مسلمیار: تعلیمي کال نوی شو خو لاهم افغان نجونې په کورونو کې بندیانې دي

د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، یو بل کال هم نوی شو، خو لا هم افغان نجونې د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو کې بندیانې ناستې دي.

د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، یو بل کال هم نوی شو، خو لا هم افغان نجونې د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو کې بندیانې ناستې دي.
مسلمیار وایي: «تعلیم یوازې یو انساني حق نه، بلکې له تعلیم سره د یوه هېواد پرمختګ، خوشحالي، سوکالي، سرلوړي او روښانه راتلونکی تړلی دی.»
د هغه په وینا، له نړۍ سره د سیال کېدو په موخه باید افغانان په خپلو خویندو، لوڼو او زامنو زده کړې وکړي او ځوان نسل ته کاري، تعلیمي او د زده کړو په برخه کې باید هر اړخیز فرصتونه برابر شي.
مسلمیار زیاتوي: «تعلیم د یوې کورنۍ، ټولنې، هېواد او په ټوله کې د یوه فرد انساني، اساسي او حیاتي حق دی، چې د جهالت پر وړاندې د مقابلې عالي وسیله او د ټولنې او کورنۍ د تربیت، سوکالۍ او ډاډمن راتلونکي تضمین دی.»
د نوي کال په رارسېدو سره په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل کېږي، خو سږ کال هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه کوم څرک نه لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د نوي زدهکړه ییز کال په مناست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و: «لکه څنګه چې افغانستان کې ښوونځي بیا پرانیستل کېږي، نجونې او ښځې د طالبانو د جنسیتي ځورونې له امله له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه محرومې دي. حساب ورکول اړین دي، غوره کیفیت لرونکې، جامع زده کړو ته په مساوي ډول لاسرسی، د بشري حقونو درناوی دی.»
بلخوا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
تر دې واړندې په کور دننه او بهر کې یو شمېر پېژندل شویو مشرانو هیله څرګنده کړې وه، چې نوی تعلیمي کال به د خوښیو کال وي او د نجونو پر مخ به د طالبان له لورې پر زده کړو بندیز پای ته ورسېږي.
تازه د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو منع کړې دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونخي بندول د توجیه وړ نه دي او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوي کال په مناسب د طالبانو حکومت باندې غږ وکړ، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.
طالبان له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د تېر په څېر د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړلې، همدا ډول یې د ښځو په کار او سیاسي ګډون بندیز ولګاوه، ترڅنګ یې د سفر او تفریح په برخه کې ښځې محدودې کړې او تر ډېره یې اړ کړې چې په کورونو کې پاتې شي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سخت بندیزونه په کور دننه او نړۍواله کچه له سختو غبروګونو سره مخ شول، خو دغه غبرګونونو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.


د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم پورته ښوونځیو منع کړې دي. دغه سازمان زیاتوي چې له شپږمه پورته د نجونو ښوونخي بندول د توجیه وړ نه دي او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.
د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې نن د وري ۲مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړي، چې ښوونځیو ته لاړ ې شې او له دوی سره له توپیري چلند لاس واخلي.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پیاوړي ګامونه پورته کړي؛ ترڅو سملاسي د حساب ورکونې یو پیاوړی میکانیزم رامینځته کړي او طالبان د بشري حقونو د سرغړونو حساب ورکړي.
په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق هم اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې سږ کال یواځې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
د یاد سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې، چې د دغو بندیزونو له کبله له زدکړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید.
هغه وایي: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو ته له تګ پاتې شي.»
نه یوازې په نړیواله کچه بلکې په کور دننه افغانان هم د نجونو د زدکړو بندیزونو خورا اندېښمن کړي او ځینې مجبور شوي، چې د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره هېواد پرېږدي.
طالبانو په اقغانستان کې د نجونو د زدکړو پر ملاتړ هر ډول ناستې ولاړې بندې کړې دي.
دغې ډلې استخباراتو د نجونو د زدکړو او بشري حقونو یو شمېر هغه فعالان زنداني او شکنجه کړي چې د ملا هبتالله دغه دریځ یې په رسنیو او عامه ځایونو کې ننګولی و.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
د یاد سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې، چې د دغو بندیزونو له کبله له زده کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید. هغه وایي: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.»
