• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي وايي، اوکراین له امریکا د کانونو د نوي تړون وړاندیز ترلاسه کړی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې کییف په رسمي ډول له امریکا څخه د منرالونو د یوې مهمې معاملې په اړه یوه نوې مسوده ترلاسه کړې. د نوموړي په وینا دا مسوده د پخواني وړاندیز شوي چوکاټ څخه د پام وړ توپیر لري.

یوې مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې، زیلینسکي ټینګار وکړ چې دا تړون، چې په رسمي توګه د هغه دفتر ته سپارل شوی، د متحده ایاالتو چارواکو سره په دوه اړخیزو خبرو اترو کې د لومړي وزیر مرستیال یولیا سویریډینکو سره شریکو شويو پخوانیو وړاندیزونو سره پرتله کیږي.

هغه دا خبره په کلکه رد کړه چې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې باید پور وګڼل شي. هغه وویل: "موږ د ملاتړ څخه مننه کوو، مګر دا کریډیټ نه دی، او موږ به اجازه ورنکړو چې دا ډول چلند وشي."

زیلینسکي دا اعلان هم وکړ چې اوکراین چمتو دی چې د هغو هیوادونو د پوځي استازو سره د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي چې اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو په اړه غور کوي. تر اوسه فرانسې، انګلستان او اوکرایین په پلان شوې تړلې بڼې بحثونو کې ګډون تایید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې کییف له څو اروپایي شریکانو سره هوکړې ته رسېدلی چې استخباراتي معلوماتو ته لاس رسی پراخ کړي، او همدا ډول د سپوږمکۍ سیسټمونه، ټیکنالوژي، او اوکرایني ځواکونو ته د مهماتو ذخیره پرانیزي.

زیلینسکي وویل چې د دفاعي مرستې نوې کڅوړې به د اپریل په میاشت کې د رامسټین فارمیټ په راتلونکي غونډه کې اعلان شي.

هغه وویل امریکا پلان لري چې له سعودي عربستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو سره د جګړې په اړه د څارنې د نړیوال میکانیزم د رامینځته کولو په اړه سلا مشورې وکړي.

هغه د اوکراین د انرژۍ د زیربنا د څارنې لپاره د سعودي عربستان د وړتیا په اړه شک څرګند کړ خو وړاندیز یې وکړ چې ترکیه کولی شي د تور سمندر په خوندي کولو کې رول ولوبوي.

زیلینسکي وویل، اوکرایني ځواکونه په فعاله توګه د روسیې د کرسک سیمې په جنوب کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کولو بهیر کموي، څو د سومي سیمې پر لور د احتمالي برید مخه ونیسي.

له مسکو سره د احتمالي خبرو اترو په اړه، هغه وویل چې اوکراین کولی شي د روسیې له استازو سره د خبرو اترو په اړه فکر وکړي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره یو ریښتینی پلان وړاندې کوي - مګر نوموړي د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هر ډول خبرو اترو څخه انکار وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اوربند ماتېدل؛ اسراییل یو وار بیا د بیروت پر سوېلي څنډو هوايي برید وکړ

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې د تېر ۲۰۲۴ کال په نوامبر میاشت کې د اسراییل او لبنان تر منځ د اوربند هوکړه شوې وه، تازه اسراييلي هوايي ځواګ یو وار بیا له څو میاشتني ځنډ وروسته د بیروت پر سوېلي څنډو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا بریدونه د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) د لبنان له خاورې څخه پر اسراییل د راکټونو د توغولو په ځواب کې ترسره شوي دي.

اسراییلي پوځ وايي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یې د د بیروت په سوېلي څنډو کې یوه ودانۍ چې حزب‌الله لبنان د مرکز په توګه پېژندل کېده، په نښه کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ، د «ضاحیه» په نوم دا سیمه په لبنان کې د حزب‌الله د حضور یو لوی مرکز ګڼل کېږي.

ورته مهال، اسراییل د دغه هوايي برید موخه د حزب‌الله اړوند د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د زیرمې په نښه کول بولي.

