مولانا فضل الرحمن: له افغانستان سره د جګړې د ګواښ په اړه جدي غور ته اړتیا ده

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه ویلي، چې د پاکستان واکمن باید فکر وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادنو په ګټه نه ده.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه ویلي، چې د پاکستان واکمن باید فکر وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادنو په ګټه نه ده.
نوموړی زیاته کړې: «موږ په افغانستان کې د سولې لپاره يوې هر اړخيزې تګلارې ته اړتيا لرو او واکمن بايد په دې مسايلو فکر وکړي.»
مولانا فضل الرحمن له پاکستاني سماء ټلویزیون سره په خبرو کې ويلي: «د ترهګرۍ اړوند تاريخ شته او د دولت تېروتنو په کې د پام وړ رول لوبولى دى، پاکستان د افغان جګړې له امله له ٣٠ څخه تر ٤٠ ميليونو پورې خلکو ته پناه ورکړې او پاکستان د جګړې پر مهال اډه جوړه کړه، جګړې ١٤ کاله دوام وکړ او کله چې امريکا د روسيې پر وړاندې د جهاد ملاتړ ته راغله، حکومت ونه توانېد چې خلکو ته قناعت ورکړي چې دا جهاد دى.»
فضل الرحمان دغه راز وویل، په پاکستان کې د اورپکو د ودې لپاره باید کومه ځانګړې مذهبي ډله ملامته نه شي.
هغه یادونه وکړه، هغو کسانو چې وسلې پورته کړې د خپلو اعمالو مسوول دي.
نوموړي وویل: «د تروريزم په اړه زما دريځ له پنځلسو کلونو يو شان دى. زه نشم کولاى هغو کسانو ته چې زما استادان يې ووژل، مجاهدين ووایم.»
د پاکستان د پارلمان برحاله غړی او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته هم سفر کړی وو.
نوموړي افغانستان ته تر تګ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره سلا مشورې کړې وې او یوه اجنډا یې جوړه کړې وه، چې هلته یې یوه اوونۍ تېره کړه او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې وکړې.
نوموړی وایي: «موږ په تېر کې هم د امریکا ملاتړ کړی و او هغوی ته مو اډې هم ورکړې وې. موږ هغه کسان پوښتلي چې د امریکا پر ضد جنګېږي، خو نه پوهېږم چې له هغه وروسته ولې له افغانستان سره زموږ اړیکې خرابې شوې.»
د جمعیت علمای اسلام مشر له افغانستان سره د جګړې د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: «که له افغانستان سره د جګړې ګواښ وي او که نه، نور فکر کولو ته اړتيا لري، جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده، موږ په افغانستان کې د سولې لپاره يوې هر اړخيزې تګلارې ته اړتيا لرو او واکمن بايد په دې مسايلو فکر وکړي او ټول سياسي ګوندونه په کې شامل کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي په کراتو په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړې او افغان وژنې ته د جهاد نوم ورکهوه او بار بار یې په دغه هېواد کې د جهاد فتواوې ورکولې.


ډېپلوماټ ورځپانې د افغانستان د اپینو له کړکېچ څخه د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې په دې مقاله کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د اپینو کښت، سوداګري، له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې له اپینو سیاسي استفاده، د مېرمنو رول، ستونزو او حل لارو په اړه بحث شوی.
مقاله لیکي، د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت د یوې څو اړخیزې تګلارې پورې تړلی دی.
د ۲۰۲۲په اپریل کې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله بنده کړه.
د دې بندیز له امله د اپینو تولید په ۲۰۲۳ کې د ۹۵ سلنې کمښت سره مخ شو، چې له ۶۲۰۰ ټنو څخه ۳۳۳ ټنو ته راښکته شو.
د کوکنارو کرکېله له ۲۳۳ زره هکتاره څخه ۱۰۸۰۰ هکتار ته کمه شوه.
خو درې کاله وروسته، د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر راپور ورکړ، چې د افغانستان د اپینو بیه لس چنده له ۷۵ ډالرو څخه ۷۵۰ ډالرو ته په هر کیلوګرام کې لوړه شوې ده.