د یونېسف دغه مشرې اندېښنه څرګنده کړې، چې دا حالت د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېزې لري.
کاټرین ویلي، په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم لا نور له ستر ګواښ سره مخ شي.
یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.
د نجونو د زده کړو مخنېوي سره تړلې یوه بله اندېښنه دا ښودل شوې چې د ښځینه کارکوونکو د کمښت سبب ګرځي او همدا راز د لازمو روغتیایي اسانتیاوو څخه یې نورې هم بې برخې کوي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي، او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.
له طالبانو د یونېسف غوښتنې
د یونیسف اجراییه رییسې ټینګار کړی، چې د افغان نجونو د زده کړو مخنیوی به د هېواد د راتلونکي نسلونو لپاره ناوړه پایلې ولري.
نوموړې وویل: «طالبان نه شي کولای د خپل نفوس نیمایي برخه له زده کړو بېبرخې کړي. ټولې نجونې باید بېرته مکتبونو ته ولاړې شي. زده کړې یوازې اساسي حق نه دی، بلکې د یوه باثباته، پرمختللي او هوسا ټولنې جوړولو یوازینۍ لار ده.»
یونېسف له طالبانو په کلکه غوښتي چې پر نجونو او ښځو روان بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي ؛خو ښکاري چې د طالبانو مشر ملا هبتالله په تېر کې هم دغه ډول غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان ټینګار کړی چې له دې بندیزونو سره سره خپلو تعلیمي پروګرامونو ته دوام ورکړی، چې له مخې یې ۴۴۵ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۴۶ سلنه یې نجونې دي.
همدا راز یې ډاډ ورکړی، چې د ښځینه ښوونکو د پیاوړتیا لپاره یې هم ځنې پروګرامونه پلي کړي دي.
د نجونو زد کړې او د طالبانو داخلي کړکېچ
د طالبانو ترمنځ په ښکاره د نجونو زده کړو پر سر د ژورو اختلافاتو خبرې کېږي.
د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني ډله د ملا هبتالله له دغو بندیزونو سره جوړ نه دي او تل یې غړو په خپلو څرګندونو کې د خپل مشر له لوري لګول شوي بندیزونه غندلي دي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې په خوست کې د حقاني شبکې غړی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د نجونو یوې دیني مدرسې ته د زده کړو د بندیز په برخه کې د ناتوانۍ اوښکې تویې کړې.
د ټولنیزو رسنیو کارونکو ویل، چې د نجونو زده کړو په مسله کې نور طالبان د ملا هبتالله دریځ نه شي بدلولی او یوازې د ناچارۍ اوښکې ورپاتې دي.
له دې ور هاخوا په همدې خوست کې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم د خپل مشر د خلاف څرګندونې وکړې او د نجونو زده کړو د بندیز په مسله کې یې د هغه دریځ د اسلامي شریعت خلاف وبللو.
عباس ستانکزي ملا هبتالله تورن کړی، چې د خپل شخصي طبعیت له مخې یې د ښوونځیو دروازې تړلې دي او دا ډول کړنې یې په «کاذب غرور» کې شمېرل کېږي.
تر دې څرګندونو لا ورځ تېره نه وه چې ملا هبتالله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار دمخه کړ او له کابله یې متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو دا مرستیال وزیر اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی او د ملا هبتالله د نیول کیدو له ویرې تر دوه میاشتو تېریدو وروست هم بېرته هېواد ته نه دی ستون شوی.
غبرګونونه او د طالبانو کاڼه غوږونه
طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر په ۲۰۲۱ کې تر واک ته رسیدو وروسته نه یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه بلکې د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړې.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې د افغانستان په ګاونډ اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو استازي «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې» تر عنوان لاندې په یو نړۍواله غونډه کې راڅرګند شول ؛خو طالبان له بلنې سره سره دغه غونډه کې ګډون ونه کړ.
د اسلامي هېوادونو استازو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او ښځو روان بندیزونه له اسلام څخه په واټن کې وبلل او پرې غږ یې وکړ چې ژر تر ژره دا ستونزه اوار کړي.
د نوبل د سولې جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د خپل سختدریځې مذهبي فکر له مخې یې پر نجونو زده کړې بندې کړي او د «پښتنو په دودونو» کې د زده کړې خلاف هېڅ نه شته.
