• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکايي زندانیانو خلاصون؛ زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، په دې غونډه کې، چې په بهرنیو چارو وزارت کې شوې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.

هغه ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې له سیوري ووځي او سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.

بوايلر، چې د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی دی، د بندیانو تبادلې ته په اشارې ویلي، چې دا پرمختګ د باور جوړونې مهم ګام دی.

طالبان وايي، چې نوموړي د امنیت ټينګښت او مخدره موادو برخه کې د دې ډلې هڅې ستایلې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امریکايي استازي له خولې وايي، « اډم بوايلر د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو پر دوام ټينګر وکړ او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم وباله. نوموړي وويل، دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې، اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وګورو».

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته سفر کوي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون په لاسلیکولو کې ټاکونکی رول درلود، چې د امریکايي ځواکونو وتلو او د طالبانو واکمنېدو ته یې لاره پرانېسته.

زلمي خلیلزاد او امریکايي پلاوي تراوسه ددغه سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د رویا نیمګړي خوبونه: لکه چې د زده کړو نصیب مې تر همدغه لسم ټولګي و

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د هلمند دغه درې خویندې، چې په پنځم، اتم او لسم ټولګیو کې یې زده کړې کولې، د خپل پلار هیلې پوره نه کړای شوې. عزیزالدین سره له دې، چې نالوستی او بېوزله و، د لوڼو لپاره یې رېکشا کرایه کړې وه، چې هر سهار یې له نورو نجونو سره یوځای خوندي د لښکرګاه مرکزي لیسې ته ورسوي.

خو د طالبانو په راتګ سره د پلار او دریو خویندو دغه ارمان او سفر اوس نیمګړی پاتې دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې له هغو دریو خوېندو سره خبرې کړې، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د نورو سلګونو زرو نجونو په څېر له عصري زده کړو محرومې شوې دي.

دغه درې نجونې د یوې غریبې کورنۍ غړې دي. پلار او مور یې نالوستي دي خو د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره یې سترې هیلې درلودې. نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو داسې ښکاري چې د طالبانو د بندیزونو له امله د دغې کورنۍ یوبل ښځینه نسل هم د عصري زده کړو له ترلاسه کولو محرومیږي.

د دغو نجونو پلار چې موږ یې د عزیزالدین په مستعار نامه یادوو، له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«زما لویه هیله داوه چې ټول اولادونه مې باسواده شي، د زامنو غم خو مې نه وو، ټول له مکتب څخه فارغه دي او دوهم اوس پوهنتون کې دی، خو لوڼې مې بېسواده پاتې کیږي».

نوموړی وايي، چې هیڅکله یې داسې تصور نه و کړی، چې کومه ورځ به طالبان بیا واکمنیږي او دده د لوڼو په ګډون به په میلیونونو نجونې له زده کړو او تعلیم را ګرځوي. هغه زیاته کړه، « ماته د یو پلار په توګه دا ډيره سخته ده.»

نوموړی وايي، طالبان د خپلې تېرې دورې واکمنۍ په شان داځل بیا د میلیونونو نجونو د زده کړو حق تر پښو لاندې کوي او د طالبانو دا کړنه نه بښونکې ده.

رویا د دغې کورنۍ مشره لور ده او لومړنۍ نجلۍ ده چې تر لسم ټولګي یې زده کړې کړې دي.

د نوموړې پلار وايي، چې رویا هغه کورني اصول مات کړي، چې له مخې یې تر دې وړاندې ښځینه نس‍لونو د ځینو قومي او سیمه ییزو دودونو له امله ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله.

رویا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره خبرو کې وویل، چې هیله یې لرله لومړی زده کړې وکړي او له طب پوهنځي لوستلو وروسته خپلو خلکو ته خدمت وکړي:«زه مکتب ته په تلو باندې ډیره خوشحاله وم، دوه وړې خویندې مې هم راسره تللې. زما لوی ارمان داو چې یوه ورځ به ډاکټره شم او خلکو ته به خدمت وکړم، خو کله چې طالبان راغلل ټولې هیلې مې همداسې پاتې شوې». نوموړې اوس ټوله ورځ په کور کې وي او داسې فکر کوي، چې د زده کړو نصیب یې تر همدغه لسم ټولګي و.

100%

د رویا دوه نورې خویندې چې په اتم او پنځم ټولګي کې وې، اوس یوازې د دیني زده کړو لپاره د کلي مدرسې ته ځي.

