حنیف اتمر: طالبان باید د افغانانو د برخلیک په تړاو مسوولانه چلند وکړي

د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کمکي اختر په مناسبت په خپل پېغام کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغانانو د برخلیک په تړاو مسوولانه چلند وکړي.

د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کمکي اختر په مناسبت په خپل پېغام کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغانانو د برخلیک په تړاو مسوولانه چلند وکړي.
د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه) هغه پر اېکس پاڼه په لیکلي پېغام کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د خپلو لنډ مهالو سیاسي ګټو او اېډیالوژیو لپاره ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي.
هغه له نړۍوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غوښتي، څو له طالبانو څخه د دوی د برحقه غوښتنو په تړاو ورسره غږ یو کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانان نږدې څلور کاله کېږي په داسې حالت کې اخترونه نمانځي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي.
د محمد حنیف اتمر په وینا، افغانان د یوه داسې نظام لپاره مبارزه کوي چې تر سیورې لاندې یې د نجونو او ښځو حقونه خوندي وي.
د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر نورو چارواکو هم د اختر به مناسبت پېغامونو کې پر طالبانو نیوکې کړې، چې په هېواد کې یې د سختو بندیزونو او محدودیتونو له کبله افغانان له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.
له دې سره، سره د طالبانو لوړپوړو غړو د اختر د لمانځه د مراسمو پر مهال له نړۍوالو غوښتي؛ څو ورسره مثبت تعامل ته غاړه کېږدي.
طالبانو په خپلو اختریزو پېغامونو کې ټینګار کړی، چې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکو ته ژمن دي او د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
بل خوا افغان نجونې اختر په داسې حالت کې نمانځي، چې د طالبانو له لوري پرې د زدهکړو بندیزونه لا هم دوام لري او د زدهکړو بیا پیلېدو لپاره کوم څرک نه ګوري.
په سږني اختر کې د تېر په څېر افغانان بیا هم د لوږې او فقر له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بې روزګارۍ له امله سږ کال هم په هېواد کې د اختر خوشحالۍ او تابیاوې پېکه ښکاري.


د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د کمکي اختر د لمانځه مراسمو پر مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې ګاونډي هېوادونو د ټولو اسلامي او نړۍوالو اصولو خلاف افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو باسي.
هغه د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه) له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ستنولو دې ډډه وکړي.
هغه له افغانانو غوښتي، چې د دغو کډوالو د اېستل کېدو په صورت کې دې له دوی سره په هېواد کې ځانګړې مرستې وکړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته وګرځي او له دوی څخه دې هېڅ ډول وېره یا اندېښنه نه کوي.
د طالبانو دغه لوړپوړی غړي داسې مهال دغه خبرې کوي، چې دوی په هېواد کې پر ټولو سیاسي شخصیتونو او ګوندونو د هر ډول فعالیت بندیزونه لګولي دي.
د همدغو بندیزونو له کبله یو شمېر سیاستوال او پخواني حکومتي چارواکي اړ شوي؛ څو د طالبانو له وېرې هېواد پرېږدي.
عبدالسلام حنفي وايي، له ټولو هېوادونو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښو اړیکو غوښتونکي دي او نړۍ باید له طالبانو سره د ښو اړیکو لرلو لپاره لاس په کار شي.
هغه زیاته کړې، چې چمتو دي، څو له نړۍوالو سره د تعامل مېز ته کېني او ورسره ښې اړیکې رامنځته کړي.
په ارګ کې نن یکشنبه د کمکي اختر د لمانځه پر مهال ټولو لوړپوړو طالب چارواکو په خپلو ویناوو کې له نړۍوالو سره پر تعامل ټینګار کړی او له نړۍوالو یې غوښتي دي؛ څو له دوی سره د اړیکو رغولو په برخه کې ګامونه پورته کړي.
د طالبانو رییس الوزرا او د هغه اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
بل خوا په کندهار کې د ملا هبت الله په امامت د اختر لمونځ هم شوی دی.
د هغه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونه کسان د طالبانو مشر پسې په کتارونو کې درېدلي وو.

