هغه زیاته کړه، چې د ۱۹۴۷ کال له ازادۍ یوازې دوه میاشتې وروسته پاکستان د یرغل له لارې ځینې سیمې ونیولې او چین هم د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې په لداخ او جمو و کشمیر کې ځینې برخې اشغال کړې.
شنکر د پاکستان د برید مسالې د غلط تعبیر په اړه د لویدیز رول ته اشاره وکړه او ویې ویل: « موږ ملګرو ملتونو ته د یرغل له ستونزې سره لاړو، خو دا مساله د سرحدي شخړې په توګه تعبیر شوه، بریدګر او قرباني دواړه یو ډول وبلل شول».
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبېها وویل چې کیېف له روسیې سره د سولې په تړون کې خنډ نه دی او باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د انصاف او دوامداره سولې ترلاسه کول ممکن دي.
نړیوال نظم
هغه د نړیوال نظم په اړه وویل، چې په لویدیز او ختیز کې وضعیت او مسایل توپیر کوي.
شنکر زیاته کړه، « زه فکر کوم چې موږ باید یو نظم ولرو او دا نظم باید عادلانه وي. موږ د ملګرو ملتونو پیاوړي سازمان ته اړتیا لرو، خو پیاوړي ملګري ملتونه یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې دا عادلانه وي. یو غښتلی نړیوال نظم باید د معیارونو اساسي ثبات ولري».
د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دا یوازې لوی هیوادونه نه دي چې د نظم له نشتوالي ګټه پورته کوي، بلکې هر هیواد چې خطرناکې تګلارې غوره کوي او سیسټم ازمويي، کولی شي له بې نظمي خپلې ګټې ترلاسه کړي.
دوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې دوی ته په پاکستان کې د پناه غوښتنې حق ورکړل شي او پر وړاندې یې د شړلو ګواښونه راکم شي.
پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د بېاسناده افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.