• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۰

روسیه چمتو ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورېف له سپوتنیک سره په مرکه کې ویلي، « د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ د شته اختلافاتو په نظر کې نیولو سره که دواړه لوري دا مناسب وبولي روسیه چمتو ده چې د منځګړي په توګه کار وکړي».

البرت خورېف وايي، چې د مسکو فارمټ به د دغه منځګړتوب او خبرو اترو لپاره مناسب پلیټفارم وي.

یاد روسي ډیپلومات زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې اواري اساسي واک له اسلام اباد او کابل سره دی، خو دا کار د روسیې په ګټه هم دی.

سفیر خورېف وايي، مسکو تل د سیمې د ثبات ملاتړ کړی او پر دې یې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمنۍ باید ژر تر ژره ازادې شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او پر دیورنډ کرښه د امنیتي پوستې جوړولو پر سر ناندرۍ ډېرې شوې او د دواړو خواوو اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

پاکستان تور لګولی، چې ددغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د وروستي برید او ټرین د یرغمل نیونې پېښې سمبالوونکي له افغانستان نه له جنګیالیو سره په اړیکه کې وو، خو طالبانو دا ادعا رد کړې او وايي، چې دوی له بلوڅ اپوزیسیون سره هیڅ راز اړیکه نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنۍ: ایران ۱۴۹ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي دي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۰

ایراني رسنۍ اېرنا راپور ورکړی، چې د ایران له زندانونو خوشې شوي ۱۴۹ افغان بندیان طالبانو ته سپارل شوي دي. په دغه راپور کې راغلي، چې دغه کسان د سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان زندانونو څخه د قانوني لړۍ تر بشپړولو وروسته خوشې شوي دي.

په راپور کې د ایران د عدلیې وزارت په حواله ویل شوي، چې دغه کسان د نشه‌یي توکو په جرمونو تورن وو.
د ایران د عدلیې وزارت دارنګه هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکې کې به د مالیزیا، پاکستان، ترکیې او افغانستان اړوند بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته وسپاري.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اړوندو هېوادونو د همکارۍ سره به د نوي کال په اوږدو کې شاوخوا زر تنه بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته وسپاري.

خو له بل پلوه ایران وخت نا وخت د دغه هېواد په زندانونو کې افغان بندیان اعداموي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو په دار ځړولو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان زندانیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.
سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو لوړې وي.

د قطر او چین استازو د افغانستان په تړاو په دوحه کې خبرې کړې دي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد او چین ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو لیدنه کړې او په دغه هېواد کې یې د بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په دوحه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله ال حنزاب او د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یوشیایونګ ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زیاتوي: «چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکو او په افغانستان کې د بدلونونو په اړه خبرې اترې شوي دي.»

دغه لیدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو څانګې یوه چارواکي مشعل المنصوري، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۹مه غونډه کې وویل، «قطر به د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب، هغوی ته د زده‌کړو او کار د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به کار وکړي.»

قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

د ازادې اروپا او افغانستان لپاره د ازادۍ راډیو ادارې محکمه کې د ټرمپ له ادارې شکایت کړی

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې، د ازادې اروپا راډیو او افغانستان لپاره د ازادۍ راډیو څانګو د سې شنبې په ورځ په جلا محکمو کې د دې راډیوګانو د مالي ملاتړ کمولو له امله د ډونالډ ټرمپ د حکم پلي کېدو د مخنیوي لپاره قضیې پرانیستې دي.

خبر زیاتوي، دغو راډیوګانو ویلي، چې د کانګرس له‌خوا د ځانګړې شوې بودجې بندول د متحده ایالاتو د اساسي قانون په ګډون له فدرالي قوانینو سرغړونه ده.

رویټرز ویلي، چې د ازادې اروپا راډیو، د کولمبیا لپاره د متحده ایالاتو په محکمه کې او همداشان د افغانستان لپاره ازادۍ راډیو د واشنګټن محکمې ته خپله عریضې وړاندې کړې دي.

د دغې امریکایي رسنۍ مشر سټیفن کیپس ویلي، چې «اوس هغه وخت نه دی، چې د امریکا دښمنانو ته اجازه ورکړل شي، چې په پروپاګندا او سانسور کې لاس ولري.»

هغه زیاته کړې، چې د امریکا د اساسي قانون له مخې یوازې کانګرس د فدرالي لګښتونو په برخه کې ځانګړي واک لري.

