• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ضعیف: هغه ډلې او اشخاص ناکامېږي چې د بل د خوښې لپاره خپلې سیاسي تګلارې جوړوي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د پخواني حکومت ډیپلوماټ وايي، هغه ډلې او اشخاص ناکامېږي چې د بل د خوښې لپاره خپلې سیاسي تګلارې جوړوي. عبدالسلام ضعیف د وري په دوهمه په خپله اېکس پاڼه کې زیاته کړې، خو هغه څوک به بریالي پاته کیږي چې د خپلو خلکو د خوښې او سوکالۍ لپاره وزرې غوړوي.

د ښاغلي ضغیف دغه څرګندونې په داسې حال کې لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې به د کال په دغه ورځ میلینونه نجونې د زدکړو لپاره ښوونځي ته تللې.

نوموړي په کنایه ډول لیکلي، چې د پردو ملاتړ د هغوی تر ګټو تړلی دی او د خپلو ملاتړ د ټولو تر ګټو تړلی دی.

عبدالسلام ضعیف که څه هم په ښکاره څوک نه دي مخاطب کړي خو وايي:«د خپلو خلکو د سوکالښ لپاره تګلاري جوړې کړئ او په چوټر کې یې خولې تویې کړئ.»

ښاغلي ضعیف تر دې وړاندې هم په ورته ټوېټونو کې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د حکومت پر پالیسو په تېره د نجونو او ښځو د کار او زدکړو له امله نیوکه کړې ده.

د نوموړي له څرګندونو سره همهاله د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.

که څه هم طالبانو په وار وار ویلي، چې د نجونو د زدکړو لپاره تګلاره جوړوي خو د نږدې څلورو کلونو په تېریدو سره لا هم له شپږم ټولګی پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

متقي صادق ته: د لارو تړل او سوداګریز خنډونه مو په ګټه نه دي او مسایل دې نه سره تړل کیږي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره لیدنه کې ویلي، د لارو بندول او تجارتي خنډونه جوړول د یوه لوري په ګټه هم نه دي او مسلې دې له یو بل سره نه تړل کېږي. د نوموړي اشاره تورخم دروازې ته وه، چې پاکستان د پوستې جوړلو په غبرګون کې ۲۵ ورځې تړلې وه.

لاریو ته د تورخم دروازې تر پرانیستو یوه ورځ وروسته د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته پرون لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، چې امیرخان متفي او دغه پلاوی د سوداګرۍ، امنیت، سیاسي او اقتصادي همکاریو، دواړو لوریو ته د مساپرو پر تګ راتګ سره وغږېدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي په سوداګریزو لارو کې د خنډونو په له منځه وړلو ټینګار کړی او وايي، په ټرانزیټي لارو او سوداګریزو برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

نوموړي له پاکستان غوښتي چې افغان کډوال په ابرومندانه ډول هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د محمد صادق له قوله لیکلی شوي، چې نوموړي په افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمي په ګټه بللی.

همدارنګه په دغه لیدنه کې محمد صادق ژمنه کړي، چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې، پاکستان ته د تګ راګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ټرانزیټ په برخو کې د ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې له یوې خوا ډیورنډ ته څیرمه د تاسیساتو د جوړولو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ څو ځلې نښتې وشوې او دا لار د ۲۵ ورځو لپاره تړل شوې وه او له بلې خوا پاکستان طالبان توروي چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د نامنیو په ډیریدو او ترهګریزو بریدونو کې له ټي ټي پي او د پاکستان مخالفو وسله والو سره همکاري کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د افغانستان امنیتي څار بنسټ: یوازې په فبرورۍ میاشت کې ۵۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د افغانستان د امنیتي څار بنسټ وایي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۵۲ امنیتی پېښې ثبت شوې، چې ۳۱ یې خپلواکو سرچینو تایید کړې دي.

دغه بنسټ زیاتوي په تایید شویو پېښو کې ۱۱ پېښې د ازادۍ جبهې، ۸ ملي مقاومت، ۲ داعش خراسان، ۸ پېښې د نامعلومو کسانو لخوا او یوه د هوایي برید پېښه شاملې دي.

د امنیت څارنې ادارې نن په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، د روان کال د لومړۍ میاشتې په پرتله په فبرورۍ کې د طالبانو ضد جبهو ۲۱ بریدونه زیات شوي.

د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې د جنورۍ په میاشت کې په کابل او کندز کې دوه ځانمرګي بریدونه وکړل، او همدا راز په روانه میاشت کې په کابل، پروان، سمنګان، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ۹بریدونه شوي، چې عاملین یې نه دي معلوم.

د راپور له مخې په پکتیا او پکتیکا کې د پاکستان د تحریک طالبان په مرکزونو باندې د بې پیلوټه الوتکې لخوا هم برید شوی چې ګمان کیږي د پاکستان له دننه څخه تنظیم شوی وي.

دغه سازمان زیاته کړه چې د فبرورۍ په میاشت کې د امنیتي پېښو جغرافیوي وېش د هېواد په ۱۷ولایتونو کې ثبت شوی چې د جنورۍ میاشتې په پرتله ۹ ولایتونه زیات دی.

