اسماعیل یون: د کابل پوهنتون د محصلینو شمېر له ۳۸ زرو څخه ۱۴ زرو ته ټيټ شوی

د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون له دندې تر منفکۍ وروسته ويلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو شمېر له ۳۸ زرو څخه ۱۴ زرو ته ټيټ شوی. نوموړي ویلي ۶۰ سلنه استادانو دندې پرې اېښې او لویه برخه يې کډوال شوي دي.