دا برید داسې مهال کېږي چې د تېر ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۲۷مه د اسراییل او لبنان ترمنځ اوربند پیل شوی و، خو په دې وروستیو کې دواړه خواوې د اوربند پر ماتولو تورنې شوې دي.

اسراییل له دې مخکې هم د اوربند پر ماتولو تورن شوی چې له لبنان سره د اوربند له هوکړې یوه اوونۍ وروسته یې پر دغه هېواد پرله‌پسې څو هوايي بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې یو شمېر لبنانیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د یادونې ده چې د اسراییل او لبنان تر منځ د تاوتریخوالي له پیله تر اوسه شاوخوا څلور زره لبنانیان وژل شوي او زرګونه نور بې‌کوره شوي دي.

د بنګله دېش مرکزي بانک له دغه هېواد د میلیاردونه ډالرو د قاچاق څېړنې کوي

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د بنګله دېش مرکزي بانک د هغو ۱۱ کورنیو د شتمنیو په اړه څېړنې کوي چې په تېره یوه لسیزه کې د بریتانیا، متحده عربي اماراتو، متحده ایالاتو، مالیزیا او سنګاپور ته د میلیاردونو ډالرو په لېږد تورنې دي.

مرکزي بانګ ددغه څېړنو له پاره ۱۱ متخصص ټېمونه جوړ کړي تر څو د پېسو په اړه څېړنې وکړي او بېرته یې ترلاسه کړي.

تر اوسه معلومه نده چې څومره پېسې له بنګله دېش د باندې ویستل شوي خو داسې اټکل کیږي چې خورا زیاتې دي.

له دغه یوولسو کورنیو یوازې په یوې یې له دغه هېواده د ۱۵ میلیارده ډالرو د ویستو شک کیږي، خو تر اوسه ددغه کورنۍ په اړه جزیات ندي خپاره شوي.

د ای ایم ایف پخوانی مشر احسن منصور چې په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د حکومت له ړنګېدو وروسته د بنګله دېش مرکزي بانک مشري ورسپارل شوې ویلي، اندېښنه لري چې زیاته شمېر پېسې ورکې دي.

نوموړی اوس د انګلستان بهرنیو چارو وزارت او په دغه هېواد کې اړونده ادارو سره په خبرو بوخت دی چې له بنګله دېش څخه اټکل شوې ۲۵ میلیارده ډالر لېږدول شوې پېسې بېرته ترلاسه کړي.

هغه وايي: "د دغو کورنیو څخه ډیری خپلې شتمنۍ لري، په ځانګړي توګه په لندن کې، نو موږ فکر کوو چې موږ به دلته ډیرې شتمنۍ پیدا کړو."

منصور وايي: "زموږ ټول هدف لږ تر لږه دا پوهاوی رامنځته کول دي چې انګلستان په ټوله نړۍ کې د غلا شویو شتمنیو غوره ځای دی، او بنګله دیش یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له هغه ځایه انګلستان ته پېسې راغلي دي."

پداسې حال کې چې د بنګله دیش بانک د شتمنیو په کنګل کولو تمرکز کوي، منصور هم په انګلستان او نورو ځایونو کې د چارواکو څخه غواړي چې د وکیلانو، بانکدارانو او املاکو اجنټانو په اړه څېړنې وکړي چې د "الیګارچ" کورنیو لپاره یې د ملیاردونو ډالرو په لېږد کې مرسته کړې.

بنګله دیش د ۲۰۲۴ په اګست کې د سختو لاریونونو شاهد وو، چې په پایله کې یې د ولسمشرې شیخ حسینه له دغه هېواده تېښې حکومت ړنګ کړ او پر ځای موقتي حکومت چارې په لاس کې واخیستې، نوي حکومت د تغیراتو په ترڅ کې د هغه پېسو څېړنې هم شروع کړې چې له دغه هېواده قاچاق شوي، چې تر اوسه یوولس کورنۍ د پېسو په قاچاق تورنې دي.