دا زیاتوالی د اقتصاد له اساسي قوانینو سره سم دی، چې کله تقاضا ثابته وي او عرضه کمه شي، نو بیې لوړیېږي.
د مخدره موادو پر ضد بریا، خو د بزګرانو لپاره سزا
د دې بندیز له امله، کوچني بزګران چې ښځې هم په کې شاملې دي، د سخت اقتصادي فشار لاندې راغلي، خو د نشهیي توکو قاچاقبران او سوداګر له دې وضعیت څخه اعظمي ګټه اخلي.
په ځانګړي ډول د افغانستان سوېلي او سوېللوېدیځو ولایتونو کې چېرې چې د کوکنارو کرکېله متمرکزه وه، بزګران له اقتصادي ناورین سره مخ شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بحران او د کرونا ویروس له اغېزو وروسته، د کوکنارو بندیز د افغانستان اقتصاد ته یوه بله قوي ضربه ورکړه.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، تېر کال په ۷۵ هېوادونو کې د سرانه عاید کچه راښکته شوې وه او افغانانو د ورځې له ۴ ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.
کوکنار: یو د وچکالۍ ضد، باارزښته تجارتي فصل
په افغانستان کې چې فقر، بېثباتي او اقتصادي بحران عام دي، د اپینو تولید د میلیونونو خلکو لپاره یوازینی معیشتي سرچینه ګرځېدلې وه.
د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ د راپور له مخې، د کوکنارو کرکېله ۳.۳ میلیون افغانانو ته معیشتي ثبات برابر کړی و، چې دا د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
د کوکنارو کرکېله ډېر زیات کار ته اړتیا لري، چې له امله یې د ښځو لپاره د کار فرصتونه هم پیدا شوي وو.
په افغانستان کې چې ښځې نه شي کولی له نامحرمو نارینهوو سره ګډ کار وکړي، د کور دننه د کوکنارو اړوند کار د هغوی لپاره د عوایدو یوه لاره وه.
د اپینو اقتصادي ارزښت
د مقالې له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اپینو سوداګري د افغانستان د ناخالص داخلي تولید۱۴سلنه برخه جوړوله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اقتصاد نور هم کمزوری شو او د اپینو سوداګرۍ اهمیت لا زیات شو.
د اپینو سیاسي استفاده؛ له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې، له ۱۹۵۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د کوکنارو د بندیز هڅې
لومړۍ هڅه د محمد داوود خان حکومت په ۱۹۵۷ کې وکړه، خو هغه مهال افغانستان یو لوی تولیدوونکی نه و.
بیا د شوروي پر ضد جهاد پر مهال مجاهدینو د اپینو له تجارت څخه مالي سرچینې ترلاسه کړې.
سي ای اې هم په پټه د شوروي ضد جګړې لپاره له دې پیسو کار واخیست.
طالبان او اپین
طالبان چې په ۱۹۹۶ کې پر افغانستان واکمن شول او په ۲۰۰۱ کې یې د اپینو د کرکېلې پر ضد پراخ اقدامات وکړل، تولید یې ۱۸۵ متریک ټنو ته راښکته شو، خو کله چې طالبان له واکه وپرځول شول، د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د اپینو تولید بېرته زیات شو.
په ۲۰۲۱ کې طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ۲۰۲۲ د اپرېل په میاشت کې یې د کوکنارو پر کرکېله بندیز ولګاوه، چې دا ځل یې د دې پدیدې په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راوست.
د طالبانو دوهګونی سیاست
طالبان که څه هم اپینو ته "حرام" وايي، خو د تېر په څېر یې مالي ګټې ته دوام ورکړی.
دا دوهګونی دریځ نه یوازې د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ ګډوډي پیدا کوي، بلکې دا خطر هم شته چې که بیې نورې هم لوړې شي، نو ځیني بزګران به بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.
د ښځو رول
د کوکنارو کرکېله ښځو ته د مالي خپلواکۍ فرصت برابر کړی و.
اوس که د هغوی لپاره روزنیز پروګرامونه، کوچني تجارتونه او کاري فرصتونه برابر شي، دا به نه یوازې د مخدره موادو پر ضد بریا وي، بلکې د افغان کورنیو اقتصادي وضعیت ته به هم پراخه ګټه ورسوي.
