• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا غږ کارکوونکو د دغې رسنۍ د بندېدو له امله د ټرمپ له ادارې شکایت کړی

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د امریکا غږ خبریالانو، د دوی اتحادیې او د «بې سرحده خبریالانو» سازمان د دغې رسنۍ د بندېدو له امله د ډونالډ ټرمپ له ادارې نه شکایت کړی دی. دوی په خپل شکایت کې د متحده ایالاتو د ولسمشر پرېکړه "غیرقانوني" بللې.

دا دعوه د جمعې په ورځ د نیویارک په فدرالي محکمه کې ثبت شوې ده.

په قضیه کې مدعیانو ویلي، چې د وي او اې بندول د کارمندانو د بیان د ازادۍ حق څخه سرغړونه ده، چې د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د لومړي تعدیل لخوا تضمین شوې.

ټرمپ په دې وروستیو کې یو اجراییوي حکم صادر کړ، چې د اوو فدرالي ادارو د فعالیتونو د اعظمي کمولو غوښتنه یې وکړه.

د امریکا غږ کارکوونکو د ټرمپ د ادارې په وړاندې خپلو شکایتونو ته دوام ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دې رسنیو بودیجه د امریکا د کانګرس له خوا تصویب شوې او پرې کول یې له قانونه سرغړونه ده.

دوی خبرداری ورکړ، چې د ټرمپ لخوا د میډیا بندول به په ټوله نړۍ کې استبدادي حکومتونه ګډوډ کړي.

مدعیانو زیاته کړه: "د نړۍ په ډېرو برخو کې، د بې طرفه خبرونو یوه حیاتي سرچینه ورکه شوې او یوازې سانسور شوي دولتي رسنۍ پاتې دي چې تشه ډکه کړي."

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې د امریکا د ولسمشر د اجرايي حکم له صادرېدو وروسته تر ۱۳۰۰ ډېر فدرالي رسنیو کارکونکي په اجباري رخصتیو استول شوي دي.

د امریکا غږ چې د دویمې نړۍوالې جګړې په اوج کې د نازیانو د تبلیغاتو د مخنیوي په هدف پیل شوه، ورو ورو په یوې نړۍوالې رسنۍ بدله شوه او د انټرنټ، راډیو او ټلویزیون له لارې یې په څه باندې ۴۰ ژبو خپرونې کولې.

د نيويارک په فدرالي محکمه کې د ثبت شوي شکايت له مخې، وي او اې راډيو، فري اروپا او راډيو فري اسيا په ټوليیزه توګه د اونيزو اورېدونکو شمېر له ۴۲۵ میليونو څخه زيات وو.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

•
•
•

نور کیسې

سمنک او د سمنک مېله

۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰
•
مرضیه حفیظي
سمنک او د سمنک مېله
100%

نوروز له سمنک پرته داسې دی لکه کابل کې چې ژمی وي، خو واوره نه وي. لکه یو مشهور متل دی چې «کابل دې بې زرو وي، خو بې واورو نه.» دا خبره په نوروز کې له سمنک سره هم پرتله کولای شو، ځکه سمنک پخول د نوروز د نمانځلو ترټولو مهم سمبول دی.

«سمنک در جوش، ما کفچه زنیم، دیگران در خواب، ما دفچه زنیم» دا هغه فلکلور او نامتو سندره ده، چې ډېرو سندرغاړو ویلې ده او له بلې خوا هرکال دا سندره په ډېرو کورنو کې د ښځو له خوا هغه وخت زمزمه کېږي، چې سمنک پخوي.

