• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د «خاموشۍ، باج‌ او کډې» ترمنځ یو انتخاب؛ خېبرپښتونخوا کې د باج‌اخیستنې پېښې ډېرې شوي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اداره یا سي‌ ټي‌ ډي وايي، چې نوموړې ادارې تېر څلور کلونه په دغه ایالت کې د جبري باج‌اخیستنې ۴۲۲ پېښې ثبت کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې د جبري باج‌اخیستنې په پېښو کې ښکېل ۴۳۳ کسان نیول شوي، په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې د کمزوري قانون له امله یوازې نهو باج‌اخیستونکو ته سزا ورکړل شوې ده.

ورته‌ مهال، په خېبرپښتونخوا کې د افغانستان انټرنشنل ځايي سرچینې بیا وایي چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په دغه ایالت کې د جبري‌ باج‌اخیستنې پېښې ۱۹۳ سلنه ډېرې شوې دي.

سرچینې دا ډېروالی د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د نه‌تعقیبېدونکو سیمکارټونو کارونه بولي او زیاتوي چې دې چارې سوداګر اړ کړي څو په «خاموشۍ سره د باج‌ورکولو، کډه‌کولو او وژلو» ترمنځ یو انتخاب کړي.

په خېبرپښتونخوا کې یو شمېر هغه سوداګر چې د زورواکو ډلو او جبري باج‌‌اخیستونکو پېښو قربانیان دي، د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرچینو ته په خبرو کې وايي چې دغه وضعیت ترې سکون او خوب اخیستی دی.

په همدې تړاو لوی کاروباري او سوداګر جهانزیب (مستعار نوم) وویل: «باج‌اخیستونکو او زورواکو د ټلیفون له لارې یو کروړ پاکستانۍ روپۍ رانه غوښتې او د مرګ ګواښونه به یې راته کول. د وخت په تېرېدو د دوی غوښتنې بدلېدې او بېلابېلې بهانې یې راته کولې.»

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې د باج‌اخیستنې ۱۲۹ پېښې ثبت شوې چې په‌ کې ۱۲۸ کسان نیول شوي او څلورو مجرمانو ته محکمو سزا اورولې ده. همداراز، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۲۹ مقدمې درج شوې او ۱۶۵ کسان نیول شوي وو.

په ۲۰۲۲ کال کې د باج‌اخیستنې ۷۳ مقدمې درج شوې، چې په‌ کې ۹۶ کسان نیول شوي او پنځو مجرمانو ته سزا ورکړل شوې ده. په ۲۰۲۱ کال کې بیا ۴۴ مقدمې درج شوې چې ۳۴ کسان نیول شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو پخوانی افسر اختر علي شاه بیا وايي چې د دغو پېښو ډېری قربانیان د ویرې له امله خاموش پاتې کېږي او له حکومت څخه د مرستې غوښتنې پر ځای باج‌اخیستونکو ته پیسې ورکوي.

د هغه په وینا، ترهګرې ډلې د خپلو لوجیستیکي، خوراکي، د وسلو اخیستلو او ټرانسپورټي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سوداګرو او لویو کاروباریانو څخه جبري باج اخلي.

په خېبرپښتونخوا کې د زورواکو ډلو یا باج‌اخیستونکو پېښې کومه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې مخکې هم په دې سیمه کې یو شمېر سوداګر د باج‌‌ د نه‌ورکولو په صورت کې وژل شوي دي.

د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د پېښور په قصه‌خواني بازار کې د حاجي حلیم خان په نوم یو سوداګر باج‌اخیستونکو ته د پیسو د انکار له امله وژل شوی و چې تر ننه یې د وژنې په تړاو قانوني اقدام نه دی ترسره شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: د پاکستان-افغان پالیسۍ د داخلي ترهګرۍ په وده کې مرسته کړې

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د "افغان سیاست او سیاسي پلټنې" تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ یې اړیکي څېړلي. دغې مقاله کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ د زیاتوالي او هند ته د طالبانو په نږدې کېدو بحث شوی.

