سیټیزن ژورنالېزم نه یوازې دا چې د معلوماتو په خپراوي کې یې اساني رامنځته کوي؛ بلکې د دروغجنو معلوماتو وسیله هم ګرځېدلې ده.
سیټیزن ژورنالېزم او دودیزو رسنیو ته ګواښ
د ټولنیزو رسنیو په پراختیا او د سیټیزن ژورنالېزم له ودې سره دودیزې رسنۍ چې پخوا د معلوماتو او خبرونو اصلي سرچینې وې له یو غښتلي چلنج سره مخ شوې دي.
د عامو خلکو خبریالۍ د دودیزو رسنیو انحصار مات کړی او د خبرونو د خپرېدو بڼه یې بدله کړې؛ د معلوماتو په خپراوي کې چټکوالی رامنځته شوی؛ خو وخت ناوخت نادرست معلومات هم خپاره شوي دي.
د سیټیزن ژورنالېزم ځانګړتیاوې
چټک خپرېدل: ټولنیزو رسنیو دا زمینه برابر کړې، چې هر وګړی کولی شي، چې یو مهم خبر ویډیو، عکس، یا لیکنه خپره کړي، پرته له دې چې د رسمي رسنیو تصدیق ته اړتیا ولري او یا د جمعي مسوولیت ولري.
زيات لاسرسی: د عوامو خبریالۍ دا زمینه هم برابره کړې، هغه ځایونه، چې رسمي خبریالان ورته لاسرسی نه لري، عام وګړي ترې راپورونه، عکسونه او ویډیوګانې خپرولی شي، لکه جنګي سیمې یا د طبیعي پېښو سیمې.
د اعتماد کمښت: د ټولنیزو رسنیو له چټک پرمختګ سره، دودیزې رسنۍ اوس د باور له کمښت سره مخ دي، ځکه ډېر خلک باور لري چې هغوی د حکومتونو یا کمپنیو تر نفوذ لاندې دي او عام خلک د چا تر نفوذ لاندې نه دي.
جعلي خبرونه: په ټولنیزو رسنیو کې د سیټیزن ژورنالېزم پر بنسټ د ناسم معلوماتو خپرېدل زیات شوي، چې دا چاره دودیزې رسنۍ هم مجبوروي، چې وخت ناوخت تېروتنه وکړي او خپلو راپورونو او خپرونو ته له پخوا ډېر متوجې واوسي.
ټولنیزې رسنۍ او د خبرونو بڼه
ټولنیزې رسنۍ، لکه فیسبوک، ټویټر (ایکس)، انسټاګرام، ټک ټاک، او یوټیوب، اوس د ډېرو خلکو لپاره د خبرونو اصلي سرچینې ګرځېدلې دي او لامل یې دا دی چې خلک هڅه کوي د وخت سپما وکړي.
ټولنیزې رسنۍ په موټر، ټرین او بل هر ځای کې په اسانۍ د استفادې وړ دي او ډېرو زیاتو امکاناتو او لګښتونو ته اړتیا نه لري.
پخوا به دودیزو رسنیو اوږده - اوږده راپورونه او خبرونه خپرول او څارونکي مجبور وو، د ټولو خبرونو لپاره خبري بلوټنونه ولولي، وګوري یا یې واوري؛ مګر د ټولنیزو رسنیو او سیټیزن ژورنالېزم له پرمختګ وروسته اوس هر څوک کولی شي چې په څو ثانیو کې موضوع وګوري او ویې لولي.
د ټولنیزو رسنیو د ځانګړتیاو له امله خبرونه، تصویرونه او ویډیوګانې په یوه شېبه کې د نړۍ هر کونج ته رسېدلی شي؛ خو په دودیزو رسنیو کې محدودیت زیات تر سترګو کیږي.
یوه تر ټولو مهمه مساله بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو نظر او تبصره ده، چې په دودیزو رسنیو کې دا نه ده موجوده او که وي هم لاسرسی یې یو څه ستونزمن دی.
ټولنیزې رسنۍ د دودیزو رسنیو ځای نیولی؟
ټولنیزې رسنۍ که څه هم د خبرونو مهمه سرچینه ګرځېدلې، خو بیا هم یې ځینې کمزورۍ شته:
د جعلي خبرونو خپرېدل: د ناسمو معلوماتو خپرېدل یوه جدي ستونزه ده، ځکه چې خلک پرته له تصدیق څخه هر ډول معلومات خپروي.
د ژور تحلیل کمښت: دودیزې رسنۍ اوږدمهاله، ژور، او تفصیلي تحلیلونه کوي، خو ټولنیزې رسنۍ زیاتره سطحي معلومات وړاندې کوي.
ایا دودیزې رسنۍ ځان له نوي بدلون سره برابرولی شي؟
که څه هم په نړۍ کې ګڼو دودیزو رسنیو ځانونه له نوي ټېکنالوژیکي بدلون سره عیار کړې دي؛ خو هغو رسنیو چې له بدلون سره سم حرکت یې نه دی کړی اهمیت یې له لاسه ورکړی دی.
پخوا به دودیزو رسنیو خبرونه، راپورونه، تصویرونه او ویډیوګانې لومړی د خپل دودیز نشراتي وسیلې لپاره برابرول؛ خو اوس چاره کاملاً برعکس شوې، لومړی مطالب، خبرونه او راپورونه د ډیجیټل لپاره تولیديږي او بیا په دودیزو رسنیو کې خپریږي.
د معلوماتو له مخې؛ هغو رسنیو چې ډیجیټال لومړی( ډیجیټل فرسټ) پالیسي کارولې اهمیت او څارونکي یې زیات شوي دي.