د ښځو لپاره د نوروز تر ټولو ښایسته رسم او جشن همدا د سمنک پخولو مېله ده او سمنک یوازې یو پخلی نه دی، بلکې د ښځو ترمنځ د خوږو کیسو، نڅاوو او ټوکو ټکالو یوه ډکه مجموعه هم ده.
افغان مېرمنې د خوشحالۍ پر دغه ورځ د خپلو دوستانو او خپلوانو کره راټولېږي او له غنمو سمنک باندې کوي، یوې خوا ته د دېګ تپونه راخېژي او ځوانې نجونې دېګ کې څمڅمې وهي او بله خوا بیا یو شمېر مېرمنې چې زړونه یې له مستۍ څخه ډکې وي، د خوشحالۍ سندرې وایي او لاسونه پړکوي. د ښځو دودیزې جامې او نڅاوې بیا دغې مېلې ته جلا ښکلا وربښي.
سمنک د «نوروز» د خوږو وېشلو یوه لویه بهانه وه او ده، چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ایران کې هم د سمنک نوروزي مېله په جوش ترسره کېږي. تاجکستانۍ مېرمنې پارکونو کې مېلې جوړوي، په ډلو ډلو نڅاوې کوي او د سمنک تر چمتو کېدو خپلې خوښۍ اظهاروي.
سمنک چې یو ډول خواږه خواړه دي، د غنمو له شېرې څخه جوړېږي او پخېدل یې شاوخوا دیارلس یا څوارلس ساعتونه وخت نیسي.

سمنک د کلتوري او فرهنګي دود له‌مخې، د نوي کال د نذر په توګه هم ګڼل کېږي.

100%

د سمنک په اړه د خلکو باورونه او افسانې
په ځینو سیمو کې روایت شته، چې اووو خوېندو به یو ځای سمنک پخاوه، شپه به یې د دېګ تر څنګ ویښه تېره کړه او دعاوې به یې کولې.

د دې ترڅنګ یو بل روایت هم شته، چې ویل کېږي په تېرو وختونو کې به چې کله نارینه د جګړو ډګرونو ته تلل، ژر به نه راګرځېدل نو د کور ښځو او ماشومانو به د خوړولو لپاره په کافي اندازه څه نه درلودل، غنم به چې په هغه وخت کې په اسانۍ سره پیدا کېدل ښځو به ترې سمنک پخول، ځکه سمنک د مېلې ترڅنګ قوي خواړه هم دي او ډېرې روغتیایي ګټې لري.

په افغانستان، ایران او ځینو نورو سیمو کې خلک باور لري، چې سمنک امېندواره مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته ځواک ورکوي او د کور برکت ډېروي.

100%

سمنک څنګه جوړېږي؟
د سمنک پخول خورا ستونزمن کار دی او ساعتونه وخت نیسي، خو هغه څه چې د تخار ولایت اوسېدونکې مومنه چمتو کوي، لږ تر لږه د ځایی خلکو او د هغې د خپلوانو ترمنځ مشهور دی او د ښه پخولو مهارت او هنر یې ډېر کسان نه لري.
مېرمن مومنه چې اوسمهال شاوخوا د اویاوو کلونو ده، وایي چې له لسیزو راهیسې په خپل کور کې په هر ډول اقتصادي حالاتو کې د سمنک مېله او مېلمستیاوې جوړوي او دا ډول نماځل ورته له مور او نیاګانو څخه میراث پاتې دی.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د سمنک دودیزه مېله هر کال د ښځو په راغونډېدو، کیسې کولو، چمبه وهلو، نڅاوو او سندرو ویلو سره نمانځل کېږي.
هغه وایي: «کله چې ښځې دې مېلې ته راغواړم نو د سمنک ترڅنګ نور خواړه هم پخوو، که مو اقتصادي حالت سم وي نو رقم رقم خواړه تیاروو، خو که مو کله اقتصادي حالت ډېر ښه نه وي، په دوه درې رقمه خوړو اکتفاء کوو او دغه دود پر ځای کوو.»
له نوموړې څخه مې وپوښتل چې د سمنک پخول ولې ساعتونه وخت نیسي؟ هغې په ځواب کې وویل: «د سمنک د پخولو یوازې څو ساعتونه نور کسان ګوري او تجربه کوي، په اصل کې دا د څو ورځو کار دی، ځکه په لومړي سر کې غنم په لویو لویو لوښیو او یا پتنوسونو کې اچول کېږي، چې شنه شي او سبزه وکړي، هره ورځ باید تازه وساتل شي او رسېدګي باید ورته وشي. ترهغه وروسته چې د سمنک سبزه په لسو دولسو ورځو کې شنه شوه بیا د جوړولو پلان ورته جوړېږي، هغه ښځې چې د سمنک پخولو ته راځي تر هر څه مخکې د سمنک په سبزه کې نیت کوي او فال ګوري، بیا د سمنک سبزه قیچي کېږي. د سبزې له قیچي کولو وروسته د هغه تر لاندې غنم د غوښې له ماشین څخه اېستل کېږي او څو څو ځلې له اوبو اېستل کېږي، بیا په یوه لوی دیګ کې اچول کېږي او د دېګ لاندې اور بلېږي. په دې وخت کې بیا په دېګ کې د غنمو د شیرې له اچول شویو اوبو سره اوړه هم ګډېږي البته اوړه باید په اندازې واچول شي.»
د تخار د دغې اوسېدونکې په خبره: «د سمنک پخول ساعتونه وخت نیسي او په متواتر ډول باید څمڅې ووهل شي. دومره باید ولړل شي چې په غلظت ورسېږې او په دې جریان کې یوه اندازه چهارمغز له پوست سره یې تر مینځلو وروسته ور اچول کېږي. سمنک چې په غلظت ورسېده باید د څو نورو ساعتونو لپاره دم ورکړل شي.»
د هغې په خبره، کله چې د سمنک دم ورکول هم خلاص شي ټولې ښځې له دېګ سره راټولېږي او دعاوې کوي، پاخه شوي سمنک په ترتیب سره بېلابېلو لوښیو کې اچول کېږي او په کور کې د راټولو شویو ښځو په ګډون د سیمې خلکو ته ورکول کېږي.
د مومنې د خبرو جالبه برخه دا وه، چې هغو کورونو ته چې سمنک ورکول کېږي د دوی په لوښي کې هر کس د خپل توان په اندازه سوغات ږدي، یعنې د دوی لوښی بېرته خالي نه ورکول کېږي.

