• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي خلیلزاد ته: هغه کسانو چې هېواد تورو تیارو ته ټېل وهلی، اوس افغانستان ته سفر کوي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د پارلمان مخکینۍ غړې فوزیه کوفي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ویلي:« هغه کسانو چې هېواد تورو تیارو ته ټېل وهلی، اوس افغانستان ته سفر کوي او یو وار بیا د راتلونکي جوړولو هڅه کوي. عدالت چېرته دی؟»

دا په داسې حال کې ده، چې (د کب په ۳۰مه) د امریکايي زندانیانو د خلاصون لپاره زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و.
تر هغه وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
خو اغلې فوزیه کوفي دغه څرګندونې کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته پر اېکس پاڼه کړې دي.
هغې په دغه یادښت کې دارنګه د نجونو د زده‌کړو یادونه هم کړې ده.
نوموړې کاږلي، په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي؛ خو نږدې څلور کاله کېږي، چې نجونې د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو منع شوې دي.

هغې زیاته کړې:« تر ټولو دردناکه د هغو کسانو ننداره ده، چې هېواد یې تورو تیارو ته ټېل وهلی.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې څلور کاله کېږي چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي او تازه یو بل ښوونیز کال هم د دغو نجونو پرته پیل شو.

تازه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني ښوونیز کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

سارا اډامس: افغان طالبانو د الجولاني ۱۰ زره وسله والو ته پوځي روزنه ورکړې

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۰
سارا اډامس: افغان طالبانو د الجولاني ۱۰ زره وسله والو ته پوځي روزنه ورکړې
100%

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمس ادعا کوي، چې د سوریې د ابو محمد الجولاني لس زره وسله والو د القاعده ډلې په ملاتړ او د افغان طالبانو د حکومت په همکارۍ په افغانستان کې پوځي روزنې ترلاسه کړي دي.

سارا اډمس د امریکا په یوې ټلویزوني پروګرام کې ویلي، چې الجولاني د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب سره یې لیدنه وکړه.

د هغې په وینا، جولاني د دغو لیدنو پر مهال د طالبانو له مشرانو د خپلو وسله والو لپاره د روزنیزو مرکزونو ژمنه ترلاسه کړه.

دغه پخوانۍ استخباراتي ماموره همداراز ادعا کوي، چې الجولاني تر ۲۰۲۱مخکې د سوریې د حکومت د راپرځولو لپاره کافي نظامي ځواک نه درلود، خو د افغانستان له سفر وروسته د دوو کلونو په موده کې د ننګرهار ولایت په روزنیزو کمپونو کې ۱۰,۰۰۰وسله وال وروزل شول.

دا روزنه د القاعده ډلې د مشر حمزه بن لادن په مشرۍ او د طالبانو په همغږۍ ترسره شوه.

دغو وسله والو وروسته د بشار الاسد د رژیم پر ضد جګړه کې مهم رول لوبولی دی.

سارا اډمس دا هم ویلي، چې الجولاني د افغان طالبانو په څېر لوېدیځو هېوادونو ته دروغ ویلي او د واک تر ترلاسه کولو مخکې یې د یو ټولشموله حکومت ژمنې کولې، خو اوس د یو سخت دریځې اسلامي خلافت د جوړولو لپاره هڅه کوي، اقلیتونه او غیر اسلامي ډلې ځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان طالبانو هم د واک له ترلاسه کولو مخکې له نړۍوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او نه به د بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو د سارا اډمس څرګندونې ښيي چې د طالبانو عملي اقدامات د دوی له ژمنو سره په ټکر کې دي، چې دا موضوع د دوی د ریښتنو نیتونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

تر دې مخکې سارا اډمس ویلي و، چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده.

مولانا فضل الرحمن: له افغانستان سره د جګړې د ګواښ په اړه جدي غور ته اړتیا ده

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰
مولانا فضل الرحمن: له افغانستان سره د جګړې د ګواښ په اړه جدي غور ته اړتیا ده
100%

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه ویلي، چې د پاکستان واکمن باید فکر وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادنو په ګټه نه ده.

نوموړی زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د سولې لپاره يوې هر اړخيزې تګلارې ته اړتيا لرو او واکمن بايد په دې مسايلو فکر وکړي.»