همدا راز د لوېدیځو هېوادونو په ګډون د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د ملا هبتالله له لوري د نجونو پر زده کړو شته بندیزونه غندلي؛ خو د طالبانو مشر پرې غوږونه کاڼه کړي دي. که څه هم د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځله رسنیو ته وویل، چې د زده کړو دغه بندیز تر «امر ثاني» پورې دی؛ړخو اوس د هغه پر دغو خبرو هم افغانان چندان باور نه کوي.
نه یوازې په نړۍواله کچه بلکې په کور دننه افغانان هم د نجونو د زده کړو بندیزونو دغه مسلې خورا اندېښمن کړي او ځینې مجبوره شوي، چې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره هېواد پرېږدي.
طالبانو په هېواد کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ هر ډول ناستې ولاړې بندې کړي دي.
دغه ډلې د نجونو د زده کړو او بشري حقونو یو شمېر فعالان چې د ملا هبتالله دغه دریځ یې په رسنیو او عامه ځایونو کې ننګوولی و، د دغه ډلې د استخباراتو له لوري زنداني شوي او تر سختو شکنجو لاندې هم نیول شوي دي.

جورېسټ نیوز په خپلې یوې خپرې کړې مرکې ذکر کړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې نجونې او مېرمنې له سخت استبداد سره مخ دي؛ خو لا یې هم حوصلې نه دي بایللي. دغه رسنۍ د یوې افغانې نجلۍ له قوله لیکلي، چې لا هم افغان مېرمنې د ازادۍ په تکل ساه ګانې اخلي.
یادې رسنۍ له یوې افغان نجلۍ سره مرکه کړې، خو د امنیتي دلایلو له امله یې د هغې نوم نه دی په ډاګه کړی.
دغه افغانه نجلۍ د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو تروړل شويو هیلو، روحي فشارونو او د افغان ښځو د مقاومت کیسه کړې ده.
دې افغانې نجلۍ جوریست نیوز ته ویلي: «د اګست ۲۰۲۱ مخکې مې ښه ژوند درلود. لوړې زده کړې مې پای ته رسولې وې او هممهاله مې په دوو ځایونو کې کار کاوه؛ هم په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه او په یوه روغتیایي مرکز کې بیا د کارکوونکې په توګه. ښه عاید مې درلود او د خپلې کورنۍ ملاتړ مې کاوه».
پر کابل د طالبانو تر واک نیولو وروسته دا هره څه بدل شول، میلیونونه افغان نجونې او مېرمنې یوازې د کورونو تر دیوالونو محدودې پاتې شوې.
هغې زیاته کړه: «هغه ورځې لکه د وچې پاڼې د رالوېدو وې، هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم. کار مې له لاسه ورکړ، دومره روحي فشار راته راغی چې شپې به مې بېخوبه تېرولې، ځان مې د یوې بې روحه مړې په څېر احساس کاوه.»
سره له دې چې طالبانو د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې پر ښځو او نجونو د زده کړو تر څنګ په نورو برخو کې هم سخت بندیزونه لګولي ؛خو لا دوی حوصلې نه دي بایللي، بلکې د یوه روښانه راتلونکي په هیله ژوند کوي.
افغانه نجلۍ جورېسټ نیوز ته وايي: « که څه هم ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، خو زموږ د مبارزې روحیه له منځه تلونکې نه ده. دوښمنان باید پوه شي چې زموږ حوصله نه شي ختمولی.»
هغې زیاته کړه چې له کاره تر ایستل کېدو وروسته یې خیاطي ته مخه کړې او په څو میاشتو کې یې په ښه توګه زده کړې ده.
دغې نجلۍ د خپلې یوې ملګرې کیسه هم وکړه، چې ورزشکاره وه او د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال یې په لوبغالي کې تمرین کاوه: « روزونکی یې ناڅاپه راغئ، ژر کوئ وځئ، طالبان کابل ته راننوتل.»
له ورزشکارې نجلۍ سره بخت یاري وکړه او وتوانیده چې د طالبانو له بندیزونو لرې فرانسې ته پناه یوسي.