تر ټولو ډېر بریدونه، په کندوز کې ۱۳پېښې، کابل ۹ پېښې، تخار او هرات کې ۶پېښې، پروان او کاپیسا کې درې پېښې او په نورو ولایتونو کې (بدخشان، بادغیس، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، سمنګان، بغلان، بلخ، هلمند، فراه او پنجشیر) کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان د امنیتي چارو څارونکي ټینګار کوي، چې د خپلواکو معلوماتو د نشتوالي له امله په دغو بریدونو کې د تلفاتو دقیق شمېر نه شي تاییدولی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تل په ټول هېواد کې د امنیت د تامینولو ادعا کړې، خو د طالبانو ضد جبهو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په اوسلو کې کونسلي خدمتونه بېرته پیلوي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان سفارت کونسلي خدمتونه به د (وري څلورمه نېټه) بېرته پیل کړي. طالبانو د دې خدمتونو بیا پېل «مثبت ګام» بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د «ناروې شاهي دولت کې د افغانستان سفارت د کارونو بیا پېل» به د روانې وري میاشتې له څلورمې وکړي.

په همدې حال کې، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د نجیب الله شیرخان په نوم طالب ډېپلوماټ یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی. 

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ویلي چې د نجیب ‌الله شیرخان ماموریت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د افغانستان سفارت په غوښتنه منل شوی دی.

په اوسلو کې د افغانستاند پخواني سفیر یوسف غفورزي په تېرې سنبلې میاشت کې اعلان وکړ، چې د څلورنیمو کلونو ماموریت وروسته یې خپله دنده پای ته رسولې ده.

د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته، یوې معتبرې سرچینې، چې د دې سفارت پخوانیو ډېپلوماټانو پورې تړلې ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کوربه هېواد له لوري د سفارت ودانۍ ساتنه د طالبانو د باور وړ کس ته سپارل شوې ده.

ناروې لومړنی اروپايي هېواد دی، چې د طالبانو استازی یې په رسمي توګه منلی او تر دې وړاندې په جرمني کې هم د طالبانو د استازي منل کیدو پر سر بحثونه شوي وو.

طالبانو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډېپلوماتیکو استازولیو له لوري د کونسلي اسنادو ورکړه دوی ته د باور وړ نه دي.

تر دې دمخه روسیې، پاکستان، چین، ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان او ځینو نورو هېوادونو هم د طالبانو ډېپلوماټان منلي، خو لا هم دغه ډله هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

د افغانستان د طبیعي یخچالونو چټک ویلې کېدل، زراعت او د خوراکي توکو تولید ګواښي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړېوال سازمان (ایف اې او) وایي، چې په افغانستان کې د طبیعي یخچالونو چټک ويلې کېدل په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون لامل شوی چې له همدې امله یې د اوبو لګولو سیسټم او د خوراکي توکو لولید له کواښ سره مخ کړی دی.

دغه سازمان، نن د اوبو نړېوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان طبیعي یخچالونه (ګلیشیرونه) د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو حیاتي سرچینې دي.

دغه سازمان ویلې: «موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو د اقلیم د بدلون او د اوبو نړیوال بحران سره د مبارزې لپاره زموږ د پلانونو په اساس د ګلیشیر ساتنه وکړو.»

څېړنو ښودلې، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان طبیعي یخونه د ویلي کېدو په حال کې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان طبیعي ګلیشیرونه په چټکه توګه د کمېدو او ورکېدو په حال کې دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ واړه ګلشېرونه شته چې دوه نیم سوه کیلومتره ځمکه یې پوښلی ده.

بلخوا یوناما ویلي چې دا کلیشیرونه تر ډیره د هندوکش او پامیر په غرونو کې موجود دي، چې په سیمه ییزو اوبو کې تر ټولو مهم رول لري.

یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې یوازې ۱۹۴۲ ژمني ډنډونه شه چې د افغانانو لپاره د څښاک اوبه برابروي او د اوبو لګولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ریاست تېر کال اعلان وکړ، چې د تودوخې د زیاتوالي له امله د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي ګلیشیرونه ورک شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې دغه هیواد پرله پسې وچکالۍ او ویجاړونکو سیلابونو ځپلی دی.

طالبانو د بلخ ولایت ودانۍ دننه په اته میلیونه افغانیو د «ملا هبت‌الله» په نوم جومات جوړ کړ

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دوی د مشر «ملا هبت‌الله» په نوم د ځانګړي جومات چارې بشپړې شوې، چې پر یو وخت د «۲۵۰ لمونځ کوونکو» ظرفیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغه جومات ټول ټال اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پیسې یې ځینو سوداګرو او پانګه والو ورکړې ده.

دغه جومات د بلخ ولایت مقام دننه جوړ شوی چې د والي په ګډون دولتي کارکوونکي او مېلمانه په کې لمونځونه کوي.

دغه جومات د بلخ د والي او ملا هبت‌الله د نږدې کس محمد یوسف وفا په غوښتنه او لارښوونه جوړ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د طالبانو د مشر په نوم د دغه جومات جوړیدل «چاپلوسي» بللې ده.

طالبان هڅه کوي چې د حنفي مذهبو لپاره د جوماتونو او مدرسو جوړیدو لړۍ پراخه کړي. دغه ډله چې په حنفي مذهب باور لرونکې ده پرې تور دی چې په هېواد کې یې په نورو مذهبونو یې سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي‌ دي.

دغه ډلې په کونړ کې سلفي مذهبو دیني‌ عالم منع کړي چې په جوماتونو کې به امامت نه کوي‌ او هم به د خپل مذهب له ترویج او تبلیغ څخه هم ډډه کوي.

پر سلفیانو بندیز دی چې په لمانځه کې په لوړ غږ «امین» نه وایي او نه به هم د رفع الیدین «لاسونه تر غوږو وړل» هم نه کوي.

همدا راز راپورونه شته چې دغه ډلې د هېواد په شمال کې یو شمېر اسماعیلیان په جبري توګه مجبوري کړي،‌ څو خپل مذهب پرېږدي او د حنفي مذهب پیروي وکړي.

ملا هبت الله خپلو کسانو ته امر کړی چې د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو او لویو لارو کې جوماتونه جوړ کړي.