مولانا فضل الرحمن له پاکستاني سماء ټلویزیون سره په خبرو کې ويلي: «د ترهګرۍ اړوند تاريخ شته او د دولت تېروتنو په کې د پام وړ رول لوبولى دى، پاکستان د افغان جګړې له امله له ٣٠ څخه تر ٤٠ ميليونو پورې خلکو ته پناه ورکړې او پاکستان د جګړې پر مهال اډه جوړه کړه، جګړې ١٤ کاله دوام وکړ او کله چې امريکا د روسيې پر وړاندې د جهاد ملاتړ ته راغله، حکومت ونه توانېد چې خلکو ته قناعت ورکړي چې دا جهاد دى.»

فضل الرحمان دغه راز وویل، په پاکستان کې د اورپکو د ودې لپاره باید کومه ځانګړې مذهبي ډله ملامته نه شي.

هغه یادونه وکړه، هغو کسانو چې وسلې پورته کړې د خپلو اعمالو مسوول دي.

نوموړي وویل: «د تروريزم په اړه زما دريځ له پنځلسو کلونو يو شان دى. زه نشم کولاى هغو کسانو ته چې زما استادان يې ووژل، مجاهدين ووایم.»

د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته هم سفر کړی وو.

نوموړي افغانستان ته تر تګ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره سلا مشورې کړې وې او یوه اجنډا یې جوړه کړې وه، چې هلته یې یوه اوونۍ تېره کړه او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې وکړې.

نوموړی وایي: «موږ په تېر کې هم د امریکا ملاتړ کړی و او هغوی ته مو اډې هم ورکړې وې. موږ هغه کسان پوښتلي چې د امریکا پر ضد جنګېږي، خو نه پوهېږم چې له هغه وروسته ولې له افغانستان سره زموږ اړیکې خرابې شوې.»

د جمعیت علمای اسلام مشر له افغانستان سره د جګړې د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: «که له افغانستان سره د جګړې ګواښ وي او که نه، نور فکر کولو ته اړتيا لري، جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده، موږ په افغانستان کې د سولې لپاره يوې هر اړخيزې تګلارې ته اړتيا لرو او واکمن بايد په دې مسايلو فکر وکړي او ټول سياسي ګوندونه په کې شامل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي په کراتو په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړې او افغان وژنې ته د جهاد نوم ورکهوه او بار بار یې په دغه هېواد کې د جهاد فتواوې ورکولې.

د اپینو له کړکېچ څخه د افغانستان وتل

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰
د اپینو له کړکېچ څخه د افغانستان وتل
100%

ډېپلوماټ ورځپانې د افغانستان د اپینو له کړکېچ څخه د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې په دې مقاله کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د اپینو کښت، سوداګري، له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې له اپینو سیاسي استفاده، د مېرمنو رول، ستونزو او حل لارو په اړه بحث شوی.

مقاله لیکي، د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت د یوې څو اړخیزې تګلارې پورې تړلی دی.

د ۲۰۲۲په اپریل کې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله بنده کړه.

د دې بندیز له امله د اپینو تولید په ۲۰۲۳ کې د ۹۵ سلنې کمښت سره مخ شو، چې له ۶۲۰۰ ټنو څخه ۳۳۳ ټنو ته راښکته شو.

د کوکنارو کرکېله له ۲۳۳ زره هکتاره څخه ۱۰۸۰۰ هکتار ته کمه شوه.

خو درې کاله وروسته، د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر راپور ورکړ، چې د افغانستان د اپینو بیه لس چنده له ۷۵ ډالرو څخه ۷۵۰ ډالرو ته په هر کیلوګرام کې لوړه شوې ده.

دا زیاتوالی د اقتصاد له اساسي قوانینو سره سم دی، چې کله تقاضا ثابته وي او عرضه کمه شي، نو بیې لوړیېږي.

د مخدره موادو پر ضد بریا، خو د بزګرانو لپاره سزا

د دې بندیز له امله، کوچني بزګران چې ښځې هم په کې شاملې دي، د سخت اقتصادي فشار لاندې راغلي، خو د نشه‌یي توکو قاچاقبران او سوداګر له دې وضعیت څخه اعظمي ګټه اخلي.

په ځانګړي ډول د افغانستان سوېلي او سوېل‌لوېدیځو ولایتونو کې چېرې چې د کوکنارو کرکېله متمرکزه وه، بزګران له اقتصادي ناورین سره مخ شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بحران او د کرونا ویروس له اغېزو وروسته، د کوکنارو بندیز د افغانستان اقتصاد ته یوه بله قوي ضربه ورکړه.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې، تېر کال په ۷۵ هېوادونو کې د سرانه عاید کچه راښکته شوې وه او افغانانو د ورځې له ۴ ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.