افغان نجونې په دې باور دي، چې د طالبانو واک یوازې اقتصادي ستونزې نه دي زېږولي، بلکې د ښځو روح او روان یې هم سخت ځپلی دی.
د یوې بلې افغان نجلۍ په وینا؛ له سخت اقتصادي ناورین سره تر مخ کیدو وروسته یې رواني حالت ځپل شوی او د نشه یي توکو کارولو ته یې مخه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې افغان نجونې په دې باور دي چې د طالبانو د بندیزونو خلاف به تر خپلې وروستۍ ساه پورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او خپل غږ به تر نړۍ والو پورې رسوي.
په راپور کې راغلي چې دا د لسګونه زرو هغو زړورو افغان نجونو بیلګې دي، چې د طالبانو تر رژیم لاندې یې خپل بنسټیز حقونه بایللي دي.

له زدهکړو بې برخې شوې زدهکوونکې ډېوه وایي، خوب یې لیده چې معجزه شوې او هغه ډاکټره شوې وي. ډېوه په ژړغوني غږ وایي: «له خوب مخکې مې د ښوونځي په اړه فکر کاوه، چې ښوونځی پیلېږي او هرکال دغه وخت مې څنګه ښه ښوونځي ته چمتووالی نیو.»
د هغې په وینا، په دغو سوچونو کې ډوبه وه چې یوه معجزه یې په خوب ولیده چې هغه ډاکټره شوې وي.
هغه کیسه کوي: «ډېر ښه احساس مې لاره، زما هیلې پوره شوې وې. سپینه چپنه مې اغوستې وه او ټولو مبارکیانې راکولې.»
هغه په ناهیلي غږ وایي، چې ښایي دغه خوب یې تش خوب پاتې شي، «نن مې د ښوونځي بکسه په مات زړه کوچنۍ خور ته ورکړه. هغه په پنځم ټولګي کې ده؛ تر دې وړاندې یوځای تلو راتلو؛ خو اوس زه د زدهکړو اجازه نهلرم او زما خوب به تش خوب پاتې شي.»
د ډېوې پلار تاج محمد هم خپلې لور ته خواشینی دی.
هغه وایي: «په ټولې ژمنۍ رخصتۍ کې هره ورځ د ډېوې همدا یوه پوښتنه وه، چې دا به څنګه شي پلاره؟ خو ما یې د دغې پوښتنې ځواب نه لاره.»
دا یوازې ډېوه نه ده، چې د نوي ښوونیز کال په درشل کې نوی کال په ناهیلۍ سره پیلوي؛ د ډېوې ترڅنګ سلګونه زره نجونې له ورته اندېښنې او کړاو سره مخ دي.
د بېبرخې شویو نجونو شمېرې
که څه هم په نوي ښوونیز کال کې په زرګونه نجونې ښوونځي کې شامیلېږي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هرکال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومېږي.
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په دې تړاو شمېرې نه خپروي؛ خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
د دغه بنسټ په وینا، سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې یوازې له هلمند ولایته څه باندې زر نجونې هر کال فارغېدې؛ هغه مهال هلمند یو له هغو ولایتونو و، چې ګڼې سیمې یې د طالبانو په کنټرول کې وې.
خو په لویو ښارونو کې دغه کچه بیا لوړه وه.
د پلازمېنې کابل د یوې لېسې مدیره چې نه غواړي د هغې او د ښوونځي نوم یې واخیستل شي وایي، چې سږکال یې له لېسې شاوخوا ۴۰۰ نجونې له شپږم ټولګي فارغې شوې دي.
هغه وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د فارغ شویو نجونو په کره شمېره نپوهېږي؛ خو که له هر ښوونځي ۴۰۰ نجونې فارغې شوې وي، نو دا به د هېواد په کچه لویه شمېره جوړه کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې په ټول افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ دی.
خو واک ته د طالبانو له راتګ دمخه په افغانستان کې د نجونو شاوخوا لس زره ښوونځي فعال وو او شاوخوا لسګونه زره نجونې هرکال ترې فارغېدې.

د زدهکړو کمپاین
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیزونه ولګول، د زهکړو ځینو فعالانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د نجونو د زدهکړو د بندیز د لرې کولو بېلابېل کمپاینونه پیل کړل.
له دغې ډلې یو هم «د بېرته ښوونځي ته ستانه شئ» کمپاین دی.