ډیجیټلي سمون
د ټولنیزو رسنیو فعال استعمال: دودیزې رسنۍ باید خپله محتوا په ډېرې چټکۍ سره ټولنیزو رسنیو ته انتقال کړي، ترڅو د خلکو پاملرنه جلب کړي؛ هغو رسنیو چې دا پروسه یې چټکه او پر وخت ده، اهمیت یې نه دی بایللی.
لایف سټریمېنګ (ژوندۍ خپرونې): د مهمو پېښو پر مهال د ژوندۍ خپرونو چمتو کول کولی شي د دودیزو رسنیو اغېز زیات کړي او یا هم نورې تلویزوني او راډیويي خپرونې که په ژوندۍ بڼه په ټولنیزو شبکو کې خپرې شي؛ نو د ټولنیزو رسنیو څارونکي هم له ځانه سره بوختولی او د رسنۍ اهمیت پر خپل ځای ساتلی شي.
۳. د سیټیزن ژورنالېزم ادغام:
د عامو وګړو له راپورونو ګټه اخیستل: دودیزې رسنۍ کولی شي د سیټیزن ژورنالېستانو راټول شوي معلومات تحلیل او تایید کړي، ترڅو د معلوماتو اعتبار زیات شي.
د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پراخ استعمال: په اوس وخت کې محدود خو په راتلونکي کې به ژورنالېستان د اې ای (AI) له لارې د معلوماتو تحلیل ته لا زیات لاسرسی ولري، خو دا پراخ امکان لري چې د اې ای له لارې نادرست معلومات او تحریف شوي مطالب هم د خلکو په واک کې ورکړل شي.
د دودیزو رسنیو او ټولنیزو رسنیو یوځای کېدل: اوس هم په وروسته پاتې ټولنو کې دودیزې رسنۍ خپل اهمیت لري؛ خو دا اهمیت بیا په پرمختللو ټولنو کې متفاوت دی. د ټولنیزو رسنیو په لا پراختیا او د سیټیزن ژورنالېزم پر ودې به رسنۍ مجبوره وي، چې د ټولنیزو رسنیو ستراتیژي خپله کړي، ترڅو خپل اهمیت وساتي.
پر معلوماتو شک: که دودیزې رسنۍ د ټولنیزو رسنیو او سیټیزن ژورنالېزم سره ځان همغاړی نه کړي؛ نو په راتلونکي کې به خلک د دودیزو رسنیو پر خبرونو شک کوي، ځکه چې ټولنیزې رسنۍ د متضادو نظرونو لپاره پراخ ځای لري.
په ټوله کې ویلی شو چې راتلونکی د هغو رسنیو دی، چې له نوي ټېکنالوژيک بدلونونو سره ځان برابر کړي، خپلواکي وساتي، د تصدیق پروسې ته لومړیتوب ورکړي او د ټولنیزو رسنیو له فرصتونو ګټه واخلي.
که دودیزې رسنۍ دا کارونه وکړي، کولی شي د سیټیزن ژورنالېزم له بدلون سره سیالي وکړي او خپل ارزښت وساتي؛ خو که په پخواني شکل پاتې شي نو لرې نه ده چې اهمیت به یې کم او لیدونکي، لوستونکي او اورېدونکي به له لاسه ورکړي.
د ایران د پارلمان مشر وايي، که د نوي اټومي تړون نه کېدو په صورت کې واشنګټن پر ایران برید وکړي، تهران به هم په سیمه کې پر امریکايي اډو حمله وکړي.
د امریکا ولسمشر د ورانې میاشتې لومړیو کې وویل، د ایران د حکومت مذهبي مشر ته یې لیک کې ویلي، که نوی اټوي تړون ونه شي، پوځي لار هم شته.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد قالیباپ د جمعې په ورځ د ټرمپ خبرداري ته په اشاره وویل، «که له غرب سره اټومي تړون ونه شي او امریکا پر ایران برید وکړي، ټوله سیمه به لکه د مهماتو په امبار کې د اور د سپرغۍ په څېر لمبه شي.»
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د قدرس ورځې په غونډه کې زیاته کړه، «د امریکا اډې او ملګري به یې په امن نه وي.»
تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر هم د ټرمپ لیک چلوټه بللې وه او زیاته کړې یې وه، چې دوی د خپلې خوښې تړون غواړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې که واشنګټن خپل اعظمي فشار پالیسي کې بدلون را نه ولي، نو دا تړون ناشونی دی.
هغه زیاته کړه چې د ټرمپ د لیک «مناسب ځواب» یې د عمان له لارې واشنګټن ته لېږلی دی.
ایراني رسنیو د ښاغلي عرقچي له قوله د جمعې په ورځ لیکلي، چې که څه هم د ډونلډ ټرمپ لیک له ګواښ ډک و، خو بیا یې هم ډیپلوماسي ته لار پرانیسته.
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په واکمنۍ کې پر ۲۰۱۵ کال د ایران او شپږو قدرتونو اټومي تړون شوی و، خو ډونلډ ټرمپ په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې له دې تړون امریکا و اېستله او په ځواب کې یې ایران هم د یورانیم بډایولو اندازه زیاته کړه.
د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو ادارې د راتلونکي کوچني اختر او قدس نړۍوالې ورځې د نمانځلو په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې د احتمالي ګواښونو او پېښو د مخنېوي لپاره یې قوي امنیتي پلان جوړ کړی.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې لیکلي، چې د دغه پلان له مخې به د لویو لارو د کنټرول تر څنګ د پنجاب په مذهبي او عامه ځایونو کې امنیتي څارنې لا ډېرې شي.