مارکو روبیو: د یوسایډ لاسته راوړنې ډېرې کمې او لګښتونه یې زیات وو

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې (یوسایډ) په اړه ویلي چې خپل اصلي ماموریت یې پرې ایښی وو او د لاسته راوړنو پر ځای یې لګښتونه خورا لوړ وو. روبیو زیاته کړې چې د دوی بشري پروګرامونه به دوام ولري.

د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې باندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکار ایلن ماسک هم سختې نیوکې کړي او ددغه ادارې کارونه یې بې اغیزې او له فساد څخه ډکې یادې کړي دي.

که څه هم خلک اندېښنه لري چې د یوسایډ بندېدل به په ټوله نړۍ کې زیان رسوونکې اغېزې ولري خو د ټرمپ ادارې په کلکه د دغه دفتر د بندلو او یا محدودلو هڅې شروع کړي دي.

مارکو روبیو پر اېکس د یوسایډ په اړه لیکلي: «په سمه توګه ترسره شوې بهرنۍ مرستې کولی شي زموږ ملي ګټې پرمخ بوځي، زموږ پولې خوندي کړي او زموږ د مهمو متحدینو سره ملګرتیا پیاوړې کړي. له بده مرغه، یوسایډ ډیر وخت دمخه له خپل اصلي ماموریت څخه ګرځېدلی وو. په پایله کې، لاسته راوړنې ډیرې کمې وې او لګښتونه یې ډېر لوړ وو.»

روبیو پر اېکس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ددغې ادارې د بندېدو په تړاو مننه کړې او ویلي یې دي چې د مالي پلوه غیر مسولانه دوره اوس پای ته رسیدلې ده.

د نوموړي په وینا: «موږ خپل د بهرنیو مرستو پروګرامونه بیا تنظیموو ترڅو په مستقیم ډول د هغه څه سره سمون ولري چې د متحده ایالاتو او زموږ د اتباعو لپاره غوره دي.»

مارکو روبیو همدا راز ویلي چې زموږ د ژوند ژغورنې اړین پروګرامونه دوام لري او هغه ستراتیژیکې پانګونې کوو چې زموږ شریکان او زموږ خپل هېواد پیاوړی کوي.

د امریکا له لوري پر بشري مرستو محدودیت زیات شمېر هېوادنو کې اندېښنې راولاړې کړي او ددغه ادارې په مرسته پېل شوي کارونه یې په ټپه درولي، همدا راز د دغو مرستو محدودل په افغانستان کې د لسګونو مرستندویه بنسټونو د فعالیت د درېدلو لامل شوي، دغه مرستې تر ډېره د امریکا د پرختیایي ادارې (یوسایډ) او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ترسره کېدلې.

د ټولنیزو رسنیو پراختیا؛ سیټیزن ژورنالېزم او د دودیزو رسنیو راتلونکی

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۵ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د ټولیزو اړیکو د وسایلو پرمختګ په ټولنه کې د معلوماتو د خپرېدو بڼه مطلق بدله کړې او د دودیزو رسنیو پخوانۍ بڼه یې هم تغیر کړې ده. پخوا د معلوماتو یوازینۍ رسمي سرچینې دودیزې رسنۍ (راډیو، تلویزیون، چاپي مطبوعات) وې، خو اوس هر وګړی کولی شي د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرونه خپاره کړي.

یویشتمه پېړۍ د چټکو بدلونونو پېر دی، په روان دور کې په رسنیز ډګر کې د بدلونونو او پرمختګونو پر اساس سیټیزن ژورنالېزم رامنځته شو.

سیټیزن ژورنالېزم یا د عامو وګړو خبریالي چې خلکو ته دا زمینه برابروي چې د رسنیو د ادارو له مداخلې پرته خبرونه خپاره کړي، ورځ تر بلې مخ پر ودې دی.

دغه پرمختګ، سره له دې چې د معلوماتو لاسرسی ډېر اسانه کړی؛ خو دودیزې رسنۍ یې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

سیټیزن ژورنالېزم نه یوازې دا چې د معلوماتو په خپراوي کې یې اساني رامنځته کوي؛ بلکې د دروغجنو معلوماتو وسیله هم ګرځېدلې ده.

