• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ویاند: ذبیح الله مجاهد زما اصلي نه بلکې مستعار نوم دی

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره د دغې ډلې ویاند په یوې ځانګړې مرکه کې دا په ډاګه کړې، چې د «ذبیح الله مجاهد» کارېدونکی نوم یې اصلي نه بلکې مستعار دی. هغه خپل لومړنی نوم نه دی ښودلی؛ خو دا یې منلې چې رسنیو کې کارېدونکی نوم یې خپل نه دی.

د طالبانو ویاند وايي، په ۲۰۰۶ کال کې دی په دغه دنده تر ګومارل کېدو وروسته د امنیتي ستونزو له کبله یې د «ذبیح الله مجاهد» په نامه خپل فعالیت پیل کړ.

هغه زیاته کړې، چې د شپږو میاشتو لپاره پر دغه مستعار نامه د ده پر ځای د طالبانو یو بل ویاند هم دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو دغه ویاند که څه هم خپل اصلي نوم نه دی ښودلی؛ خو معلوماتو په ډاګه کړې چې د ذبیح الله مجاهد اصلي نوم «طاهر شاه» دی.

نوموړی د طالبانو په واکمنۍ کې اوس په رسمي توګه هم له خپل مستعار نوم څخه ګټه اخلي او لا تر اوسه له خپل اصلي نوم سره رسنیو ته نه دی را څرګند شوی.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، د ویاند په توګه دنده ترسره کول یې انتخاب نه و؛ بلکې دا دنده پر ده تحمیل شوې او خورا ستړی کار دی.

د هغه په وینا، د دغه دندې پر مهال له سختو کږلېچونو او ننګوونو سره هم مخ شوی دی.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د خپلې دندې پر مهال له سختو ګواښونو سره مخامخ و او د دندې په لومړنیو ورځو کې یې د اړیکو لپاره له سټلایټ ټلېفون کار اخیستلو.

نوموړی په دغه مرکه کې په ډاګه کوي، چې د سټلایټ ټلېفون څخه ګټه اخیستل یې هغه مهال په خورا لوړ لګښت ترسره کول او له رسنیو سره د اړیکو پر مهال به یې د ځای موندلو ګواښ هم ډېر و.

هغه دا هم روښانه کړې، چې ځینو جعلي کسانو هم د هغه له نوم څخه په ګټنې له بهرنیو رسنیو سره مرکې کړې وې.

د طالبانو ویاند دا هم منلې، چې په رسنیو کې یې له ځینو خبریالانو سره ملګرتیا هم لرله چې په دغه ډله یې د «بي‌بي‌سي» ژورنالېستان هم یاد کړي دي.

د طالبانو په منځ کې د بدلو یا مستعارو نومونو کارول که څه هم کومه نوې خبره نه ده؛ خو د دغه ډلې غړي اوس د خپلې واکمنۍ پر مهال په رسمي چارو کې هم خپل اصلي نومونه نه کاروي. طالبانو د مستعارو نومونو کارولو لاملونه دا ګڼي، چې ګوندې له پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې د خپل خوندیتوب له کبله دا چاره ترسره کوله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

معصوم ستانکزی: رېښتونی اختر به هغه وخت وي،چې له ظلم او توپیر پرته یو ولسي اسلامي نظام راشي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي د کمکي اختر په مناسبت پېغام کې ویلي، افغانان به هغه وخت یو رېښتونی اختر ولري چې له ظلم او توپیر پرته د یو ولسي اسلامي نظام تر سیورې لاندې سره راټول شي.

نوموړی له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پرځېدلي جمهوري نظام د سولې پلاوي یو مهم غړی هم و، چې وخت ناوخت یې په قطر کې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات هم کول.

یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په اختریزو پېغامونو کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې او د دې ډلې کړنې یې ظالمانه بللې دي.

پخوانیو چارواکو کې یې ځینو ډاډ څرګند کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ وخت مخ په راکمېدو دی او ډېر ژر به دغه ډله تر پاشل کېدو وروسته له واکه وپرځېږي.

ان د بلخ پخواني والي عطا محمد نور لا دا هم ویلي و، چې طالبان به تر راتلونکي یو کال وروسته نور په افغانستان واکمن نه وي.

