• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله: د پخواني قانون یوه ماده هم نه منم، باید له سره نوی قانون جوړ شي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو مشر وايي، د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي. هبت الله اخوندزاده په خپله اختریزه وینا کې ویلي، چې د دغې ډلې عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قانین په لږ اصلاح ورته وړاندې کړي خو نوموړي رد کړي او ورته د منلو نه دي.

ښاغلی هبت الله زیاتوي، چې د دغې ډلې عالمان بوخت دې چې د «غرب» له اثر خلاص قانون جوړ کړي.

ملا هبت الله هغو نیوکو ته په اشاره چې افغانستان کې اساسي قانون نشته وايي:« موږ شپه او ورځ اخته یو، علما اخته دي. ګورئ داسي قانون نشته چې د غرب له چینې را روان وي. خود داسې قانون نشته. قانون دغه دی چې موږ یې دلته جوړ وو، سرچینه یې هم دلته ده او متخصصین یې هم دلته دي او جوړیږي هم دلته د غرب څخه کافي نشته. هغه غربي کارپوهان دلته کار نه پکښيې کوي..»

هبت الله په خپلو خبرو کې د دغه ډلې د نوې قانون په اړه وايي، چې د پخواني قانون هیڅ ماده او په هغه قانون اصلاح او تعادیل ورته د منلو وړ نه دی.« په عدليې وزارت کې به یې علما تر نظر باسي، هغه به الفاظ ور اصلاح کوي ګوري به یې، بیا به یې سترې محکمې ته استوئ، ستره محکمه به یې ګوري بیا به یې ماته استوئ. اوس چې هغه تر دې مراحلو تېر شوي دي ماته راغلي دي. بعضي داسې قوانین دې چې هغه زاړه اصلاح شوي دي، تعدیل شوي دي هغه ما بېرته په لاس ورکړي دي. ځئ داسې قوانین به جوړوی، چې خالص به پر شریعت جوړ وي، تاسي به یې دلته جوړوی د بل ځای مداخله به نه وي پکښي.»

نوموړی وايي، چې د دغې ډلې د عدلي وزارت او سترې محکمې تر کتنې وروسته ټول جوړیدونکي قوانین د ورستي ځل لپاره خپله ګوري.

تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعادیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډیر ژر توشیح شي.

قانونپوهانو پر طالبانو نیوکه کوي، چې لا یې هم د نږدې درې نیمو کلونو واکمنۍ سره اساسي قانون نشته، چې له امله یې خلک سرګردان او د دې ډلې مختلفې ادارې د یوې بلې په چارو کې لاسوهنه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې د طالبانو والي وايي «د نظام» د تخریب اجازه چاته نه ورکوي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو والي د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپله وینا کې ویلي، چې د «نظام» د تخریب اجازه چاته نه ورکوي. یوسف وفا زیاتوي: «هغه څوک چې نظام په لاس تخریبوي او که څوک یې په ژبه او که څوک یې په فکري جګړه تخریبوي اجازه نه ورکوو.»

یوسف وفا وايي چې د دوی اوسنی نظام د وینو په زور راغلی او چاته یې د تخریب اجازه نه ورکوي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا چې ملا هبت الله له نژدې کسانو شمېرل کېږي.

100%

نوموړي د تېر کب په ۶مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو سترې محکمې ته شکایت کړی و، چې ولې یې د دې ډلې پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې ده.

د یوسف وفا له دفتر د سلواغې په لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته د لېږل شوي رسمي لیک له مخې، د بلخ والي غوښتنه کړې چې ستانکزی د طالبانو د مشر د "بې احترامۍ" په تور محاکمه شي.

ملا هبت الله اخوندزاده: که زما اطاعت ونه کړئ په جنګونو اخته کیږئ

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو مشر د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپلې اختریزې وینا پر مهال وویل، چې خلک دې د نوموړي اطات وکړي او د هغه ټول صادریدونکي حکمونه دې ومني. نوموړی وايي، نړیوال خلک هڅوي، چې د ملا هبت الله اطاعت ونه کړي، خو د ده په خبره، که اطاعت یې ونه شي، «خلک به په جنګ اخته شي.»

هبت الله اخوندزاده د کندهار ښار په عیدګاه جومات کې د کمکي اختر دوینا په یوه برخه کې د مخالفتونو په له منځه وړلو او له نوموړي په اطاعت کولو باندې ټینګار وکړ.

هبت الله اخوندزاده وویل، چې زما اطاعت وکړئ، اختلافونه به ختم شي.

