• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې افغانې مېرمنې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله له روغتيايي اسانتیاوو بې‌برخې دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا په پېښور کې مېشتې افغان مېرمنې د روغتیا په برخه کې له خورا جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

په دې سیمه کې افغانې ښځې نه یوازې معیاري طبي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري، بلکې مالي ستونزې او د قانوني اسنادو نه‌لرل بیا د دغه ناوړه وضعیت یو بل ننګونکی اړخ دی. د پېښور د شاوخوا سیمو په دولتي روغتونونو کې د اساسي خدماتو نشتوالی یوه عامه ستونزه بلل کېږي. دلته نه یوازې درملو ته لاس‌رسی نشته، بلکې د روغتیا په برخه کې روزل شوې کارکوونکې ډېرې کمې دي. په داسې حال کې شخصي روغتیايي مرکزونو ته ورتګ یو ګران بیه چاره ده چې ډېری کډوالې ښځې یې د زغملو وس نه‌لري.

حلیمه بي‌بي چې ۳۶ کلنه افغانه کډواله ده، له تېرو اووه کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي. نوموړې یوه کونډه او د څلورو ماشومانو سرپرسته مور ده. هغې په دې تړاو افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل: «پر زوی مې چې سخته تبه راغله ما په لویو هیلو سره دولتي کلینیک ته مخه کړه، خو چې هلته هېڅ مرسته ونه شوه مجبوره شوم یو شخصي روغتون ته لاړه شم. په دې روغتون کې د علاج لګښت ډېر زیات و او زما لپاره د دې لګښتونو پوره کول ډېر ستونزمن شول. له ما سره دومره پیسې نه وې چې د خپل زوی علاج پرې وکړم، خو د دغه حالت په لیدلو سره چې په هر قیمت چې وه ما د خپل د اولاد د علاج اړتیا محسوسوله.»

مېرمن حلیمه زیاتوي چې د هغې لپاره دا پرېکړه ډېره دردونکې وه ځکه په وینا یې، دا مېرمن بې‌وسه ده او په شخصي روغتونونو کې یې د درملنې لوړو لګښتونو ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

همداراز د ګل مینې په نوم یوه بله ۴۷ کلنه افغانه ښځه وايي چې د کډوالۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله هغې ته په روغتون کې داخلېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

ګل مینه زیاتوي چې ډېره سخته ناروغه وه او روغتون ته یې د خپلې درمنلې لپاره مراجعه کړې وه، خو د روغتون کارکوونکو ورته د شناختي کارټ د نه‌لرلو له امله د درملنې اجازه نه ده ورکړې. هغې په دې اړه وویل: «تر دې وروسته زه څو نورو روغتونونو ته لاړم خو هر ځای همدا ستونزه وه. زما لپاره دا یوه ډېره دردونکې تجربه وه ځکه چې زما حالت ورځ په ورځ خرابېده او د درملنې په ځنډ سره زما په ناروغۍ کې نورې پیچلتیاوې پیدا شوې. اخر مجبوره شوم او یوه نادولتي بنسټ راسره مرسته وکړه او راته مناسب درملنه یې برابره کړه خو تر هغه وخت زما حالت دومره خراب شوی و چې درملنه هم ناوخته شوې وه.»

دا ستونزې یوازې پر انفرادي ښځو پورې محدودې نه دي، بلکې د ټولو افغان کډوالو یوه جدي موضوع ده. افغان ښځې نه یواځې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ دي، بلکې د روغتیایي اسانتیاوو ته د لاس‌رسي په برخه کې هم ګڼې ستونزې لري. په داسې حال کې چې محدودې نادولتي ادارې له سره دوی سره د مرستې هڅه کوي، خو د دغو ادارو سرچینې په دومره لویه کچه نه دي چې د ټولو اغېزمنو افغانو ښځو اړتیاوې پوره کړي. سربېره پر دې د پاکستان دولت هم د دې مسلې په اړه هېڅ ګټور اقدامات نه دي کړي چې له امله یې د افغان کډوالو ښځو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