سیټیزن ژورنالېزم او دودیزو رسنیو ته ګواښ

د ټولنیزو رسنیو په پراختیا او د سیټیزن ژورنالېزم له ودې سره دودیزې رسنۍ چې پخوا د معلوماتو او خبرونو اصلي سرچینې وې له یو غښتلي چلنج سره مخ شوې دي.

د عامو خلکو خبریالۍ د دودیزو رسنیو انحصار مات کړی او د خبرونو د خپرېدو بڼه یې بدله کړې؛ د معلوماتو په خپراوي کې چټکوالی رامنځته شوی؛ خو وخت ناوخت نادرست معلومات هم خپاره شوي دي.

100%

د سیټیزن ژورنالېزم ځانګړتیاوې

  • چټک خپرېدل: ټولنیزو رسنیو دا زمینه برابر کړې، چې هر وګړی کولی شي، چې یو مهم خبر ویډیو، عکس، یا لیکنه خپره کړي، پرته له دې چې د رسمي رسنیو تصدیق ته اړتیا ولري او یا د جمعي مسوولیت ولري.
  • زيات لاسرسی: د عوامو خبریالۍ دا زمینه هم برابره کړې، هغه ځایونه، چې رسمي خبریالان ورته لاسرسی نه لري، عام وګړي ترې راپورونه، عکسونه او ویډیوګانې خپرولی شي، لکه جنګي سیمې یا د طبیعي پېښو سیمې.
  • خپلواکي: خلک اوس خپل خبرونه په خپله خپروي او هغه اړتیا چې پخوا به دودیزو رسنیو ته موجوده وه کمه شوې ده.

د دودیزو رسنیو لپاره تهدیدونه

  • د اعتماد کمښت: د ټولنیزو رسنیو له چټک پرمختګ سره، دودیزې رسنۍ اوس د باور له کمښت سره مخ دي، ځکه ډېر خلک باور لري چې هغوی د حکومتونو یا کمپنیو تر نفوذ لاندې دي او عام خلک د چا تر نفوذ لاندې نه دي.
  • د اقتصادې سرچینو کمښت: تجارتي اعلانونه، چې د دودیزو رسنیو لپاره اساسي عایداتي سرچینه وه، اوس ټولنیزو رسنیو ته انتقال شوي دي؛ یوه کمپني په ډېرې اسانۍ سره کولی شي چې خپل اعلانات له ټولنیزو شبکو څخه په موثره بڼه په کم وخت کې وکړي.
  • جعلي خبرونه: په ټولنیزو رسنیو کې د سیټیزن ژورنالېزم پر بنسټ د ناسم معلوماتو خپرېدل زیات شوي، چې دا چاره دودیزې رسنۍ هم مجبوروي، چې وخت ناوخت تېروتنه وکړي او خپلو راپورونو او خپرونو ته له پخوا ډېر متوجې واوسي.
100%

ټولنیزې رسنۍ او د خبرونو بڼه

ټولنیزې رسنۍ، لکه فیسبوک، ټویټر (ایکس)، انسټاګرام، ټک ټاک، او یوټیوب، اوس د ډېرو خلکو لپاره د خبرونو اصلي سرچینې ګرځېدلې دي او لامل یې دا دی چې خلک هڅه کوي د وخت سپما وکړي.

ټولنیزې رسنۍ په موټر، ټرین او بل هر ځای کې په اسانۍ د استفادې وړ دي او ډېرو زیاتو امکاناتو او لګښتونو ته اړتیا نه لري.

پخوا به دودیزو رسنیو اوږده - اوږده راپورونه او خبرونه خپرول او څارونکي مجبور وو، د ټولو خبرونو لپاره خبري بلوټنونه ولولي، وګوري یا یې واوري؛ مګر د ټولنیزو رسنیو او سیټیزن ژورنالېزم له پرمختګ وروسته اوس هر څوک کولی شي چې په څو ثانیو کې موضوع وګوري او ویې لولي.

