احمد مسعود: د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کمکي اختر په مناسبت په خپل اختریز پېغام کې ویلي، چې د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کمکي اختر په مناسبت په خپل اختریز پېغام کې ویلي، چې د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی.
د دغه جبهې مشر زیاته کړې:« دغه مبارزه یو اخلاقي مسوولیت دی چې د انساني ژمنتیا تر څنګ د وجدان د بېدارۍ تر ټولو لوړه بڼه هم ده.»
هغه هیله څرګنده کړې، چې دا کوچنی اختر به د افغانانو ترمنځ د یووالي، عدالت او ازادۍ په لاره کې یو نوی پیل وي.
د ملي مقاومت جبهه د طالبانو پر ضد وسلهوال فعالیتونه لري، چې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې یې وسلهوال ځای پر ځای شوي او پر یادې ډلې ان بمي چاودنې هم کوي.
د دغه جبهې مشر احمد مسعود په اروپايي هېوادونو کې څو، څو ځله په نړۍوالو غونډو کې هم برخه اخیستې او غوښتنه یې کړې، چې نړۍواله ټولنه باید ورسره د طالبانو خلاف جګړه کې ودرېږي.
د طالبانو ضد یوې بلې ډلې د ازادۍ جبهې د روژې میاشتې له کبله په مشروط ډول خپل وسلهوال فعالیتونه درولي وو؛ خو تازه یې خبر ورکړی چې تر اختر وروسته به یو ځل بیا پر افغانستان د اوسنیو واکمنو خلاف فعالیتونه پیل کړي.
د اختر په مناسبت بېلابېلو افغان سیاستوالو او د پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو خپل نظرونه څرګند کړي.
دوی په دغو پېغامونو کې تر ډېره د طالبانو له سختدریځه بندیزونو یادونه کړې او نیوکې یې کړې، چې دغې ډلې د خپلو افراطي افکارو له مخې لا تر اوسه خپلو ناسمو کړنو ته دوام ورکړی.


د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې څلور ګیتار غږوونکې نجونې وېره لري، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کډوالو د پروسې ځنډولو حکم سره پاکستان دوی بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنې نه کړي.
یاسمین، ذکیه، شکریه او عذرا چې له اتلسو کلونو کم عمره افغان نجونې دي، ګیتار غږوي او په افغانستان کې د طالبانو له بندیزونو تښتېدلې دي، چې اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي.
دغو نجونو په کابل کې د ماشومانو لپاره د موسیقۍ په یوه ښوونځي (معجزه، مینه، ماشوم) کې چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی و، د ګیتار زده کړې کړي دي.
د دوی چارې هغه مهال په ټپه ودرېدې کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه له ۲۰ کلونو وروسته واک بیا ترلاسه کړ او په نجونو او ښځو یې محدودیتونه وضع کړل.
ددغه ښوونځي مشرې کورډولا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې خپل اوه زده کوونکي اسلام اباد ته یوړل، چې زده کړو ته ادامه ورکړي او همدا ډول په متحده ایالاتو کې بیا ځای په ځای شي.
له دغه ډلې درې یې متحده ایالاتو ته ګډه شوې دي، خو څلور نورې د ولسمشر ټرمپ د هغه حکم له امله پاتې شوې چې امریکا یې د کډوالو پروسته وځنډوله.
په دې وروستیو کلونو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده، چې ځینو یې د ژوند ډېره برخه یا ټول عمر په پاکستان کې تېر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، پاکستان د سپټمبر ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۵ تر فېبرورۍ پورې اته نیم لکه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي.
د پاکستان حکومت په دې اقدام سره د نورو افغان کډوالو تر څنګ دا څلور ګیتار غږوونکې نجونې هم د جبري بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.
مخکې له دې چې ټرمپ د دوی د تګ مخه ونیسي، لږترلږه له یو لک نه تر یو نیم لک پورې نور افغانان په پاکستان کې اوس هم په متحده ایالاتو کې د مېشتېدو لپاره پاتې دي.
