• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازه نن د پلي تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته ویلي، چې د تورخم دروازه نن سهار ۸ بجې پر دغه لاره د پلي تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. ویل کیږي، چې دا مهال یوازې ویزه لرونکي مساپر د تګ راتګ اجازه لري، او ناروغانو ته یې ځانګړې اجازه ورکړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب جواد په یوه خپور کړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې خو نن او سبا ورځ یې عاجلو ناروغانو ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورکړې، او له عامه مساپرو یې غوښتي چې په دغو دوه ورځو کې تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي.

د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه، ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د تاسیساتو جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه، په دغه موده کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ څو ځله وسله والې نښتې هم رامنځته شوې چې ځاني او مالي تاوانونه یې هم لرل.

یاده دروازه د ۲۶ ورځو تر بندېدو ورسته د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو په منځګړتوب د سوداګریزو چارو لپاره تېره ورځ پرانستل شوه، خو په وسله والو نښتو کې د مسافرینو د ثبت سیسټم د زیانمېدو له امله د پلیو تلونکو مساپرو پر مخ لا هم بنده پاتې وه.

د یادولو وړ ده، چې د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومان په ګډون ډیری مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې، بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداکریزو توکو بار لارۍ ولاړې وې.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي حاجي ګل مراد عرب، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله هر ورځ سوداګرو ته ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی.

د تورخم دروازه چې د ډیورڼد په کرښه یو له مهمو داروازو څخه ګڼل کېږي، هر ورځ پرې سوداګر خپل سوداګریز مالونه او زرګونه وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي، دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم دروازه تړل او بېرته پرانستل کېږي، بلکې په تېرو وختونو کې هم د دواړو هېوادو ترمنځ د ځینو شخړو له امله تړل شوې او پرانستل شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یونېسف اندېښنه څرګنده کړې چې سږني تعلیمي کال کې ۴۰۰ زره نجونې له زده کړو محرومې شوې

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.

د یاد سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې، چې د دغو بندیزونو له کبله له زده کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسید. هغه وایي: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.»

د یونېسف دغه مشرې اندېښنه څرګنده کړې، چې دا حالت د افغانستان پر راتلونکي ناوړه اغېزې لري.

کاټرین ویلي، په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم لا نور له ستر ګواښ سره مخ شي.

یونېسف وېره لري، چې د دې حالت دوام په جبري توګه د ودونو تر څنګ په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو لپاره لاره پرانېزي چې د هغوی پر روغتیایي او رواني وضعیت بدې اغېزې لرلی شي.

د نجونو د زده کړو مخنېوي سره تړلې یوه بله اندېښنه دا ښودل شوې چې د ښځینه کارکوونکو د کمښت سبب ګرځي او همدا راز د لازمو روغتیایي اسانتیاوو څخه یې نورې هم بې برخې کوي.

د دغه سازمان د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي، او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

له طالبانو د یونېسف غوښتنې

د یونیسف اجراییه رییسې ټینګار کړی، چې د افغان نجونو د زده کړو مخنیوی به د هېواد د راتلونکي نسلونو لپاره ناوړه پایلې ولري.

نوموړې وویل: «طالبان نه‌ شي کولای د خپل نفوس نیمایي برخه له زده کړو بې‌برخې کړي. ټولې نجونې باید بېرته مکتبونو ته ولاړې شي. زده کړې یوازې اساسي حق نه دی، بلکې د یوه باثباته، پرمختللي او هوسا ټولنې جوړولو یوازینۍ لار ده.»

یونېسف له طالبانو په کلکه غوښتي چې پر نجونو او ښځو روان بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي ؛خو ښکاري چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په تېر کې هم دغه ډول غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان ټینګار کړی چې له دې بندیزونو سره سره خپلو تعلیمي پروګرامونو ته دوام ورکړی، چې له مخې یې ۴۴۵ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۴۶ سلنه یې نجونې دي.

همدا راز یې ډاډ ورکړی، چې د ښځینه ښوونکو د پیاوړتیا لپاره یې هم ځنې پروګرامونه پلي کړي دي.

د نجونو زد کړې او د طالبانو داخلي کړکېچ

د طالبانو ترمنځ په ښکاره د نجونو زده کړو پر سر د ژورو اختلافاتو خبرې کېږي.

د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني ډله د ملا هبت‌الله له دغو بندیزونو سره جوړ نه دي او تل یې غړو په خپلو څرګندونو کې د خپل مشر له لوري لګول شوي بندیزونه غندلي دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې په خوست کې د حقاني شبکې غړی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د نجونو یوې دیني مدرسې ته د زده کړو د بندیز په برخه کې د ناتوانۍ اوښکې تویې کړې.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو ویل،‌ چې د نجونو زده کړو په مسله کې نور طالبان د ملا هبت‌الله دریځ نه شي بدلولی او یوازې د ناچارۍ اوښکې ورپاتې دي.