که څه هم دغه کمپاین د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې په ۲۰۱۸کال کې د جګړو له امله د افغانستان دننه د بېځایه شویو ماشومانو لپاره پیل شوی و؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا د لګېدلو بندیزونو له امله لاهم دوام لري.
د دغه کمپاین مسوول سلیمان خپلواک وایي، چې په سر کې یې د کمپاین موخه له زدهکړو سره د جګړو له امله د بېځایه شویو ماشومانو اشنایي او د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو لرې کول وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د زدهکړو او په ځانکړې توګه د نجونو د زدهکړو په برخه کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي.
د هغه په وینا:« د ځینو طالبانو فکر دا دی، چې ښځینه زدهکړو ته اړتیا نهلري؛ خو دا ناسمه خبره ده، اسلام ښځې او نارینه دواړو ته مساوي حق ورکړی دی.»
هغه وایي، د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي او د تېر په څېر په فزیکي توګه په لرو پرتو سیمو خلکو ته د نجونو د زدهکړو په تړاو د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی نه شي ورکولی.
هغه وایي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو یوازینۍ لاره زدهکړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د کمپاین یوه بله موخه یې د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول دي.

د نجونو لپاره د فرعي زدهکړو چاپېریال
که څه هم شاوخو ۱۲۷۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږمو ټولګیو په پورته نجونو د زدهکړو بندیز ولګاوه؛ خو د دغو نجونو بیا هم څه ناڅه فرعي زدهکړو ته زړه ښه و.
خو د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې طالبانو څو ځلې ځیني کورسونه او بېلابېل ښوونیز مرکزونه وتړل.
په کابل کې په فرعي زدهکړو بوخته شبنم وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څو وارې یې د ښوونیز مرکز دروازې وتړل شوې.
د هغې په وینا:« په یوولسم ټولګي کې ومه، چې د زدهکړو بندیز راباندې ولګېد؛ خو له څو میاشتو اندېښنو وروسته کورنۍ مې وهڅولم چې فرعي زدهکړې وکړم.»
هغه وایي، له خپلې خور فرزانې سره یې په دوو بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو کې ځینې زدهکړې پیل کړې؛ خو یوه ورځ یې د ښوونیز مرکز مخې ته طالبان له وسلو سره ولاړ وو او ټول زدهکوونکي یې له مرکزه اېستي وو او دروازه یې تړلې وه.
هغه وایي، کله چې ښوونیز مرکز ته ورسېده؛ نو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او بې له دې چې پوښتنه وکړي له خپلې خور سره په بېړه کور ته ستنه شوه.
هغه وایي، وروسته یې چې ورور پوښتنه کړې وه؛ ویل یې چې طالبانو یې ښوونیز مرکز وتاړه.
د هغې په وینا، دغه کیسه څو ځلې تکرار شوه؛ خو بېرته طالبانو یې ښوونیز مرکز ته د فعالیت اجازه ورکړه.
هغه وایي، اوس طالبانو ورته له هلکانو پرته د زدهکړو ساعتونه ټاکلي؛ خو نوموړې وایي دوه ساعته ډېر کم دي، د تېر په څېر که څوک د وخت ستونزه ولري او په څوو ټولګیو کې که وغواړي زدهکړې وکړي؛ نو کوم بل وخت ته ځان بدلولای هم نشي.
د هغې په وینا، له دومره ستونزو سره، سره بیا هم مبارزه کوي او زدهکړو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي:« یوازینی څه چې راباندې ډېر بد اغېز کوي. هغه د طالبانو بد، بد کتل دي. که څه هم موږ په پوره حجاب کې زدهکړو ته ورځو؛ خو بیا هم موږ ته داسې کتل کېږي، لکه موږ چې حجاب نه وي مراعت کړی او یل مو کومه ګناه کړي وي.»

پټ ښوونځي
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیزونه ولګول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو کسانو او ډلو لهخوا د نجونو لپاره پټ ښوونځي جوړ شول.
تر ټولو په زړهپورې خبره دا ده، چې د پټو ښوونځيو ملاتړي د ښځو پرتله ډېر یې نارینه دي.
خو په دې کې ډې داسې ښوونځي هم شته، چې طالبانو تر خبرېدو وروسته د دغې ډلې لهخوا تړل شوي دي او ملاتړي یې سخت ځپل شوي دي او ګڼ یې بندیان شوي هم دي.