100%

د سمنک تاریخچه
د نړۍ هر ملت د ژوند د بېلابېلو مناسبتونو لپاره خپلې ورځې لري، چې د هغه ملت تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د هماغه ځانګړي ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي.

له دغو کلتوري او فرهنګي برخو څخه یو یې هم د سمنک مېله ده.

سمنک د لرغونې تاریخي مخېنې له امله د زرګونو کلونو راهیسې د خلکو ترمنځ دود دی.

سمنک په افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او نورو فارسي‌ژبو او مرکزي اسیا هېوادونو کې پخېږي.
سمنک ډېری وخت د پسرلي په موسم په ځانګړې توګه د نوروز د جشن پرمهال، د برکت، نوي ژوند او سمسورتیا د نښې په توګه پخېږي.

باور دا دی، چې سمنک د اریایانو له دورې راهیسې دود و او د غنمو جوانې د ودې، زرغونتیا او نوي ژوند نښه ګڼل کېده، نو له همدې امله یې د پسرلي له را رسېدو سره پخول.

د هخامنشیانو او ساسانیانو په زمانه کې غنم د برکت او شتمنۍ نښه ګڼل کېده، نو خلکو د حاصلاتو د ښه‌والي لپاره سمنک پخاوه.

له اسلام وروسته هم دې دود دوام وکړ او مسلمانانو دا خواړه د برکت، روغتیا او قوت د سرچینې په توګه منلی دی.

100%

د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیون وګړي نوروز نمانځي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نوروز رخصتي له منځه تللې او د دې ورځې ځانګړی لمانځل منع شوی، خو تر دې وړاندې د کابل او مزار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره دغه ورځ نمانځل کېده.
نڅاوو، مېلو، د کورنیو ګډون او د بېلابېلو لوبو ترسره کولو به په کابل او مزارشر کې د دغې ورځې نمانځلو ته نوره ښکلا هم وربخښله.

معصوم ستانکزی: په دې هېله چې نوی کال د مېرمنو دردناک محرومیت پای ته ورسوي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰
معصوم ستانکزی: په دې هېله چې نوی کال د مېرمنو دردناک محرومیت پای ته ورسوي
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزي د نوي ۱۴۰۴ لمریز کال په مناسب او ددغه کال د نمانځنې د جشن په موخه هیله څرګنده کړې چې نوی کال د مېرمنو محرومیت پای ته ورسوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د هېواد د خلکو وقار او ویاړ د عدالت په رڼا کې په یووالي او اتفاق کې دی، نه په منافقت او خود غرضۍ کې.