شان وانډیور چې د افغان اېواک مشري کوي، د متحده ایالاتو پر حکومت ټینګار کوي چې خپلې ژمنې پوره کړي.
هغه وايي: "زموږ ملي ژمنې مشروط او موقتي نه دي. د نړۍ هېوادونه به هېڅکله د امریکا پر خبرو باور ونه کړي، که زموږ ولسمشران د خپلو ژمنو په عملي کولو کې حساب نه شي." "دا یوازې بې رحمه دی."
هغه د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی، چې افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړي چې په متحده ایالاتو کې د مېشتېدنې چارې یې تر سره شي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې هیله لري دا د طالبانو وروستی اختر وي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان خلک د طالبانو د نامشروع او ظالمانه واکمنۍ تر سیوري لاندې اختر لمانځي.
نور دغه راز زیاتوي، چې یادې ډلې د افغانستان د خلکو خوشحالۍ د ظلم او جفا تر سیوري لاندې نیولي دي.
د هغه په خبره: «هیله لرم، چې دا اختر د طالبانو د نامشروع واکمنۍ د پایته رسېدو او د ډېموکراسۍ پیل وي، افغانستان له سیاسي انزوا څخه ووځي او د ترهګرو د روزلو له ځای څخه وژغورل شي، ترڅو یو ځل بیا په کور دننه او بهر کې خپل پخواني ځای ته ورسېږي.»
عطا محمد نور همداراز ویلي، هیله من دی چې را روان اختر په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د سولې د پیل، یووالي او برکت لامل شي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
افغانان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره اختر پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د اشرف غني، حامد کرزي، عبدالله عبدالله او معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو مشرانو د اختر په تړاو د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

په پاکستان کې سږکال د افغان کډوالو اختر د جبري اېستلو له وېرې او د دوی له نامعلوم راتلونکي سره مل دی. ډېریو کورنیو د تېر په څېر اختر ته تیاري نه ده نیولې او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د پاکستان حکومت کارت لروونکو افغانانو ته د مارچ تر ۳۱مې ضرب الاجل ټاکلی، چې له دغه هېواد څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دغې پرېکړې هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د ژوند خوندي کولو په موخه پاکستان ته تللي دي.
سعودي عربستان او د طالبانو حکومت د یکشنبې ورځ د کمکي اختر اعلان وکړ او له دغه افغانانو زیات شمېر یې داسې دي، چې له سعودي سره یې روژه نیولې وه خو د اختر لپاره کومه ځانګړې تیاري یې لا نه ده کړې.
د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې افغان اوسېدونکی حارث ناصري افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «په پردي وطن کې خو اصلا اختر نه وي، له مور پلار او ورونو لېرې، داسې لکه چې زړه دې وي او د زړه سر دې نه وي. له وطنه او له خپلو خلکو لېرې والی خورا سخت وي او بیا په داسې مناسبتونو کې خو بیخي د زړه خوراک وي، بس کرار ویده یو، نه چا کره تګ نه له چا سره د اختر مبارکي او نه هم کومه خوا سفر.»
ناصري وویل چې زیات شمېر کورنۍ داسې دي، چې د ویزو تمدید ته یې کاغذونه استولي خو ویزې یې لا هم نه دي تمدید شوي نو د پولیسو له ډاره په کورونو کې بند دي.
خو د بشر حقونو فعاله طوبا بیا په دې باور ده، چې د فقر او کډوالۍ ژوند کوونکو ته اختر بې معنا دی، ځکه د اختر جشن د هغه چا لپاره وي چې په خپل کور او وطن کې ژوند کوي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په افغانستان کې اختر د خوښۍ اختر وي، هلته تاسو د اختر اصلي معنا احساسوئ. زما لپاره تر ټولو ښکلی اختر په افغانستان کې دی، ځکه کور، خپلوان او کورنۍ مې پکې دي».