کوکنار: یو د وچکالۍ ضد، باارزښته تجارتي فصل

په افغانستان کې چې فقر، بې‌ثباتي او اقتصادي بحران عام دي، د اپینو تولید د میلیونونو خلکو لپاره یوازینی معیشتي سرچینه ګرځېدلې وه.

د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ د راپور له مخې، د کوکنارو کرکېله ۳.۳ میلیون افغانانو ته معیشتي ثبات برابر کړی و، چې دا د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي.

د کوکنارو کرکېله ډېر زیات کار ته اړتیا لري، چې له امله یې د ښځو لپاره د کار فرصتونه هم پیدا شوي وو.

په افغانستان کې چې ښځې نه شي کولی له نامحرمو نارینه‌وو سره ګډ کار وکړي، د کور دننه د کوکنارو اړوند کار د هغوی لپاره د عوایدو یوه لاره وه.

د اپینو اقتصادي ارزښت

د مقالې له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اپینو سوداګري د افغانستان د ناخالص داخلي تولید۱۴سلنه برخه جوړوله.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اقتصاد نور هم کمزوری شو او د اپینو سوداګرۍ اهمیت لا زیات شو.

د اپینو سیاسي استفاده؛ له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې، له ۱۹۵۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د کوکنارو د بندیز هڅې

لومړۍ هڅه د محمد داوود خان حکومت په ۱۹۵۷ کې وکړه، خو هغه مهال افغانستان یو لوی تولیدوونکی نه و.

بیا د شوروي پر ضد جهاد پر مهال مجاهدینو د اپینو له تجارت څخه مالي سرچینې ترلاسه کړې.

سي ای اې هم په پټه د شوروي ضد جګړې لپاره له دې پیسو کار واخیست.

طالبان او اپین

طالبان چې په ۱۹۹۶ کې پر افغانستان واکمن شول او په ۲۰۰۱ کې یې د اپینو د کرکېلې پر ضد پراخ اقدامات وکړل، تولید یې ۱۸۵ متریک ټنو ته راښکته شو، خو کله چې طالبان له واکه وپرځول شول، د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د اپینو تولید بېرته زیات شو.

په ۲۰۲۱ کې طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ۲۰۲۲ د اپرېل په میاشت کې یې د کوکنارو پر کرکېله بندیز ولګاوه، چې دا ځل یې د دې پدیدې په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راوست.

د طالبانو دوه‌ګونی سیاست

طالبان که څه هم اپینو ته "حرام" وايي، خو د تېر په څېر یې مالي ګټې ته دوام ورکړی.

دا دوه‌ګونی دریځ نه یوازې د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ ګډوډي پیدا کوي، بلکې دا خطر هم شته چې که بیې نورې هم لوړې شي، نو ځیني بزګران به بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.

د ښځو رول

د کوکنارو کرکېله ښځو ته د مالي خپلواکۍ فرصت برابر کړی و.

اوس که د هغوی لپاره روزنیز پروګرامونه، کوچني تجارتونه او کاري فرصتونه برابر شي، دا به نه یوازې د مخدره موادو پر ضد بریا وي، بلکې د افغان کورنیو اقتصادي وضعیت ته به هم پراخه ګټه ورسوي.

د بدیل حل لارې؛ د تایلند بریالی ماډل

تایلند د ۱۹۸۴ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د کوکنارو د بدیل پروګرامونه پلي کړل، چې د ملګرو ملتونو له لوري د "بدیل انکشاف" یوه بریالۍ بېلګه ګڼل شوې.

حکومت د بزګرانو عاید جبران کړل، بدیل محصولات یې تشویق کړل او د کوکنارو کرکېله یې پای ته ورسوله.

افغانستان کې ستونزې:

د کوکنارو د بندیز سره، بزګران د بدیل معیشت له نشتوالي سره مخ دي.

د فقر له امله، دوی اړ دي، چې بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.

حکومت کومه اغېزمنه اقتصادي تګلاره نه ده غوره کړې.

څه باید وشي؟

د بزګرانو لپاره د کوچنیو پورونو سیستم رامنځته شي.

د بدیلو فصلونو لپاره د تخمونو او بازار اسانتیاوې برابرې شي.

