• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو هم سبا د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې سبا په افغانستان کې د کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړه. د طالبانو ستره محکمه وايي چې د میاشتې د لیدلو د مرکزي او ولایتي کېمټو د غړو د معلوماتو په اساس په پکتیکا، کندهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو میاشت لیدلې ده.

طالبان وايي د دغو ولایتونو اوسېدونکو شرعي محاکمو ته د میاشتې لیدو شاهدي وړاندې کړې او شاهدي یې شرعا معتبر وبلل شوه؛ نو په دې اساس سبا د کوچني اختر لومړی ورځ ده.

تر دې مخکې حرمین شریفین نن پر اېکسپاڼه اعلان وکړ، چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.

د سعوديي عربستان هلال کمیټې نن د شوال میاشتې لیدو لپاره د پرمختلولوو دوربینونو په مټ د عربستان په بېلا بېلو سیمو کې چمتوالی نیول و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

اشرف غني: حکومتوالي له پلان او مسوولیت پرته ناشونې ده

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کمکي اختر د مبارکۍ په پيغام کې نړیوال نظم کې پراخو بدلونونو او د افغانستان پر وړاندې ننګونو ته په اشاره وايي، حکومتوالي له پلان او مسوولیت پرته ناشونې ده.

حمد اشرف غني په اختريز پيغام کې ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او هغوی ته يې د ښه ژوند هيله ښودلې.

نوموړي د یوسف علیه السلام کیسې ته په اشاره زیاتوي: «حضرت یوسف ع په خپل علم او تدبیر سره وکولای شول چې قحطي اداره کړي او خلک له لوږې وژغوري.»

اشرف غني که څه هم په افغانستان کې لوږې ته اشاره نه کوي، خو د طالبانو واکمنېدو سره ورځ تر بلې د افغانانو اقتصادي حالت خرابېږي او لوږه ډېرېږي.

ور سره طالبان نه یواځې په حکومتوالۍ کې پاتې بلل کېږي بلکې دا نیوکې هم پرې کېږي چې مسلکي خلک له دندو لرې کوي.

ولسمشر غني د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته له اشارې پرته په خپل پیغام کې زیاتوی، «هر هغه څوک چې د رهبرۍ پر سر شخړه لري باید خلکو ته ځواب ووايي.»

د طالبانو حکومت په اړه اوس تر بل هر وخت د اختلاف خبرې ډېرې کېږي.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له نږدې دوو میاشتو راهیسې په دوبۍ کې دی او د کورنیو چارو وزیر یې سراج الدین حقاني هم دفتر ته لا نه دی تللی.

کندهار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۰

طالبانو په کندهار ښار کې د پلټني لپاره ګڼ ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښار په ګڼه ګوڼو ځایونو کې یې د نقلیه وسایلو پر ګرځیدو بندیز لګولی. تر ټولو کلک امنیتي تدابیر دښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند د «لویه عیدګاه» جومات سره نیول شوي، چې پخوا پکې د دې ډلې مشر د اختر لمونځ کړی.

سرچیني وايي، چې د کندهار ښار په ګڼه ګوڼه ځایونو کې طالبان له ځانګړي یونیفورم پرته د عامو کسانو په څیر په مخفي ډول څارنه کوي.

طالبانو د شبنې په ورځ ناوخته د هغو ۹ جوماتونو نومونه او ادرسونه اعلان کړل چې سبا به د اختر لمونځ پکې وشي.

ځايي سرچیني وايي، چې طالبانو له اعلان وړاندې هم د ښار د بېلابېلو برخو تر څنګ د هغو جوماتونو په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیولي و، چې ښايي د اختر لمونځ په کې ترسره شي.

100%

ځايي سرچیني وايي، د لوی عیدګاه پر شاوخوا ډیر طالبان ځای پر ځای شوي دي او د جومات شاوخوا کې نقلیه وسایلو پر ګرځیدو باندي بندیز لګول شوی.

دغه سرچیني وايي، چې د لوی عیدګاه جومات ته نږدې ځینې سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ هم بند شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په نورو اخترونو کې د اختر لمونځ لپاره د کندهار ښار لوي عیدګاه جومات ته تلی او خلکو ته یې وینا هم کولې.

