• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتیایي سیستم له بد حالت سره مخ دی

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰

د سینهوا خبري اژانس وایي، چې د افغانستان روغتیایی سیستم، چې لا له وړاندې کمزوری و، د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته نور هم زیانمن شوی. د روغتیايي خدماتو ګډوډۍ په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې په میلیونونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان سخت اغېزمن کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان له ۳۴ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې له سملاسي مداخلې پرته، له ۲۲۰ څخه ډیر روغتیایي تاسیسات به د ۲۰۲۵ کال د جون تر میاشتې پورې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې وتړل شي.

په بغلان کې د یوه تړل شوي روغتیایي مرکز مشر ډاکټر خالد دراني، سینهوا ته ویلي، چې «په اوسط ډول، موږ هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۸۰ تنو پورې ناروغانو درملنه کوله، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.»

هغه وایي چې اوس هم ډیری ناروغان د درملنې په لټه کې ورځي، چې په خواشینۍ سره بې له درملنې بېرته ستنېږي.

ډاکټر دراني زیاته کړې، د دغه روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره په پوښښ شویو سیمو کې د میندو او ماشومانو مړینه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د متحده ایالاتو د مرستو کمېدل په افغانستان کې سلګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونه او نور اړین خدمتونه ځنډولي چې په دغه هېواد کې یې ۹ میلیونه وګړي اغیزمن کړي دي.

بلخوا بیا د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د روان کال جنورۍ میاشت کې یې ۱۳۴۰۰۰ ماشومانو ته روغتیایي خدمات په ۳۲ مرکزونو کې برابر کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د دغو روغتیایي مرکزونو له جملې یې ۱۸ کلینکونه تړلي او پاتې ۱۴ نور کلینکونه د بودجې د نشتوالي له امله به په راتلونکو میاشتو کې وتړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: هره ورځ له افغانستان څخه تر ۶۰۰ ډېر ماشومان په ناقانونه توګه را اوړي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۰

د پاکستان اردو نیوز رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې هره ورځ له افغانستان څخه تر ۶۰۰ زیات ماشومان او تنکي ځوانان په ناقانونه توګه د تورخم له لارې پاکستان ته اوړي.

په راپور کې راغلي، چې دغه ماشومان د کټارو او اغزن تار څخه د ټوپ وهلو یا د کندو د کېندلو له لارې له تورخمه تېرېږي او په مستقیم ډول په «قاچاق» کې ښکېل دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کم عمره ماشومان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قاچاقي توکي پلوري.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه ماشومان له افغانستان څخه نشه‌یي توکي او نور قاچاقي توکي پاکستان ته را اړوي او پلوري یې او په ورته ډول دوی له لنډي کوتل څخه بوره، اوړه او داسې نور خوراکي توکي اخلي او د افغانستان په سیمه‌ییزو بازارونو کې یې پلوري.
په دغه راپور کې له پاکستانه د هغو شاوخوا ۵۰ ماشومانو اېستنې ته هم اشاره شوې، چې په ناقانونه توګه د تورخم له لارې دغه هېواد ته اوښتي وو.

د افغان ماشومانو ورځنی عاید څومره دی؟
د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل د پولیسو یو افسر عدنان افریدي اردو نیوز سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان څخه راغلي ماشومان هره ورځ پاکستان ته چاودېدونکي او نشه‌یي توکي قاچاق کوي چې د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.
هغه وويل: «هر افغان ماشوم هره ورځ له ۱۰ څخه تر ۱۵ زره روپۍ عاید لري؛ نو له همدې امله دغه ماشومان خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي او دغه کاروبار کوي.»
د نوموړي په وینا، دغه افغان ماشومان د اتو او ۱۴ کلونو ترمنځ دي او په دوی کې نجونې هم شاملې دي.
هغه وړاندې ویلي: «دغه افغان ماشومان څو ځله نيول شوي او خبرداری ورکړل شوی؛ خو د دې پر ځای چې دغه کار ودروېږي، د دغو کم عمره قاچاق وړونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.»