له دې ور هاخوا په همدې خوست کې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي هم د خپل مشر د خلاف څرګندونې وکړې او د نجونو زده کړو د بندیز په مسله کې یې د هغه دریځ د اسلامي شریعت خلاف وبللو.

عباس ستانکزي ملا هبت‌الله تورن کړی، چې د خپل شخصي طبعیت له مخې یې د ښوونځیو دروازې تړلې دي او دا ډول کړنې یې په «کاذب غرور» کې شمېرل کېږي.

تر دې څرګندونو لا ورځ تېره نه وه چې ملا هبت‌الله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار دمخه کړ او له کابله یې متحده عربي‌ اماراتو ته پښې سپکې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو دا مرستیال وزیر اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی او د ملا هبت‌الله د نیول کیدو له ویرې تر دوه میاشتو تېریدو وروست هم بېرته هېواد ته نه دی ستون شوی.

غبرګونونه او د طالبانو کاڼه غوږونه

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر په ۲۰۲۱ کې تر واک ته رسیدو وروسته نه یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه بلکې د‌ پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړې.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د افغانستان په ګاونډ اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو استازي «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې» تر عنوان لاندې په یو نړۍواله غونډه کې راڅرګند شول ؛خو طالبان له بلنې سره سره دغه غونډه کې ګډون ونه کړ.

د اسلامي هېوادونو استازو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او ښځو روان بندیزونه له اسلام څخه په واټن کې وبلل او پرې غږ یې وکړ چې ژر تر ژره دا ستونزه اوار کړي.

د نوبل د سولې جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د خپل سختدریځې مذهبي فکر له مخې یې پر نجونو زده کړې بندې کړي او د «پښتنو په دودونو» کې د زده کړې خلاف هېڅ نه شته.

همدا راز د لوېدیځو هېوادونو په ګډون د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د ملا هبت‌الله له لوري د نجونو پر زده کړو شته بندیزونه غندلي؛ خو د طالبانو مشر پرې غوږونه کاڼه کړي‌ دي. که څه هم د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځله رسنیو ته وویل، چې د زده کړو دغه بندیز تر «امر ثاني» پورې دی؛ړخو اوس د هغه پر دغو خبرو هم افغانان چندان باور نه کوي.

نه یوازې په نړۍواله کچه بلکې په کور دننه افغانان هم د نجونو د زده کړو بندیزونو دغه مسلې خورا اندېښمن کړي او ځینې مجبوره شوي، چې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره هېواد پرېږدي.

طالبانو په هېواد کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ هر ډول ناستې ولاړې بندې کړي‌ دي.

دغه ډلې د نجونو د زده کړو او بشري حقونو یو شمېر فعالان چې د ملا هبت‌الله دغه دریځ یې په رسنیو او عامه ځایونو کې ننګوولی و،‌ د دغه ډلې د استخباراتو له لوري زنداني شوي او تر سختو شکنجو لاندې هم نیول شوي دي.

د پښتونخوا والي: پاکستان ته له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګرې ډلې له افغانستان راځي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۰

د پاکستاني رسنۍ دنیا د خبر له مخې، د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، او ترهګر په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په ګټه اخیستنې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

هغه پر ډیورنډ کرښه د شته ستونزو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، «مونږ له ډیرې اوږدې مودې راهیسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوو، او په دې برخه کې یوې ځانګړې امنیتي پالیسې ته اړتیا ده.»

د پښتونخوا والي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته ستنولو ته په اشارې سره وویل، دا یې وخت دی، چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي او پخپل هېواد کې اباد شي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوریت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټي‌ټي‌پي» په پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.

د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسله‌والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغو ایالتونو کې بریدونه تنظیموي.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټي‌ټي‌پي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.

محب الله صمیم: ټي ټي پي د پاکستان پر مټ د طالبانو په لیکو کې ځای پر ځای شوې وه

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۰

په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د سرحدونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر محب الله صمیم وایي، چې د پاکستاني طالبانو ډله (ټي ټي پي) د پاکستان پر مټ د طالبانو په لیکو کې ځای پر ځای شوې وه، او اوس هم یاده ډله په قبایلي سیمو کې فعاله ده او له هغه ځایه سیمه ګواښي.

هغه له انډيپنډنټ فارسي سره په مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې شته ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره یو ستر ګواښ دي، بلکې د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو ته ترهګري خورولی شي، ځکه چې په خبره یې شته ترهګرې ډلې، ګډې موخې او یوه ایډیالوژي لري.

