انځوریز راپور: کوچني اختر ته د افغانانو چمتوالی

د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده. افغانانو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کوچني اختر لمانځلو ته تیارۍ نیولي دي.

د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده. افغانانو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کوچني اختر لمانځلو ته تیارۍ نیولي دي.
افغانان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره اختر پيل کړي.
ګڼو مشرانو بیا د اختر په تړاو سملاسي د مبارکۍ پیغامونه هم خپاره کړي دي.
سږکال اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې زرګونه افغانان کډوال شوي او په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
ناوړه اقتصادي وضعیت، د طالبانو ترمنځ اختلافونه، امنیتي اندېښنې او په بې سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.
له دغو ټولو ناخوالو سره - سره بیا هم د اختر لمانځل افغانانو ته تر نورو ټولو مراسمو خورا مهم وي او په پراخه توګه یې لمانځي.
د اختر لپاره چمتووالی
کوچني اختر ته د چمتووالي په موخه لسګونه ښځې د «رها» په نوم سینګارتون ته تللې دي.
دغه سینګارتون د کابل په ګډون په اسلام اباد او کاناډا کې د ارایش، د ویښتانو د قیچي کولو، وروځو ټولولو او د پوستي خدمتونو ترڅنګ ډېری د نوکانو د جوړولو په برخو کې فعالیتونه کوي.
معمولا په اخترونو کې د سینګارتونونو ترڅنګ په خیاطانو هم بېروبار وي.
د «عایده بوتیک» مسوولې عایده شاداب چې دغه انځور افغانستان انټرنشنل - پښتو ته لېږلی، وایي چې په وروستیو کلونو کې د افغاني جامو مینه وال زیات شوي، چې له دې سره یې کار و بار هم ډېر ښه شوی.
په هېواد کې یو پخوانی دود دا دی، چې کوژدنو نجونو ته د هلک کورنۍ اختری وروړي.
دا انځور له کابل څخه هغې کورنۍ له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره شریک کړی دی، چې د دوی لور ته په دې اختر کې اختری راوړل شوی دی.
دا په شهرنو کې د وچې مېوې یو پلورونځی دی.
هټۍوال وایي، چې ډېری هغه خلک د شهرنو له هټیو وچه مېوه پیري چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، ځکه په دې سیمه کې د وچو مېوو بیې زیاتې وي.
له دې سره، په دې شپو او ورځو کې د هېواد د بېلابېلو برخو په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته وه.
د یو شمېر افغانانو چې اقتصادي وضعیت ډېر ښه نه دی، هغوی بیا د سړک په سر له کراچیو څخه وچه مېوه پیري.
دا چې د اختر په درېیو ورځو کې تر نیمایي زیاتې هټۍ بندې وي، نو ډېری خلک هڅه کوي چې د نورو خریداریو ترڅنګ تازه مېوې او ترکاري هم وپيري.
دا انځور له کابل څخه یوې افغانې لیکوالې چې د روژې تر وروستۍ ورځې پورې یې هره ورځ د قرانکریم ختمونه کړي و، لېږلی دی.
هغه وایي، چې د روژې په وروستۍ ورځ یې پر لسګونو بېوزلو خلکو روژه ماتي کې تیار خواړه وېشلي دي.