نوروز هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نمانځل کېده، مګر پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته دغې ډلې پرې بندیز لګولی.

معصوم ستانکزي پر اېکس لیکلي: « د رب العالمین رحمت دې د روژې په دې مبارکه میاشت او د دې کال په پیل کې پر ټولو وي، د هېواد د شریفو مېرمنو دردناک محرومیتونه دې خدای پای ته ورسوي. د هېواد د خلکو وقار او ویاړ د عدالت په رڼا کې په یووالي او اتفاق کې دی، نه په منافقت او خود غرضۍ کې.»

که څه هم د کب میاشت هرکال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي؛ خو سږ کال طالبانو اعلان وکړ، چې د کب میاشت ۳۰ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پېل شي.

خو په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال نن پېل شو.

یاده دې وي چې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغې ډلې د ښځو د د زده کړو ترڅنګ په یو شمېر دودیزو میلو هم بندیز ولګوه چې یو په کې د نوي کال جشن وو چې د کال په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې هېوادوالو مېلې او خوښۍ کولې خو طالبانو دغه میلې او جشن ناروا وبلل او سخت بندیز یې پرې ولګوه.

محمد نور: ۴ کاله کیږي چې د نوي کال په نمانځلو بندیز دی، خلک به له دې شره ژر خلاص شي

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۰
محمد نور: ۴ کاله کیږي چې د نوي کال په نمانځلو بندیز دی، خلک به له دې شره ژر خلاص شي
100%

د جمعت اسلامي ګوند مشر او د بلخ ولایت پخواني والي عطاء محمد نور د نوي ۱۴۰۴ کال په مناسب ویلي، څلور کاله وشول چې طالبانو افغانستان کې د نوي کال په نمانځلو بندیز لګولی او دغه جشن نه دی نمانځل شوی. مګر هغه ورځ لرې نه ده چې بیا دغه کال په شاندارو مراسمو ونمانځو.

عطامحمد نور د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې نوی کال د ژمي د سختې سړې هوا وروسته، د زړښت له ایرو څخه د ویاړلي طاووس په څېر راپورته کیږي او د کایناتو په پراخوالي کې د امید او ژوندي کیدو پیغام خپروي.

نوموړي د طالبانو له‌خوا ددغه ورځې د نمانځنې بندیز ته په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «دا څلورم نوروز دی چې پر نمانځلو یې بندیز دی خو د شیطان له شر څخه به خلاص شوو. سوله او ارامي به بیرته راشي او موږ به یو ځل بیا دا تاریخي جشن په ګډه په شانداره ډول ولمانځو.»

نور زیاتوي: «موږ د کال د پیل هرکلی په ښه فال نیسو او هیله لرو چې دا کال به د تیارو د لرې کولو او د رڼا د راڅرګندېدو کال وي او د خلکو د هیلو او ارمانونو سهار به زموږ په خاوره کې هر ځای راڅرګند شي. »

د عطا محمد نور په وینا نوی کال یوازې یوه جشن نه دی، بلکې د خلکو ترمنځ د دوستۍ، سولې او یووالي پیغام هم دی. او لکه څنګه چې زوړ کال نوي کال ته لاره هواروي، دا د زړونو لپاره د کرکې څخه د پاکولو فرصت برابروي.

که څه هم د کب میاشت هرکال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي؛ خو سږ کال طالبانو اعلان وکړ، چې د کب میاشت ۳۰ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پیل شي.

خو په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال نن پیل شو.

پر نوروز طالبي بندیز؛ ایا افغاني کلتور د تخریب او محوه کېدو له ګواښ سره مخ دی؟

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
•
سلیمان خپلواک
پر نوروز طالبي بندیز؛ ایا افغاني کلتور د تخریب او محوه کېدو له ګواښ سره مخ دی؟
100%

نوروز د افغانستان په کلتور کې د پسرلي د پیل او د طبیعت د نوي ژوند نښه ګڼل کېږي. دا جشن نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله منځنۍ اسیا، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې د مهمو کولتوري او ټولنیزو ارزښتونو سمبول دی.

