• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي رسنیو د حماس له خوا د غزې د یو شمېر معترضینو د شکنجې او وژلو خبر ورکړ

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۱

یو شمېر اسراییلي رسنیو د فلسطیني فعالانو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس ځواکونو د غزې تړانګې یو شمېر ځوانان د دې ډلې پروړاندې په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون له امله شکنجه کړي او وژلي دي.

د راپورونو له مخې، حماس کابو شپږ کسان د اعتراضونو تنظیموونکي اعدام کړي دي.
په راپورونو کې همداراز زیاته شوې ده، چې د غزې یو اوسېدونکی وروسته له څلورو ساعتونو شکنجې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو، خو لږ وروسته مړ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې نور تښتول شوي معترضان لا هم لادرکه دي.
دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې سلګونه فلسطینیان د غزې په څو سیمو کې سره راټول شوي و او د حماس پرضد یې شعارونه ورکول.
دغه لاریونونه تر هغه یوه ورځ وروسته وشول، چې د اسلامي جهاد له خوا د اسراییل پر لوري راکټي بریدونه وشول او اسراییل پرېکړه وکړه، چې د بیت لاهیا سیمه خلک پرېږدي.
اخوا، په اسراییل کې د المان سفیر په خپل اېکس کې د یوه وژل شوي معترض د انځور په بیا خپرولو سره لیکلي: «دا د حماس ماهیت او اصلیت دی.»

دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په غزه کې یې د اوربند په اړه وړاندیز منلی دی.

نوموړي وویل، حماس د دوو منځګړو مصر او قطر هېوادونو له خوا په غزه کې د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی دی.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په میانمار کې د زلزلې د مړو شمېر ۱۷۰۰ ته ورسېد

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د میانمار حکومتي چارواکو ویلي، چې د یک شنې په ورځ په میانمار کې د زلزلې د مړو شمېر ډیر شوی او ۱۷۰۰ ته رسېدلی. په ورته مهال دغه هېواد ته نړیوالې بشري مرستې رسېدلې او د زلزلې د قربانیانو د موندلو او تداوي هڅې کوي.

خو د سړکونو، د اورګاډو پټلیو او هوايي ډګرونو د ویجاړیدو له امله لا هم ډیرو سیمو ته مرستې نه دي رسیدلې.

د میانمار حکومت د یک شنبې په ورځ رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۷۰۰ ته رسیدلی ۳۴۰۰ ټپیان او ۳۰۰ لا هم ورک دي.

د میانمار د نظامي شورا مشر جنرال مین اونګ هلاینګ ویلي، چې حکومت له یو سخت حالت سره مخ دی او ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

میانمار درې ورځې وړاندې د مرستو غوښتنه کړې وه او تر اوسه د هند، چین، ټاییلنډ، مالیزیا، سینګاپور او روسیې دغه هېواد ته بشري مرستې او ژغورونکې ډلې لیږلې دي.

جنرال مین اونګ هلاینګ وايي:«ډیر ویجاړی شوی او د بشري مرستو اړتیاوې هره شیبه زیاتیږي.»

د میانمار ۵۵ میلیوني هېواد د پلونو، سړکونو، هوايي ډګرونو او پټلیو ډیرې مهمې زیربناوې د یادې زلزلې له امله ویجاړې شوې دي.

د میانمار د نظامي شورا مشر جنرال مین اونګ هلاینګ وایي:«موږ باید اورګاډي بېرته فعالې کړو او هوايي ډګرونه خلاص کړو ترڅو د ژغورنې عملیات اغیزناک شي.»

100%

پر همدغه مهال د سور صلیب نړیوال فدراسیون په یوه بیان کې ویلي:« د هوا تودوخه زیاته شوې او د مون سون بارانونه رانږدې دي، نو اړینه ده چې زیانمن شوي خلک ژر تر ژره باثباته کړای شي تر څو نور بحرانونه رامنځته نه شي.»

پر همدغه مهال د امریکا د جیولوژیکي خدماتو ادارې اټکل کړی، چې په میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ښايي لس زرو ته ورسیږي.

