• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان تېره ورځ تر ۲ زره ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استولي دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۰

له نږدې یوې میاشتې تړل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د (کب دویمه» د تورخم لاره د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه او پاکستاني چارواکو په لومړۍ ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه لارې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

پاکستانۍ ډان ورځپانې خبر ورکړی، چې د تورخم د پرانېستل کېدو په لومړۍ ورځ ۴۰۰۰زره افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې «۱۹۰۰ تنه» پر پاسپورټونو او پاتې ۲۱۵۰ کسان بیا په جبري توګه له دغه لارې اېستل شوي دي.

همدا راز «۱۱۰۰ سوه پاکستاني وګړي» هم د تورخم له لارې تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د جګړې له کبله په تورخم کې د پاکستان د مهاجرتي سېسټم تخنیکي وسایل زیانمن شوي او تېره ورځ د انلاین سېسټم پر ځای په قلمي توګه تګ راتګ کوونکي ثبت شوي دي.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، یوازې هغه افغانان چې د پاکستان ویزې لري کولی شي دغه هېواد ته داخل یا ترې ووځي؛ خو برعکس هغه افغان وګړي چې یوازې تذکرې لري د تورخم دروازې دواړه غاړو ته د تګ راتګ اجازه نه لري.

په تورخم کې هغه افغان کډوال چې یوازې تذکرې لري او خپل هېواد ته د تګ لپاره انتظار باسي دې حالت اندېښمن کړي دي.

دغه کډوال غوښتنه کوي، چې پاکستان باید اجاز ورکړي؛ څو خپل هېواد ته پر تذکرو ستانه شي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې ناقانونه افغان کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.

ځیني تذکره لرونکي وایي، پاکستان هېڅکله خپل هېواد ته د بېرته تګ پر مهال دوی ته دغسې خنډونه نه و جوړ کړي او دې حالت دوی په اقتصادي توګه هم زیانمن کړي‌ دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه افغان له قوله چې افغان پاسپورټ یې لاره؛ خو ویزه ورسره نه وه په تورخم کې خپل هېواد ته د تګ په تمه شېبې شمېرلې، مګر اجازه نه ورکول کېده.

دغه افغان ویلي:« پاکستان اوس په اسانۍ ویزه نه ورکوي او ان تر څو میاشتو پورې به ورته انتظار کوي».

په تورخم کې داسې کسان هم شته، چې افغان پاسپورټونه لري؛ خو د ویزو د نشتوالي له کبله اوس اجازه نه ورکول کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

تورخم د ټرانزیټ پر مخ هم بېرته پرانېستل شوی دی. په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۷۴۰ بار وړونکې موټرې له افغانستانه پاکستان ته ننوتي دي.

په دغو موټرو کې وچه مېوه، د ډبرو سکاره او نور بېلابېل توکي شامل و. همدا راز ۱۳۳ بار وړونکې موټرې بیا افغانستان ته له دغه لارې تللې دي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له استازي محمد صادق سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په ټرانزیټي لارو او د سوداګرۍ په مسایلو کې خنډونه د کابل او اسلام اباد په ګټه نه دي.

متقي په دغه ناسته کې له پاکستاني پلاوي غوښتي،چې باید د افغان کډوالو له جبري اېستنې ډډه وکړي او په تدریجي توګه باید د کډوالو د اېستلو لپاره اقدام وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د محمود شاه حبیبي د روغتیا په اړه اندېښمن یو

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ته د امریکایي پلاوي د راتګ سره سم د دوی په بند کې جورج ګلزمن خوشې کړ؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي روغتیایي حالت په اړه اندېښمن دی.

د ټامي بروس په وینا، حکومت هڅه کوي چې د دغه افغان امریکایي وګړي په ګډون نور امریکایان خپلو کورنو ته راستانه کړي.

نوموړې زیاته کړې:« موږ د طالبانو له بنده د جورج د خوشې کولو په هڅو کې د قطر له ملاتړه مننه کوو او هیله‌من یو، چې پاتې نور امریکایي وګړي ژر تر ژره خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»

محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېر پور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.
که څه هم چې طالبانو لا تر اوسه د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی، چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.

تر دې وړاندې د محمود شاه ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، دوی باوري دي چې ورور یې د طالبانو په بند کې دی؛ خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې له هغه سره د لیدنې او یا هم د ټیلیفوني اړیکې اجازه نه ده ترلاسه کړې.