د افغانانو لپاره، نوروز یوازې یو جشن نه؛ بلکې د یووالي، ګډ ژوند او د دوی د کلتوري هویت یوه لویه او مهمه برخه ده.

سره له دې، چې طالبانو په افغانستان کې پر نوروز په دیني دلایلو سره بندیز راوستی، د دی ډلې له خوا پر نوروز بندیز نه یوازې د افغانانو د کلتوري میراث د له منځه تلو سبب کېږي، بلکې د افغانانو په ټولنیزو او قومي اړیکو هم منفي اغیزې لرلی شي.
په اسلام کې نوروز د یوم هجرت یا د نوی کال په توګه نه دی پېژندل شوی؛ خو د افغانستان په څېر ځینو مسلمانو هېوادونو کې د دې جشن نمانځل د قومي او کلتوري دودونو برخه ګرځېدلې ده. په افغانستان کې د اسلامي حکومتونو تر واک لاندې، نوروز د ځینو مذهبونو او حکومتونو له خوا د کلتوري پدیدې په توګه منل شوی و.
په ځانګړې توګه، د افغانستان د سلطنتي دورې په وخت کې نوروز د رسمي رخصتۍ په توګه نمانځل کېده؛ که د احمدشاهي دورې کتنه وکړو، نوروز د دولتي جشن په توګه نمانځل کېده. نوروز د افغانانو د ټولنیزو او فرهنګي پیوندونو نښه وه، چې د ټولنې د یوالي او پرمختګ سره یې تړاو درلود.

نوروز او د افغانانو کلتوري هویت
نوروز یو له هغو جشنونو څخه دی چې په تاریخ کې د افغانانو په کلتور او ټولنه کې ژور ځای او ریښې لري. دا جشن د طبیعت د بیا ژوندي کېدو، نویو هیلو او راتلونکي لپاره د امیدونو د ورځې پیغام ورکوي.

نوروز د مختلفو قومونو او ډلو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ د پښتنو، هزاره ګانو، تاجیکانو او نورو قومونو لپاره نوروز د ګډ ژوند، یووالي او سولې نښه ده.
د افغانانو په کلتور کې نوروز یوه ډېره مهمه ورځ ده چې د خپلو دودونو، هنرونو او رواجونو ښودنه پکې کوي. په دې ورځ افغانان له خپلو کورنیو سره راټولیږي، د خپلو خوښیو او ګډو اړیکو نمانځنه کوي او د خپلې ټولنې د راتلونکي لپاره امیدونه او هیلې څرګندوي.

100%

د نوروز جشن د افغانانو د هویت یوه نښه ګڼل کېږي چې له یوې خوا د ټولنیز یووالي او له بلې خوا د کلتوري تمثیل په توګه کار کوي.
د طالبانو لومړۍ دوره او نوروز (۱۹۹۶-۲۰۰۱)
په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو د سړې جګړې د مجاهدینو په ماتولو سره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دوی د خپلو سختو دیني دریځونو او کلتوري اصولو په اساس په ټولنه کې د زیات کنټرول هڅه وکړه او پردې اساس یې یو شمېر اقدامات ترسره کړل.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې چې د ۲۰۰۱ کال پورې یې دوام وکړ، هغوی د نوروز نمانځنه بنده کړله. طالبان په دې باور وو چې نوروز یو بدعت دی او د اسلامي قوانینو سره په ټکر کې دی، ځکه دوی د دغه جشن ریښه د اسلام نه بلکې د نورو پخوانیو ادیانو په درنو مراسمو کې ليده. د طالبانو په حکومت کې، نوروز د "کافرانه" جشن په توګه ګڼل کېده، چې له دې امله یې په هغه وخت کې د دې جشن نمانځل منع کړل او اعلان یې وکړ چې له دې ورسته په هېواد کې هیڅوک حق نه لري چې دا ورځ په ځانګړو مراسمو سره وتمانځي.