د طالبانو مشر په خپله وینا کې وايي:«دا اطاعت کوئ، دا اطاعت د مسلماني یو حکم دی. که تاسو ماته د امام په سترګه ګورئ که نه ګورئ، زه وایمه اول خو وګورئ خو غاړې به مو خلاصې شي، ځکه پر مسلمانانو باندې فرض ده، چې یو امام به دروي، یو مشر به دروي ، د هغه تر شا به دریږي تر څو د دوی اخلافات ختم شي او جامعه یې منظمه شي. اوس خو دا دی دا جامعه جوړه ده، مشر لري، دا نظم را جوړ دی.»

همدارنګه ښاغلی هبت الله زیاتوي:« اوس د مسلمانانو د مشر که یو حکم وکړي اطاعت یې وکړئ، ځکه که اطاعت ونه کړئ، یو یوې خواته ولاړ شئ او بل بلې خواته ولاړ شئ اخیر به په جنګو اخته کیږئ لکه دا مخکې چې و.»

که څه هم نوموړي خپلو خبرو کې د خپل حکومت چارواکو ته اشاره ونه کړه، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې په دوبۍ کې دی.

د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم نږدې همدومره وخت خپل دفتر ته نه دی تللی او لامل یې هم د ښاغلي اخوندزاده له پالیسۍ سره مخالفت ښودل کېږي.

له هبت الله اخوندزاده سره د دغو طالب چارواکو مخالفت هم د نجونو او ښځو د زدکړو او کار باندې د بندیز له امله بلل کېږي، چې د ولس او طالبانو ترمنځ یې واټن زیات کړی دی.

خو ملا هبت الله اخوندزاده په خپله وینا کې وویل، چې نړيوال خلک هڅوي چې د نوموړي اطاعت ونه کړي.

هبت الله تر خپل لاس لاندې کسانو ترڅنګ په ټولو کسانو ږغ کوي، چې د هغه د ټولو صادریدونکو حکونو اطاعت وکړي.

نوموړي وویل:«اطاعت کوئ، چې حکم صادر شو تر شا یې دریږئ،، علما هم دریږئ، عام خلک هم دریږئ، مجاهدین هم دریږئ قدر یې کوی، دا ستاسو د اتفاق د وحدت، د دې نظم لپاره یو مهم رکن دی. اطاعت کوئ.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې که کوم حکم یې ناروا وي، خلک دې یې نه مني: «هیڅ اطاعت مه کوئ. خو که یو حکم له شریعت څخه مخالف نه وي نو بیا چې یو یو څه وايي، بل بل څه وايي، اختلاف کوي او دا دنیا کوښښ کوي، چې د مشر اطاعت مه کوئ. دا مشر مو غطلت سړی دی، نو ګټه یې چاته رسیږي، کفارو ته رسیږي.»

خو د ښځو په برخه کې د نوموړي ډېری داسې حکمونه دي چې د نورې اسلامي نړۍ عالمان یې له اسلام سره ټکر کې بولي.

همدارنګه د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې د تېر په څېر پر یوالي هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «له انتقام اخیستلو او قومي کولو تېر شئ عفوه وکړئ. انتقام مه اخلئ، قومي مه کوئ، عفوه سره وکړئ. شخصي او ټولنیز اختلاففونه پریږدئ، اختلافونه مه قوی بیا به مو قوت له منځه ولاړ شي.»

که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هبت الله اخونزاده ټولبښنه اعلان کړه، خو تر اوسه هم د دې ډلې له خوا د پخواني حکومت ماموران په تېره د امنیتي ادارو غړي، بندي، شکنجه او ان وژل کېږي.

وروستۍ بېلګه یې هم د کورنیو چارو وزارت یو افسر حسن جبارخېل دی چې تېره اونۍ د کابل په شکر دره کې ووژل شو.

ډګرمن حسن جبارخېل نږدې لس ورځې وړاندې د کابل ښار په کلوله پشته کې له خپل کور اېستل شوی و او مړی یې شکردره کې وموندل شو.

جنرال دوستم: یو پرېکنده او برخلیک ټاکونکی بدلون راروان دی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې ژمنه کوي «یو پرېکنده او برخلیک ټاکونکی بدلون» راروان دی.

ښاغلي دوستم په افغانستان کې طالبان د ټولو بدمرغیو، شخړو او بې عدالتیو مسوول وبلل او ویې ویل، چې دغه ډله «نن د ولس په وړاندې درېدلې ده او زه باور لرم، چې ژر تر ژره به د دې ټولو بدبختیو ځواب ووایي».

هغه په ​​ورته وخت کې د افغانستان اوسنی وضعیت «حساس او پېچلی» وباله او زیاته کړې یې ده، چې «زموږ د ولس په برخلیک، پټې لوبې او سیاسي کشالې روانې دي.»