په مقاله کې راغلي چې د پاکستان او طالبانو امنیتي ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ژور کړکېچ نښه ده.

شاوخوا څلور کاله مخکې کله چې طالبانو کابل ونیو، پاکستاني ملکي او پوځي مشرانو له‌خوا ونمانځل شو، له هغه وروسته د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې په ډراماټیک ډول خړې پړې شوې.

د طالبانو له رانسکورېدو راهیسې، پاکستان د خپلې لوېدیځې پولې په اوږدو کې د ترهګرۍ له نوې څپې سره مخامخ شوی، چې په کې ټي ټي پي او داعش خراسان په سر کې دي. د ټي ټي پي پر مشکوکو پټنځایونو د پاکستان هوايي بریدونو او پرله پسې ډېپلوماټیکو ګواښونو د اورپکو د ځپلو لپاره کابل متوجه نه کړ.

لکه څنګه چې زموږ پوځي او ملکي مشران د افغانستان پالیسۍ له ناکامۍ سره مخ دي، په ستراتیژۍ بیا غور کول یوازې پوځي ځوابونو او ډېپلوماټیک فشار ته نه، بلکې تر دې ډېر ژور تحلیل ته اړتیا لري. دا د تېرو ناسمو حسابونو یو بې‌طرفه ارزونه او د راتلونکي لپاره یو روښانه لید غواړي.

د لویدیځې پولې په اوږدو کې د تروریزم بیا راښکاره کیدل د څو لسیزو د دولتي پالیسیو مستقیمه پایله ده چې د هېواد جوړونې ستراتیژیو او داخلي امنیت پالیسي په شمول د بهرنیو او کورنیو پالیسیو د وسیلو په توګه یې مذهبي افراطیت او وسله والو ته وده ورکړه. په دې منځ کې عمده د پاکستان افغان پالیسي وه، چې لږ تر لږه له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې پر اسلامپالو نیابتي وسله والو تکیه کوي.

د دې پالیسي مدافعینو په دودیز ډول استدلال کاوه چې دا د سیمه ییز جیوپولیټیک او امنیت د خنډونو له امله رامنځته شوې. په داسې حال کې چې جیو پولیټیکل خنډونه د منلو وړ نه دي، د امنیت مشرتابه په مهمو پړاوونو کې بدیلونه درلودل - هغه انتخابونه چې دوی ترې ډډه کوله.

د سړې جګړې په جریان کې، زموږ امنیتي بنسټ د متحده ایالاتو او شوروي په سیالۍ کې د نیابتي وسله والو په توګه کار کاوه. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، د طالبانو ملاتړ دوه چنده شو، د نورو ټولو افغان ښکیلو اړخونو څخه یې لرې کړل چې په تېرو لسیزو کې یې ورسره ښې اړیکې جوړې کړې وې. د سپټمبر له یوولسمې وروسته، پاکستان اجازه ورکړه چې خپله خاوره د طالبانو لپاره د پټنځای په توګه وکاروي، سره له دې چې دغو کړنو کورني او نړۍوال غبرګونونه راوپارول. د ښکاره لګښتونو سره سره، د طالبانو پلوه افغان پالیسي دوام لري.

په اصل کې، د افغانستان پالیسي په افغانستان کې د ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د مختلفو اړخونو د اسلامي افراطیانو په ملاتړ تکیه کړې ده. پایلې ویجاړونکې وې.

په بهر کې، د پاکستان اهداف - د هند د نفوذ سره مقابله او په کابل کې د دوستانه حکومت ډاډمن کول - ناکام شوي. په تېرو څلورو لسیزو کې له نوي ډیلي سره د کابل اړیکې د اسلام اباد په پرتله ډېرې ښې وي.