ښاغلی صمیم، د پاکستان هغې ادعا ته چې ګواکې «پاکستاني طالبان له ډیورڼد کرښې له پورې غاړې څخه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي» وایي، دا همهغه خبره ده چې په تېر کې به د افغانستان حکومت پاکستان ته تکرار کوله، خو نن دغه هېواد د خپلو کړو نتیجه ګوري او له همدغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني وویل چې طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب وکړي، «د افغانستان هیڅ ګاونډی به دا ونه زغمي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي، له همدې امله، په راتلونکو ورځو او اونیو کې، طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د ماهیت پریکړه وکړي، چې ایا ټي ټي پي غوره کوي او که پاکستان.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امني تر بل هره وخته پراخې شوې او د وسله والو ډلو فعالیتونه هم چټک شوي دي. پاکستان دعوه لري چې د «ټي ټي پي» په ګدون بلوڅ بېلتون پاله ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې له افغانستانه رهبري کېږي.

پاکستاني چارواکو په رسنیو او بېلابېلو سیاسي ناستو کې پر طالبانو نیوکې کړي، چې د دوی ضد وسله والو ته یې په افغان خاوره کې پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان دغه ادعاوې د پاکستان ځان غولونه بولي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ مخ په پراخیدو ښکاري.

دواړه لوري یو پر بل نیوکې کوي، اسلام اباد کابل ته ګوته نېسي چې له هغې ځایه په پاکستان کې نا امنیو ته زمینه برابرېږي او پر کابل واکمن طالبان بیا اسلام اباد تورنوي چې د دوی خلاف داعش وسله وال روزي.

افغان نجونې د طالبانو له استبداده ډکې واکمنۍ کې لا هم د ازادۍ په تمه ساه اخلي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

جورېسټ نیوز په خپلې یوې خپرې کړې مرکې ذکر کړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې نجونې او مېرمنې له سخت استبداد سره مخ دي؛ خو لا یې هم حوصلې نه دي بایللي. دغه رسنۍ د یوې افغانې نجلۍ له قوله لیکلي، چې لا هم افغان مېرمنې د ازادۍ په تکل ساه ګانې اخلي.

یادې رسنۍ له یوې افغان نجلۍ سره مرکه کړې، خو د امنیتي دلایلو له امله یې د هغې نوم نه دی په ډاګه کړی.

دغه افغانه نجلۍ د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو تروړل شويو هیلو،‌ روحي فشارونو او د افغان ښځو د مقاومت کیسه کړې ده.

دې افغانې نجلۍ جوریست نیوز ته ویلي: «د اګست ۲۰۲۱ مخکې مې ښه ژوند درلود. لوړې زده ‌کړې مې پای ته رسولې وې او هم‌مهاله مې په دوو ځایونو کې کار کاوه؛ هم په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه او په یوه روغتیایي مرکز کې بیا د کارکوونکې په توګه. ښه عاید مې درلود او د خپلې کورنۍ ملاتړ مې کاوه».

پر کابل د طالبانو تر واک نیولو وروسته دا هره څه بدل شول، میلیونونه افغان نجونې او مېرمنې یوازې د کورونو تر دیوالونو محدودې پاتې شوې.

هغې زیاته کړه: «هغه ورځې لکه د وچې پاڼې د رالوېدو وې، هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم. کار مې له لاسه ورکړ، دومره روحي فشار راته راغی چې شپې به مې بې‌خوبه تېرولې، ځان مې د یوې بې ‌روحه مړې په څېر احساس کاوه.»

سره له دې چې طالبانو د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې پر ښځو او نجونو د زده کړو تر څنګ په نورو برخو کې هم سخت بندیزونه لګولي ؛خو لا دوی حوصلې نه دي بایللي، بلکې د یوه روښانه راتلونکي په هیله ژوند کوي.

افغانه نجلۍ جورېسټ نیوز ته وايي: « که څه هم ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، خو زموږ د مبارزې روحیه له منځه تلونکې نه ده. دوښمنان باید پوه شي چې زموږ حوصله نه شي ختمولی.»

هغې زیاته کړه چې له کاره تر ایستل کېدو وروسته یې خیاطي ته مخه کړې او په څو میاشتو کې یې په ښه توګه زده کړې ده. 

دغې نجلۍ د خپلې یوې ملګرې کیسه هم وکړه، چې ورزشکاره وه او د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال یې په لوبغالي کې تمرین کاوه: « روزونکی یې ناڅاپه راغئ، ژر کوئ وځئ، طالبان کابل ته راننوتل.»

له ورزشکارې نجلۍ سره بخت یاري وکړه او وتوانیده چې د طالبانو له بندیزونو لرې فرانسې ته پناه یوسي.

افغان نجونې په دې باور دي، چې د طالبانو واک یوازې اقتصادي ستونزې نه ‌دي زېږولي، بلکې د ښځو روح او روان یې هم سخت ځپلی دی.