د بدیل حل لارې؛ د تایلند بریالی ماډل
تایلند د ۱۹۸۴ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د کوکنارو د بدیل پروګرامونه پلي کړل، چې د ملګرو ملتونو له لوري د "بدیل انکشاف" یوه بریالۍ بېلګه ګڼل شوې.
حکومت د بزګرانو عاید جبران کړل، بدیل محصولات یې تشویق کړل او د کوکنارو کرکېله یې پای ته ورسوله.
افغانستان کې ستونزې:
د کوکنارو د بندیز سره، بزګران د بدیل معیشت له نشتوالي سره مخ دي.
د فقر له امله، دوی اړ دي، چې بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.
حکومت کومه اغېزمنه اقتصادي تګلاره نه ده غوره کړې.
څه باید وشي؟
د بزګرانو لپاره د کوچنیو پورونو سیستم رامنځته شي.
د بدیلو فصلونو لپاره د تخمونو او بازار اسانتیاوې برابرې شي.
ښځو ته د کار نوي فرصتونه برابر شي، تر څو کورنۍ اقتصادي ثبات ومومي.
پایله
د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت یوې پراخې تګلارې ته اړتیا لري، چې یوازې د کرکېلې مخنیوی نه، بلکې د بزګرانو لپاره بدیل اقتصادي فرصتونه هم برابر کړي.
د ملګرو ملتونو سازمانونه کولی شي، چې د طالبانو د دې هڅې له سیاسي ارزښت څخه په استفادې د بزګرانو لپاره یو دوامداره اقتصادي ماډل رامنځته کړي.
که یوازې د اپینو کرکېله منع شي، خو اقتصادي بدیلونه برابر نه شي، نو نه یوازې بزګران له فقر سره مخ کېږي، بلکې د طالبانو د دې بندیز پایښت هم له خطر سره مخ کېدای شي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالبانو له لورې په کابل کې د امریکا سفارت په دېوال د شهادت کلمې پاکولو ته په غبرګون ویلي: «دېوال به سپین کړی، خو د وینو داغونه به څنګه پاکوی؟»
طالبانو د کابل له نیولو وروسته د امریکا سفارت په دېوال د (فتحې او امریکا ضد) شعارونو ترڅنګ د (شهادت کلمه) لیکلې وه، چې په دې سره یې ولس او خپلو وسله والو ته د امریکا د ماتې پیغام ورکاوه.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د طالبانو د دې کړنې په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «طالبانو د سپین رنګ او برس په مټ د امریکا د سفارت دېوال ته مخه کړه. د امریکایي ضد شعارونه او د «شهادت کلمې» لیکنه یې پاکه کړه، لکه چې دا دېوالونه هېڅکله دلته په همدغو څو ګامونو کې د هغو بېګناه خلکو د وینو د تویېدو شاهدان نه وو، چې په تېرو شلو کلونو کې دلته نېږې یې ووژل.»
نبیل لیکلي: «دلته نه دین له خطر سره مخ دی، نه دېوال؛ پکې د حقیقت د وژلو هڅه روانه ده.»
د نوموړي په وینا، طالبان هڅه کوي چې د یوه ملت حافظه، تاریخ او دردونه د یو سطل رنګ په مرسته پټ کړي.
ښاغلي نبیل همداراز زیاته کړې: «پرون د همدې «شهادت کلمې» تر نوم لاندې او د همدغو دېوالونو سره د «جهاد» په پلمه بېګناه خلک وژل کېدل، خو نن د «مصلحت/سیاست» په چوپتیا کې هماغه کلمه له دېواله پاکوي، بې له دې چې د هغو وینو پر وړاندې شرم وکړي، چې دلته په همدې نږدې ځای کې یې تویې کړي دي.»
د ښاغلي نبیل په وینا، طالبان خپلواک نه دي او یوازې د جګړې د وسیلې په توګه کارول کېږي.
نوموړی وایي:«دا یې یوه کوچنۍ بېلګه ده، خو همدا یوه بېلګه ډېر څه ښيي، هغه کسان چې د دین په نوم یې خلک وژل، اوس هماغه دین له دېواله هم پاکوي.»
