوسېږي له پلازمېنې او راولپندۍ ښارونو څخه به اېستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اونۍ وویل، ښايي هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه وباسي چې امریکا یې د پناه غوښتنې قضیې رد کړې یا ځنډولې دي.

د امریکا پخوانیو افغان متحدینو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د پاکستان د دغه پرېکړې څخه ژوره اندېښڼه څرګنده کړه.

د پاکستان د دغو پرېکړو له امله اوس په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د کورونو ځینو مالکانو افغان کرایه دارو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی کورونه ورته خالي کړي.

همدا راز په دغو ښارونو کې اوس په اسانۍ پاکستانیان د پولیسو له وېرې افغانانو ته په کرایې کورونه هم نه ورکوي.

په پاکستان کې مېشت د امریکا پخواني متحدین له یاد هېواد او ډونالډ ټرمپ غواړي، چې دوی ته دې د سفرونو د بندیز او د کډوالۍ د ځندېدلو پروګرامونو په برخه کې معافیت ورکړي.

احمدالله وایي: «موږ ورسره افغانستان کې مرسته وکړه، اوس باید امریکا په دې سختو حالاتو کې موږ پرېنږدي او که پولیسو افغانستان ته ډیپورټ کړو ؛نو موږ د مرګ له ګواښ سره مخ یو».

د امریکا دغو پخوانیو متحدینو نیوکې وکړې، چې د دوی سره روان چلند د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او د عدالت غوښتنې له چیغو سره، سره یې لا هم د قضیو برخلیک نامعلوم دی.