• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا حسن: نړۍوال دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای له طالبانو سره د مثبت تعامل لاره غوره کړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا د کمکي اختر په مناسبت په یوه پېغام کې ویلي، دوی له نړۍوالو او ګاونډیو هېوادونو غواړي چې پر دوی د بندیزونو او فشارونو پر ځای دې ورسره مثبت تعامل ته را وړاندې شي.

د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۰مه)‌ که څه هم د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د لمانځه مراسمو ته نه و ورغلی؛ خو د هغه له لوري استول شوی پېغام پکې واورول شو.

د طالبانو رییس الوزرا په خپل پېغام کې ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی، چې طالبان د هېڅ چا په کورنیو مسلو کې لاسوهنه نه کوي.

ملا حسن اخوند زیاته کړې، چې دوی ټولو هېوادونو سره د ښه نیت له مخې د اړیکو غوښتونکي دي؛ خو نړۍ هم باید د فشارونو او بندیزونو پر ځای له دوی سره د مثبت تعامل لپاره اقدام وکړي.

د هغه په خبره، د متقابل درناوي له مخې له هر چا سره د اړیکو غوښتونکي دي او باید ورته ستونزې پېښې نه کړای شي.

د طالبانو رییس الوزرا همدا راز د ګاونډیو هېوادنو په ګډون له ټولو هغو هېوادونو چې افغانان پکې مېشت دي غوښتنه کړې، چې د کډوالو له جبري اېستنې دې ډډه وکړي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستان او ایران په لویه کچه د افغان کډوالو اېستل کېدو ته چمتووالی نیولی دی.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) افغان کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي او که داسې ونکړي له یادې نېټې وروسته به یې په زوره د اېستل کېدو لپاره د پولیسو چاڼيز عملیات هم پیل شي.

لا له وړاندې د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو عملیات پیل شو‌ي دي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې ورځ تر بلې د وزګارتیا کچه مخ په ډېریدو ده؛ ملا حسن اخوند په خپل پېغام کې زیاتوي، چې روان کال به د لویو پروژو په پلي کېدو سره به ځوانانو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د پانګونې جذب،‌ د اوبو تنظیم، د کرنیز سکټور ودې او د زده‌کړو په برخه کې به روان کال کوټلي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو رییس الوزرا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ملګرو ملتونو په وار وار اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی او افغانان اوس مهال د لوږې له ناورین سره مخ دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کې نړۍوالو ته پېغام ورکړی، چې له دوی سره دې تعامل ته لارې چارې برابرې کړي.

طالبان که څه هم د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ځینو اروپايي هېوادونو سره هم تعامل لري؛ خو لا تر اوسه پورې د خپلو سختدریځه بندیزونو له کبله هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي او پر دغه ډلې ګڼ بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې نن د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

نن د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې افغانانو د سعودي عربستان، افغانستان او نورې اسلامي نړۍ له مسلمانو سره په یوه وخت د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځلې ده.

د پښتونخوا په پېښور او نورو سیمو کې مېشت افغانان تل د سعودي عربستان او یا هم د افغانستان د سترې محکمې له اعلان سره سم د اختر ورځې نمانځي.

افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د تاج اباد په یوه جومات کې ملا امام وایي:« په دې کې هېڅ کومه ستونزه نشته، چې موږ له عربستان او یا هم له افغانستان سره روژه نیسو او هم اخترونه نمانځو».

په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي، چې د شمشتو د کډوالو په پنډغالي کې چې ګڼ اوسېدونکي یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب غړي دي؛ د لمانځه له ادا کولو وروسته خلک یو بل ته د مبارکۍ غېږ ورکوي.

حسن خان چې یو افغان کډوال دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي:« نن زموږ د اختر لومړۍ ورځ ده؛ خو په سږنی اختر مو د نورو تېرو اخترونو په څېر خوشحاله نه‌دی، ځکه چې د پاکستان حکومت افغانانو ته امر کړی چې له دغه هېواده ووځئ».

هغه نه پوهېږي، چې د هغه راتلونکې ورځې به په پاکستان کې وي که افغانستان کې.

نه یواځې دا چې په پښتونخوا کې افغان کډوال نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځي؛ بلکې په نورو سیمو لکه چارسده، خیبر، لنډي کوتل او باجوړ کې هم د ځایي اوسېدونکو له‌خوا د اختر لمونځ ادا شوی دی.

تېره ورځ د سعودي عربستان هلال کمیټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت یې ليدلې او نن به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

له دې خبرتیا سره سم د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د میاشتې د لیدلو د مرکزي او ولایتي کېمټو د غړو د معلوماتو پر بنسټ په پکتیکا، کندهار، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو میاشت لیدلې ده.

ملا هبت الله کندهار کې د اختر د لمانځه امامت کړی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې د اختر په لومړۍ ورځ عیدګاه جومات ته تللی او هلته یې د لمانځه امامت هم کړی دی.