جنرال عبدالرشید دوستم وویل:« موږ په ډېر حساس او پېچلي سیاسي وضعیت کې یو، له تاسو غوښتنه کوم چې په داسې حالت کې په پیاوړي او ټینګ باور سره خپل یووالی او پیوستون وساتئ. د لوی خدای په مرسته زموږ د ملت او هېواد د ژغورنې هڅې روانې دي او ژمنه کوم، چې د یو پرېکنده بدلون په لور روان یو او موږ به دغه ستونزې په بریالیتوب سره له منځه یوسو.»

نوموړي ټینګار وکړ:« تاسو ډاډه اوسئ، چې دننه او بهر سیاسي وضعیت به زموږ د خلکو په ګټه وي.»

حنیف اتمر: طالبان باید د افغانانو د برخلیک په تړاو مسوولانه چلند وکړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۱

د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کمکي اختر په مناسبت په خپل پېغام کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغانانو د برخلیک په تړاو مسوولانه چلند وکړي.

د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه) هغه پر اېکس پاڼه په لیکلي پېغام کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د خپلو لنډ مهالو سیاسي ګټو او اېډیالوژیو لپاره ملي ګټې له ګواښ ‌سره مخ نه کړي.

هغه له نړۍوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غوښتي، څو له طالبانو څخه د دوی د برحقه غوښتنو په تړاو ورسره غږ یو کړي.

نوموړي زیاته کړې،‌ افغانان نږدې څلور کاله کېږي په داسې حالت کې اخترونه نمانځي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي.

د محمد حنیف اتمر په وینا، افغانان د یوه داسې نظام لپاره مبارزه کوي چې تر سیورې لاندې یې د نجونو او ښځو حقونه خوندي‌ وي.

د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر نورو چارواکو هم د اختر به مناسبت پېغامونو کې پر طالبانو نیوکې کړې، چې په هېواد کې یې د سختو بندیزونو او محدودیتونو له کبله افغانان له سختو کړاوونو سره مخ کړي‌ دي.

له دې سره، سره د طالبانو لوړپوړو غړو د اختر د لمانځه د مراسمو پر مهال له نړۍوالو غوښتي؛ څو ورسره مثبت تعامل ته غاړه کېږدي.

طالبانو په خپلو اختریزو پېغامونو کې ټینګار کړی، چې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دي او د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

بل خوا افغان نجونې اختر په داسې حالت کې نمانځي، چې د طالبانو له لوري پرې د زده‌کړو بندیزونه لا هم دوام لري او د زده‌کړو بیا پیلېدو لپاره کوم څرک نه ګوري.

په سږني اختر کې د تېر په څېر افغانان بیا هم د لوږې او فقر له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بې روزګارۍ له امله سږ کال هم په هېواد کې د اختر خوشحالۍ او تابیاوې پېکه ښکاري.

سلام حنفي: ګاونډي هېوادونه د اسلامي او نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوال په زوره باسي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د کمکي اختر د لمانځه مراسمو پر مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې ګاونډي هېوادونو د ټولو اسلامي او نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو باسي.

هغه د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه) له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ستنولو دې ډډه وکړي.

هغه له افغانانو غوښتي، چې د دغو کډوالو د اېستل کېدو په صورت کې دې له دوی سره په هېواد کې ځانګړې مرستې وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته وګرځي او له دوی څخه دې هېڅ ډول وېره یا اندېښنه نه کوي.

د طالبانو دغه لوړپوړی غړي داسې مهال دغه خبرې کوي، چې دوی په هېواد کې پر ټولو سیاسي شخصیتونو او ګوندونو د هر ډول فعالیت بندیزونه لګولي دي.

د همدغو بندیزونو له کبله یو شمېر سیاست‌وال او پخواني‌ حکومتي‌ چارواکي اړ شوي؛ څو د طالبانو له وېرې هېواد پرېږدي.

عبدالسلام حنفي وايي، له ټولو هېوادونو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښو اړیکو غوښتونکي دي او نړۍ باید له طالبانو سره د ښو اړیکو لرلو لپاره لاس په کار شي.

هغه زیاته کړې، چې چمتو دي، څو له نړۍوالو سره د تعامل مېز ته کېني او ورسره ښې اړیکې رامنځته کړي.

په ارګ کې نن یکشنبه د کمکي اختر د لمانځه پر مهال ټولو لوړپوړو طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې له نړۍوالو سره پر تعامل ټینګار کړی او له نړۍوالو یې غوښتي دي؛ څو له دوی سره د اړیکو رغولو په برخه کې ګامونه پورته کړي.

د طالبانو رییس الوزرا او د هغه اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.

بل خوا په کندهار کې د ملا هبت الله په امامت د اختر لمونځ هم شوی دی.

د هغه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونه کسان د طالبانو مشر پسې په کتارونو کې درېدلي وو.