افغانې مېرمنې غوښتنه کوي چې د پاکستان دولت او نړۍوال بنسټونه باید دغو ستونزو ته سملاسي او جدي پاملرنه وکړي. دوی وايي چې د کډوالو ښځو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او د هغوی لپاره د معیاري طبي خدماتو برابرول ډېر اړین دي. دغه افغانې مېرمنې زیاتوي چې د پاکستان دولت نه یوازې هغوی ته د اوسېدو قانوني لارې برابر کړي، بلکې هغوی ته دې اساسي روغتیايي اسانتیاوې هم باید برابرې کړي. د افغانو مېرمنو په وینا، د کډوالو لپاره د ځانګړو پروګرامونو پېلول د وخت اړتیا ده څو هغوی له مناسبې درملنې او نورو اړینو اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړای شي.

افغانې مېرمنې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې نړۍ دې د هغوی غږ واوري او ټول هغه حقونه دې خوندي کړي چې دوی ورته اړتیا لري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د هغوی پر وړاندې د دغه هېواد د پولیسو وروستیو ځپونکو اقداماتو له امله ډېر اندېښمن او په ستونزو کې دي.

همدا نن پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و چې پاکستاني پوليسو په تېره یوه اونۍ کې په راولپېنډۍ ښار کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي. د راپور پر بنسټ، د تورخم لارې د بندېدو له امله ۱۱۴ کډوال اېستل شوي، خو ۱۴۰ نور په «حاجي کمپ» کې بندیان دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغې ډلې څخه د وېرې، امنیتي ګواښونو او اقتصادي ننګونو له امله زرګونه افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د تورخم بندېدو له امله د راولپنډۍ په یوه کمپ کې ۱۴۰ افغان کډوال بند پاتې دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې پاکستاني پوليسو په تېره یوه اونۍ کې په راولپنډۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي. د راپور له مخې، د تورخم لارې د بندېدو له امله ۱۱۴ کډوال ایستل شوي؛ خو ۱۴۰ نور په «حاجي کمپ» کې بندیان دي.

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له کبله د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درول شوی دی.

د تورخم لاره شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د تاوتريخوالي وروسته وتړل شوه.

دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د توقیف مرکز حاجي کمپ امنیت ډېر کړی دی.

د دغه مرکز امنیت په داسې حال کې زیات شوی، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو موده یوازې ۱۶ ورځې پاتې ده.

د پاکستان حکومت د اعلامیې له مخې، له اسنادو پرته د افغان کډوالو او هغه کډوال چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لري د ایستلو بهیر د وري میاشتې په ۱۲مه نېټه پیلېږي.

د پاکستان حکومت د حکم له مخې، هغه کډوال چې لویدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ دوسیې لري یا هغه کډوال چې POR کارت لري باید له دې نیټې د اسلام اباد او راولپنډۍ له ښارونو ووځي او نورو ښارونو ته ولاړ شي.

یونان: طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید د افغان ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د یونان د کورنیو چارو مرستیال وزیرې اېنوس استماتکوس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل نه شي. د هغې په وینا، افغان ښځې هره ورځ د طالبانو له‌خوا له محدودیتونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې د طالبانو له‌خوا پر ښځو محدودیتونه جنسیتي ځپل کېدل وبلل او زیاته یې کړه، چې طالبان هڅه کوي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نامه لاندې ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړه توګه وباسي.

استماتکوس د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو ته د ښځینه‌و د لاسرسي محدودیت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کارونو بندیز په کلکه وغانده.

نوموړې زیاته کړه، چې د طالبانو دغه کړنې د مرستندویه بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او د افغان ولس لپاره د روغتیايي او بشري خدمتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د موقف کمېسیون د ۶۹مې غونډې په څنډه کې چې «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د اقداماتو غوښتونکې دي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو هم ګډون لاره.‌

استماتکوس وویل، یونان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي او زیاته یې کړه چې د افغان ښځو زړور خوځښتونه نورو هېوادونو ته الهام بښي.