ښځو ته د کار نوي فرصتونه برابر شي، تر څو کورنۍ اقتصادي ثبات ومومي.

پایله

د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت یوې پراخې تګلارې ته اړتیا لري، چې یوازې د کرکېلې مخنیوی نه، بلکې د بزګرانو لپاره بدیل اقتصادي فرصتونه هم برابر کړي.

د ملګرو ملتونو سازمانونه کولی شي، چې د طالبانو د دې هڅې له سیاسي ارزښت څخه په استفادې د بزګرانو لپاره یو دوامداره اقتصادي ماډل رامنځته کړي.

که یوازې د اپینو کرکېله منع شي، خو اقتصادي بدیلونه برابر نه شي، نو نه یوازې بزګران له فقر سره مخ کېږي، بلکې د طالبانو د دې بندیز پایښت هم له خطر سره مخ کېدای شي.

نبیل طالبانو ته: دېوال به سپین کړئ، خو د وینو داغونه څنګه پاکوی؟

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۸ GMT+۰
نبیل طالبانو ته: دېوال به سپین کړئ، خو د وینو داغونه څنګه پاکوی؟
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالبانو له لورې په کابل کې د امریکا سفارت په دېوال د شهادت کلمې پاکولو ته په غبرګون ویلي: «دېوال به سپین کړی، خو د وینو داغونه به څنګه پاکوی؟»

طالبانو د کابل له نیولو وروسته د امریکا سفارت په دېوال د (فتحې او امریکا ضد) شعارونو ترڅنګ د (شهادت کلمه) لیکلې وه، چې په دې سره یې ولس او خپلو وسله والو ته د امریکا د ماتې پیغام ورکاوه.

‏د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالبانو د دې کړنې په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «طالبانو د سپین رنګ او برس په مټ د امریکا د سفارت دېوال ته مخه کړه. د امریکایي ضد شعارونه او د «شهادت کلمې» لیکنه یې پاکه کړه، لکه چې دا دېوالونه هېڅکله دلته په همدغو څو ګامونو کې د هغو بې‌ګناه خلکو د وینو د تویېدو شاهدان نه وو، چې په تېرو شلو کلونو کې دلته نېږې یې ووژل.»

نبیل لیکلي: «دلته نه دین له خطر سره مخ دی، نه دېوال؛ پکې د حقیقت د وژلو هڅه روانه ده.»

د نوموړي په وینا، طالبان هڅه کوي چې د یوه ملت حافظه، تاریخ او دردونه د یو سطل رنګ په مرسته پټ کړي.

‏ښاغلي نبیل همداراز زیاته کړې: «پرون د همدې «شهادت کلمې» تر نوم لاندې او د همدغو دېوالونو سره د «جهاد» په پلمه بې‌ګناه خلک وژل کېدل، خو نن د «مصلحت/سیاست» په چوپتیا کې هماغه کلمه له دېواله پاکوي، بې له دې چې د هغو وینو پر وړاندې شرم وکړي، چې دلته په همدې نږدې ځای کې یې تویې کړي دي.»

د ښاغلي نبیل په وینا، طالبان خپلواک نه دي او یوازې د جګړې د وسیلې په توګه کارول کېږي.

نوموړی وایي:«دا یې یوه کوچنۍ بېلګه ده، خو همدا یوه بېلګه ډېر څه ښيي، هغه کسان چې د دین په نوم یې خلک وژل، اوس هماغه دین له دېواله هم پاکوي.»

افغانستان ته د امریکايي پلاوي راتګ او د طالبانو دریځ

د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په ۳۰ نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، په دې غونډه کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې شوې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

له دې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ، چې امریکایی وګړی جورج ګلزمن چې دوه کاله یې په کابل کې په بند کې تېر کړی و، طالبانو خوشې کړی، خو د افغان زنداني محمودشاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو او امریکايي پلاوي څه نه دي ویلي.

خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې همداراز ولیکل، چې د طالبانو حکومت د ښه نیت نښې په توګه د ګلزمن د خوشې کېدو پرېکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر او امریکایي ولس ته یو پیغام ولري.

د جورج ګلزمن تر خوشې کېدو وروسته د متحده ایالاتو پر وړاندې دویم اقدام د طالبانو هغه شعارونو او د شهادت کلیمې پاکول وو، چې دوی د فتحې په نامه په کابل کې د امریکا سفارت په دېوالونو لیکلي وو.