طوبا زیاتوي، چې ښایي پاکستان به هم خپل ښایست ولري خو زما لپاره نه، ځکه زه افغان کډواله یم.
نوموړې زیاتوي: «خو موږ افغان کډوال یو، نه وطن لرو نه کورنۍ، نه خپلوان، په افغانستان او پاکستان کې اختر زما لپاره لوی توپیر لري. دلته ژوند او د اختر په څېر جشنونه خپله خوښي نه لري. فقر او کډوالي ښکلې نه ده. او دا کډوالي زموږ تر ټولو لوی مجبوریت دی.»
د بشري حقونو دغه فعاله وایي، چې د اختر لپاره مې هېڅ ډول امادګي نه ده نیولې او دلته زیات شمېر افغان کورنۍ داسې دي چې اختر یوازې د اسلامي حکم له مخې لمانځي او افغاني دودونه پکې نه ترسره کوي.
په پېښور کې مېشت کډوال شاکر وایي، چې د وطن اختر لپاره چې کومې تیارۍ ترسره کېږي هغه په مسافرۍ او په تېره کډوالۍ کې امکان نه لري.
نوموړی وایي: «زه دلته مسافر یم، نه مې جامې کړي او نه مې څپلۍ او بوټان اخیستي، بس په غمجن ماحول کې د اختر له لمانځه وروسته لومړی مور او پلار ته زنګ وهم، بیا خویندې او وروڼو ته زنګ ووهم، وروسته ملګرو او خپلوانو ته د سوشیل میډیا له لارې د اختر مبارکۍ ورکوم او بیا په ډېرې ناهیلۍ او د بۍ کسۍ په تشویشونه اختر په خوبونو تېر کړم.»
د خېبر پښتونخوا په پېښور کې هم افغان کډوال نږدې په دغه حالت کې دي، چې د دې اختر لپاره یې زیاتې تیاریانې نه دي کړي.
په دغه هېواد کې د اختر لپاره د تیارۍ نه کولو ستر لامل افغان کډوالو ته د جبري اېستلو نېټه ده، چې د پاکستان حکومت له خوا ورکړل شوې ده.
د خېبر پښتونخوا صوابۍ ولسوالۍ کې د افغان کډوالو په ګډون پنډغالي کې یو افغان کډوال فرمان الله چې د ننګرهار اوسېدونکی دی افغانستان انټرنشنل - پشتو ته وویل: « زموږ اخترونو د وطن له اخترونو سره ډېر فرق نه کاوه، ځکه موږ دلته په زیات شمېر اوسېږو او بیخي ډېر وخت مو دلته تېر کړی خو اوس د پاکستان حکومت موږ ته ډېره لنډه نېټه ټاکلې چې خپل وطن ته مو ستانه کړي، نو اختر ته مو د پخوا په څېر تیاري نه دی نیولی.»
په افغانستان کې د اختر دودونه رواجونه
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کوچنی اختر له مختلفو دودونو سره لمانځل کېږي.
په ډېرو سیمو کې د اختر لمانځل فرق لري، که څه هم د اخترونو د لمانځلو بڼې دېر فرق نه لري خو ځينې دودونه په خاصو سیمو پورې محدود دي.
د اختر لپاره تیاریانې ترسره کېږي او ښارونه په عمومي توګه له ګڼې ګوڼې څخه ډک وي.
د ماشومانو لپاره د اخترونو لمانځل فرق کوي، خو لویان تر ډېره د اختر ورځې د خپلو خپلوانو کورنیو سره ګوري او خوشالۍ سره ویشي.
د اختر په سهار په لويو ښارونو کې خلک د اختر لمانځه ته ځي او هلته یو له بل سره د لمانځه وروسته د اخترمبارکۍ کوي، خو په کلیو او بانډو کې چې د اختر لمونځونه نه کېږي نو هلته یوازې د سهار له لمانځه وروسته د ملا له تبلیغ او خبرو وروسته یو بل په غېږ کې نیسي او د اختر مبارکۍ ورکوي.