افغان ماشومان څنګه له ډیورنډ کرښې تېرېږي؟

ښاغلي افریدي وویل، دغه افغان ماشومان سهار وختي له تورخم لارې تېرېږي او بیا د ماښام څخه مخکې په بار وړونکو موټرو کې پټېږي او بېرته هاخوا اوړي.
په راپور کې دا رنګه د پاکستان د ګمرکونو د تصفیې ټولنې په حواله راغلي، چې له ناقانونه افغان ماشومانو سره ډېر نرم چلند کېږي؛ ځکه چې دوی ځوانان دي، خو اوس د دوی شمېر زیات شوی دی.
دوی وویل، چې دا ماشومان کور ته د ستنېدو پرمهال د لویو موټرو لاندې یا د ټایرونو په پورتنیو برخو کې پټېدو سره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

طالبان: له امریکا سره مو دښمني تلپاتې نه ده

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې هېڅ یوه دښمني تلپاتې نه وي او له امریکا سره د دوی دښمني هم ابدي نه ده. هغه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره متوازینې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

طالب ویاند ویلي، چې د دوحې له هوکړې وروسته د طالبانو وضعیت بدل شوی او دوی نور له کوم هېواد سره په جګړه کې ښکیل نه دي.

مجاهد زیاته کړه، چې دوی د افغانستان له ګاونډیو، سیمې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري او په دغو هېوادونو او کابل کې د افغانستان یو شمېر سفارتونه فعال دي.

هغه ادعا کړې، چې که څه هم دا اړیکې په رسمي ډول نه دي اعلان شوې خو په رسنیو او عمل کې په رسمي ډول دي.

ذبیح الله مجاهد وویل، چې دوی له امریکا سره هم "رسمي اړیکي" غواړي او دا موضوع د دواړو لورو په ګټه ده او په دې برخه کې یې د هېوادونو لپاره شرطونه نه دي ایښي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له درې نیم کلونو په زیاتې مودې تېرېدو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمېت نه دي پېژندلي او د دوی واکمني تل په نړېوالو غونډو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونکي په توګه پېژندل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یوه څارنوال د دغې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده او همداشان د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني په تبعیضي چلند او بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرو له امله د نیول غوښتنه کړې وه، چې د ډېری هېوادونو، د بشر حقونو نړېوالو بنسټونو او د افغانستان د خلکو له ملاتړ سره مخ شوه

بلخوا بیا هندي رسنۍ نيوز ۱۸راپور ورکړی، چې د طالبانو قاطع دريځ پر وړاندې د متحده ايالتونو سياست د بدلون په حال کې دی.

‏يادې رسنۍ د سپينې ماڼۍ د سرچينو له قوله ليکلي، چې امريکا ښايي په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.

‏د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواک وتلو سره سم په کابل کې خپل سفارت وتاړه او ډيپلوماټيکې اړيکي يې هم پرې کړې.

د ټولګډونه حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او له دغو ډلو سره مبارزه، بشري حقونه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره د افغانستان نه ګواښونکي امنیت، ظاهراً د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې د نړیوالو له غوښتنو څخه دي.

یوې قاضۍ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لپاره د ټرمپ پرېکړه د لنډمهال لپاره ودروله

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۰

پولیټیکو راپور ورکړی، چې د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د سې شنبې په ورځ د ټرمپ ادارې له‌خوا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بودجې د بندولو مخه ونیوله. دغې قاضۍ د ټرمپ دغه پرېکړه د فدرالي قانون خلاف او د کانګرس له قانونه سرغړونه وبلله.