شل کلنه جګړه، د فتحې شعاورونه او پراخې مرګ ژوبلې

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ په تېرو شلو کلونو کې له جمهوري دولت سره په جګړه کې د طالبانو په ګډون، داعش، پاکستانۍ ملېشې، حزب اسلامي او د نورو کوچنیو وسله والو ډلو نېږدې ۹۰ زره وسله وال وژل شوي دي.

د شلو کلونو په جګره کې د وسله والو مرګ ژوبلې لېنک https://www.afintl.com/pa/202408146602

همدا ډول د افغان پوځ لسګونه زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ یې لسګونه زره عام وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ددغه جګړې مالي زیانونه هم خورا زیات دي.

طالبانو په دوحه کې له متحده ایالاتو سره قرارداد وکړ او په افغانستان بیا واکمن شول، ددغه ډلې له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې د فتحې شعارونو خلک اړ کړل چې د دوحې په قرارداد بحث وکړي، خو طالبانو په هغه خلکو او رسنیو سخت بندیزونه وضع کړل، چې د دې ډلې خلاف یا د طالبانو په حکومت نیوکې کوي.

د خلکو په وینا، افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره نږدې ټولې چارې دغې ډلې په ځانونو پورې محدودې کړي، د بیان په ازادۍ او سیاسي فعالیتونو بندیز لګېدلی، د نجونو او ښځو پر مخ د زده دروازې تړل شوي او کونونو پورې محدودې شوي دي، کاري فرصتونه راکم شوي او هره ورځ سلګونه ځوانان له هېواد کډوال کیږي.

مسلمیار: تعلیمي کال نوی شو خو لاهم افغان نجونې په کورونو کې بندیانې دي

۲ وری ۱۴۰۴ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰
مسلمیار: تعلیمي کال نوی شو خو لاهم افغان نجونې په کورونو کې بندیانې دي
100%

د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي، یو بل کال هم نوی شو، خو لا هم افغان نجونې د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو کې بندیانې ناستې دي.

مسلمیار وایي: «تعلیم یوازې یو انساني حق نه، بلکې له تعلیم سره د یوه هېواد پرمختګ، خوشحالي، سوکالي، سرلوړي او روښانه راتلونکی تړلی دی.»

د هغه په وینا، له نړۍ سره د سیال کېدو په موخه باید افغانان په خپلو خویندو، لوڼو او زامنو زده کړې وکړي او ځوان نسل ته کاري، تعلیمي او د زده کړو په برخه کې باید هر اړخیز فرصتونه برابر شي.

مسلمیار زیاتوي: «تعلیم د یوې کورنۍ، ټولنې، هېواد او په ټوله کې د یوه فرد انساني، اساسي او حیاتي حق دی، چې د جهالت پر وړاندې د مقابلې عالي وسیله او د ټولنې او کورنۍ د تربیت، سوکالۍ او ډاډمن راتلونکي تضمین دی.»

د نوي کال په رارسېدو سره په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل کېږي، خو سږ کال هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه کوم څرک نه لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور‌ ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د نوي زده‌کړه ییز کال په مناست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و: «لکه څنګه چې افغانستان کې ښوونځي بیا پرانیستل کېږي، نجونې او ښځې د طالبانو د جنسیتي ځورونې له امله له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه محرومې دي. حساب ورکول اړین دي، غوره کیفیت لرونکې، جامع زده کړو ته په مساوي ډول لاسرسی، د بشري حقونو درناوی دی.»

بلخوا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.‎

تر دې واړندې په کور دننه او بهر کې یو شمېر پېژندل شویو مشرانو هیله څرګنده کړې وه، چې نوی تعلیمي کال به د خوښیو کال وي او د نجونو پر مخ به د طالبان له لورې پر زده کړو بندیز پای ته ورسېږي.

تازه د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو منع کړې دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونخي بندول د توجیه وړ نه دي او دا له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه ده.‎

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوي کال په مناسب د طالبانو حکومت باندې غږ وکړ، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.‎

طالبان له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د تېر په څېر د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړلې، همدا ډول یې د ښځو په کار او سیاسي ګډون بندیز ولګاوه، ترڅنګ یې د سفر او تفریح په برخه کې ښځې محدودې کړې او تر ډېره یې اړ کړې چې په کورونو کې پاتې شي.‎

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سخت بندیزونه په کور دننه او نړۍواله کچه له سختو غبروګونو سره مخ شول، خو دغه غبرګونونو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.