افغانستان ته د امریکايي پلاوي راتګ او د طالبانو دریځ
د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په ۳۰ نېټه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
د یاد وزارت ویاند وايي، په دې غونډه کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې شوې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
له دې ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ، چې امریکایی وګړی جورج ګلزمن چې دوه کاله یې په کابل کې په بند کې تېر کړی و، طالبانو خوشې کړی، خو د افغان زنداني محمودشاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو او امریکايي پلاوي څه نه دي ویلي.
خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې همداراز ولیکل، چې د طالبانو حکومت د ښه نیت نښې په توګه د ګلزمن د خوشې کېدو پرېکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر او امریکایي ولس ته یو پیغام ولري.
د جورج ګلزمن تر خوشې کېدو وروسته د متحده ایالاتو پر وړاندې دویم اقدام د طالبانو هغه شعارونو او د شهادت کلیمې پاکول وو، چې دوی د فتحې په نامه په کابل کې د امریکا سفارت په دېوالونو لیکلي وو.
شل کلنه جګړه، د فتحې شعاورونه او پراخې مرګ ژوبلې
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ په تېرو شلو کلونو کې له جمهوري دولت سره په جګړه کې د طالبانو په ګډون، داعش، پاکستانۍ ملېشې، حزب اسلامي او د نورو کوچنیو وسله والو ډلو نېږدې ۹۰ زره وسله وال وژل شوي دي.
د شلو کلونو په جګره کې د وسله والو مرګ ژوبلې لېنک https://www.afintl.com/pa/202408146602
همدا ډول د افغان پوځ لسګونه زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ یې لسګونه زره عام وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ددغه جګړې مالي زیانونه هم خورا زیات دي.
طالبانو په دوحه کې له متحده ایالاتو سره قرارداد وکړ او په افغانستان بیا واکمن شول، ددغه ډلې له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې د فتحې شعارونو خلک اړ کړل چې د دوحې په قرارداد بحث وکړي، خو طالبانو په هغه خلکو او رسنیو سخت بندیزونه وضع کړل، چې د دې ډلې خلاف یا د طالبانو په حکومت نیوکې کوي.
د خلکو په وینا، افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره نږدې ټولې چارې دغې ډلې په ځانونو پورې محدودې کړي، د بیان په ازادۍ او سیاسي فعالیتونو بندیز لګېدلی، د نجونو او ښځو پر مخ د زده دروازې تړل شوي او کونونو پورې محدودې شوي دي، کاري فرصتونه راکم شوي او هره ورځ سلګونه ځوانان له هېواد کډوال کیږي.

د عدالت لپاره انعام اداره چې د مطلوبو کسانو اړوند مالومات خپروي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نوم یې له خپلې وېبپاڼې لرې کړی دی. سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینې هم وايي چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغوه شوې، خو د امریکا بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو کې د هغه نوم لا هم شته.
د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.
خو د عدالت لپاره انعام په نوم ا داره چې امریکا ته د مطلوبو کسانو اړوند مالومات او پر دوی د اېښودل شوې جایزې مالومات خپروي، نن د حقاني اړوند مالومات لرې کړي دي.
حقاني ته نږدې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا جایزه لغوه کړې ده.

نوموړي ته نږدې کسانو هم خواله رسنیو کې په پراخه کچه دا خبر خپور کړی دی.
خو له دې سره بیا هم د امریکا بهرنیو چارو، عدلیې وزارت او اېف بي ای وېبپاڼه کې د حقاني اړوند جایزه شته.
د سراج الدین حقاني اړوند د جایزې لرې کېدو دا خبره په داسې مهال ده چې نوموړی تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د منځني ختیځ هېوادونو ته لاړ او هلته یې له امریکايي چارواکو سره ولیدل.
همدارنګه دې وروستیو کې د نوموړي او د طالبانو د مشر هبت الله ترمنځ د اختلاف خبره هم کېږي.