له دې ډلې یو یې هم ابراهیم دی، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې په خپل شخصي لګښت د نجونو پټ ښوونځی جوړ کړ.
ابراهیم په دغه ښوونځي کې نجونو ته د مضامینو د تدریس ترڅنګ د ځینو حرفوي زدهکړو زمینه هم برابره کړې.
هغه وایي:« زه درې زامن او یوه لور لرم؛ زما لور په شپږم ټولګي کې وه، چې پر زدهکړو یې بندیز ولګېد. تر لور مې ما ډېر سخت حالت ولید، شپې مې له سترګو خوب وتښتېده چې دا به څنګه شي؟ خو بلاخره پرېکړه مې وکړه، چې خپلې لور او د هغې همزولو او نور د سیمې اوسېدونکو ته د ګاونډیانو په همکارۍ پټ ښوونځی جوړ کړم.»
هغه وایي، دغه ښوونځی یې د یوه کور دننه جوړ کړی چې څو ټولګي لري؛ خو د طالبانو له وېرې یې د هر ټولګي ساعتونه جلا دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه ښوونځی د هغه اصلي ښوونځیو ځای نشي ډکولای؛ خو د نجونو لپاره یې ښه فرصتونه برابر کړي او ډېر حرفهیي کارونه یې هم زده کړي دي.
د یو بل پټ ښوونځي مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو سره خپله یوه خاطره شریکه کړې؛ هغه وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو زدهکړو پلویانو په کورونو کې له زدهکړو بې برخو شویو نجونو ته پټ ټولګي جوړ کړي وو؛ خو د هغه په وینا په دې برخه کې خپله یو طالب چارواکي ورسره همکاري کړې او د دغې ډلې له حکومت پټ یې په خپل کور کې دغو نجونو ته د زدهکړو لپاره ځای ورکړی دی.

د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه څومره اړینه ده؟
په دې تړاو فرشته صالحي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې برخې فعاله ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:« د نړۍوالې احصایې له مخې، د ماشوم د ودې اتیا سلنه متخصصینې ښځې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي او د دې لامل دا دی، چې ماشوم له نارینهو پرتله له ښځو سره ښه اړیکه ټینګولی شي؛ نو کله چې یوې نجلۍ خپله روزنه نه وي لېدلي هغه به نورو ته څنګه روزنه ورکړي او ټولنیز ژوند ور زده کړي؟»
هغه زیاتوي، نجونې له ښوونځیو منع کول په بشري سرغړوونه کې راځي.
د هغې په وینا:« د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې (۲۶مه ماده) او د ماشوم د حقونو کنوانسیون (۲۸مه ماده) د جنسیت پر بنسټ له تبعیض پرته د زدهکړې پر حق ټینګار کوي.»
د زدهکړو یوه بله فعاله ریحانه غفورزۍ بیا وایي، زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق دی او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزې ستنې ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، د نجونو زدهکړه د یوې ټولنې د راتلونکي د جوړولو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
هغه د زدهکړو د بندیز د اوښتو زیانونو په اړه وایي، د طالبانو د دغه بندیز له کبله نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو د زدهکړو پرته راتلونکی نسل بېتعلیمه پاتې کېږي.
هغه زیاتوي:« د کورنیو اختلافانو راپورونه ښيي، چې ځیني معتدل طالبان له زدهکړو سره مخالفت نه لري؛ خو مشري یې د سخت دریځو لهخوا کېږي او له بل اړخه د نړۍوالو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه ده، چې د دغه بندیز د لرې کولو په بدل کې امتیاز واخلي.»


د ښوونځیو له بندېدو کابو ۱۲۸۱ ورځې تېریږي او زه لا هم ښوونځي ته د بیا تګ لپاره شېبې شمارم. د نوي کال په درشل کې مې هیلې نورې هم ورپسې زیاتې شي، چې ګواکي د ښوونځيو د دروازو د خلاصېدو زیری راباندې وشي، خو وېره هم لرم چې له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو هیله مې یوازې هیله پاتې نه شي.