د ټولنیزو رسنیو د ځانګړتیاو له امله خبرونه، تصویرونه او ویډیوګانې په یوه شېبه کې د نړۍ هر کونج ته رسېدلی شي؛ خو په دودیزو رسنیو کې محدودیت زیات تر سترګو کیږي.

یوه تر ټولو مهمه مساله بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو نظر او تبصره ده، چې په دودیزو رسنیو کې دا نه ده موجوده او که وي هم لاسرسی یې یو څه ستونزمن دی.

ټولنیزې رسنۍ د دودیزو رسنیو ځای نیولی؟

ټولنیزې رسنۍ که څه هم د خبرونو مهمه سرچینه ګرځېدلې، خو بیا هم یې ځینې کمزورۍ شته:

  • د جعلي خبرونو خپرېدل: د ناسمو معلوماتو خپرېدل یوه جدي ستونزه ده، ځکه چې خلک پرته له تصدیق څخه هر ډول معلومات خپروي.
  • د ژور تحلیل کمښت: دودیزې رسنۍ اوږدمهاله، ژور، او تفصیلي تحلیلونه کوي، خو ټولنیزې رسنۍ زیاتره سطحي معلومات وړاندې کوي.

ایا دودیزې رسنۍ ځان له نوي بدلون سره برابرولی شي؟

که څه هم په نړۍ کې ګڼو دودیزو رسنیو ځانونه له نوي ټېکنالوژیکي بدلون سره عیار کړې دي؛ خو هغو رسنیو چې له بدلون سره سم حرکت یې نه دی کړی اهمیت یې له لاسه ورکړی دی.

پخوا به دودیزو رسنیو خبرونه، راپورونه، تصویرونه او ویډیوګانې لومړی د خپل دودیز نشراتي وسیلې لپاره برابرول؛ خو اوس چاره کاملاً برعکس شوې، لومړی مطالب، خبرونه او راپورونه د ډیجیټل لپاره تولیديږي او بیا په دودیزو رسنیو کې خپریږي.

د معلوماتو له مخې؛ هغو رسنیو چې ډیجیټال لومړی( ډیجیټل فرسټ) پالیسي کارولې اهمیت او څارونکي یې زیات شوي دي.

ډیجیټلي سمون

  • د ټولنیزو رسنیو فعال استعمال: دودیزې رسنۍ باید خپله محتوا په ډېرې چټکۍ سره ټولنیزو رسنیو ته انتقال کړي، ترڅو د خلکو پاملرنه جلب کړي؛ هغو رسنیو چې دا پروسه یې چټکه او پر وخت ده، اهمیت یې نه دی بایللی.
  • لایف سټریمېنګ (ژوندۍ خپرونې): د مهمو پېښو پر مهال د ژوندۍ خپرونو چمتو کول کولی شي د دودیزو رسنیو اغېز زیات کړي او یا هم نورې تلویزوني او راډیويي خپرونې که په ژوندۍ بڼه په ټولنیزو شبکو کې خپرې شي؛ نو د ټولنیزو رسنیو څارونکي هم له ځانه سره بوختولی او د رسنۍ اهمیت پر خپل ځای ساتلی شي.

۳. د سیټیزن ژورنالېزم ادغام:

  • د عامو وګړو له راپورونو ګټه اخیستل: دودیزې رسنۍ کولی شي د سیټیزن ژورنالېستانو راټول شوي معلومات تحلیل او تایید کړي، ترڅو د معلوماتو اعتبار زیات شي.
  • د خلکو ښکېلتیا زیاتول: دودیزې رسنۍ کولی شي د خلکو نظریات، ویډیوګانې، او عکسونه په مسوولانه ډول وکاروي، ترڅو خپل محتوا ته تنوع ورکړي.