طالب پلوي تګلارې له امریکا او پراخې لوېدیځې نړۍ سره هم اړیکې خرابې کړې. امنیتي متمرکز چلند د هېواد جیو-اقتصادي ګټې هم زیانمنې کړې، لکه له افغانستان سره تجارت، د منځنۍ اسیا زیرمو ته لاس رسی او د افغان کډوالو بېرته ستنیدل.

په داخلي توګه، لګښتونه ویجاړونکي دي. د پاکستان افغان پالیسي په مستقیم ډول د کورني تروریزم په وده کې مرسته کړې، د پراخو وژنو ترڅنګ یې په میلیاردونو اقتصادي زیانونه اړولي دي. د "ستراتیژیک ژورتیا" د نامناسب او ګمراه شوي هدف په لټه کې، دولت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دیني مدرسو پراخه شبکه رامنځته کړه او د کورنیو پایلو ته په پام سره د مذهبي پلوه افراطیت د ودې لپاره مناسب سیاسي چاپیریال رامینځته شو. دا مذهبي شبکې له هغه وخت راهیسې د موجودو ګواښونو سره مخ شوي دي.

امنیتي اشخاصو دا پالیسي په دې ادعا سره توجیه کړه چې طالبان به د هند د نفوذ سره مقابله وکړي او په پاکستان کې به د "هند په ملاتړ" وسله وال کمزوري کړي. خو بیا هم د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په تاوتریخوالي کې پراخ زیاتوالی دا انګیرنې ناسمې پایلې ثابتوي. په حیرانتیا سره، په کابل کې د طالبانو په واک کې، موږ یوازې د "ریورس ستراتیژیک ژورتیا" اسانتیا پای ته رسولې ده، چې ټي ټي پي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغان-طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کاروي.

د ناکامو پالیسیو او د معافیت کلتور ګډول د دولت مشروعیت ته د پام وړ زیان رسولی دی، کوم چې په وروستیو میاشتو کې په پراخه کچه څرګندیږي، لکه څنګه چې د بنسټیزو حرکتونو - او حتی په پولیسو او ملکي ادارو کې عناصر - د دې پالیسو لپاره دولتي بنسټونه ملامتوي، سره له دې چې سرتېري هره ورځ تر بریدونو لاندې دي.

په مساوي توګه د پاکستان د سیاسي ګوندونو، د رسنیو د برخو او مدني ټولنې ښکاره ښکیلتیا هم مساوي ستونزه ده، چیرې چې واکمن داستانونه د پردې تر شاه څخه غږونه را اوباسي. د هېواد په څنډه کې د بنسټیزو حرکتونو - هغه څوک چې د دې غلطو پالیسیو ترټولو لوی لګښتونه په غاړه لري په دوامداره توګه یې د ګواښ زنګ وهلی.

په تیرو دوو لسیزو کې د ټولو زیانونو او کړاوونو سره سره د اصلي مدني ګوندونو ښکیلتیا په دوامداره توګه دوام لري. د پي ټي ای د حکومت په دوران کې، پخواني امنيتي مشرتابه پټې معاملې وکړې چې د ټي ټي پي د بيرته ستنيدو توان ولري. یوازې د پارلمان غړو جدي اندیښنې څرګندې کړې. د دوی اخطارونه رد شول، نه یوازې د پي ټي ای له‌خوا بلکې اوسني حکومت هم رد کړل.

هغه څه چې پاکستان ورته اړتیا لري د خپل داخلي ملت جوړونې ستراتیژیو، امنیتي لومړیتوبونو او بهرنۍ تګلارې په اړه بیا غور کول دي. د دې بدلونونو لاسته راوړل به سیاسي ارادې، لید او ریښتینې ډیموکراتیک نظارت ته اړتیا ولري.

د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره معامله په اسلام اباد کې د اوسني سیاسي جوړجاړي د غیر شموله ماهیت له امله پیچلې شوې ده. په دې کې ټول سیاسي ګوندونه او خوځښتونه شامل دي چې لومړنۍ ټولنیز ملاتړ یې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې دی - هغه صوبې چې په مستقیم ډول له مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اغیزمنې شوي.