څه موده وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس محمود شاه حبیبي په کندهار ښار کې د هبت الله اخوندزاده په یوه زندان کې ساتل کېږي.

سرچینې زیاته کړې وه، چې د حبیبي ظاهري بڼه د طالبانو په زندان کې بدله شوې او ږېره او وېښتان یې ډېر اوږده شوي دي.

طالبان وایي، تېره میاشت یې پنخوس مېرمنې له جبري نکاح او کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د «کب په میاشت» کې یې پنځوس تنه مېرمنې له جبري نکاح او کورني تاوتریخوالي څخه ژغورلي دي.

د طالبانو دغه وزارت وایي، په دغو مېرمنو کې یې ۲۲تنه د جبري نکاج له ګواښ سره مخ وې او ۳۰کسه نورې بیا د کورني تاوتریخوالي له امله ځورول کېدې چې دوی ژغورلې دي.

یاد وزارت ادعا کړې، چې د ښځو د شرعي حقونو د ورکړې اړوند ۸۴ قضیې یې تېره میاشت حل کړې دي چې پکې ۳۲ قضیې د مهر او میراثونو اړوند هم وې.

طالبان داسې مهال ښځو ته د شرعي حقونو د ورکړې خبره کوي، چې دغه ډلې د اسلامي شریعت خلاف ښځې له کار کولو منعه کړي او نجونې یې د ښوونځيو او پوهنځیو له زده‌کړو هم محرومې کړې دي.

د دې ډلې مشر نه یوازې د زده‌کړو په برخه کې؛ بلکې د کار په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی محتسبینو په بېلابېلو ولایتونو کې له سوداګرو او کاروباریانو سره تېره میاشت ۲۸ اصلاحي ناستې کړې دي؛ څو د توکو بیې کنټرول کړي.

همدا راز زیاته شوې، چې د غیر شرعي کړنو او خرافاتو په تور یې اتلس تنه کوډګر هم نیولي دي.

د طالبانو دغه وزارت خبر ورکوي، چې تېره میاشت ورسره شاوخوا ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې له ډلې یې یوازې ۹۴ حل شوي او نور یې لا پاتې دي.

نیوکې دا دي ،چې د طالبانو محستبانو څخه هم پراخه شکایتونه شوي؛ خو دغه ډله د خپلو متحسبانو د افراطي او سپکاوي ډک چلند پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه کوي.

که څه هم د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ځان د شکایتونو مسوول بولي؛ خو په هېواد کې د همدوی له محتسبانو او کارکوونکو خلک په تنګ راغلي دي.

له دې وزارت او کارکوونکو څخه په بېلابېلو ولایتونو کې خلک سرټکوي او پرې تور پورې کوي، چې له خلکو سره له سخت دریځۍ ډک چلند کوي.

د دغه وزارت محتسبان ان په لارو کوڅو کې هغه کسان چې ږېرې یې خریلې وي ودروي او سپارښتنې ورته کوي، چې ږیېې پرېږدي؛ ان په ځینو ځایونو کې یې خلک د ږېرې خریلو له امله رټلي هم دي.

دغو محتسبانو نایان منع کړي، چې د خلکو ږېرې به نه خروي او نه به هم د سینګار په ډول خلکو ته وېښته جوړوي.

دا ډله همدا راز په ښارونو کې ټکسي چلوونکي څارې او هغه مېرمنې له موټرو ښکته کوي‌، چې د محرم په توګه ورسره د کورنۍ نارینه غړی نه وي ناست.

دغې چارې د هغو مېرمنو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی، چې د کورنۍ نارینه غړي نه لري او په ځانګړې توګه کونډې مېرمنې له دې حالت څخه خورا اندېښمنې دي.

پاکستاني رسنۍ: محمدصادق طالبانو ته د افغانستان دننه د «ترهګرو» ډلو د پټنځایونو شواهد سپاري

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۰

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه والي نښې لیدل کېږي او کابل ته تللی محمد صادق هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو رغېدو تر څنګ د تعامل کچه لوړه کړي.

په راپور کې راغلي، هغه په دغه سفر کې له طالبانو سره د پاکستان ضد هغو وسله‌والو ډلو اسناد هم شریک کړي، چې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه په دغه هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په دغه سفر کې د امنیتی مسایلو سربېره د ډیورنډ پر کرښه د دوی او طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو شخړو او د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هم خبرې کړې دي.

ټربیون لیکلي، د پاکستاني پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو وزارت اضافي سېکرټر، په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر او د سوداګرۍ وزارت یو تخنیکي ټیم هم شامل وو.