د طالبانو رییس الوزرا د کمکي اختر په مناسبت په یوه پېغام کې ویلي، دوی له نړۍوالو او ګاونډیو هېوادونو غواړي چې پر دوی د بندیزونو او فشارونو پر ځای دې ورسره مثبت تعامل ته را وړاندې شي.
د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه) که څه هم د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د لمانځه مراسمو ته نه و ورغلی؛ خو د هغه له لوري استول شوی پېغام پکې واورول شو.
د طالبانو رییس الوزرا په خپل پېغام کې ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی، چې طالبان د هېڅ چا په کورنیو مسلو کې لاسوهنه نه کوي.
ملا حسن اخوند زیاته کړې، چې دوی ټولو هېوادونو سره د ښه نیت له مخې د اړیکو غوښتونکي دي؛ خو نړۍ هم باید د فشارونو او بندیزونو پر ځای له دوی سره د مثبت تعامل لپاره اقدام وکړي.
د هغه په خبره، د متقابل درناوي له مخې له هر چا سره د اړیکو غوښتونکي دي او باید ورته ستونزې پېښې نه کړای شي.
د طالبانو رییس الوزرا همدا راز د ګاونډیو هېوادنو په ګډون له ټولو هغو هېوادونو چې افغانان پکې مېشت دي غوښتنه کړې، چې د کډوالو له جبري اېستنې دې ډډه وکړي.
طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستان او ایران په لویه کچه د افغان کډوالو اېستل کېدو ته چمتووالی نیولی دی.
پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) افغان کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي او که داسې ونکړي له یادې نېټې وروسته به یې په زوره د اېستل کېدو لپاره د پولیسو چاڼيز عملیات هم پیل شي.
لا له وړاندې د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو عملیات پیل شوي دي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې ورځ تر بلې د وزګارتیا کچه مخ په ډېریدو ده؛ ملا حسن اخوند په خپل پېغام کې زیاتوي، چې روان کال به د لویو پروژو په پلي کېدو سره به ځوانانو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړی ډاډ ورکوي، چې د پانګونې جذب، د اوبو تنظیم، د کرنیز سکټور ودې او د زدهکړو په برخه کې به روان کال کوټلي ګامونه پورته کړي.
د طالبانو رییس الوزرا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ملګرو ملتونو په وار وار اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او افغانان اوس مهال د لوږې له ناورین سره مخ دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کې نړۍوالو ته پېغام ورکړی، چې له دوی سره دې تعامل ته لارې چارې برابرې کړي.
طالبان که څه هم د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ځینو اروپايي هېوادونو سره هم تعامل لري؛ خو لا تر اوسه پورې د خپلو سختدریځه بندیزونو له کبله هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي او پر دغه ډلې ګڼ بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

نن د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې افغانانو د سعودي عربستان، افغانستان او نورې اسلامي نړۍ له مسلمانو سره په یوه وخت د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځلې ده.
د پښتونخوا په پېښور او نورو سیمو کې مېشت افغانان تل د سعودي عربستان او یا هم د افغانستان د سترې محکمې له اعلان سره سم د اختر ورځې نمانځي.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د تاج اباد په یوه جومات کې ملا امام وایي:« په دې کې هېڅ کومه ستونزه نشته، چې موږ له عربستان او یا هم له افغانستان سره روژه نیسو او هم اخترونه نمانځو».
په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي، چې د شمشتو د کډوالو په پنډغالي کې چې ګڼ اوسېدونکي یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړي دي؛ د لمانځه له ادا کولو وروسته خلک یو بل ته د مبارکۍ غېږ ورکوي.
حسن خان چې یو افغان کډوال دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي:« نن زموږ د اختر لومړۍ ورځ ده؛ خو په سږنی اختر مو د نورو تېرو اخترونو په څېر خوشحاله نهدی، ځکه چې د پاکستان حکومت افغانانو ته امر کړی چې له دغه هېواده ووځئ».
هغه نه پوهېږي، چې د هغه راتلونکې ورځې به په پاکستان کې وي که افغانستان کې.
نه یواځې دا چې په پښتونخوا کې افغان کډوال نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځي؛ بلکې په نورو سیمو لکه چارسده، خیبر، لنډي کوتل او باجوړ کې هم د ځایي اوسېدونکو لهخوا د اختر لمونځ ادا شوی دی.
تېره ورځ د سعودي عربستان هلال کمیټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت یې ليدلې او نن به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
له دې خبرتیا سره سم د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د میاشتې د لیدلو د مرکزي او ولایتي کېمټو د غړو د معلوماتو پر بنسټ په پکتیکا، کندهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو میاشت لیدلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې د اختر په لومړۍ ورځ عیدګاه جومات ته تللی او هلته یې د لمانځه امامت هم کړی دی.
د طالبانو ویاند لیکلي، چې د اختر د لمانځه پرمهال زرګونه کسانو ګډون کړی و.
هغه پر اېکس له دغه پوسټ سره د کندهار د عیدګاه جومات د تېر کمکي اختر د لمانځه پر مهال اخیستل شوی انځور خپور کړی دی.
په تېر اختر کې ملا هبت الله لمونځ کوونکو ته وینا هم کړې وه؛ خو د طالبانو ویاند دا ځل د خپل مشر د وینا په تړاو کومه خبره نه ده کړې.
دا څویم ځل دی، چې په کندهار کې د ملا هبت الله له لوري د اختر د لمانځه د امامت او ګډون خبره کېږي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅ انځور یا سند نه دی خپور شوی.
له دې سره هممهاله په کابل کې د ارګ دننه هم د طالبانو لوړپوړو چارواکو په ګډون د اختر لمونځ مراسم ترسره شوي دي.
په ارګ کې د دغو مراسمو پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي.
افغانان په داسې حال کې د ملا هبت الله تر واکمنۍ لاندې اخترونه نمانځي، چې پر هېواد لوږې خورا سخته څپه حاکمه ده او د غربت کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.
همدا راز دغه ډلې په هېواد کې د نجونو د زدهکړو تر څنګ د بیان پر ازادۍ او ګڼو نورو برخو سخت بندیزونه لګولي دي.
د راپورونو له مخې، افغانستان اوسمهال د نړۍ تر ټولو خپه هېوا ګڼل کېږي چې وګړي یې خورا کمه خوشحالي لري.