په میانمار کې د جمعې په ورځ د ریشتر په کچه ۷،۷ درجې زلزله وشوه چې د دغه هېواد ترڅنګ یې په ټایلنډ کې هم خلکو ته زیاتونه اړولي دي.

ډونالډ ټرمپ: که د ایران اسلامي جمهوریت موافقه ونه کړي، نو بمبار به شي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له این بي سي نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبار به شي. د امریکا ولسمشر وویل، دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هیڅکله نه وي لیدلې.

د دې مرکې په یوه برخه کې، ټرمپ یادونه وکړه، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دوهمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي.

ټرمپ مخکې د ایران اسلامي جمهوریت رهبر ته یو لیک لیکلی و.

تهران وايي چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی.

د اکسیوس خبري سایټ د یوه امریکایي چارواکي او دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې خامنه ای ته د ټرمپ لیک سخت و او د نوي اټومي تړون لپاره یې دوه میاشتې ضرب الاجل هم شامل و.

دا لیک په دې وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د سفیر له لارې په تهران کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ته وسپارل شو.
د ټرمپ لیک ته د تهران د ځواب بشپړ متن د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو لخوا نه دی خپور شوی.

خو د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان وویل چې علي خامنه يي د ډونالډ ټرمپ د لیک په ځواب کې ویلي چې له متحده ایالاتو سره د "غیر مستقیم" خبرو اترو لاره خلاصه ده.

د چارواکو په وینا، دا خبرې اترې به یوازې د اټومي پروګرام په اړه وي.

د یکشنبې په ورځ، د د وري په ۱۰مه، پزشکیان وویل چې د ټرمپ لیک ته د خامنه ای ځواب د عمان له لارې د امریکا ارتباطي پلاوي ته رسیدلی دی.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: "په دې ځواب کې، که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو موضوع رد شوې ده، خو ویل شوي چې د غیر مستقیمو خبرو اترو لاره خلاصه ده."

احمد الشرع د سوریې د انتقالي حکومت نوې کابینه اعلان کړه

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱

د سوریې لنډمهالي حکومت مشر احمد الشرع د شنبې په ورځ د خپلو ۲۳ وزیرانو په انتصاب سره د نوي انتقالي حکومت اعلان وکړ.

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د سوریې نوي چارواکي چې د سني اسلام پالو په مشرۍ د لویدیځ او عربي هېوادونو تر فشار لاندې راغلي؛ ترڅو یو داسې حکومت جوړ کړي، چې د سوریې بېلابېل قومونه او مذهبي لږکۍ پکې شاملې وي.

د راپورونو له مخې، دغه فشارونه وروسته له هغې زیات شوي، چې په روانه میاشت کې د دغه هېواد په لویدیځ کې د تاوتریخوالي له امله د بشارالاسد علوي پلویانو سلګونه تنه ووژل شول.

په نوې کابینه کې د علوي فرقې غړی یاروب بدر هم شامل دی، چې د سوریې د ټرانسپورټ د وزیر په توګه نومول شوی دی.

له بل پلوه امګد بدر چې د دروزي ټولنې سره تړاو لري، د دغه هېواد د کرنې وزارت مشري وکړي.

یوه عیسوۍ مېرمنه هند کاباوات د سوریې په نوې کابینه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره ټاکل شوې ده.

په همدې حال کې محمد یاسر برنیه د مالیې وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

احمد الشرع ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د سپورت وزارت او د بېړنیو حالاتو لپاره یوبل وزارت جوړ کړی چې د سپینې خولۍ په نوم د ژغورنې ډلې مشر راید الصالح یې د بېړنیو حالاتو د وزیر په توګه ټاکلی دی.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې احمد الشرع د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه معرفي شو او ژمنه یې وکړه، چې یو پراخ انتقالي حکومت به جوړوي چې د هیواد ویجاړې شوې دولتي ادارې ورغوي او د ټاکنو د ترسره کېدو پورې به په هېواد کې حکومت کوي.