که څه هم د طالبانو لوړپوړو غړو په اختریزو ویناوو کې د پخواني جمهوري نظام چارواکو ته په اشارې بلنې ورکړې، چې خپل هېواد ته دې ستانه شي؛ خو نیوکې دا دي چې طالبانو په هېواد کې پر هر ډول سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی او له همدې کبله کابل ته بېرته ستنېدونکي سیاست‌وال د بیان له ازادۍ محرومېږي.

طالبانو‌ په خپلو اختریزو پېغامونو کې له نړۍ سره په مثبت تعامل ټینګار کاوه او له هېوادونو یې وغوښوتل، چې د ښو او نويو اړیکو باب دې ورسره پرانېزي.

قطر کې زده کړیالانې: افغانستان ته په ستنېدو سره به مو طالبان د جاسوسانو په توګه وپېژني

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۱

په قطر کې د امریکايي پوهنتون افغان زده کړیالانې وېره لري، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو او ویزو له بندېدو وروسته به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړای شي.

نیویارک ټایمز په قطر کې د امریکایي پوهنتون افغان زده کړیالانو ته ځانګړې شوي راپور کې د یوې افغانې زده کړیالې نیلاب اندېښنې راخیستي او لیکلي یې دي، چې د جنوري په ۲۰ نیلاب د خپل سایبري امنیت درجې لپاره خپله وروستۍ پروژه پلان کړې وه، چې ولسمشر ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتېدنې ځنډولو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ.

د متحده ایالاتو حکومت د نیلاب او د هغې د ټولګیوالو لپاره د کډوالۍ ژمنه کړې وه، خو د دوی هیلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په متحده ایالاتو کې پناه اخیسته، تر ډېره په اوبو لاهو ښکاري.

د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو پروګرامونو لغوه کولو سره په قطر کې امریکایي پوهنتون هم خپله ډېره بودیجه له لاسه ورکړه.

د دغه پوهنتون مشرتابه وایي، چې یوازې تر جون میاشتې بودیجه لري چې له هغې وروسته به پوهنتون وتړل شي او زده کوونکي به د قطر ویزې له لاسه ورکړي.

کله چې په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو ملاتړی افغان حکومت ړنګ شو، طالبان بیا پر افغانستان حاکم شول او د ښځو لپاره یې د زده کړې ترلاسه کول غیرقانوني کړل.

نیلاب د ۲۰۲۳ په جولای کې قطر ته جلا وطنه شوه او په امریکایي پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.

د ټرمپ د ادارې له خوا د بهرنیو مرستو بندېدو او متحده ایالاتو ته د کډوالو په داخلېدو باندې بندیز د افغان زده کړیانو ترمنځ وېره رامنځته کړې ده، چې افغانستان ته به بېرته ستنېدو ته اړ شي او د هر ډول حقونو به بې برخې شي.

۳۰ کلنه نیلاب وایي: «نجونې څنګه کولای شي بېرته افغانستان ته ولاړې شي؟ زموږ سره به څه کېږي؟ جنسي تېری، جبري ودونه او که مرګ.»

هغې وویل: «ما فکر کاوه چې دا اوږد سفر پای ته رسېدلی دی، خو زه غلطه وم.»

د افغانستان لپاره امریکایی پوهنتون په ۲۰۰۶ کې د لېبرال هنرونو کالج په توګه تاسیس شو، چې په انګلیسي ژبه لارښوونې لري.

دا د افغان مشرانو او نوښتګرانو راتلونکي نسل ته د عدالت، ازادۍ او ډېموکراسۍ د غربي نظریاتو د زده کړې لپاره ډیزاین شوی.

د متحده ایالاتو حکومت په دغه پوهنتون کې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه کړې او تر تیرې میاشتې پورې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې (یوسایډ) له خوا تمویلیږي.

سعد محسني: د طالبانو د قوانینو سختوالی د دوی د واکمنۍ د لومړۍ دورې په پرتله کم دی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۱

د موبي رسنیز ګروپ مالک سعد محسني له هندي ورځپاڼې "ویک" سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان د خپلې واکمنۍ په نوې دوره کې د پخوا په پرتله په کم شدت سره احکام او قوانین عملي کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې طالبان یو طرف نه دي او په منځ کې یې عملي او محافظه کار کسان هم شته، خو اصلي پوښتنه دا ده چې په پای کې به کوم جریان غالب شي؟

سعد محسني د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د واکمنۍ د دوو دورو ترمنځ د توپیر او ورته والي په اړه وویل، که څه هم په اوسنۍ دوره کې "هره ورځ د طالبانو له نوي فرمانونو او احکامو سره بیدارېږي، خو دا فرمانونه د پخوا په څېر په کلکه نه پلي کېږي." په هر حال موږ نه پوهېږو چې په راتلونکي کې به څه پېښ شي."