د ښوونځي په تورو جامو او سپین ټيکري پسې مې هیلې تړلي دي او هر کله چې ښوونځی او ټولګیوال مې ډېر را په یاد شي نو د خپلو کتابونو بکس را واخلم او د ښوونځي جامې مې واغوندم، ان کله کله په هغو کوڅو او لارو تېرېږم چې یو وخت به ښوونځي ته تلم.
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې په مستعار نوم حیا له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن مې بیا ښوونځي ته د تګ په هیله تورې جامې اغوستي او سپین ټيکری په سر کړی. دا جامې ما ته ښه احساس راکوي، پخوانیو خاطرو ته مې بیایي، هغو ورځو ته چې په تمه وم یوه ورځ له دولسم ټولګي فارغه شم او ښوونځي ته لاړه شم.»
حیا وایي، کله چې طالبانو کابل ونیوو د دوی د کال نیمایي ازموینې وې او نوموړې د راتلونکې ورځې ازموینې ته چمتوالی نیوو.
د هغې په خبره: «دا چې پر افغانستان مې د طالبانو د بشپړ حاکمیت خبر واورېد په لومړي سر کې راته د باور وړ نه وه، خو وروسته چې مطمینه شوم کابل هم د طالبانو له خوا نیول شوی، نو بیا حیرانه وم چې ازموینې ته نور چمتوالی هم ونیسم او کنه ځکه نه پوهېدم چې سبا ته یې څه پېښېږي.»
حیا په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې که طالبانو د نجونو د ښوونځيو دروازې بندې کړې نه وای، اوس به یې د پوهنتون لومړی کال و.
نوموړې وایي، چې له کوچنيوالي څخه یې له لیک لوست سره خورا مینه درلوده او له پنځم-شپږم ټولګي څخه یې د مقالو او لنډو مطالبو په لیکلو پیل وکړ او پر همدې اساس یې هڅې زیاتې کړې وې، څو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړي.
هغه وایي، سره له دې چې د پوهنتون تګ هیله یې پوره نشوه، ان له دولسم ټولګي څخه هم فارغه نشوه.
له حیا څخه مو پوښتنه وکړه، چې په دې څلورو کلونو کې په څه کارونو بوخته وه او خپل دغه وزګاره او خالي وخت یې څنګه تېرولو؟
هغې په ځواب کې وویل: «د انګلیسي ژبې کورس کې مې ځان شامل کړ او شپږ میاشتې مې په دې برخه کې درسونه ولوستل، خو تر هغه وروسته په کورسونو کې هم د نجونو پر انګلیسي زده کړو بندیزونه ولګېده. تر دې بندیزونو وروسته مې خپلې لیکوالۍ ته دوام ورکړ او اوس د لیکوالۍ ترڅنګ ډېر کله دکلمې هم کوم.»
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي یاده زده کوونکې همداراز زیاتوي، چې له کورنۍ سره ځينو ولایتونو ته د چکر لپاره ځي، د وزګارۍ له امله یې ټیکټاک هم جوړ کړی، څو خپلې لیکنې له دکلمې وروسته خپرې کړې او دې ورته په لسګونو مواردو کې ځان بوختوي، خو هېڅکله یې ذهني ارامتیا بیا را و نه ګرځېده.
حیا وایي، چې اوسمهال تر سخت رواني فشار لاندې ده او هڅه کوي چې دا وضعیت پرې ډېره غلبه ونکړي.
د خبرو په ترڅ کې مې ترې پوښتنه وکړه، چې له نورو ټولګیوالو یې هم خبره ده او کنه؟ هغې وویل: «هو له ځینو ټولګیوالو سره مې په اړیکه کې یم، ځينو یې ودونه کړي او ماشومان هم لري. ټولګیوالې مې زما همزولې دي نو دا راته حیرانوونکې ده چې ماشومان څنګه ودونه کوي او بیا ماشوم هم زېږوي.»
یوازې حیا له زده کړو بې برخې شوې نه ده، بلکې د حیا ترڅنګ زرګونه افغان نجونې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي، روحي او رواني وضعیت یې خورا خراب بلل شوی او ډېر شمېر نجونې په کم عمر کې جبري ودونو ته هم اړ کړای شوې دي.
۱۲۸۱ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او بیا ۸۲۱ ورځې کېږي، چې له پوهنتونونو راګرځول شوې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې همداراز راغلي و، چې سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.