• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د یکشنبې په ورځ کوچنی اختر لمانځو

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۰

د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر اېمل ولي ویلي، چې د یکشنبې په ورځ به کمکی اختر ولمانځي. نوموړي ویلي، چې د روژې په څېر به د نړۍ له مسلمانانو سره اختر هم لمانځي او د شوال میاشت لیدل شوې ده. د پاکستان مرکزي کمیټې تراوسه د اختر اعلان نه دی کړی.

هغه وویل: «د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان مظلومو مسلمانانو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وایم.»

په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا به کوچنی اختر وي

اېمل ولي خان زیاته کړې، چې وضعیت ته په کتو سره به په دې اختر کې په ولي باغ کې ناسته هم ممکنه نه وي.

نوموړي ویلي، چې اړمنو او بې وزلو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په ګډون په ګڼو خليجي هېوادونو کې د شوال مياشت ليدل شوې او سبا به کوچنی اختر لمانځل کېږي.

نن په ټول پاکستان کې د روژې ٢٨مه ورځ وه او د شوال مياشت ليدلو لپاره به د مرکزي کمېټې غونډه د یکشنبې په ورځ کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکی: طالبانو سره به د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح کړو

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح کړي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې د پخوا په پرتله خورا ډېرې شوې دي.

دغه خبرې هغه وخت مطرح شوې، چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمېټۍ دويمه غونډه ترسره شوه او د دې هېواد لوړ پوړو چاوراکو پکې ګډون کړی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د ترهګرۍ ضد ادارو په جوړولو ټينګار وکړ.

په دې ناسته کې دا پرېکړه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې به د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح شي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې ناسته کې ټينګار وکړ، چې باید د بهرنیو وګړو په کلکه څارنې ترسره شي.

پاکستان په دې وروستیو کې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی او د نورو وختونو په پرتله پکې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

خېبر پښتونخوا او بلوچستان هغه ایالتونه دي، چې د امنیت له پلوه تر نورو ډېر ناامنه دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رامنځته کوونکې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې برېدونه پلان کوي.

د طالبانو حکومت بیا په وار - وار سره د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

منظور پښتین: د نړۍ مسلمان د اختر په تیاریو بوخت و، خو پاکستان د پښتنو په وژلو لګیا و

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د خېبر پښتونخوا مردان ولسوالۍ اړوند د کاټلنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د شپنو په کورنیو برید ته په غبرګون ویلي، چې د اختر ورځو ته په مردان کې د پښتنو نجونو لاسونه په نکریزو نه، بلکې په وینو سره شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پرون شپه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د دوو ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

خو د پاکستان د استخباراتو اړوندو ادرسونو لیکلي، چې د ټي ټي پي غړي او مرستندویان یې وژل شوي دي.

منظور پښتین په خپلې فېسبوک پاڼې دغه برید ته په غبرګون کې لیکلي: «نن په ټوله نړۍ کې مسلمانان د اختر په تیاریو بوخت و، خو پاکستان د پښتنو په وژلو بوخت و.»

پښتین وړاندې لیکلي، چې د اختر ورځ ته مردان کې د پښتنو نجونو لاسونه په نکریزو نه، بلکې په وینو سره شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له تېرو شلو کلونو راهیسې د عامو پښتنو د وژلو وروسته د ترهګرو د وژلو ادعاوې کېږي. خو اوس د ټولنیزو رسنیو پر مټ له دې دروغ ادعاوو څخه پرده پورته شوې.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر لیکلي: «صوبايي حکومت دعوه کړې وه چې د عملیاتو اجازه به ورنکړي خو په حقیقت کې چې نن څه وشول، عملیات وو. صوبايي حکومت د پوځ پر وړاندې یو موقف اختیار کړی او د خلکو په وړاندې یې بل موقف اختیار کړی، تر څو خلک وغولوي.»

منظور پښتین وړاندې لیکلي: «څو ورځې وړاندې په بنو او وزیرستان کې هم په ورته ډول پښتانه په نښه شول او وروسته پوځ او صوبايي حکومت د شهیدانو کورنیو ته پیسې واستولې چې د دوی چوپتیا لپاره د ننواتې رسم ترسره کړي او دا مسله ختمه کړي.»

پښتین زیاتوي، چې پښتانه باید د شهیدانو کورنیو ته په ځانګړو شویو پیسو خاموش نه شي، بلکې د قاتلینو د سزا لپاره مبارزه وکړي.

منظور د کاټلنګ په پېښې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې له اختر وروسته به ددغه ظلم پر وړاندې په قوت ودرېږو.