له دې وړاندې محسني له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي و، چې طالبان "پرمختللي" شوي او باور لري چې "طالبان اصلاح کېدای شي."

هغه په ​​دې باور دی، چې طالبان په پراګماتیسټانو او بنسټپالو وېشل کېږي.

نوموړی دا باور هم لري، چې له پراګماتیسټو طالبانو سره اړیکه کولی شي له دننه څخه د اصلاحاتو لامل شي.

د موبي رسنيز ګروپ خاوند که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مطبوعاتو ازادۍ ته خوشبين نه دی، هغه وايي چې زموږ ازادي د پخوا په څېر نه ده او نه هم د پخوا په څېر راپور ورکولای شو، که څه هم په تېر حکومت کې محدوديتونه وو، خو د نن په څېر نه دي.

محسني زیاتوي: "موږ حتی هره ورځ رابلل کېږو، خو اوس یو عجیب چل دی چې دواړه لوري یو بل پېژني او تجارت کوي."

محسني په دې باور دی، چې طالبان "ډېر انعطاف منونکي" شوي دي او رسنۍ هم د دې ډلې له چلند څخه "ډېر باخبره" شوي دي.

د محسني په وینا، "موږ په ګډه ژوند کول زده کړل."

محسني د دې پوښتنې په ځواب کې چې "ایا تاسو به په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز او پر ښځو د بندیزونو د زیاتوالي په غبرګون کې د ایران په څېر لاریونونه وګورئ؟"

محسني په ځواب کې وویل: "ایران زموږ په پرتله خورا پرمختللی دی ځکه چې لاهم نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوي.زموږ پالیسي ډېره شاته ده."

د نوموړي په خبره، اوس افغانستان د ۲۵ کاله پخوا په پرتله بدل شوی دی.

محسني هیله څرګنده کړه، چې په اوږد مهال کې به د افغانستان وضعیت ښه شي او د افغانانو مقاومت به بالاخره ګټونکی شي.

منظور پښتین: د پاکستان حکومت د طالبانو د کړکېچن حالت غچ له عامو افغانانو اخلي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته په غبرګون ویلي، چې د پاکستان حکومت له طالبانو د سیاسي اختلافاتو غچ له عامو افغانانو اخلي. نوموړی وایي، چې خېبر پښتونخوا د افغانانو خاوره ده.

منظور پښتین د کمکي اختر مبارکۍ لپاره ویډيوي پیغام خپور کړی، چې پکې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځوکونو له خوا وژل شویو او همدا ډول د دغه غورځنګ هغو غړو ته چې د پاکستان حکومت بندیان کړي، کورنیو ته یې مبارکي ورکړه.

په دغه ویډيويي وینا کې نوموړي له پاکستانه د افغانان جبري اېستلو ته سخت غبرګون ښودلی.

نوموړي افغانانو ته ویلي: «تاسو دلته کډوال نه یاست، ستاسو خپل وطن دی او په خپل وطن یاست، دا واقعت دی چې دلته د چا قبضه ده او په هغوی زموږ وس نه رسېږي، ستاسو د تګ خبرې موږ ته ډېر زور راکړی او ډېر پرې خپه یو، ستاسو لپاره چې څه کولی شو او په وس مو وي موږ یې کوو، نور تاسو پوهېږئ چې دوی موږ نیسي او وژني مو.»

منظور پښتین له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه د خېبر پښتونخوا ولس ته وویل: « د خپلو وروڼو سره ودرېږئ، ننګ پرې وکړئ او ټیټه خبره مه کوئ، موږ یو قام یو، یوه وینه ده او دا وطن د دوی خپل وطن دی.»

منظور پښتین په دغه ویډيویي وینا کې د خېبر جرګې په اړه د خلکو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې خلک حق لري چې پوښتنې وکړي او زموږ غورځنګ ځواب ووایي.