د پاکستان-افغان پالیسي باید د ټول شموله پروسې له لارې جوړه او د سم ډیموکراتیک نظارت لاندې ونیول شي. د ډیموکراټیکې مرستې او څارنې پرته، پاکستان د تېرو تېروتنو د تکرارولو لپاره ناشونی دی، او پاکستان د دغه ناورین پر وړاندې لوړ قیمت باید پرې کړي.

د مفتي منیر شاکر زوی د جمعې لومړنۍ خطبه کې پر ملایانو نیوکې سره وویل، د خپل پلار پر قدم ځي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د مفتي منیر شاکر زوی پر ملایانو په سختو نیوکو سره وایي، چې ملایانو د خدای له کتاب سره خیانت پیل کړی. عبدالرحمان شاکر زیاتوي، چې د خپل پلار په قدمونو قدم ږدي او د هغه لار به تعقیب کړي. نوموړي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته نن د جمعې د لومړني لمونځ امامت او خطبه کې دا خبره وکړه.

مفتي منیر شاکر پر ملایانو د نیوکو له امله مشهور او ځوان پښتون نسل کې یې ډېر مینوال درلودل. نوموړی تېره شنبه له خپل کور جومات ته په تلو کې ټپي او روغتون کې ومړ.

د هغه په ځای نن د نوموړي زوی عبدالرحمان شاکر د جمعې لومړنی امامت وکړ او پکې یې د خپل پلار په خطر پر ملایانو له نیوکې سره وویل، د خپل مزاج مطابق د قران د مانا کولو مخنیوی دې وشي.

ښاغلي شاکر د جمعې د لمونځ امامت تر ځان لوړ بللو سره وویل:«که څه هم راته ډیره سخته ده او زه دومره مطالعه نه لرم خو د پلار لاره به تعقیبوم، له کوم منبر چې زما پلار د دین او قران دعوت ورکاوه له نن وروسته زه د خپل پلار تګلاره تعقیبوم.»

عبدالرحمان شاکر د خپلو خبرو پر مهال خلک د قران زدکړې ته راوبلل او ټینګار یې وکړ، د ملایانو د مزاج مطابق دین له زدکړې دې ځان وژغوري.

د مفتي منیر شاکر زوی د خپل پلار په شان پر ځینو ملایانو سختې نیوکې کوي او وايي، ملا او مفتي له قران سره خیانت کوي.

نوموړی وايي:« ټولنه په غلطه روانه ده، نن فساد شته، ظلم کیږي، بې ګناه کسان وژل کیږي، نو دا په دې مانا چې په غلطه روان یو. دا ځکه چې په ټولنه کې خلکو ځانته د پير په شکل، د مرید په شکل، د ملا په شکل، د مفتي په شکل، د مشر په شکل ځانته خدایان ټاکلي ځکه پر قران نه راټولیږي.»

نوموړی وايي، ملایان ې پر فرقو د خلکو له ویشلو او په خپل مزاج سره برابر د قران له مانا کولو لاس واخلي.

عبدالرحمان شاکر وايي، پر منبر ناست کسان د خلکو نظریي تغیروي او ترمنځ یې مخالفتونه پیدا کوي.

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د بلوڅانو نیولو سره د بشري حقونو له مکلفیتونو سرغړونه کوي

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګه وايي، د پاکستان حکومت دې بلوچستان کې د بلوڅانو له بې قانونه نیولو او بندي کولو لاس واخلي. هممهاله د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په پاکستان کې د بشري حقونو پراخه سرغړونه دې ودورول او عمران خان باید خوشي شي.

د بښې نړیوال سازمان د سویلې اسیا څانګې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په بلوچستان کې د بلوڅانو د غیري قانوني توقیفونو په دوام تېره ورځ د «د بلوڅو د یوالې غورځنګ» مرکزي کمیټې غړې بیرګ بلوڅ او د هغې ورور حمال بلوڅ د ترهګرۍ ضد چارواکو له لوري له خپله کوره ایستلي او بندیان دي او همدارنګه د ورکو شویو کسانو د کورنۍ د دوو ښځو په ګډو پنځه تنه غړي هم دوه ورځې وړاندې نیول شوي او بندیان دي.