افراسیاب خټک: په پښتونخوا کې ناامني او روانه جګړه پر پښتنو تپل شوې ده

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک د کوچني اختر د مبارکۍ په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، په پښتونخوا کې ناامني او روانه جګړه پر پښتنو تپل شوې ده. هغه له خلکو غوښتي، چې د اختر په خوښیو کې د دغه تپل شوې جګړې له امل ځپل شوي خلک هیر نه کړي.

نوموړي په پښتنو غږ کړی، چې د اختر په خوښیو ډکو شېبو کې د خپلې خاورې د امن دعا هېره نه کړي.

بل خوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د خېبر پښتونخوا مردان ولسوالۍ اړوند د کاټلنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ له‌خوا د شپنو په کورنیو برید ته په غبرګون ویلي، چې د اختر ورځو ته په مردان کې د پښتنو نجونو لاسونه په نکریزو نه؛ بلکې په وینو سره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، پرون شپه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د دوو ځايي شپنو کورنۍ په نښه شوې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

منظور پښتین په خپلې فېسبوک پاڼې دغه برید ته په غبرګون کې لیکلي: «نن په ټوله نړۍ کې مسلمانان د اختر په تیاریو بوخت و، خو پاکستان د پښتنو په وژلو بوخت و».

د‌ پاکستان پوځ د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې د شپږو وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړی دی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر په یوې خبرپانه کې ویلي، د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کې یې شپږ تنه وسله‌وال په ځانګړو عملیاتو کې وژلي دي. پوځ زیاته کړې، چې د ترهګرو پر ضد یې یاد عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.

په خبرپانه کې راغلي، چې پاکستاني پوځیان د دغو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو له مقاومت سره مخ شول؛ خو تر څه ځنډ وروسته یې له پښو وغورځول.

د پوځ په وینا، دغه شپږ تنه وژل شوي وسله‌وال د قانون پلي کوونکو ادارو او د ملکي وګړو پر ضد په ځینو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.

همدا راز ویل شوي، چې د وسله‌والو ډلو د ځپلو لپاره به پوځ خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

که څه هم د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله‌والو د هویت او د ډلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله‌واله ډله خورا فعاله ده.

بلوڅ ازادي غوښتونکو د روانې میاشتې په ترڅ کې د پاکستاني پوځیانو پر کتارونو درانه وسله‌وال بریدونه کړي دي.

روانه میاشت د دغه وسله‌والې ډلې له لوري پاکستاني پوځیانو ته خونړۍ هغه بلل کېږي، چې د جعفر اېکسپرېس په څېر ډله‌ییز برید هم پکې شامل و.

بلوڅ بېلتون پالو ادعا کړې وه، چې د یاد برید پر مهال یې د پاکستان د امنیتي ادارو ۳۰۰برمته کړي کارکوونکي او سرتېري وژلي دي؛ خو د پاکستان پوځ دغه ادعا نه ده منلې او د برید پر مهال یې د لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

پاکستان د یاد برید پر مهال ټلېفوني اړیکې څارلي او ادعا یې کړې، چې وسله‌وال په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

له دې ور هاخوا په خېبر پښتونخوا کې بیا پاکستاني طالبانو تر بل هره وخته خپل فعالیتونه پراخ او چټک کړ‌ي دي.

په یاد ایالت کې هره ورځ د پاکستاني پوځیانو او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ د نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.

پاکستان ادعا لري، چې په دې وروستیو کې په بې سارې توګه زیاتې شوې ترهګرۍ تر شا د افغان خاورې د کارېدو ثبوتونه لري او د طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله‌والو ته امن پناه ځایونه برابر شوي دي.

بل خوا طالبانو په وار، وار د‌ پاکستان هغه څرګندونې رد کړې دي، چې ګنې افغان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

طالبانو د پاکستان امنیتي ادارې په امنیتي برخه کې ناکامه بللې دي او پرې یې غږ کړی، چې د دوی د تورنولو پر ځای دې خپلو ناکامیو ته پام وکړي.