احتمالي بدلونونه

اوسني چټک بدلون ته په کتلو د دې احتمال زیات موجود دی، چې د رسنیو بڼه لا ډېره بدله شي. ځینې مهم بدلونونه، چې تمه یې کېږي په لاندې ډول خلاصه کولی شو:

  • د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پراخ استعمال: په اوس وخت کې محدود خو په راتلونکي کې به ژورنالېستان د اې ای (AI) له لارې د معلوماتو تحلیل ته لا زیات لاسرسی ولري، خو دا پراخ امکان لري چې د اې ای له لارې نادرست معلومات او تحریف شوي مطالب هم د خلکو په واک کې ورکړل شي.
  • د دودیزو رسنیو او ټولنیزو رسنیو یوځای کېدل: اوس هم په وروسته پاتې ټولنو کې دودیزې رسنۍ خپل اهمیت لري؛ خو دا اهمیت بیا په پرمختللو ټولنو کې متفاوت دی. د ټولنیزو رسنیو په لا پراختیا او د سیټیزن ژورنالېزم پر ودې به رسنۍ مجبوره وي، چې د ټولنیزو رسنیو ستراتیژي خپله کړي، ترڅو خپل اهمیت وساتي.
  • پر معلوماتو شک: که دودیزې رسنۍ د ټولنیزو رسنیو او سیټیزن ژورنالېزم سره ځان همغاړی نه کړي؛ نو په راتلونکي کې به خلک د دودیزو رسنیو پر خبرونو شک کوي، ځکه چې ټولنیزې رسنۍ د متضادو نظرونو لپاره پراخ ځای لري.

په ټوله کې ویلی شو چې راتلونکی د هغو رسنیو دی، چې له نوي ټېکنالوژيک بدلونونو سره ځان برابر کړي، خپلواکي وساتي، د تصدیق پروسې ته لومړیتوب ورکړي او د ټولنیزو رسنیو له فرصتونو ګټه واخلي.

که دودیزې رسنۍ دا کارونه وکړي، کولی شي د سیټیزن ژورنالېزم له بدلون سره سیالي وکړي او خپل ارزښت وساتي؛ خو که په پخواني شکل پاتې شي نو لرې نه ده چې اهمیت به یې کم او لیدونکي، لوستونکي او اورېدونکي به له لاسه ورکړي.

میانمار کې د زلزلې د مړو شمېر ۱۴۴ کسانو ته ورسېد

۸ وری ۱۴۰۴ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۰

رويټرز خبري اژانس د میانمار دولتي رسنيو له قوله ويلي چې د جمعې په ورځ په میانمار کې د زورورې زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۴۴ کسان ته رسېدلی دی. د میانمار په مندالي کې د زيات وراني اټکل شوی. زلزلې د تایلنډ پلازمېنه هم لړزولې ده.

رويټرز خبري اژانس د جمعه په ورځ ويلي، چې زورولې زلزلې د میانمار ترڅنګ د ټايلنډ پلازمېنه بنکاک کې هم لړزولی، چې یوه څو پوړيزه تر کار لاندې ودانۍ هم نړېدلې او په زيات شمېر خلک ترې لاندې شوي دي.

د بنکاک د ژغورنې عملياتو ډله وايي، چې د ودانۍ د نړېدو له کبله ۵ کسان مړه شوي او ۱۱۷ نور لادرکه دي.

د امریکا د ځمکپوهنې سازمان (یو اس جي اس) ویلي، چې زلزله غرمه مهال شوې او د ریشتر په مقیاس يې شدت ۷.۷ وو.

دغې ادارې ويلي، چې د زلزلې مرکز له مندالې ۱۷ کيلومتره لرېد ځمکې له سطحې ۱۰ کيلومتره لاندې و.

د لرغونې شاهي پلازمينې او د بودايي زړه د مرکز ميانمار اوسېدونکي وايي، چې د زلزلې له کبله ودانۍ، پلونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

دولتي ایم ار ټي وي د ټيلیګرام په چینل کې ویلي، چې په میانمار کې شاوخوا ۱۴۴ کسان مړه شوي او ۷۳۲ نور ټپيان شوي دي.

د میانمار د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو او مرستندویه ډلو رويټرز ته ویلي، چې ډېر جسدونه يې له ویجاړو ودانیو را ایستلی او په زيات شمېر خلک لا هم بند پاته دي.