مدینه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم یو کال ښوونځي ته تللې، وايي، ښوونځي ته په تګ خوشحاله وه او تمه یې لرله چې ښايي د طالبانو په پرېکړه کې بدلون راشي او نورې خویندې یې هم پاتې زده کړې بشپړې کړي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «مخکې خوشحاله وم ځکه هره ورځ مکتب ته تلم. فکر مې کاوه چې یو ورځ به بندیز لرې شي، نورې خویندې به مې هم د پخوا په شان یوځای درس ویلو ته راسره ځي خو زما په تګ باندې هم بندیز ولګول شو».

مدینه د ورځې درې ساعته د کلي د نجونو په مدرسه کې وي، خو دلته د ښوونځي مضامین نه تدریس کیږي.

یاده کورنۍ وايي، د خپلو لوڼو د زده کړو په اړه یې نورو خپلوانو ورسره سخت مخالفت کړی او د طالبانو له بندیز وروسته یې خپلوان پیغورونه ورکوي.

د رویا پلار وايي:« ما به تل داسې خوبونه لیدل چې لوڼې به مې یوه ورځ خپلې زده کړې بشپړوي او زما د هغو خپلو لپاره به خدمت کوي چې ‍ماته یې د لوڼو د زده کړو په خاطر پیغورونه راکول. هغوی نه دي ملامت ځکه هغوی پخوا لا هم د طالبانو په مفکوره وو، خو کاش طالبانو زما هیلې نه وای وژلې».

هغه زیاته کړه، « خدای دې دومره ژوند راکړي چې یوه ورځ ووینم چې زما لوڼې د پخوا په رقم بیا خپلو درسونو ته ولاړې شي.»

د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه نېټه د طالبانو له بیا واکمنېدو اووه میاشتې وروسته ښځینه زده کوونکې د ښوونیز کال په پیل کې سهار وختي ښوونځیو ته تللې وې، چې د درس له پیل مخکې له هغوی وغوښتل شول چې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

له شپږم ټولکي پورته د بندیز له حکم وروسته د نجونو او ښځو په وړاندې د محدودیتونو نور حکمونه هم خپاره شول او پوهنتون ته د ښځینه وو پر تګ هم بندیز ولګېد.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې ثانوي او لوړې زده کړې پکې د ۱۲ کلونو څخه پورته عمر لرونکو میرمنو او نجونو لپاره په کلکه منع دي.

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو خبرداری ورکړی، چې طالبانو له زده‌کړو د ۱.۴ میلیونو نجونو په بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

یونیسکو وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پوهنتونونو کې د شاملو زده کوونکو شمیر له نیمایي څخه ډیر کم شوی دی.

د یونیسکو په راپور کې ویل شوي، که څه هم په تخنیکي لحاظ د نجونو زده کړې لاهم د ۱۲ کلونو څخه کم عمر کې اجازه لري، خو د لومړنیو زده کړو لپاره د نوم لیکونکو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ډراماتیک ډول کم شوی دی.

د یونیسکو نوي معلومات ښیي چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان یوازې ۵.۷ میلیونه نجونې او هلکان په لومړنیو ښوونځیو کې وو، چې په ۲۰۱۹ کال کې دا شمېر ۶.۸ میلیونه و.

رویا د نورو افغان نجونو په څېر په تمه ده، چې له خپلو دوو خویندو سره یوځای بېرته لېسې او ښوونځي ته د تګ اجازه ومومي او زده کړې یې یوازې په لسم ټولګي کې راټولې نه شي.

ازبکستان د اوبي سرچینو وزیر: د قوش تېپې کانال لپاره موږ وسلې او جګړې ته لاس نه شو اچولای

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د ازبکستان د اوبو د سرچینو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د قوش تیپې کانال جوړول ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي. خامرایف شوکت راخیموویچ ازبکستاني رسنیو ته ویلي، چې افغان لوری د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري او اختلافات باید په سوله‌ ییز ډول حل شي.

له دې وړاندې، د امریکا د ملي ګټو مرکز د سیمې پر وضعیت ددغه کانال د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی و.

د قوش تیپې کانال، چې طالبان یې د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره جوړوي، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي.

شوکت خامرایف د خپل وزارت د عامه شورا له غړو او خبریالانو سره په ناسته کې وویل، چې باید د ښه ګاونډیتوب اړیکې وساتل شي او بې‌اساسه اوازې جدي ونه ګڼل شي.

