پاکستان اعلان کړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د ۳۱مه به په ټول هېواد کې د ای سي سي کارت لرونکو افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه په جبري توګه ستانه کړي، چې د اوسېدو هېڅ ډول اسناد نه لري.
نن د مارچ ۳۱مه او د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده او په پاکستان کې اته لکه ای سي سي کارټ لرونکي افغانان چې له څلورو لسیزو ډېره موده یې په دغه هېواد کې تېره کړې له پراخو اندېښنو سره حیران پاتې دي.
محمد ابراهیم د خېبر پښتونخوا ایالت د پېښور په تاج اباد سیمه کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کوونکی دی او د هغه دوه مشر وروڼه هم له همدې لېسې فارغ شوي دي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «که پاکستان مو پرېږدي او له دې لېسې فارغ شم نو غواړم لوړې زده کړې هم په پاکستان کې وکړم، اوس پاکستان غواړي موږ وباسي، موږ له سختو مشکلاتو سره مخ یو، حکومت باید کډوالو ته لږ نور وخت هم ورکړي، تر څو موږ په افغانستان کې د ځان لپاره کور، کار او د زده کړو زمینه برابره کړو.»
ابراهیم وایي، چې په خېبر پښتونخوا کې پیدا شوی او ددې ځای د ماحول ترڅنګ یې د پاکستاني نصاب کې زده کړي، خو که په جبري توګه و اېستل شي، نو له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي.
په پېښور کې د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکی عبدالباري هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې خواشینی کړی.
نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړې اندېښمن کړي یو، دلته زموږ زده کړې روانې دي، اقتصادي مشکلات مو دلته حل کېږي، راشه درشه مو دلته، که دومره په بېړه واېستل شو نو زموږ لپاره ډېره سخته وي، نه مو په افغانستان کې کور شته، نه کار او نه هم د زده کړو لپاره امکانات، حکومت باید موږ وخت راکړي.»
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د خپل تورتم راتلونکي یادونه وکړه او ویې ویل: «که پاکستان موږ بېرته واستوي نو زما زده کړې پای ته رسېږي او خپل ارمانونه نه شم پوره کولی.»
نوموړې زیاتوي: «په افغانستان کې د شته ستونزو له امله ما خپل تعلیم بشپړ نکړ، اوس په پاکستان کې یو او دلته چې د افغان کډوالو پر وړاندې کومې ستونزې او مشکلات دي د دې با وجود زموږ تمه ده، چې موږ خپل تعلیم بشپړ کړو، خو که دا امید له موږ څخه واخیستل شي نو موږ نه پوهېږو چې څه به کېږي، مګر خپل راتلونکی ډېر تورتم وینو او زموږ راتلونکي ته هېڅ هیله نه شته، تعلیم د پرمختګ یوازينۍ لاره ده او که موږ له تعلیم څخه بې برخې شو نو هېڅ بله لار نه شته چې پرمختګ دې پرې وشي.»
په پاکستان کې افغان زده کوونکي
د کډوالو لپاره د نړۍوال سازمان (یونسیار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د کډوالو ماشومانو لپاره ۱۴۲ تعلیمي ادارې کار کوي او په دغه ادارو کې نږدې ۵۶ زره نارینه او ښځینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د یونسیار معلومات ښيي، چې له دغه زده کوونکو یې ۶۰ سلنه نارینه او څلوېښت سلنه نجونې دي.
همدا ډول د پاکستان په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې هم زیات شمېر افغانان چې نارینه او نجونې دواړه پکې شامل دي په زده کړو بوخت دي.
د بشري حقونو نړۍوال کنونسیون له مخې، انسانان له زده محرومه کول قانوني جرم دی او د افغان کډوالو جبري اېستل چې نصابونه ورسره بدلېږي، تر ډېره ددې زمینه برابروي چې دغه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.
په پاکستان کې زیات شمېر افغان زده کوونکي د پاکستاني نصاب کتابونه زده کوي چې اکثر یې په انګلیسي او اردو ژبو دي.
د طالبانو مشر وايي، د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي. هبت الله اخوندزاده په خپله اختریزه وینا کې ویلي، چې د دغې ډلې عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قانین په لږ اصلاح ورته وړاندې کړي خو نوموړي رد کړي او ورته د منلو نه دي.
ښاغلی هبت الله زیاتوي، چې د دغې ډلې عالمان بوخت دې چې د «غرب» له اثر خلاص قانون جوړ کړي.
ملا هبت الله هغو نیوکو ته په اشاره چې افغانستان کې اساسي قانون نشته وايي:« موږ شپه او ورځ اخته یو، علما اخته دي. ګورئ داسي قانون نشته چې د غرب له چینې را روان وي. خود داسې قانون نشته. قانون دغه دی چې موږ یې دلته جوړ وو، سرچینه یې هم دلته ده او متخصصین یې هم دلته دي او جوړیږي هم دلته د غرب څخه کافي نشته. هغه غربي کارپوهان دلته کار نه پکښيې کوي..»
هبت الله په خپلو خبرو کې د دغه ډلې د نوې قانون په اړه وايي، چې د پخواني قانون هیڅ ماده او په هغه قانون اصلاح او تعادیل ورته د منلو وړ نه دی.« په عدليې وزارت کې به یې علما تر نظر باسي، هغه به الفاظ ور اصلاح کوي ګوري به یې، بیا به یې سترې محکمې ته استوئ، ستره محکمه به یې ګوري بیا به یې ماته استوئ. اوس چې هغه تر دې مراحلو تېر شوي دي ماته راغلي دي. بعضي داسې قوانین دې چې هغه زاړه اصلاح شوي دي، تعدیل شوي دي هغه ما بېرته په لاس ورکړي دي. ځئ داسې قوانین به جوړوی، چې خالص به پر شریعت جوړ وي، تاسي به یې دلته جوړوی د بل ځای مداخله به نه وي پکښي.»
نوموړی وايي، چې د دغې ډلې د عدلي وزارت او سترې محکمې تر کتنې وروسته ټول جوړیدونکي قوانین د ورستي ځل لپاره خپله ګوري.
تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعادیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډیر ژر توشیح شي.
قانونپوهانو پر طالبانو نیوکه کوي، چې لا یې هم د نږدې درې نیمو کلونو واکمنۍ سره اساسي قانون نشته، چې له امله یې خلک سرګردان او د دې ډلې مختلفې ادارې د یوې بلې په چارو کې لاسوهنه کوي.