د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون له دندې تر منفکۍ وروسته ويلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو شمېر له ۳۸ زرو څخه ۱۴ زرو ته ټيټ شوی. نوموړي ویلي ۶۰ سلنه استادانو دندې پرې اېښې او لویه برخه يې کډوال شوي دي.
د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون، چې تازه له دندې منفک شوی د شنبې په ورځ په يوه لیکنه کې د کابل پوهنتون پر تدريسي بهير، ادارې برخې او د پوهنتون پر وضعت انتقاد کړی.
نوموړي ويلي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په لمړۍ کال ۴۰۰ استادان له هېواده ووتل او ۲۰۰ هغه استادان، چې په بهر کې په لوړو زدکړو بوخت وو، هم وطن ته ستانه نه شول.
د یون په خبره، په وروستيو دوو نورو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ نورو استادانو هېواد پرېښود.
هغه زياتوي، چې په دې کې تر ډېره د ژبو او ادبياتو پوهنځي د بهرنيو ژبو «انګليسي، روسي، الماني، فرانسوي، ترکیي او هسپانوي» څانګو استادان شامل دي.
استاد یون د طالبانو لوړو زدکړو وزير ندامحمد ندیم ته یوه پيغوري اصطلاح کار کړې او ليکلي يې دي: «چې مشر یې قمبر وي، اختر به یې مازیګر وي ، نو چې وزیر دې ملا ندیم وي او له معاصرو علومو او علمي مرکزونو سره یې هم کومه خاصه لېوالتیا نه وي ، هلته به فرهنګي یون څه وکړي او یا به بل فرهنګيالی څه توره وکړي ؟»
د یون په خبره، دا حالت پاته کېدونکی نه دی: «داسې وخت به راشي چې نه به ملا ندیم وي او نه به ملا مقیم. پوهنتون به پوهنتون وي ، نه به پکې مذهبي پولیس وي او نه به پکې د عقایدو تفتیش، پوهنتون کې به یوازې محصلین وي ( ښځینه او نرینه ) ، استادان به وي ، تدریس به وي او پرمختګ به وي»

د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون له دندې د منفکۍ په واضاحتي لیکنه کې ويلي، چې «پوهنتون د لرې کلیوالې مدرسې رنګ اخیستی، چې د استاد، محصل، ملازم، ډرېور او لاروي ترمنځ توپير پکې نشته.» نوموړی زیاتوي، د مذهبي پوليسو او ازاد فکره استادانو ترمنځ فضا ورځ تر بلې فکري او فزيکي ټکر ته ځي.
د کابل پوهنتون د استاد محمد اسماعیل یون د منفکۍ په هکله له تېرو څو ورځو راهیسې د پوهنتون لیک لاس په لاس کېږي.
نوموړي نن په دې تړاو یوه واضحتي لیکنه کې ویلي، چې څو ځله یې پوهنتون ته استعفا وړاندې کړې، خو نه ده منل شوې.
هغه په دې لیکنه کې د پوهنتون د ۳۰ کلنې استادۍ خاطرات، لوړې او ژورې لیکلي؛ خو د طالبانو تر واک لاندي د وروستيو کلونو د پوهنتون له تدريسي حالت او وضعت مایوس ښکاري.
استاد یون زياتوي، چې د ناروغۍ، ستړيا او زياتو فرهنګي مصروفیتونوله کبله یې پوهنتون د بې معاشه رخصتي سره موافقه ونه کړه او اوس پر خپلې منفکۍ خواشینی نه دی.
نوموړي لیکلي، چې د پوهنتون فضا دومره مايوسونکې ده لکه «تر جنازې وروسته د فاتحې ټغر چې خور وي».
اسماعیل یون وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف قوانین ورځ تر بلې دومره زيات شول، چې «ږیره پرېښودل جبري شول، ښځينه استادانې جواب شوې او له استادانو د ایمان او علمي سويې د معلومولو د ځانګړې ازموينې اخیستل شروع شول.»
نوموړي ډاډ ښودلی، چې پوهنتون او وطن یې خپل دي او د همدې لپاره لنډ مهالې وقفې زغمي.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په ځلونو د پوهنتون له هغو استادانو چې له افغانستانه وتلي غوښتي څو بېرته هېواد ته ستانه شي.