یاد سازمان وايي، په بلوچستان کې د غیرقانوني توقیفونو لړۍ بشري حقونو له مکلفیتونو د پاکستان د سرغړونې په توګه د بلوچ فعالینو او مخالفینو په نښه کولو د ځورونکې نمونې یوه برخه ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، حکومت د هغو بلوڅانو په وړاندې ظالمانه عمل کوي، چې د خپلو ورکو خپلوانو د برخلیک په اړه ځوابونه غواړي.

د بښنې نړیوال سازمان د بلوچستان له چارواکو غوښتنه کړې، چې له بې قانونه توقیفونو ډډه وکړي او سمدلاسه دې ټول کسان خوشي کړي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د بشري حقونو پراخه سرغړونه باید ودرول شي او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دېله زندانه خوشی شي.

پاکستان په دريمه شل اوره لوبه کې نیوزيلنډ ته د ۹ ویکټو په توپير ماتې ورکړه

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د نيوزيلنډ او پاکستان د کرېکټ لوبډلو د ۵ شل اوره لوبلړۍ دريمه سيالي پاکستان د ۹ ويکټو په توپير وګټله. د دې لوبلړې دوه مخکنۍ سیالۍ کوربه نیوزيلنډ ګټلې وې او څلورمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ کيږي.

د نيوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره سیاليو د دريمې لوبې پچه پاکستان وګټله او کوربه نيوزيلنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

نیوزلينډ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان تېز توپ اچونکي حارث روف درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ۱۶ اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو دغه هدف پور کړه او کوربه نیوزيلنډ ته یې د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

پاکستاني توپ وهونکي حسن نواز په ۴۵ توپونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دې ۵ شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ سیالې کې نيوزيلنډ د ۹ ویکټو او په دویمه کې يې د ۵ ويکټو په توپير پاکستان مات کړی و.

نیوزيلنډ له پاکستان سره ۵ شل اوره او درې يو ورځنۍ سيالۍ لري.

پاکستاني طالبانو د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې خپل بېرغ هسک کړ

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۰

په پاکستان کې د خراسان ډایري په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړۍ ورځ سهار مهال د «ټي ټي پي» وسله والو د پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته نیولې او خپله بېرغ یې پرې هسک کړی دی.

په راپور کې د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکل شوي، چې پاکستاني پولیسو په سیمه کې څو ورځې دمخه دغه پوسته له دې کبله پرېښې وه، چې د وسله والو شمېر پرې ډېر شوی او دوی یې نور د ساتلو توان نه درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې د پولیسو شمېر د کموالي له کبله دغه پوسته مخکې له مخکې خالي شوې وه.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په نورنګ بازار کې ناڅرګنده وسله والو د هاشم خان په نوم د پولیسو یو سرتېری په ډزو وژلی دی.

په پښتونخوا کې نا امنۍ مخ په پراخیدو ده، ځايي سیاستوال او اوسېدونکي د‌ پاکستان مرکزي حکومت تر څنګ پوځ ته د پړې ګوته نېسي.

د دغه ایالت سیاستوال وايي، روانه نا امني د حکومت د بې غورۍ له کبله ده او په لوی لاس یې د پښتنو په سیمه کې اور بل ساتلی دی.

په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو وروسته له هغې سترګې وکړې، چې په افغانستان کې پخوانی جمهوري حکومت ونړید او د دغه ډلې متحدین افغان طالبان په پر کابل واکمن شول.

پاکستان ګیلې او شکایتونه کوي چې پر دوی روانه نا امني له افغانستان څخه جوړه شوې او هلته طالبانو «ټي ټي پي» ته خوندي پناه ځایونه ورکړي، خو افغان طالبان یې ورسره نه مني.