د هغې په خبره، افغان ښځو نړۍ ته وښوده چې د طالبانو پر ضد درېږي او مقاومت یې د هیلو یو څرک دی.

استماتکوس له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر ضد خپل توپیري چلند پای ته ورسوي او له نړۍوالو اصولو سره سم په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې پلې کړي.

د سفر بندیز له وېرې؛ امریکایي پوځیان هڅه کوي، چې ژر تر ژره افغان متحدین امریکا ته ولېږدوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې یوشمېر پخواني امریکایي پوځیان هڅې کوي چې د طالبانو له ګواښونو څخه خپل همکاران وژغوري او ژر تر ژره یې امریکا ته ولېږدوي. دغه هڅې له دې امله ګړندۍ شوې، چې ښايي ټرمپ یاد هېواد ته د افغانانو پر سفرونو بندیز ولګوي.

د هېڅوک نه پرېږدو (No One Left Behind) په نوم نادولتي بنسټ مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ ترڅو د الوتنو او نورو مرستو لګښتونه پوره کړي او افغان متحدین له لالهاندۍ سره مخ نشي.

له افغانستان څخه د امریکا د بې‌پلانه وتلو وروسته؛ نږدې ۸۷زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو او کارکوونکو په توګه دندې ترسره کړې وې د تخلیې د پروسې پر مهال امریکا ته ولېږدول شول.

لا هم لسګونه زره افغانان چې له امریکایانو سره یې په خپل هېواد کې د ماموریت پر مهال مرسته کړې، یاد هېواد ته د تګ لپاره په تمه دي.

ډونالډ ټرمپ (د جنورۍ په ۲۰مه) یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د بهرنیو چارو وزیر او نورو غړو ته لارښونه وشوه چې د هغو هېوادونو نوملړ جوړ کړي چې د کډوالو د څېړلو لپاره کافي معلومات نه ورکوي او ښایي د دغو هېوادونو وګړو ته د امریکا پر سفر بندیزونه یا محدودیتونه ولګول شي.

د دغه نوملړ د بشپړولو لپاره ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی او د دغې مودې له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله پخواني امریکایي پوځیان هڅه کوي، چې د شونتیا تر حده خپل افغان متحدین ژر تر ژره امریکا ته ولېږدوي.‌

اندرو سالیوان چې د «هیڅوک نه پرېږدو No One Left Behind » سازمان مشر دی وایي:« موږ له ستر فشار سره مخ یو او هڅه کوو؛ تر څو دغه پروسه ژر تر ژره سرته ورسوو».

دغه سازمان اوس‌مهال شپه او ورځ کار کوي؛ ترڅو مالي مرستې راټولې کړي او د هغو افغانانو لپاره د الوتنو تابیاوې ونیسي، چې ویزې یې ترلاسه کړې؛ خو لا هم په پاکستان، قطر او البانیا کې انتظار باسي.

افغانان چې د ځانګړې مهاجرت ویزې (SIV) لپاره وړ دي کولای شي، له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا ته سفر وکړي؛ خو د ټرمپ ادارې له وروستي پړاو څخه د تېرېدو لپاره باید میاشتې یا ان کلونه انتظار وباسي.

امریکایي چارواکي اندېښمن دي، که ټرمپ افغانستان د سفر بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي؛ نو هغه افغانان به له نامعلوم برخلیک سره مخ شي، چې د امریکایي ځواکونو ملاتړ یې کړی.

د «هیڅوک نه پرېږدو» ادارې مشر سالیوان وایي:« بېرته افغانستان ته ستنېدل د دغو کسانو لپاره ممکنه نه ده؛ که هغوی د امریکا ویزه هم ولري، شونې ده چې طالبان یې ونیسي او دا به د دوی لپاره مرګونی حالت وي.»

دغه اداره له خپلو ملاتړو او پخوانیو امریکایي پوځیانو څخه مېلیونونه ډالر راټول کړي؛ څو د هغو افغانانو د الوتنو لګښتونه پوره کړي، چې ویزې یې ترلاسه کړي، خو لا هم په ځینو هېوادونو کې بند پاتې دي.

