د قطر او چین استازو د افغانستان په تړاو په دوحه کې خبرې کړې دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد او چین ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو لیدنه کړې او په دغه هېواد کې یې د بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد او چین ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو لیدنه کړې او په دغه هېواد کې یې د بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په دوحه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله ال حنزاب او د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یوشیایونګ ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت زیاتوي: «چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکو او په افغانستان کې د بدلونونو په اړه خبرې اترې شوي دي.»
دغه لیدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو څانګې یوه چارواکي مشعل المنصوري، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۹مه غونډه کې وویل، «قطر به د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب، هغوی ته د زدهکړو او کار د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به کار وکړي.»
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

د بشري حقونو څار سازمان وایي، له پاکستانه جبري اېستل به افغانان له ځورونې او بې وزلۍ سره مخ کړي. دغه سازمان ویلي: «پاکستاني چارواکو په افغان کډوالو ناوړه فشارونه زیات کړي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ چېرې چې دوی د طالبانو لهخوا د ځورونې له ګواښ سره مخ دي.»
د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی. ښځې او نجونې له زدهکړو منع شوې دي او له خپلو پراخو حقونو او ازادیو بې برخې شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او پخواني حکومتي کارکوونکي تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکي غوښتي، چې د افغانانو د اېستنې لړۍ سملاسي ودروي او هغو کسانو ته چې له ګواښونو سره مخ دي؛ خوندي فضا برابره کړي.
د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار سازمان مشرې ایلین پیرسن وویل: «په افغانستان کې طالب چارواکي باید د راستنېدونکو افغانانو پر وړاندې د هر ډول غچ اخیستنې مخه ونیسي او د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې ناوړه پالیسۍ بېرته واخلي.»
دغه سازمان کاږلي، چې روان زېږدیز کال پاکستاني پولیسو په کورونو چاپې وهلي، خلک یې وهلي، په خپل سر یې بندیان کړي او د کډوالو اسناد یې ترې تروړي دي.
دغه سازمان ته افغان خبریال مسعود رحمتي وویل، چې ان هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي یا د استوګنې معتبر کارتونه لري خوندي نه دي.
د هغه په وینا: «موږ د پي او ار کارتونه لرل؛ خو پولیسو زموږ کارتونه پرې کړل او موږ یې افغانستان ته واستوو.»
دغه اندېښنې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې له پاکستانه د بېاسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د اېستنې لپاره یوازې یوه نیمه اوونۍ پاتې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې مېشتو بې اسناده او د اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته د روانې مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې له دغه هېواده ووځي؛ کنه له جبري ستنېدو سره به مخ شي.

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې، د ازادې اروپا راډیو او افغانستان لپاره د ازادۍ راډیو څانګو د سې شنبې په ورځ په جلا محکمو کې د دې راډیوګانو د مالي ملاتړ کمولو له امله د ډونالډ ټرمپ د حکم پلي کېدو د مخنیوي لپاره قضیې پرانیستې دي.
خبر زیاتوي، دغو راډیوګانو ویلي، چې د کانګرس لهخوا د ځانګړې شوې بودجې بندول د متحده ایالاتو د اساسي قانون په ګډون له فدرالي قوانینو سرغړونه ده.
رویټرز ویلي، چې د ازادې اروپا راډیو، د کولمبیا لپاره د متحده ایالاتو په محکمه کې او همداشان د افغانستان لپاره ازادۍ راډیو د واشنګټن محکمې ته خپله عریضې وړاندې کړې دي.
د دغې امریکایي رسنۍ مشر سټیفن کیپس ویلي، چې «اوس هغه وخت نه دی، چې د امریکا دښمنانو ته اجازه ورکړل شي، چې په پروپاګندا او سانسور کې لاس ولري.»
هغه زیاته کړې، چې د امریکا د اساسي قانون له مخې یوازې کانګرس د فدرالي لګښتونو په برخه کې ځانګړي واک لري.
تیره اوونۍ ولسمشر ټرمپ د هغې ادارې چې پر دولتي رسنیو نظارت کوي، د (امریکا غږ، ازاده اروپا راډیو او ازاده اسیا راډیو) په ګډون د اوو نورو فدرالي ادارو د فعالیتونو د اغېز کمولو امر وکړ.
د دغه فرمان په تعقیب، حکومت تر خپل پوښښ لاندې د امریکا غږ ۱۳۰۰ کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې اجباري رخصت کړي او د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو د بودجې د بندولو اعلان یې وکړ.
د ازادې اروپا راډیو، د ازادې اسیا راډیو، د کیوبا د خپرونو اداره او داسې نور هغه رسنۍ دي، چې امریکا د سړې جګړې پر مهال د کمونیستي واکمنۍ لاندې ټولنو کې د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره جوړې کړې وې.
له سړې جګړې وروسته دغو رسنیو له امریکا سره سیالي کوونکي روسیه، چین، ایران، شمالي کوریا او په مرکزي او جنوبي امریکا کې د امریکا مخالف هېوادونه په نښه کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د سړو سیمو لپاره نوی ۱۴۰۴ ښوونیز کال سبا (د وري په لومړۍ نېټه) پیلېږي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال به سبا د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا، د دغې ډلې چارواکو، علماوو، ښوونکو او زدهکوونکو په حضور کې پیل شي.
خو د تمې خلاف په دغه خبرپاڼه کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زدهکړو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
نن ۱۲۷۹مه ورځ ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.
که څه هم طالبانو هغه مهال ویلي و، چې د دغو نجونو زدهکړې به تر امرثاني پورې د نصاب او دودیزو روایتونو له امله وځنډېږي؛ خو له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو د دغه خنډونو د هواري لپاره کار نه دی کړی.
که څه هم د طالبانو دغه پرېکړه په نړۍواله کچه تر دې دمه له سختو غبرګونونو سره مخ ده؛ خو لاهم دغې ډلې په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.
تازه د رواداري په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیزونو له کبله دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ مېلیونه نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.