خلک د اخترونو په رارسېدو سره خپل ځان لپاره خولۍ، کالي، څپلۍ او نور توکي رانیسي، ځکه په اخترونو کې دا عامه ده چې نوې جامې په تن کړي.
له دې وروسته بیا یو د بل کوټې (حجرې) یا مېلمه خونو ته ځي او هلته یو له بل سره ستړي مشي کوي او دا ورځ په خوښیو او خوشحالیو سره لمانځي.
همدا ډول ماشوم د کورنۍ له غړو پیسې اخلي چې په زیات شمېر ځایونو کې ورته عیدي وایي او بېلابېلې لوبې کوي، خو ځوانان بیا په مېلو بوخت وي او تر ډېره نورو ښارنو ته د مېلو لپاره ډلې ډلې ځي.
تنکۍ جینکۍ (نجوني) او تنکي ماشومان د اختر په شپه خپل لاسونه په نکریزو سره کوي او مختلفې نقشې پرې کاږي.
په پاکستان کې د کډوالو اختر
په پاکستان مېشت افغان کډوال بیا له دې ډول دودونو او رواجونو بې برخې دي، زیات شمېر کورنۍ د نامعلوم سفر په موخه له خپل هېواد څخه جلا وطنه شوي او له سختو اقصادي مشکلاتو سره مخ دي او همدا ډول یو شمېر کورنۍ داسې هم شته چې د قانوني اسنادو پرته یې ژوند هغه ډول نه دی چې د اخترونو لپاره تیاری وکړي.
اوس چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ستنولو پیل کړی، نو په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغانانو سختې پلټنې روانې دي، چې تر اوسه لسګونه زره افغانان نیول شوي او بېرته ستانه کړل شوي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي د اختر په ماسبت پیغام کې د طالبانو مشر ته په اشارې سره ویلي: «هغه رهبر چې د خلکو غږ اورېدلی نه شي عبادت یې تر سوال لاندې دی.»
نوموړي په خپل اېکس کې د افغانستان خلکو ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي، چې له کلونو راهیسې افغانانو اخترونه په اوښکو او لوږې سره لمانځلي دي.
معصوم ستانکزی وایي: «کلونه کېږي، چې زمونږ هېوادوالو اخترونه کله په اوښکو او وینو، کله په لوږې او کله هم په دوامداره کډوالۍ سره لمانځلي دي.»
سږکال اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې زرګونه افغانان کډوال شوي او په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
ناوړه اقتصادي وضعیت، د طالبانو ترمنځ اختلافونه، امنیتي اندېښنې او په بې سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او سعودي عربستان د اعلان له مخې، سبا د وري ۱۰مه د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
افغانان به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره اختر پيل کړي.
د معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو مشرانو بیا د اختر په تړاو سملاسي د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح کړي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې د پخوا په پرتله خورا ډېرې شوې دي.
دغه خبرې هغه وخت مطرح شوې، چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمېټۍ دويمه غونډه ترسره شوه او د دې هېواد لوړ پوړو چاوراکو پکې ګډون کړی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د ترهګرۍ ضد ادارو په جوړولو ټينګار وکړ.
په دې ناسته کې دا پرېکړه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې به د طالبانو حکومت ته د ترهګرۍ موضوع په اغېزمنه توګه مطرح شي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې ناسته کې ټينګار وکړ، چې باید د بهرنیو وګړو په کلکه څارنې ترسره شي.
پاکستان په دې وروستیو کې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی او د نورو وختونو په پرتله پکې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.
خېبر پښتونخوا او بلوچستان هغه ایالتونه دي، چې د امنیت له پلوه تر نورو ډېر ناامنه دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رامنځته کوونکې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې برېدونه پلان کوي.
د طالبانو حکومت بیا په وار - وار سره د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.