د طالبانو دویم ځل واک او نوروز (۲۰۲۱ څخه تر اوسه):

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنکولو ورسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دوی د خپلو پخوانیو محدودیتونو څخه ډېری یو ځل بیا عملي کړل. له دې سره - سره، د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې د نوروز د نمانځنې پر وړاندې محدودیتونه بیا پلي شول.

طالبانو د دې جشن نمانځل د دیني اصولو خلاف وګڼل او په اړه یې ټینګار وکړ چې دا جشن د اسلام د تعلیماتو سره په ټکر کې دی او نمانځل یې د اسلامي ارزښتونو پر ضد دي.

د طالبانو د حکومت د دې ډول دریځ له امله، د نوروز نمانځنه محدوده او په ځينو سیمو کې یې په رسمي توګه بند کړه.
د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تېر کال په همدغو ورځو کې اعلان وکړ، چې د دین له اړخه د نوروز نمانځل حرام دي، که څوک یې درناوی او یا هم ونمانځي له اسلام څخه بهر دی، دا د مجوسیانو او مشرکینو اختر دی او مسلمانان باید د داسې ورځو له نمانځلو ډډه وکړي.
د افغاني کلتور د تخریب هڅه
الف. د کلتوري هویت له منځه تلو ګواښ:
نوروز د افغانانو د کلتور یوه بې سارې برخه ده. د دې جشن بندیز نه یوازې د دې جشن له نمانځلو مخنیوی کوي، بلکې د افغانانو د کلتور د یوې برخې له منځه تلو لامل هم ګرځي. افغانان د دې جشن په نمانځلو سره خپلې کلتوري او ټولنیزې اړیکې پیاوړې کوي، خو د طالبانو له خوا د دې بندیز لګول د افغانانو د کلتوري هویت لپاره ستر ګواښ دی.

که نوروز نمانځل همداسې وځنډول شي، افغانان به د خپل کلتوري هویت د ساتلو او خپرولو لپاره محدود شي، چې دا به د هغوی په ټولنیز او فرهنګي ژوند منفي اغیزې ولري.
ب. د ټولنیزې بې اتفاقۍ رامنځته کېدل:
نوروز د افغانانو لپاره یوه موقع ده چې د مختلفو قومونو او ټولنیزو ډلو تر منځ د یووالي، تفاهم او مشترکو موخو د ترلاسه کولو لپاره راټولېږي. په دې جشن کې افغانان د خپلو ګډو رواجونو او هنرونو نمانځنه کوي. طالبان د دې جشن د منع کولو سره ممکنه ده چې د ټولنیز یو ځای کېدلو او تفاهم ته زیان ورسوي. که چیرې دا جشن په همدې دود وځنډول شي، دا به د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي او د ټولنې د ګډ ژوند فضا ته به زیان ورسوي.
ج. د قومي او مذهبي تنوع لپاره تهدید:
افغانستان، څو کلتوریز او مذهبي ټولنیز جوړښت لري، چې په کې ګڼ قومونه؛ لکه پښتانه، تاجیکان، هزاره ګان، بلوڅ، ایماق او نور مذهبي او قومي ډلې ژوند کوي. نوروز د دې ټولنې د ګډ ژوند یوه نښه ده. د طالبانو له خوا د نوروز نمانځلو منع کول د کلتوري او مذهبي تنوع د کمښت لامل کېږي. که دا جشن د ټولو افغانانو لپاره محدود شي، دا به د افغانانو د دیني او کلتوري زغم کمښت رامنځته کړي او د قومونو تر منځ به شخړې او اختلافات زیات کړي.

د رواني او ټولنیزو اغیزو اندېښنه:
نوروز نه یوازې د کلتور د یوه مهم عنصر په توګه ګڼل کېږي، بلکې د رواني او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم مهم دی. افغانان، په ځانګړي توګه ښځې، ماشومان او ځوانان، د دې جشن نمانځلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. د نوروز بندیز کولی شي د افغانانو په رواني وضعیت منفي اغیزه وکړي. د دې جشن له پامه غورځول ممکنه ده چې افغانان د خپلو فرهنګي ارزښتونو په اړه بې حوصلې کړي او د یووالي او ټولنیز درناوي پر ځای د بې اعتمادۍ احساس وکړي.