زلمي خلیلزاد وايي طالبان به ژر یو بل امریکایي هم له زندان خوشی کړي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ډېر ژر به د طالبانو له توقیف یو بل امریکایي هم خوشی شي. هغه پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې دغه امریکایي فای ډي هال نوميږي.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي او دا هم نه ده معلومه چې دغه امریکايي کله او په کومو تورونو د طالبانو په بند کې دی.

دا هم معلومه نه ده، چې طالبانو له بنده د دغه امریکايي د خلاصون په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه جزيات نه دي شریک کړي.

له جورج ګلیزمن وروسته، فای ډي هال دویم امریکایي دی چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشی کېږي.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلازمن له بنده خوشی کړ.

د ډونلډ ټرمپ ادارې د جورج ګلزمین د خوشي کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشي کړي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګلزمن ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر وايي افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح دي

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د افغان کډوالو له ځورولو او شړلو سره هم مهاله په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو له اطلاعاتو کلتور وزیر سره په لیدنه کې افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي خیرخوا یاته کړه:«اوس د کلتوري تعاملاتو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی، نوموړي د کلتوري نندارتونونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی فعالیتونو پر تنظیمولو ټینګار وکړ، ترڅو د سیاحت صنعت ته وده ورکړل شي.»

د ایران سفیر علیرضا بیکدلي هم افغانستان او ایران دوه تنې او یو روح بللو سره ویلي: «د دواړو هېوادونو اړیکې پر کلتور ولاړې دي او باید لا ډېرې پیاوړې شي.»

په کابل کې د طالبانو وزیر او د ایران سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو ځورولو او نیولو زور اخیستی دی.

د رپوټونو له مخې، یو شمېر افغانانو چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي نو د سرحدي سیمو کې د ایراني ځواکونو له په ډزو وژل شوي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د وري په ۴مه له طالبانو سره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی، چې د افغان کډوالوپر ستنولو متمرکزه ده.

عباس عراقچي وايي، د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي.

په فرانسه کې یوه افغان بل افغان وژلی

۹ وری ۱۴۰۴ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنه وايي، چې د پنج شنبې په ورځ ناوخته د بغدو ښار په فلاس دې لا وېکټوریا سیمه کې یوه افغان بل افغان کډوال په چاقو سره وژلی دی.

په ټولیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډو کې لیدل کیږي، چې د یوه کس په لاس کې په وینو ککړ چاقو دی او څنګ ته یې بل کس ښکاري چې مرۍ یې پرې شوي دي.

په پاریس کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرو کې وویل، چې د هرات ولایت اوسیدونکي نور اغا خپل ملګری ۲۶ کالن عبدالوهاب په قاچاقو سره وژلی.

نوموړی وايي، پولیسو د عبدالوهاب د وژنې په تور نور اغا د پیښي په ځای کې نیولی.

نور اغا پولیسو ته ویلي، چې عبدالوهاب یې د کورنۍ په مخ کې بې احترامې کړې وه.

د بغدو پولیسو د عبدالوهاب د وژل کېدو د پېښي د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو ویلي چې ۳۰ کلن نور اغا لپاره د قصدي قتل قضیه پرانیستل شوې او ییاده قضیه د جرمونو څانګه له خوا څیړل کیږي.

پر همدغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالوهاب او نور اغا په یوه کور کې استوګن وو او د کور د لګښتونو لپاره د پیسو پر حساب او کتاب یې لانجه لرله.

نږدې کال مخکې هم فرانسه کې د فراه یوه اوسېدونکي د ننګرهار یو اوسېدونکی په دې وژلی و، چې خپل پور یې ترې غوښتی و.

دوه ورځې وړاندې د امریکا په ټکساس ایالت کې هم د مسیح الله په نوم یوه افغان کډوال عبدالرحمان نیازی په خپل دفتر کې وواژه.

پولیسو د عبدالرحمن نیازي د وژنې په تور مسیح الله نیولی خو لا هم د نیازې د وژنې انګیزه نه ده څرګنده.