ټي ټي پي درې ورځې اوربند اعلان کړ

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان وايي، د کوچني اختر په دریو ورځو کې یو طرفه اوربند کوي. ټي ټي پي په خپله خبرپاڼه کې ویلي« چې د تحریک طالبانو پاکستان مشرتابه پرېکړه کړې، چې د کوچني اختر په مناسبت به د پاکستان د خلکو د خوښۍ لپاره درې ورځنی اوربند وي.»

دې ډلې نن د مارچ ۲۹مه خپره شوې خپلو ټولو وسلوالو ته امر کړی چې هغه وسلوال چې په ټول هېواد کې په محاذنو کې دي، باید له اختر یوه ورځ مخکې او د اختر په اوله او دوهمه ورځ هیڅ ډول اقدام ونه کړي.

همدراز ټي ټي پي خپلو وسلوالو ته ویلي چې که دوښمن اقدام وکړي، باید له ځانه دفاع وکړي.

تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې تېر لوی اختر هم درې ورځنی اوربند کړی و.

له ۲۰۲۱ کال وروسته دا دریم ځل دی چې تحریک طالبان پاکستان د اوربند اعلان کوي.

تر اوسه پاکستان د ټي ټي پي د دې اوربند په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مردان کې د پاکستاني پوځ برید؛ ولس او سرچینې وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان وژل شوي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د پښتونخوا په مردان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، بېکا د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې د دوو ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ کسان وژل شوي. خو د پاکستان د استخباراتو اړوند ایکاونټونو لیکلي چې د ټي ټي پي غړي او مرستندویان یې وژل شوي.

د مردان ولسوالۍ د کاټلنګ د بابوزۍ او شموزو اوسېدونکي وايي، د ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې او وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم دي.

ځايي سرچینې هم وايي چې وژل شوي کسان عام خلک دي او زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو د وسلوالو په پلمه د عامو خلکو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د کاټلنک ولسوالۍ اوسېدونکو د لسو وژل شویو جسدونه د احتجاج په توګه د مردان او سوات موټروې ته راوړي او لاره یې تړلې ده.

په همدې حال کې د جماعت اسلامي ګوند غړی او د پاکستان پخواني سناتور مشتاق احمد په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان حکومت د مردان په کاټلنګ او شموزو کې په یوه ډرون برید کې د ۹ تنو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

خو هغه لیکلي، چې پاکستاني پوځ د عملیاتو او ډرون بریدونو کې بې ګناه پښتانه وژلي او د ترهګرو په واسطه یې هم وژني.

دغه پخواني سناتور مشتاق احمد لیکلي:« په دې روژه کې د اختر رارسېدو سره د غریبو زحمت کشه پښتنو وژل نه پښونکی جرم دی.»

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د استخباراتو اړوند اکونټونو کې لیکل شوي، چې په دغو عملیاتو کې ګڼ شمېر خوارج چې دوی یې پاکستاني طالبان ګڼي وژلي دي.

دوی زیاوي چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مرستندویان هم وژل شوي دي.

دوی د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه سیمه کې د اختر پرمهال د بریدونو لپاره پلان جوړوېده او دوی د مردان کاټلنګ په غرنیو سیمو کې پټنځي جوړ کړي و.

د پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند بېرسټر سیف هم په یوه بیان کې دا پېښه تایید کړې او منلې ده، چې په دې برید کې عام ځايي خلک په نښه شوي دي.

بېرسټر سیف وايي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي .

بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د پاکستان پارلمان غړی سردار اختر مېنګل له ځانمرګي بریده روغ وتلی

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه هېواد د پارلمان غړی سردار اختر مېنګل نن د شنبې ورځ ماسپښین مهال له یوه ځانمرګي برید څخه روغ وتلی، خو د ګوند څلور غړي یې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ د (وري ۹مه) یو ځانمرګی بریدګر د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې هغې ولسي غونډې ته ننوت چې د اختر مېنګل له لوري د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کیدو په موخه رابلل شوې وه. 

ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې د دغه بلوڅ ملتپاله سیاستوال څنګ ته پر ځان پسې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو د ځانمرګي واسکټ بټنې یې کار پرېښی و.

عیني شاهدانو د خراسان ډایري په نوم یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې ځانمرګي بریدګر له غونډې تېښته وکړه، خو ګډونوال په تیږو وویشت او واسکټ یې وچاودید.

سردار اختر مېنګل خبریالانو ته تر پېښې وروسته وویل، چې د ګوند څلور تنه غړي یې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

هم مهاله بیا د پښتونخوا په اورکزیو کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودیدلی، چې له امله یې دوه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې په پېښه کې ټپیان شوي عسکر ځايي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاد وړ ښودل شوی.

په پاکستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخیدونکي دي او د دغه نا امنیو تر ټولو مهم لوبغاړي د «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله ډلو وسله وال ګڼل کېږي.