د طالبانو ویاند لیکلي، چې د اختر د لمانځه پرمهال زرګونه کسانو ګډون کړی و.

هغه پر اېکس له دغه پوسټ سره د کندهار د عیدګاه جومات د تېر کمکي اختر د لمانځه پر مهال اخیستل شوی انځور خپور کړی دی.

په تېر اختر کې ملا هبت الله لمونځ کوونکو ته وینا هم کړې وه؛ خو د طالبانو ویاند دا ځل د خپل مشر د وینا په تړاو کومه خبره نه ده کړې.

دا څویم ځل دی، چې په کندهار کې د ملا هبت الله له لوري د اختر د لمانځه د امامت او ګډون خبره کېږي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅ انځور یا سند نه دی خپور شوی.

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د ارګ دننه هم د طالبانو لوړپوړو چارواکو په ګډون د اختر لمونځ مراسم ترسره شوي دي.

په ارګ کې د دغو مراسمو پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي.

افغانان په داسې حال کې د ملا هبت الله تر واکمنۍ لاندې اخترونه نمانځي، چې پر هېواد لوږې خورا سخته څپه حاکمه ده او د غربت کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

همدا راز دغه ډلې په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو تر څنګ د بیان پر ازادۍ او ګڼو نورو برخو سخت بندیزونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې، افغانستان اوس‌مهال د نړۍ تر ټولو خپه هېوا ګڼل کېږي چې وګړي یې خورا کمه خوشحالي لري.

ملا برادر: یو ځل بیا له نړۍوالو غواړم، چې له موږ سره سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۱

په ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواره کړي. په ارګ کې د کمکي اختر لمانځه مراسمو کې ګنو لوړپوړو طالبانو ګډون کړی و.

د طالبانو دغه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د خپلې واکمنۍ د بیا پیل راهیسې نړۍ ته ثابته کړې چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی او د اقتصاد محوره تګلارو تر څنګ د مقابل درناوي په اډانه کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او اړیکو ته چمتو دي.

د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دغه غوښتنې داسې وخت کې کېږي، چې طالبانو تازه له امریکا سره هم د اړیکو نوې دروازې پرانېستې دي او تازه یې تېره ورځ یوه امریکایۍ هم له زندانه خوشې کړې ده.

که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټيکې اړیکې لري؛ خو دغه ډله لا تر اوسه هېڅ چا هم په رسمیت نه ده پېژندلې. ان ګاونډی پاکستان بیا لا له دې ډلې سره په سختو ناندریو او وسله‌والو جګړو کې هم ښکېل شوی دی.

د ملا برادر په وینا، افغانان باید دا فکر له خپلو مغزو وباسي چې بهرنیان به د افغانستان د ودانۍ لپاره هلې ځلې کوي او یا به هم خوشحالۍ له ځانه سره راوړي.

هغه جلا وطنه افغانانو ته په اشارې سره وايي، په بهرنیو هېوادونو کې د هېڅ ډول مالکیت احساس نه لري او نه هم پکې خوشحالي موندلای شي.

د نوموړي په خبره،‌ د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوې چې هېڅوک یې غم په اوږو نه اخلي او نه یې هم څوک په پرمختګونو خوشحالېږي.

ملا برادر له افغانانو غواړی،‌ څو د خپل هېواد د ټیکاو او پرمختګ لپاره سره یو موټی شي او هر ډول مخالفتونو ته شا کړي.

طالبانو بیا د دغو څرګندونو برعکس په هېواد کې خلکو سره چلند کړی دی. پخواني افغان سیاست‌وال یې له فعالیتونو منعه کړي او ان سیاسي ګوندونه یې هم بند کړي دي.

پر دغه ډلې نیوکه ده، چې دولتي ادارو کې یې یوازې د خپلې ډلې کسان ګومارلي او ان د ډېرو باتجربه کسانو پر ځای یې خپل دودیز ملایان په دندو ګومارلي چې د مسلکي کسانو تېښتې ته یې هم لاره برابره کړې ده.

په دغه اختریزه وینا کې نوموړي دا هم ویلي، چې افغانان اوس د طالبانو په واکمنۍ کې هر کال اختر د امن او خوشحالۍ په فضا کې نمانځي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله چې لا تر اوسه هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، په تېر اختر کې هغه ته داسې منسوب غږیز پېغامونه خپاره شول چې ګوندې په کندهار کې یې د اختر لمانځه په مراسمو کې ګډون کړی او خلکو ته یې وینا هم کړې ده.

د ننني کمکي اختر تر دا مهاله د طالبانو مشر د راښکاره کېدو یا په عام محضر کې کومه وینا نه ده خپره شوې.

د پخواني‌ نسکور شوي جمهوري نظام یو شمېر چارواکو او سیاست‌والو په خپلو اختریزو پېغامونو کې نیوکې کړې، چې طالبانو پر افغانانو د ژوند کړۍ خورا تنګه کړې ده.