په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواره کړي. په ارګ کې د کمکي اختر لمانځه مراسمو کې ګنو لوړپوړو طالبانو ګډون کړی و.
د طالبانو دغه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د خپلې واکمنۍ د بیا پیل راهیسې نړۍ ته ثابته کړې چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی او د اقتصاد محوره تګلارو تر څنګ د مقابل درناوي په اډانه کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او اړیکو ته چمتو دي.
د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دغه غوښتنې داسې وخت کې کېږي، چې طالبانو تازه له امریکا سره هم د اړیکو نوې دروازې پرانېستې دي او تازه یې تېره ورځ یوه امریکایۍ هم له زندانه خوشې کړې ده.
که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټيکې اړیکې لري؛ خو دغه ډله لا تر اوسه هېڅ چا هم په رسمیت نه ده پېژندلې. ان ګاونډی پاکستان بیا لا له دې ډلې سره په سختو ناندریو او وسلهوالو جګړو کې هم ښکېل شوی دی.
د ملا برادر په وینا، افغانان باید دا فکر له خپلو مغزو وباسي چې بهرنیان به د افغانستان د ودانۍ لپاره هلې ځلې کوي او یا به هم خوشحالۍ له ځانه سره راوړي.
هغه جلا وطنه افغانانو ته په اشارې سره وايي، په بهرنیو هېوادونو کې د هېڅ ډول مالکیت احساس نه لري او نه هم پکې خوشحالي موندلای شي.
د نوموړي په خبره، د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوې چې هېڅوک یې غم په اوږو نه اخلي او نه یې هم څوک په پرمختګونو خوشحالېږي.
ملا برادر له افغانانو غواړی، څو د خپل هېواد د ټیکاو او پرمختګ لپاره سره یو موټی شي او هر ډول مخالفتونو ته شا کړي.
طالبانو بیا د دغو څرګندونو برعکس په هېواد کې خلکو سره چلند کړی دی. پخواني افغان سیاستوال یې له فعالیتونو منعه کړي او ان سیاسي ګوندونه یې هم بند کړي دي.
پر دغه ډلې نیوکه ده، چې دولتي ادارو کې یې یوازې د خپلې ډلې کسان ګومارلي او ان د ډېرو باتجربه کسانو پر ځای یې خپل دودیز ملایان په دندو ګومارلي چې د مسلکي کسانو تېښتې ته یې هم لاره برابره کړې ده.
په دغه اختریزه وینا کې نوموړي دا هم ویلي، چې افغانان اوس د طالبانو په واکمنۍ کې هر کال اختر د امن او خوشحالۍ په فضا کې نمانځي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې لا تر اوسه هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، په تېر اختر کې هغه ته داسې منسوب غږیز پېغامونه خپاره شول چې ګوندې په کندهار کې یې د اختر لمانځه په مراسمو کې ګډون کړی او خلکو ته یې وینا هم کړې ده.
د ننني کمکي اختر تر دا مهاله د طالبانو مشر د راښکاره کېدو یا په عام محضر کې کومه وینا نه ده خپره شوې.
د پخواني نسکور شوي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاستوالو په خپلو اختریزو پېغامونو کې نیوکې کړې، چې طالبانو پر افغانانو د ژوند کړۍ خورا تنګه کړې ده.
په دغو اختریزو پېغامونو کې د طالبانو پر بندیزونو او محدودیتونو سختې نیوکې شوې دي.