تیره اوونۍ ولسمشر ټرمپ د هغې ادارې چې پر دولتي رسنیو نظارت کوي، د (امریکا غږ، ازاده اروپا راډیو او ازاده اسیا راډیو) په ګډون د اوو نورو فدرالي ادارو د فعالیتونو د اغېز کمولو امر وکړ.

د دغه فرمان په تعقیب، حکومت تر خپل پوښښ لاندې د امریکا غږ ۱۳۰۰ کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې اجباري رخصت کړي او د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو د بودجې د بندولو اعلان یې وکړ.

د ازادې اروپا راډیو، د ازادې اسیا راډیو، د کیوبا د خپرونو اداره او داسې نور هغه رسنۍ دي، چې امریکا د سړې جګړې پر مهال د کمونیستي واکمنۍ لاندې ټولنو کې د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره جوړې کړې وې.

له سړې جګړې وروسته دغو رسنیو له امریکا سره سیالي کوونکي روسیه، چین، ایران، شمالي کوریا او په مرکزي او جنوبي امریکا کې د امریکا مخالف هېوادونه په نښه کړل.

‏طالبانو په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال له پیله خبر ورکړ

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د سړو سیمو لپاره نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال سبا (د وري په لومړۍ نېټه) پیلېږي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال به سبا د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا، د دغې ډلې چارواکو، علماوو، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې پیل شي.

خو د تمې خلاف په دغه خبرپاڼه کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده‌کړو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
نن ۱۲۷۹مه ورځ ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

که څه هم طالبانو هغه مهال ویلي و، چې د دغو نجونو زده‌کړې به تر امرثاني پورې د نصاب او دودیزو روایتونو له امله وځنډېږي؛ خو له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو د دغه خنډونو د هواري لپاره کار نه دی کړی.
که څه هم د طالبانو دغه پرېکړه په نړۍواله کچه تر دې دمه له سختو غبرګونونو سره مخ ده؛ خو لاهم دغې ډلې په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.
تازه د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.

د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیزونو له کبله دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

رواداري: د ۲۰۲۳‌ کال پرتله په ۲۰۲۴‌ کې له بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۰

د بشري حقونو یو سازمان رواداري وایي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی. یاد سازمان وايي، په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له لوري له بشري حقونو سرغړونې ډیريږي او د مخنیوي هڅه یې نه کیږي.

دغه سازمان وايي، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدفي وژنې ۲ برابره، جبري لادرکه کېدل ۷۰ سلنه، مرګونې ربړونې ۲۵سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونې بیا ۴۲سلنه زیاتې شوې دي.

یاد سازمان په یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د پخواني حکومت کارکوونکي، پوځیان او د هغوی کورنۍ لاهم د وژنې، نیونې او ربړونې سره مخ دي.
راپور کاږي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې د پخواني حکومت د کارکوونکو هدفي وژنه ۹ سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونه بیا ۲۰سلنه زیاته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د امر بالمعروف د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زده‌کړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
په راپور کې ادعا شوې ده، چې مذهبي او قومي لږکۍ هم په دغه موده کې دولتي خدمتونو، بشري مرستو، سرچینو او اسناتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له هر ډول برابرۍ بې برخې شوې دي.
پر دې سربېره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې مذهبي ازادۍ هم ځپل شوې دي.

د معلوماتو د راټولولو تګلارې
راواداري وایي، چې دغه معلومات د ۲۰۲۴کال له جنورۍ د ډسمبر میاشتې پورې په میاشتني توګه راټول شوي دي.
دغه بنسټ دغه معلومات په ۳۰ ولایتونو کې په ټلیفوني او حضوري بڼه د قربانیانو، عیني شاهدانو او د هغوی د کورنیو غړو سره د مرکو له لارې راټول کړي دي.
راپور زیاتوي، چې طالبان دغو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم ګڼ شرطونه وضع کړي دي.
د راپور له مخې، طالبان د دغه ډول راپورونو په پټولو سره له قربانیانو لیکلي ضمانتونه اخلي او هغوی او د هغوی کورنۍ په بېلابېلو بڼو ګواښي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ان د سختو بندیزونو له امله خبریالان نه شي کولای، چې زندانونو ته لاړ شي او د زندانونو وضعیت مستند کړي‌.