کله چې خبریالانو وپوښتل چې د قوشتیپې کانال به کله پر ازبکستان اغېز وکړي، وزیر وویل چې افغانان هم د امو سیند له اوبو د ګټې اخیستنې حق لري. هغه زیاته کړه، « راځئ صادق واوسو، افغانان زموږ خپلوان دي. دوی هم د امو سیند له اوبو د استفادې حق لري. اوس په انټرنټ کې لیکل کیږي: دوی د قوشتیپې کانال جوړوي، دا څه معنا لري؟ایا موږ باید وسلې واخلو او جګړه وکړو؟ نه. موږ اړیکې ټینګوو، خبرې کوو او خپلوي ساتو».

نوموړی وايي، « موږ به ورو ورو هغوی ته دا وښیو چې هغوی ته خپل عادلانه حق ورکړل شي. بیا به رسمي اسناد، خبرې اترې، کاري سفرونه او نور اقدامات ترسره شي».

هغه یادونه وکړه چې کلونه کلونه د تاجکستان او قرغیزستان د اوبو د زیرمو جوړولو موضوع هم مطرح وه، چې دې چارې د خلکو ترمنځ کړکېچونه زیات کړي وو.

خامرایف شوکت وايي، « بې‌اساسه خبرو ته غوږ مه ږدئ. مثلا، که تاسې ته وویل شي چې ګاونډی مو لوڼو ته په بد نظر ګوري یا ستاسې موټر په کاڼو ولي، نو تاسې به خپه شئ. خو که تاسې خپل ګاونډی د روژه ماتي لپاره دعوت کړئ، نو وبه وینئ چې څومره ښه انسان دی. موږ باید له خپلو ګاونډیانو سره نږدې اړیکې وساتو او ښه روابط جوړ کړو».

شوکت خامرایف وویل چې هغه په وروستیو کې څلور ځله افغانستان ته تللی او هلته د کورنۍ غړو په څېر د ازبک پلاوي هرکلی شوی. د هغه په وینا، د افغان لوري استازو ډاډ ورکړی چې د قوشتیپې کانال په اړه به د ازبکستان اندېښنې له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، « زه د ښه راتلونکي هیله لرم. د افغانستان سوله او ثبات زموږ لپاره هم مهم دي، او البته، ټول مسایل په ځانګړي ډول د اوبو موضوع به ګام په ګام حل شي. که د قوش تیپې کانال جوړونه په همدغه سرعت دوام ومومي، نو دا به تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ شي».

د یاد کانال د لومړۍ برخې اوږدوالی ۱۰۸ کیلومتره دی، چې له امو سیند څخه پیلېږي او د بلخ ولایت دولت‌ اباد ولسوالۍ ته رسېږي.

د۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې طالبانو اعلان وکړ چې د کانال لومړۍ برخه بشپړه شوې او د دویمې مرحلې کار پیل شوی.

طالبانو د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان وغوښتل چې د یاد کانال په اړه اندېښنه ونه لري.

په دویمه مرحله کې به د کانال ۱۷۷ کیلومتره اوږده برخه، چې د جوزجان او فاریاب له ولایتونو تېرېږي، جوړه شي. درېیمه مرحله به فرعي کانالونه وي، چې کرنیزو ځمکو ته به اوبه رسوي.

د کانال ټول اوږدوالی به ۲۸۵ کیلومتره وي. د طالب چارواکو د اعلان له مخې، دا کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوب کړي، چې غنم او نور کرنیز محصولات به پرې وکرل شي.

ډاکټر عبدالله تمه ښيي چې په نوي کال کې د افغانانو انساني او اسلامي حقوق تامین شي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د سولې عالي شورا مخکیني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي کال په مناسبت په يوه پيغام کې د ښځو او نارینه و د حقونو د تامین غوښتنه کړې. نوموړي هیله ښودلې، چې په نوي کال کې به د ښځو او نارینه وو د بشري او اسلامي حقونو د تامين لپاره شرایط برابر شي.

د سولي عالي شورا مخکيني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه افغانانو ته د نوروز او ۱۴۰۴ نوي کال مبارکي ويلې.

عبدالله هيله ښودلې، چې په نوي کال کې به په بیلابیلو برخو کې د افغانانو په ژوند کې ښه والي راشي.

هغه ليکلي: «تمه لرو چې په راتلونکي کال کې، په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند شرایط مهیا او د هېوادوالو د ښځینه او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي»

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې نوروز د افغانستان له رسمي کليزې لرې کړی او لمانځل یې منع کړي دي.