د یوې بلې افغان نجلۍ په وینا؛ له سخت اقتصادي ناورین سره تر مخ کیدو وروسته یې رواني حالت ځپل شوی او د نشه یي توکو کارولو ته یې مخه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغان نجونې په دې باور دي چې د طالبانو د بندیزونو خلاف به تر خپلې وروستۍ ساه پورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او خپل غږ به تر نړۍ والو پورې رسوي.

په راپور کې راغلي چې دا د لسګونه زرو هغو زړورو افغان نجونو بیلګې دي، چې د طالبانو تر رژیم لاندې یې خپل بنسټیز حقونه بایللي دي.

افغانستان کې لا هم د مخدره توکو له قاچاق او کاروباره طالبان لویې ګټې ترلاسه کوي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویلي، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز لګولی، خو د تریاکو سوداګري او قاچاق لا هم دوام لري او د سیمې په تور بازار کې یې بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د مبارزې دفتر (UNODC) د راپور له مخې، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري د کوکنارو پر کرکیلې تر بندیز وروسته، د افغانستان د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی، چې د ۲۰۲۲ کال ۶۲۰۰ ټنه څخه ۳۳۳ ټنه ته راکم شوی. همداراز، د کوکنارو د کر مساحت د ۲۳۳ زره هکتاره څخه ۱۰،۸۰۰ هکتاره ته راټیټ شوی.

د تریاکو د بیو لوړوالی او قاچاق

د تریاکو د تولید کمښت، چې تمه کېده د مخدره توکو کاروبار ته به سخته ضربه ورکړي، برعکس د دې لامل شوی، چې د تریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شي.

د یو کیلو تریاکو بیه چې مخکې ۷۵ ډالر وه، اوس ۷۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

دا چټک لوړوالی د تاریاکو قاچاق پر یوې فوق‌العاده ګټور سوداګرۍ بدل کړی او د جنایتکارو شبکو، وسله‌ والو ډلو او په ځانګړي ډول طالبانو ته یې د عوایدو لویه سرچینه برابره کړې.

له بلې خوا، افغان بزګران چې د کوکنارو پر کر یې تکیه کوله، اوس له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي، خو هغه طالبان او قاچاقبران چې د تاریاکو کاروبار کنټرولوي له دې حالت څخه لویې لویې ګټې ترلاسه کوي.

د طالبانو دوه مخی سیاست

طالبانو د مخدره موادو په اړه دوه مختلف دریځونه خپل کړي دي. په ۲۰۰۱ کال کې، طالبانو د کوکنارو کر بند کړ، خو وروسته چې یې رژیم سقوط وکړ د تاریاکو قاچاق ته یې لاس واچاوه.

د تېرو شلو کلونو په لړ کې طالبانو د تاریاکو له کاروباره د جګړې لپاره مالي سرچینې برابرولې او ان خپلو وسله والو ته یې پرې معاشونه ورکړل.

اوس هم، سره له دې چې طالبانو رسمي بندیز اعلان کړی، بېلابېل راپورونه ښيي چې د تاریاکو قاچاق د طالبانو تر نظارت لاندې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د افغانستان تولید شوي مخدره مواد د پاکستان، ایران او مرکزي اسیا له لارو نورو هیوادونو ته قاچاق کېږي.

ځینې کارپوهان باور لري، چې طالبان غواړي د کوکنارو د کرکیلې بندیز د نړۍوالو ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره وکاروي، خو لا هم د مخدره توکو پر کاروبار تکیه کوي.

دا مسله د نشه یې توکو په تړاو د طالبانو د سیاستونو تضاد په ډاګه کوي.

اقتصادي اغېزې او د تاریاکو کاروبار راتلونکی

افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد پاتې شوی او دا سوداګري د دې هیواد د اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د مخدره توکو اقتصاد د افغانستان د ناخالصو عوایدو ۱۴ سلنه جوړوله.

اوس چې د تاریاکو تولید کم شوی، ډېر بزګران بې‌ کاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د افغانانو سرانه عواید اوس له څلورو ډالرو څخه کم شوی او ډېری بزګران اوس د عایداتو بله سرچینه نه لري.

ډېپلوماټ مجله په مقاله کې د کارپوهانو له قوله لیکلي، د تاریاکو د کښت د مخنیوي لپاره، باید بزګرانو ته بدیل اقتصادي فرصتونه برابر شي، خو په افغانستان کې د دې پر ځای چې پر بدیلونو فکر وشي سخت بندیزونه لګول شوي چې زیان یې عامو وګړو ته رسیدلی دی.

د دغې مقالې له مخې که نړۍواله ټولنه غواړي چې افغانستان بېرته د کوکنارو کښت ته ونه ګرځي، نو باید پر طالبانو فشار راوړي چې بزګرانو ته اقتصادي بدیلونه برابر کړي. که نه، د تاریاکو قاچاق به لا هم د طالبانو د عوایدو یوه مهمه سرچینه پاتې شي او د سیمې بې ‌ثباتي به دوام ومومي.