حاجي کمپ کې افغان کډوال: پولیس دې یا موږ خوشې کړي او یا دې موږ افغانستان ته ستانه کړي

د پاکستان د راولپنډۍ ښار په حاجي کمپ کې نیول شوي افغان کډوال په دغه کمپ کې له ګڼو ستونزو شکایت لري. دغه کډوال چې له اونیو راهیسې په دغه کمپ کې ساتل کېږي وایي، چې ان په روژه ماتي کې ورته سمه ډوډۍ هم نه رسېږي.