نړۍوال او سیمه ییز فشارونه:
د طالبانو له خوا د نوروز بندیز په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان د کلتور او تاریخ سره تړلي نور جشنونه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او نوروز د دغو جشنونو له غوره بېلګو څخه ګڼل کېږي.

یونیسکو، چې د کلتوري میراثونو ساتنه کوي، د نوروز جشن د بشري کلتور یوه برخه ګڼي او د دې جشن د نمانځلو ملاتړ کوي. د طالبانو له خوا د نوروز د نمانځلو بندیز د نړۍوالو فرهنګي اصولو سره په ټکر کې بولي او د افغانستان کلتوري هویت ته د زیان رسولو په سترګه ورته ګوري.
سربېره پر دې، د افغانستان ګاونډي هیوادونه، لکه ایران، تاجیکستان او پاکستان، د نوروز نمانځلو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د دې جشن د پراختیا لپاره یې هڅې کړې دي.

که طالبان د دې جشن د لمانځلو پر وړاندې خپل سخت دریځ وساتي، نو د افغانستان کلتوري اړیکې به له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره کمزورې شي چې په سیمه کې به د دې ډلې د انزوا سبب شي.

د افغانانو لپاره د بدلون یو ښه چانس:
که څه هم طالبانو د نوروز نمانځنه حرامه او منع کړې، خو د دې جشن د کلتوري ارزښت ساتل د افغانانو د هویت د ساتلو لپاره اړین دي. د نوروز جشن نمانځل په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د ګډو ارزښتونو او روښانه راتلونکي لپاره یوه موقع ده. د دې جشن په نمانځلو سره، افغانان د خپلو کلتوري رواجونو د ساتنې او د خپل تاریخ له اهمیت څخه خبریږي.
په داسې حال کې چې طالبان ممکن د دې جشن پر وړاندې خپل محدودیتونه دوامداره کړي، خو د افغانانو له لوري د نوروز د نمانځلو پراخه غوښتنه او د دې جشن فرهنګي ارزښت به په راتلونکو وخت کې د طالبانو د دریځ په اړه فشارونه رامنځته کړي. افغانان باید د خپلو کلتوري حقوقو او هویت د ساتلو لپاره یو ځای شي او د خپلو جشنونو د نمانځلو حق ته درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې او رېچارډ بېنیټ افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړه

۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې او رېچارډ بېنیټ افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړه
100%

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شارژافیرې کرن ډيګر او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ افغانانو ته د نوي ۱۴۰۴ لمریز کال مبارکي ورکړې. نوروز هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نمانځل کېده، مګر پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنیو وروسته دغې ډلې پرې بندیز لګولی.

نوروز د افغانستان په کلتور کې د پسرلي د پیل او د طبیعت د نوي ژوند نښه ګڼل کېږي. دا جشن نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله منځنۍ اسیا، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې د مهمو کولتوري او ټولنیزو ارزښتونو سمبول دی.

د متحده ایالاتو شارژافیرې کرن ډيګر د نوي کال په اړه پر اېکس لیکلي: «ټولو افغانانو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نوروز او د نوي کال د پېل مبارکي وایم.»

همدا راز، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنېټ، پر اېکس هیله څرګنده کړې چې نوی کال دې د افغانانو لپاره ښه زیری ولري.

نوموړي لیکلي: «ټولو هغو کسانو ته چې دا ورځ نمانځي، زه تاسو ته د نوروز مبارکي وایم! دا ورځ د سخت ژمي له میاشتو وروسته، د جشنونو او دودیزو رواجونو سره راځي. خدای دې وکړي چې دا نوروز د ټولو لپاره د لمر د وړانګو انعکاس او د نوي پیل وخت وي.»

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د نوي کال په مناسب د دغه کال نمانځونکو ته مبارکي ویلې وه.

که څه هم د کب میاشت هرکال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي؛ خو سږ کال طالبانو اعلان وکړ، چې د کب میاشت ۳۰ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پېل شي.
خو په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال نن پېل شو.