محمد صادق له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې وروسته، په خواله رسنیو کې ولیکل چې پاکستان له افغانستان سره د دوامداره تعامل او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د لوړپوړو چارواکو په کچه به تعامل او خبرې اترې زیاتې کړي.

یاده پاکستاني رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکي، محمد صادق به د طالبانو لوړ پوړو غړو ته داسې شواهد وسپاري چې هغوی د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، د پټنځایونو پر ضد غوڅ اقدام ته وهڅوي.

په کابل کې د خبرو اترو پر مهال پاکستاني پلاوي د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې د فعالیتونو زیاتوالي او د تورخم پر کرښه د شخړو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

پاکستان په وروستیو کې د ګڼو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د خپل هېواد د پارلمان ګډه امنیتي غونډه هم راوبلله، چې پکې پرېکړه وشوه چې ځانګړی استازی محمد صادق یې باید کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې دوی شواهد لري چې د دوی ضد وسله‌والو د افغانستان خاوره په پاکستان کې د وروستیو بریدونو د پلان په برخه کې کارولې چې پکې د بلوچستان د سبۍ سیمې د رېل ګاډي پر تمځای برید او د بنو پر پوځي قرارګاه حمله هم شامله ده.

پاکستاني چارواکي ادعا لري، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ وسله‌وال د رېل ګاډي د برید پر مهال له خپلو قوماندانانو سره په افغانستان کې په اړیکه کې کې وو. همداراز، د‌ پاکستان امنیتي ادارو ویلي، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي قرارګاه وسله‌وال برید کې هم افغان وګړي ښکېل وو.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له امیرخان متقي سره د محمد صادق تر لیدنې وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې پکې د «ټي‌ټي‌پي» او نورو وسله‌والو ډلو یادونه نه ده شوې؛ بلکې یوازې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د خلکو پر تګ راتګ تمرکز شوی دی.

ټربیوڼ ورځپاڼه لیکي، چې له امیرخان متقي سره د محمد صادق د ناستې پر مهال د «ټي‌ټي‌پي» موضوع د دغو خبرو اترو په سر کې وه او پرې بحث شوی دی.

تمه کېږي، چې محمد صادق به د یکشنبې په ورځ د (وري درېیمه) هم په کابل کې ځینې ناستې ولاړې وکړي او بیا به بېرته مخ پر پاکستان ولاړ شي.

فوزیه کوفي خلیلزاد ته: هغه کسانو چې هېواد تورو تیارو ته ټېل وهلی، اوس افغانستان ته سفر کوي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د پارلمان مخکینۍ غړې فوزیه کوفي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ویلي:« هغه کسانو چې هېواد تورو تیارو ته ټېل وهلی، اوس افغانستان ته سفر کوي او یو وار بیا د راتلونکي جوړولو هڅه کوي. عدالت چېرته دی؟»

دا په داسې حال کې ده، چې (د کب په ۳۰مه) د امریکايي زندانیانو د خلاصون لپاره زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و.
تر هغه وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
خو اغلې فوزیه کوفي دغه څرګندونې کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته پر اېکس پاڼه کړې دي.
هغې په دغه یادښت کې دارنګه د نجونو د زده‌کړو یادونه هم کړې ده.
نوموړې کاږلي، په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي؛ خو نږدې څلور کاله کېږي، چې نجونې د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو منع شوې دي.

هغې زیاته کړې:« تر ټولو دردناکه د هغو کسانو ننداره ده، چې هېواد یې تورو تیارو ته ټېل وهلی.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې څلور کاله کېږي چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي او تازه یو بل ښوونیز کال هم د دغو نجونو پرته پیل شو.

تازه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني ښوونیز کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي.

بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې د څلورو پولیسو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې په یوې پېښه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر د نامعلومو وسله‌والو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.

پولیسو جیو نیوز ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د یادې ولسوالۍ په غریب اباد سیمه کې په ګزمه بوخت وو او وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، په وژل شویو کې د نذیر احمد، منصور احمد، عبدالکریم او عبدالقاهر په نومونو پولیس چې د نوشکي د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسله‌والو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د نوشکي او منګچر په پېښو کې د وژل شویو کسانو وینه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې ناامنیو او وژنو ډېر زور اخیستی دی.

څه موده وړاندې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له‌خوا پر یوه اورګاډي برید او د مساپرو یرغمل نیولو پېښه کې د ۲۳ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي وو.