د بشري حقونو یو سازمان رواداري وایي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کې د طالبانو لهخوا له بشري حقونو په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی. یاد سازمان وايي، په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له لوري له بشري حقونو سرغړونې ډیريږي او د مخنیوي هڅه یې نه کیږي.
دغه سازمان وايي، د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدفي وژنې ۲ برابره، جبري لادرکه کېدل ۷۰ سلنه، مرګونې ربړونې ۲۵سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونې بیا ۴۲سلنه زیاتې شوې دي.
یاد سازمان په یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د پخواني حکومت کارکوونکي، پوځیان او د هغوی کورنۍ لاهم د وژنې، نیونې او ربړونې سره مخ دي.
راپور کاږي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې د پخواني حکومت د کارکوونکو هدفي وژنه ۹ سلنه او ناقانونه خپلسرې نیونه بیا ۲۰سلنه زیاته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د امر بالمعروف د سختو بندیزونو له کبله افغان مېرمنې او نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي، د تګ راتګ او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
په راپور کې ادعا شوې ده، چې مذهبي او قومي لږکۍ هم په دغه موده کې دولتي خدمتونو، بشري مرستو، سرچینو او اسناتیاوو ته د نه لاسرسي له امله له هر ډول برابرۍ بې برخې شوې دي.
پر دې سربېره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې مذهبي ازادۍ هم ځپل شوې دي.
د معلوماتو د راټولولو تګلارې
راواداري وایي، چې دغه معلومات د ۲۰۲۴کال له جنورۍ د ډسمبر میاشتې پورې په میاشتني توګه راټول شوي دي.
دغه بنسټ دغه معلومات په ۳۰ ولایتونو کې په ټلیفوني او حضوري بڼه د قربانیانو، عیني شاهدانو او د هغوی د کورنیو غړو سره د مرکو له لارې راټول کړي دي.
راپور زیاتوي، چې طالبان دغو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم ګڼ شرطونه وضع کړي دي.
د راپور له مخې، طالبان د دغه ډول راپورونو په پټولو سره له قربانیانو لیکلي ضمانتونه اخلي او هغوی او د هغوی کورنۍ په بېلابېلو بڼو ګواښي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ان د سختو بندیزونو له امله خبریالان نه شي کولای، چې زندانونو ته لاړ شي او د زندانونو وضعیت مستند کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان د هغې ادعا «د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ مشران په افغانستان کې دي» په تایید سره ویلي، چې «طالبان دې له اور سره لوبې نه کوي، که نه نو دا به د دوی لاسونه هم وسوځوي.»
هغه زیاته کړي، مونږ دا منو چې د بلوڅو وسله واله ډله یوازې د بلوچستان لپاره رامنځته شوې، خو په افغانستان او ایران کې هم د بلوڅانو سیمې شته که بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ کنټرول نه کړلی شي نو لېرې نه ده، چې دا اور به د هغوی تر لمنو هم ورسېږي،
خواجه اصف، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له دوی سره ډیر داسې شواهد شته چې دا ثابتوي د «بي ایل اې» مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه رهبري کوي.
خواجه اصف په ځانګړې توګه د طالبانو نوم واخېست، چې د بلوڅانو موضوع ته دې ډیره هوا نه ورکوي، که نن پاکستان ته ستونزه ده، نو کېدای شي چې سبا دوی ته هم په بلوڅ مېشته سیمو کې ستونزې پېدا شي.
بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ د بلوچستان په سیمه کې د پاکستان د حکومتي واک خلاف مقاومت کوي.
دغې ډلې په ۲۰۰۰مو کلونو کې خپل فعالیت پیل کړ، او په ځانګړې توګه ځان د بلوڅو وګړو د حقوقو پیاوړتیا او ازادۍ مبارزین ګڼي، چې کړنې یې د پاکستان حکومت سره د جګړې او تاوترخوالي لامل شوې دي.
بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بېلتون پالو د فعالیتونو شاهد دی.
دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یاغي ډله له بهرني ملاتړه برخمنه ده، خو بلوڅ بېلتون پالو دا تورونه رد کړي دي.