د عراق او افغانستان پخواني امریکایي پوځیان او د امریکا د کانګرس درې جمهوري ‌پال غړي مایکل لاولر، مایکل مک ‌کال او ریچارډ هاډسن ټرمپ ته لیک استولی، چې د دغه فرمان له کبله به د امریکا افغان متحدین هم زیانمن شي.

د اروپایي ټولنې کمېشنره: له ټولنې د افغان مېرمنو حذفول، له بشري حقونو «ظالمانه» سرغړونه ده

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د اروپایي ټولنې د برابرۍ څانګې کمېشنره هدجه لحبیب وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې افغان مېرمنې د ټولنې له ټولو اړخونو حذف شوې دي چې دا له بشري حقونو یوه «ظالمانه» سرغړونه ده.

نوموړي پر اېکس پاڼه د افغان ښځینه فعالانو سره د لیدنې یو تصویر په خپرولو سره لیکلي، چې طالبان نشي کولی د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو او ټولنیز او اقتصادي ګډون څخه بې برخې کړي.
هغې په دغه یادښت کې د افغان مېرمنو د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي:« ان په دغو تیارو ورځو کې افغان ښځې او نجونې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
هغې ټینکار کړی، چې اروپايي ټولنه دوی نه ناهیلې کوي او په دغه سخت حالت کې د دوی ترڅنګ ولاړه ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دغې ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي؛ چې دوی یې د زده‌کړو په ګډون له خپلو ځینو بنسټیزو هم حقونو هم بې برخې کړې دي.

د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول کړنې په نړۍوالو دریځونو کې هم نیوکې راپارولې دي.

د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو، ملګرو ملتونو او هېوادونو په وار، وار پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو پر وړاندې دې خپل دغه ځپونکي فرمانونه او بندیزونه لرې کړي.

اېټالیا په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان سره ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان خبر ورکړی، چې د اېټالیا حکومت ورسره له ګاونډیو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ په موخه ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته کړې؛ څو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

دغه مالي مرسته د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې ترسره شوې او تمرکز یې پر هغو کسانو دی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته مرستې ته اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال ترسره شوې، چې ایران او پاکستان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو لپاره خپل پراخ پلانونه پلي کوي.

د بشري مرستو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې دا ګام به د افغانستان پر پولو او هغو ولایتونو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی؛ بشري ناورین لا ډېر کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د اسنادو نه لرونکو ستانه شویو افغانانو بشري، روغتیایي او د خوندیتوب اړتیاو ته رسېدنه وکړي چې تمه کېږی له ۲۵زره ډېرو زیانمنو کسانو سره به په کې مرسته هم وشي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اېټالیا دغه مرستې به له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو اتو مرکزونو کې ووېشل شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د دغه مرستو پر مت به دوی د راستنېدونکو کډوالو د معلوماتو خوندیتوب او ثبت سېسټم هم پیاوړی کړي.

په افغانستان کې کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میا پارک ویلي:« له اېټالیا سره زموږ دوامداره همکاري خورا ارزښتمنه او حیاتي ده. موږ په پر دغو مرستو د زرګونه بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنېوی وکړو».

هغه زیاته کړې، د اېټالیا د دغه مرستو پر مټ به وکولای شي چې د بېرته راستنېدونکو سره په بېړنیو او ننګوونکو حالاتو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر دغو مرستو به اسانتیاوې رامنځته کړو؛ څو د نورو کډوالیو او بې‌ځایه کېدو مخه ونیسو».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې په زوره له بېلابېلو هېوادونو اېستل شوي دي.

دغه سازمان وایي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زره زیانمنو ستانه شویو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د ملګرو ملتونو سره ثبت کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

په پلازمېنې اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي.

پاکستان او ایران یو له هغو هېوادونو دي، چې مېلیونونه کډوال پکې مېشت دي او په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو اېستل کېدو په موخه تر ټولو جدي تګارې پلي کړي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو پر دغو دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او له جبري اېستلو دې ډډه وکړي.