نوموړي زیاته کړه: «په اصل کې جرګه زموږ نه وه، بلکې د ملت وه، د جرګې بدې پایلې او ښې پایلې هم ملت پورې اړه لري او دا جرګه د ملت تر ټولو لوی ضرورت وو چې ترسره شوه، پي ټي اېم ددغه جرګې لپاره هڅې وکړې، ۶۰۰ ټيمونه یې جوړ کړل چې په پښتنو د شوي ظلم ډېټا راټوله کړي او جرګې ته یې وسپاري او د جرګې د قربانۍ لپاره یې خپلې وینې ورته وړاندې کړې.»

د پي ټي اېم مشر د جرګې د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه د پښتنو ځينې ګوندونه تورن کړل چې له جرګې وروسته یې کړې ژمنې پوره نکړې.

پښتین زیاته کړه: «جرګې پرېکړې وکړې او مشترکې پرېکړې وې خو وروسته ځينې ګوندونو د ځینو پرېکړو په اړه اعتراض وکړ او ویې ویل، چې موږ ددغه پرېکړو په حق کې درسره نه یو، موږ هڅه وکړه چې دوی سره قناعت ته ورسېږي چې متابدلې لارې څه دي؟ البته د جرګې ماتول ملت ته تاوان رسوي، نو پکار وه چې ټول سره بیا ناست وای، یو هفته وروسته چې کله د ملت د راوتلو ورځ وه او جرګې پرېکړه کړې وه نو په میدان یوازې پي ټي اېم ولاړ وو، ایا دا جرګه یوازې د پي ټي اېم وه؟»

نوموړي وویل، ګوندونو عادي ملاتړ ونکړ، دوښمن ولیدل چې د دومره کوششونو سره دا ملت نه راټولېږي او نه هم متحد کېږي، مګر پي ټي اېم ولاړ و، خو څوک موږ سره ونه درېدل.

منظور وویل: «موږ ته د جرګې د ناکامۍ پیغور مه راکوئ، پي ټي اېم ولاړ و، خو تاسو موږ سره ونه درېدئ، که پېغور راکوی نو دا هم ووایئ چې د جرګې ناکامۍ پي ټي اېم ته او که ملت ته تاوان ورساوه.»

پښتین د پاکستان امنیتي ځواکونه په پښتون وژنه تورن کړل او زیاته یې کړه، چې د روژې په میاشت کې چې خلک عبادتونه کوي، دوی د پښتنو وژنې کولې.

نوموړي وویل، که د ظلمونو په اړه پښتانه نه سره متحده کېږي موږ خپله مبارزه تر هغې جاري ساتو تر څو چې ژوندي یو.

منظور په دغه ویډيويي وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غړو د دروغو دعوې کوي.

نوموړي د ملک نصیر کوکي خېل، علي وزیر او صمد خان یادونه وکړه چې د پاکستان هغه ځایونو کې پرې دعوې شوي چې دوی لیدلي نه دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د پاکستان میډیا او پولیس تورن کړل، چې د پاکستاني پوځ سره په جرمونو کې شریک دي.

پاکستان ۳۱ مارچ افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی چې له پاکستان ووځي، همدا ډول له تېرو درې میاشتو راپه دېخوا په اسلام اباد او پینډۍ ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي، زرګونه افغانان نیول شوي او جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

له پاکستانه د کډوالو جبري اېستل؛ افغان زده کوونکي خپل راتلونکی تورتم ویني

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ستنولو لپاره د مارچ ۳۱ نېټه راورسېده، خو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۵۴ زره افغان زده کوونکو چې نږدې څلوېښت سلنه یې نجونې دي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

پاکستان اعلان کړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د ۳۱مه به په ټول هېواد کې د ای سي سي کارت لرونکو افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه په جبري توګه ستانه کړي، چې د اوسېدو هېڅ ډول اسناد نه لري.

نن د مارچ ۳۱مه او د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده او په پاکستان کې اته لکه ای سي سي کارټ لرونکي افغانان چې له څلورو لسیزو ډېره موده یې په دغه هېواد کې تېره کړې له پراخو اندېښنو سره حیران پاتې دي.

په دغه هېواد کې د زده کړو ۱۴۲ ادارې د افغان زده کونکو لپاره کار کوي چې نږدې ