د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت په اړه د سور صلیب راپور رد کړ

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت سره د مخ ۳۳ مېلیونه خلکو په اړه د سور صلیب راپور رد کړ. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د سور صلیب دغه راپور بې بنسټه دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کمښت سره د مخ ۳۳ مېلیونه خلکو په اړه د سور صلیب راپور رد کړ. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د سور صلیب دغه راپور بې بنسټه دی.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې تېره ورځ د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ مېلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې تېرکال یې د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره لویې پروژې پلي کړې دي.د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد د دغې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي:« موږ نپوهېږو، چې په کوم بنسټ او څه ډول دوی دغه سروې ترسره کړې ده. د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره موږ ډېرې لویې او مهمې پروژې ترلاس لاندې لرو.»د هغه په وینا، یوازې د روان کال په لړ کې یې یوازې په اتو لویو بندونو کار کړی دی چې ځیني یې بشپړ شوي او ځیني نور یې د بشپړېدو په درشل کې دي.نوموړي ادعا کړې، چې د دغه ستونزې د حل لپاره یې دارنګه ۴۰۰ چکډیمونه هم جوړ کړي دي.هغه زیاته کړې، چې په ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره جدي پاملرنه شوې ده او کابل ته د پنجشېر سېند د اوبو لېږد چارې به ډېر ژر پیل شي.
خو سره صلیب په خپل راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت لامل د څلورو لسیزو جګړو او د اقلیم بدلون دی.
د سور صلیب نړۍواله کمیټه وايي، په کلیوالي سیمو کې وضیعت نور هم خراب دی؛ ځکه هلته ډېری خلک غیر تصفیه شوې او پر باراني اوبو تکیه کوي.
په افغانستان کې د سور صلیب د نړۍوالې کمیټې د پروګرامونو مشر مارټین ډي بویر وايي:« مېلیونونه افغانان لا له وړاندې له سختو ستونزو سره مخ دي، د څښلو لپاره د اوبو ترلاسه کول او یا د کرنیزو ځمکو خړوبول ورته ناشوني شوي دي. دا حالت د خلکو پر روغتیا، خوراکي خوندیتوب او د هېواد پر اقتصادي پرمختګ سخته اغېزه کوي.»
نوموړی زیاتوي، چې د اوبو رسولو سیسټمونو، بندونو او د اوبه خور شبکو نشتوالي د اوبو د کمښت ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.


د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا لپاره پخوانی مشر سیدرسول موسوي کابل ته د امریکایي پلاوي راتګ ته په اشارې پر اېکس پاڼه لیکي، داسې ښکاري چې د سیمې سیاسي او استخباراتي دستګاوې په بېغورۍ اخته دي.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې حالت دی لکه څنګه چې په افغانستان کې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال وو.
رسول موسوي کابل ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ټکی بللی او لیکلي یې دي، چې د ځینو معلوماتو له مخې یاد پلاوی لومړی کندهار ته تللی او له غونډو وروسته بیا کابل ته تللی.
څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اډم بوایلر د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
کابل ته د دغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلیزمن چې یو امریکايي وګړی و، له دوه کلن بند وروسته خوشې شو.
د دغه امریکایي وګړي له خوشې کېدو ورسته زلمي خلیلزاد وویل، چې طالبانو د ډونالډ ټرمپ او د امریکا د خلکو لپاره د "ښه نیت" په توګه د ګلزمین خوشې کول منلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د ګلیزمن خوشې کېدو سره سم خبریالانو ته وویل، د طالبانو لهخوا د نیول شوي محمود شاه حبیبي او نورو امریکايي وګړو په هکله اندېښنه لري.
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکايي پلاوي لومړی سفر و.

انس حقاني الجزیرې شبکې ته منلې، چې امریکا د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني ټاکل شوې نغدي جایزه لغوه کړې ده. هغه د متحده ایالاتو دغه ګام «لویه سیاسي لاسته راوړنه» بللې ده.
د افغانستان پخواني پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د امریکا حکومت پر سراج الدین حقاني د ترهګریز فعالیتونو په تور لس مېلیونه امریکایي ډالره جایزه اېښې وه. د عدالت لپاره د متحده ایالتونو د انعام ادارې د طالبانو د کورنیو چارو اوسني وزیر د ځای ځایګي د موندلو او د هغه په تړاو د معلوماتو پر سر دغه جایزه اعلان کړې وه.
که څه هم د امریکا یادې ادارې سراج الدین حقاني اړوند معلومات له خپلې وېب پاڼې لرې کړي؛خو اېف بي ای او د عدلیې وزارت په وېب پاڼو کې لا هم دغه اعلان شته.
د طالبانو د رهبرۍ غړی انس حقاني لومړنی کس دی، چې په رسمي توګه یې د امریکا د دغه بندیز په تړاو خپل دریځ په ډاګه کړی او دا یې منلې چې امریکا یاده جایزه لغوه کړې ده.
انس حقاني له الجزیرې سره په خپلو خبرو کې د امریکا له دې اقدامه خوښي څرګنده کړې او دا یې خپلې ډلې ته په «سیاسي برخه کې لویه او مهمه لاسته راوړنه» ګڼلې ده.
لا تر اوسه هېڅ امریکایي ادارې او چارواکي په رسمي توګه د دغه نغدي جایزې د لغوه کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
پر خواله رسینو یو شمېر ټیټ پوړو طالبانو که څه هم د امریکا له دغه پرېکړې هرکلی کړی ؛خو د پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو نیوکې کړي چې امریکا د ترهګریزو فعالیتونو یوه لوی لوبغاړي ته برائت ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په وینا؛ پر سراج الدین حقاني د امریکا د دغه بندیز لرې کېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو پرمختګ ته لاره اواروي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې وروستی پرمختګ د دواړو حکومتونو د واقع ګرا او عمل ګرا تعامل ښه مثال دی».
پر سراج الدین حقاني او د هغه پر ملګرو د امریکا د نغدي جایزې د لغوه کېدو خبرونه داسې مهال راځي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي په ترکیب کې څلور ورځې وړاندې کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ګډه ناسته هم کړې وه.
له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د زندانونو په چارو کې د ټرمپ سلاکار اډم بوایلر هم حضور لاره او له طالبانو سره یې د امریکایي زندانیانو پر خوشې کېدو خبرې کړې وې.
د دغه سفر پر مهال زلمي خلیلزاد اعلان وکړ، چې طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یوه امریکایي زنداني هم تر خوشې کېدو وروسته ورته سپارلی دی.
له دې سره، سره لا هم د محمود شاه حبیبي په نوم افغاني الاصله امریکایي په کندهار کې د ملاهبت الله په شخصي زندان کې ساتل کېږي.
د هغه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې وه چې هغه به راخوشې کوي؛ خو داسې ونشول.
کابل ته د امریکایي پلاوي د سفر پر مهال طالبانو د امریکا سفارت پر دیوال لیکل شوې د شهادت کلېمه هم بېرته پاکه کړې وه او دیوال ته یې سپین رنګ ورکړی و.
همدا راز د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو چارواکو لا دا هم ویلي، چې طالبانو خپلو کسانو ته امر کړی و؛ څو د خلیلزاد په ګډون د دغه پلاوي په مخ کې د امریکایي وسلو له ښکاره کولو او ښودلو څخه ډډه وکړي.
پر خواله رسنیو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تعامل پر سر ډول ډول نظریات خپرېږي.
د ښځو او بیان ازادۍ د حقونو برخې فعالان له متحده ایالتونو غواړي، چې له طالبانو سره دې له تعامل لاس واخلي؛ ځکه دغه ډلې په افغانستان کې بنستیز انساني حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د نجونو د زدهکړو یو شمېر ملاتړو نیوکه کړې، چې امریکا پر طالبانو د فشارونو پر ځای له هغوی سره د اړیکو پراختیا لپاره هڅې پیل کړي چې دا چاره په هېواد کې ناورین لا پسې ډېرولی شي.
دوی نیوکه کړې، چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو د بندیز له کبله نړۍ ته ښکاره کړې چې انساني ارزښتونو ته درناوی نه لري.
همدا راز نیوکې شوې، چې سراج الدین حقاني په افغانستان کې په زرګونه ترهګر روزلي او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ یې د څارګرې شبکې سي ای اې یوې پخوانۍ مامورې سارا اډمز د امریکا له لوري د نغدي جایزو لغوه کېدل غندلي او دغه چاره یې ترهګرو ته د «جایزې ورکړه» بللې ده.
د زلمي خلیلزاد او امریکایي پلاوي تر سفر دوه ورځې وروسته سملاسي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم ځان کابل ته رسولی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د دغه ډلې له نورو لوړپوړو غړو سره هم سیاسي ناستې پاستې کړې دي.

له نږدې یوې میاشتې تړل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د (کب دویمه» د تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه او پاکستاني چارواکو په لومړۍ ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه لارې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپانې خبر ورکړی، چې د تورخم د پرانېستل کېدو په لومړۍ ورځ ۴۰۰۰زره افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې «۱۹۰۰ تنه» پر پاسپورټونو او پاتې ۲۱۵۰ کسان بیا په جبري توګه له دغه لارې اېستل شوي دي.
همدا راز «۱۱۰۰ سوه پاکستاني وګړي» هم د تورخم له لارې تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د جګړې له کبله په تورخم کې د پاکستان د مهاجرتي سېسټم تخنیکي وسایل زیانمن شوي او تېره ورځ د انلاین سېسټم پر ځای په قلمي توګه تګ راتګ کوونکي ثبت شوي دي.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی، یوازې هغه افغانان چې د پاکستان ویزې لري کولی شي دغه هېواد ته داخل یا ترې ووځي؛ خو برعکس هغه افغان وګړي چې یوازې تذکرې لري د تورخم دروازې دواړه غاړو ته د تګ راتګ اجازه نه لري.
په تورخم کې هغه افغان کډوال چې یوازې تذکرې لري او خپل هېواد ته د تګ لپاره انتظار باسي دې حالت اندېښمن کړي دي.
دغه کډوال غوښتنه کوي، چې پاکستان باید اجاز ورکړي؛ څو خپل هېواد ته پر تذکرو ستانه شي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې ناقانونه افغان کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.
ځیني تذکره لرونکي وایي، پاکستان هېڅکله خپل هېواد ته د بېرته تګ پر مهال دوی ته دغسې خنډونه نه و جوړ کړي او دې حالت دوی په اقتصادي توګه هم زیانمن کړي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه افغان له قوله چې افغان پاسپورټ یې لاره؛ خو ویزه ورسره نه وه په تورخم کې خپل هېواد ته د تګ په تمه شېبې شمېرلې، مګر اجازه نه ورکول کېده.
دغه افغان ویلي:« پاکستان اوس په اسانۍ ویزه نه ورکوي او ان تر څو میاشتو پورې به ورته انتظار کوي».
په تورخم کې داسې کسان هم شته، چې افغان پاسپورټونه لري؛ خو د ویزو د نشتوالي له کبله اوس اجازه نه ورکول کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
تورخم د ټرانزیټ پر مخ هم بېرته پرانېستل شوی دی. په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۷۴۰ بار وړونکې موټرې له افغانستانه پاکستان ته ننوتي دي.
په دغو موټرو کې وچه مېوه، د ډبرو سکاره او نور بېلابېل توکي شامل و. همدا راز ۱۳۳ بار وړونکې موټرې بیا افغانستان ته له دغه لارې تللې دي.
تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له استازي محمد صادق سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په ټرانزیټي لارو او د سوداګرۍ په مسایلو کې خنډونه د کابل او اسلام اباد په ګټه نه دي.
متقي په دغه ناسته کې له پاکستاني پلاوي غوښتي،چې باید د افغان کډوالو له جبري اېستنې ډډه وکړي او په تدریجي توګه باید د کډوالو د اېستلو لپاره اقدام وشي.

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ته د امریکایي پلاوي د راتګ سره سم د دوی په بند کې جورج ګلزمن خوشې کړ؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي روغتیایي حالت په اړه اندېښمن دی.
د ټامي بروس په وینا، حکومت هڅه کوي چې د دغه افغان امریکایي وګړي په ګډون نور امریکایان خپلو کورنو ته راستانه کړي.
نوموړې زیاته کړې:« موږ د طالبانو له بنده د جورج د خوشې کولو په هڅو کې د قطر له ملاتړه مننه کوو او هیلهمن یو، چې پاتې نور امریکایي وګړي ژر تر ژره خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»
محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېر پور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.
که څه هم چې طالبانو لا تر اوسه د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی، چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.
تر دې وړاندې د محمود شاه ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، دوی باوري دي چې ورور یې د طالبانو په بند کې دی؛ خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې له هغه سره د لیدنې او یا هم د ټیلیفوني اړیکې اجازه نه ده ترلاسه کړې.
څه موده وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په یوه زندان کې ساتل کېږي.
سرچینې زیاته کړې وه، چې د حبیبي ظاهري بڼه د طالبانو په زندان کې بدله شوې او ږېره او وېښتان یې ډېر اوږده شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د «کب په میاشت» کې یې پنځوس تنه مېرمنې له جبري نکاح او کورني تاوتریخوالي څخه ژغورلي دي.
د طالبانو دغه وزارت وایي، په دغو مېرمنو کې یې ۲۲تنه د جبري نکاج له ګواښ سره مخ وې او ۳۰کسه نورې بیا د کورني تاوتریخوالي له امله ځورول کېدې چې دوی ژغورلې دي.
یاد وزارت ادعا کړې، چې د ښځو د شرعي حقونو د ورکړې اړوند ۸۴ قضیې یې تېره میاشت حل کړې دي چې پکې ۳۲ قضیې د مهر او میراثونو اړوند هم وې.
طالبان داسې مهال ښځو ته د شرعي حقونو د ورکړې خبره کوي، چې دغه ډلې د اسلامي شریعت خلاف ښځې له کار کولو منعه کړي او نجونې یې د ښوونځيو او پوهنځیو له زدهکړو هم محرومې کړې دي.
د دې ډلې مشر نه یوازې د زدهکړو په برخه کې؛ بلکې د کار په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی محتسبینو په بېلابېلو ولایتونو کې له سوداګرو او کاروباریانو سره تېره میاشت ۲۸ اصلاحي ناستې کړې دي؛ څو د توکو بیې کنټرول کړي.
همدا راز زیاته شوې، چې د غیر شرعي کړنو او خرافاتو په تور یې اتلس تنه کوډګر هم نیولي دي.
د طالبانو دغه وزارت خبر ورکوي، چې تېره میاشت ورسره شاوخوا ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې له ډلې یې یوازې ۹۴ حل شوي او نور یې لا پاتې دي.
نیوکې دا دي ،چې د طالبانو محستبانو څخه هم پراخه شکایتونه شوي؛ خو دغه ډله د خپلو متحسبانو د افراطي او سپکاوي ډک چلند پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه کوي.
که څه هم د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ځان د شکایتونو مسوول بولي؛ خو په هېواد کې د همدوی له محتسبانو او کارکوونکو خلک په تنګ راغلي دي.
له دې وزارت او کارکوونکو څخه په بېلابېلو ولایتونو کې خلک سرټکوي او پرې تور پورې کوي، چې له خلکو سره له سخت دریځۍ ډک چلند کوي.
د دغه وزارت محتسبان ان په لارو کوڅو کې هغه کسان چې ږېرې یې خریلې وي ودروي او سپارښتنې ورته کوي، چې ږیېې پرېږدي؛ ان په ځینو ځایونو کې یې خلک د ږېرې خریلو له امله رټلي هم دي.
دغو محتسبانو نایان منع کړي، چې د خلکو ږېرې به نه خروي او نه به هم د سینګار په ډول خلکو ته وېښته جوړوي.
دا ډله همدا راز په ښارونو کې ټکسي چلوونکي څارې او هغه مېرمنې له موټرو ښکته کوي، چې د محرم په توګه ورسره د کورنۍ نارینه غړی نه وي ناست.
دغې چارې د هغو مېرمنو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی، چې د کورنۍ نارینه غړي نه لري او په ځانګړې توګه کونډې مېرمنې له دې حالت څخه خورا اندېښمنې دي.