خو د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شوي په تېرو درې نیمو کلونو کې په ځینو برخو کې د طالبانو د خوښې خلاف څرګندونې کوي.

افغانان هم هر کال د هېواد په دننه او بهر کې نوروز نمانځي.

طالبان نوروز د «غیر مسلمانانو» په ځانګړې توګه د زردشتیانو د رخصتۍ په توګه ګڼي.

تېر کال د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوه چارواکي محمد یحیی عارف د نوروز نمانځل په دې دلیل منع کړل چې نوروز «د مجوسیانو یا زردشتیانو اختر» دی او «څوک چې نوروز نمانځي له اسلامه ووځي».

د هغه د خبرو خپرېدل د طالبانو رسمي نظر ګڼل کېده.

طالبانو نه یوازې دا چې نوروز نمانځل بند کړل، بلکې رسمي کلیزه یې هم له هجري قمري کال بدله کړه.

دې ډلې د نوروز ملي رخصتي هم له رسمي تقویم څخه ایستلې ده.

په عمان کې د افغان نجونو زده کوونکو د سکالرشیپونو تمویل غځول شوی

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰

هندي رسنیو راپور ورکړی، هغه افغانې نجونې چې په عمان کې د امریکا له خوا تمویل شويو سکالرشپونو له لارې زده کړې کوي او د امریکا پراختیايي بودجې له لغو کېدو وروسته افغانستان ته د تلو له ګواښ سره مخ وې، د سکالر شپونو تمویل یې د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې غځول شوی.

په عمان کې له ۸۰ زیاتې افغان ښځینه زده کوونکې د امریکا له خوا په تمویل شویو سکالرشیپونو کې زده کړې کوي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا موسسې د بودجې له لغو کېدو وروسته ددغو زده کوونکو د سکالر شیپونو تمویل هم بند شوی و، خو تازه اوس په موقت ډول د دوی د سکالرشیپونو تمویل بېرته اعاده شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې سکالرشیپ به د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ پورې دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړې په عمان کې په زده کړو بوختې افغان ښځینه زده کوونکې خوشحاله کړې دي.

د بي بي سي د راپور له مخې دا زده کوونکې په عمان کې د ښځو د سکالرشیپونو دایمي صندوق له لارې د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضي په برخو کې د لیسانس او ماسټری درجې زده کړې کوي.

د یادو زده کوونکیو لګښتونه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له لارې ورکول کیږي.

دغو زده کوونکیو ته د فبروري پر ۲۸مه خبر ورکړل شوی و، چې د دوی سکالرشیپونه پای ته رسیږي او دوی به په دوو اونیو کې بېرته افغانستان ته واستول شي.

د سکالر شیپونو د پای ته رسولو پرېکړه هغه وخت وشوه، چې امریکا په ناڅاپي ډول د یوسيډ پروګرام لپاره د بودجې په ورکړه بندیز ولګاوه.

د سکالر شیپونو د دغه لنډمهاله تمویل په اړه د خبرو کولو پر مهال یوې زده کوونکې وویل، چې که څه هم د سکالرشیپونو د لنډمهاله تم‍ویل په اړه خوښې دي خو د خپل راتلونکي په اړه اندیښمنې دي.

زده کوونکې وویل: «که چیرې سکالرشیپ نوی نه شي، نو موږ به افغانستان ته له ستنیدو پرته بله لاره ونه لرو او هلته موږ زده کړه نشو کولی او زموږ خوندیتوب هم له ګواښ سره مخ کیدای شي».

قرغیزستان په جنوري کې افغانستان ته ۸،۲ میلیونه لېتره پټرول صادر کړي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې قرغیزستان افغانستان ته د ۳.۷میلیونه ډالرو په ارزښت پټرول صادر کړي دي. د قرغیزستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد هېواد د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې افغانستان ته ۸.۲میلیونه لیتره پټرول صادر کړی، چې ارزښت یې ۳.۷میلیونه ډالر وو.

د قرغیز پټرول بیه افغانستان ته په هر لیتر شاوخوا ۳۱ افغانۍ یا ۳۹ سومه وه.

افغانستان د قرغیزستان د موټرو د پټرولو تر ټولو لوی پیرودونکی دی، چې د قرغیزستان د ټولو پټرولي صادراتو ۸۵ سلنه برخه جوړوي.

سربېره پر افغانستان، قرغیزستان په جنوري میاشت کې ۱.۳میلیونه لیتره پټرول ازبکستان ته هم صادر کړی، چې ارزښت یې ۵۴۸زره ډالر و.