د پاکستان حکومت کارت لروونکو افغانانو ته د مارچ تر ۳۱مې ضرب الاجل ټاکلی، چې له دغه هېواد څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دغې پرېکړې هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د ژوند خوندي کولو په موخه پاکستان ته تللي دي.
سعودي عربستان او د طالبانو حکومت د یکشنبې ورځ د کمکي اختر اعلان وکړ او له دغه افغانانو زیات شمېر یې داسې دي، چې له سعودي سره یې روژه نیولې وه خو د اختر لپاره کومه ځانګړې تیاري یې لا نه ده کړې.
د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې افغان اوسېدونکی حارث ناصري افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «په پردي وطن کې خو اصلا اختر نه وي، له مور پلار او ورونو لېرې، داسې لکه چې زړه دې وي او د زړه سر دې نه وي. له وطنه او له خپلو خلکو لېرې والی خورا سخت وي او بیا په داسې مناسبتونو کې خو بیخي د زړه خوراک وي، بس کرار ویده یو، نه چا کره تګ نه له چا سره د اختر مبارکي او نه هم کومه خوا سفر.»
ناصري وویل چې زیات شمېر کورنۍ داسې دي، چې د ویزو تمدید ته یې کاغذونه استولي خو ویزې یې لا هم نه دي تمدید شوي نو د پولیسو له ډاره په کورونو کې بند دي.
خو د بشر حقونو فعاله طوبا بیا په دې باور ده، چې د فقر او کډوالۍ ژوند کوونکو ته اختر بې معنا دی، ځکه د اختر جشن د هغه چا لپاره وي چې په خپل کور او وطن کې ژوند کوي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په افغانستان کې اختر د خوښۍ اختر وي، هلته تاسو د اختر اصلي معنا احساسوئ. زما لپاره تر ټولو ښکلی اختر په افغانستان کې دی، ځکه کور، خپلوان او کورنۍ مې پکې دي».
طوبا زیاتوي، چې ښایي پاکستان به هم خپل ښایست ولري خو زما لپاره نه، ځکه زه افغان کډواله یم.
نوموړې زیاتوي: «خو موږ افغان کډوال یو، نه وطن لرو نه کورنۍ، نه خپلوان، په افغانستان او پاکستان کې اختر زما لپاره لوی توپیر لري. دلته ژوند او د اختر په څېر جشنونه خپله خوښي نه لري. فقر او کډوالي ښکلې نه ده. او دا کډوالي زموږ تر ټولو لوی مجبوریت دی.»
د بشري حقونو دغه فعاله وایي، چې د اختر لپاره مې هېڅ ډول امادګي نه ده نیولې او دلته زیات شمېر افغان کورنۍ داسې دي چې اختر یوازې د اسلامي حکم له مخې لمانځي او افغاني دودونه پکې نه ترسره کوي.
په پېښور کې مېشت کډوال شاکر وایي، چې د وطن اختر لپاره چې کومې تیارۍ ترسره کېږي هغه په مسافرۍ او په تېره کډوالۍ کې امکان نه لري.
نوموړی وایي: «زه دلته مسافر یم، نه مې جامې کړي او نه مې څپلۍ او بوټان اخیستي، بس په غمجن ماحول کې د اختر له لمانځه وروسته لومړی مور او پلار ته زنګ وهم، بیا خویندې او وروڼو ته زنګ ووهم، وروسته ملګرو او خپلوانو ته د سوشیل میډیا له لارې د اختر مبارکۍ ورکوم او بیا په ډېرې ناهیلۍ او د بۍ کسۍ په تشویشونه اختر په خوبونو تېر کړم.»