په دغو اختریزو پېغامونو کې د طالبانو پر بندیزونو او محدودیتونو سختې نیوکې شوې دي.

طالبان خطیبانو ته: د کمکي اختر په لومړۍ ورځ خلکو ته د ملاهبت الله اختریز پېغام تشرېح کړئ

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي،‌ په ټول هېواد کې یې خطیبانو ته سپارښتنه کړې چې د اختر د لمانځه پر مهال خلکو ته د ملاهبت الله له لوري خپور شوی اختریز پېغام ټکی په ټکی تشرېح کړي.

د طالبانو یاد وزارت له خطیبانو غوښتي، چې د لمانځه په مراسمو کې یوازې شل دقیقې د اختر پر فضایلو او مسایلو خلکو ته معلومات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې شل دقیقو وروسته دې خلکو ته په سمه توګه د ملاهبت الله اختریز پېغام واوروي او توضېحات دې هم ورکړي.

دغه وزارت د اختر د لمانځه ادا کولو وخت په ټول هېواد کې اوه بجې او پنځه څلوېښت دقیقې ښودلی دی.

ملا هبت الله په خپل اوږد اختریز پېغام کې یو ځای ویلي، ټول محکمې باید د حنفي فقهې په چوکاټ کې «شرعي پرېکړې» وکړي.

په یاد پېغام کې دغه غوښتنه هم شوې، چې خلک باید د امربالمعروف محتسبانو سره د منکراتو او فساد په مخنېوی کې لازمې همکارۍ وکړي.

د طالبانو د مشر په اختریز پېغام کې «نوروز د جاهلیت دورې اختر» بلل شوی او له خلکو یې غوښتي چې له لمانځلو یې ډډه وکړي.

د طالبانو حج او اوقافو وزارت داسې مهال خطیبانو ته د ملاهبت الله پېغام د اورولو او وضاحتونو د ورکړې سپارښتنه کوي چې دې ډلې پخوا هم ورته لارښوونې کړې وې.

تر دې وړاندې هم له خطیبانو غوښتل شوي وو، چې د جمعې ورځې په تقریرو کې دې خلک د ملا هبت الله ملاتړ او درناوي ته راوبولي.

د طالبانو مشر چې لا هم په عام محضر کې خلکو ته نه دی راښکاره شوی پرې نیوکه ده، چې دین یې هم په خپل انحصار کې نیولی او د هېواد دیني عالمان یې مکلف کړي؛ څو خطبو کې د هغه د نوم ذکر هم وکړي.

طالبان د مذهب له مخې د حنفي فقهې باور لرونکي دي او دغه ډله خورا په سختدریځه توګه د نورو مذهبونو پر وړاندې بې باکه چلند هم کوي.

امرالله صالح: طالبان په خپلو منځونو کې د سخت کړکېچ له امله ګیر پاتې دي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱

د پرځېدلي جمهوي نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبان په خپلو منځونو کې د سخت کړکېچ له امله ګیر پاتې دي او د دوی ترمنځ مخالفتونه ورځ تر بلې ژورېږي.

نوموړي په خپل اختریز پېغام کې هم د خپل طبیعت د طالبانو ضد دریځ له مخې یو ځل بیا پر افغانستان د دغه واکمنې ډلې په تړاو توندې څرګندونې کړې دي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر ظلمونو او د جهالت سیورې لاندې افغانانو ته اختر چندان د خوشالۍ اصلي بڼه نه لري.

هغه یو ځل بیا زیاته کړې، چې د طالبانو واکمني هېڅ ډول قانوني مشروعیت او د خلکو ملاتړ نه لري؛ بلکې د افغانستان ثبات یې هم زیانمن کړی دی.

هغه د طالب ضد او غیر طالب کسانو څخه غوښتي، چې د دغه ډلې تر واکمنۍ وروسته باید یوازې «تر طالب وروسته افغانستان» باندې باور ولري او د دغه ډلې تر واکمنۍ وروسته باید د هېواد پر مدیریت فکر وکړي.

د هغه په وینا؛ د طالبانو خلاف یووالی د بریا، پرمختګ او یو با وقاره افغانستان ضمانت کوي. هغه پر ټولو لوریو غږ کړی، چې د طالب خلاف مبارزه کې باید سره لاسونه یو کړي، د یو بل منلو روحیه پیاوړې کړي او د افغانستان د عزت د بیا راګرځولو لپاره هڅې وکړي.

امرالله صالح په دې باور دی، چې طالبانو له تاریخي او ملي ورځو سره له دوښمنۍ ډک چلند کوي. هغه د «نوروز» خلاف د طالبانو دریځ ته هم اشاره کړې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو پخوانیو چارواکو او سیاست‌والو په خپلو اختریزو پېغامونو کې له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې د نجونو پرمخ د زده‌کړو دروازې بېرته پرانېزي.

په اختریزو پېغامونو نیوکې شوې، چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ له امله تیارې خپرې کړې او بندیزونو یې عامو افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.