په یوه محکمه کې قاضي رایس سي لامبرت د دغو راډیوګانو غوښتنه د لنډمهاله بندیز امر لپاره ومنله.
د راپور له مخې؛ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د کانګرس له‌خوا تمویلېږي، چې موخه یې په نړۍواله کچه د خبرونو او ډیموکراسۍ بهیر ته وده ورکول دي.
نوموړې دا هم وویل، چې د مرستو بندول به د دغو راډیوګانو په بندولو کې "نه جبرانېدونکی زیان" رامنځته کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې د USAGM په ګډون د څو ادارو لپاره بودجه بنده کړه.
د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو اجرایوي مشر سټیفن کېپس د لامبرټ له پرېکړې هرکلی وکړ.
خو لا تر اوسه د ټرمپ حکومت د دغې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې (د کب په ۲۵مه) د ټرمپ هغې ادارې چې د دولتي رسنیو څارنه کوي، د (امریکا غږ، ازاده اروپا راډیو او ازاده اسیا راډیو) په ګډون د اوو نورو فدرالي ادارو د فعالیتونو د اغېز کمولو امر وکړ.

له هغه وروسته د ازادې اروپا راډیو او د افغانستان لپاره د ازادي راډیو څانګو (د کب ۲۹مه) په جلا محکمو کې د دغو راډیوګانو د مالي ملاتړ کمولو له امله د ډونالډ ټرمپ د حکم پلي کېدو د مخنیوي لپاره قضیې پرانیستې.

دغو راډیوګانو هغه مهال ویلي و، چې د کانګرس له‌خوا د ځانګړې شوې بودجې بندول د متحده ایالاتو د اساسي قانون په ګډون له فدرالي قوانینو سرغړونه ده.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په کابل کې له امیرخان متقي سره لیدلي دي

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي. هغې له متقي سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې کړې وینا په اړه هم معلومات شریک کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت تمدید او د خپلې ورستۍ وینا په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د خپلو ورستیو ناستو په تړاو چې په نیویارک او ویانا کې یې ترسره کړي، هم امیر خان متقي ته معلومات شریک کړي دي.

‏یاد وزارت لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي، د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د دغې ډلې دريځ روښانه کړی او د دغه درېځ په پام کې نیولو سره یې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ور کړ.

د یادلو وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا څو ورځې وړاندې امنیت شورا ته په خپله وینا کې ویلي و،چې طالبان تر دې دمه په نړۍواله ټولنه سره د يوځای‌کېدو لپاره جدي نه‌دي.

هغې په خپلې وینا کې زیاته کړې وه، چې افغان ولس په خپل شخصي ژوند کې د طالبانو له مداخلې او د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کولو له امله له دغې ډلې څخه سخت ناراضه دي.

د روزا اوتنبایوا په وینا، ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره سیاسي تعامل ګټه نه‌لري او ټینګار یې وکړ، چې له یادې ډلې سره د تعامل فضا نوره هم محدوده شوې او نړۍ خپل صبر له لاسه ورکوي.

د بښنې نړۍوال سازمان: فیفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و لوبډله په رسمیت وپېژني

۶ وری ۱۴۰۴ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره د فوټبال له نړۍوال فدراسیون «فیفا» غوښتنه کړې، چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي.

په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د فوټبال ښځینه‌و لوبډلې لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه هم شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې فېفا باید په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه‌و فوټبالرانو پر وړاندې د تبعیض د ختمولو لپاره اقدام وکړي او نړۍوالو سیالیو ته د دوی بېرته راستنېدو لپاره لاره هواره کړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فیفا د افغان ښځینه فوټبالرانو په اړه یو لیک استولی.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون له‌خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د مېرمنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د مېرمنو د فوټبال اسیایي جام د غوراوي په ډله کې شامله نه ده.
د بښنې نړۍوال سازمان، ملګري ملتونه، د بشري حقونو څار او نورو مدني ټولنو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په توګه وڅېړل شي او د ښځینه فوټبالرانو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند خنډ لرې شي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې خالده پوپل ویلي: «که فیفا خپل قوانین بدل کړي او موږ ته اجازه راکړي، چې لوبې وکړو؛ نو موږ کولی شو نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې او نجونې په سپورت، ښوونه او رورونه کې پیاوړې دي او موږ به ماتې ونه خورو.»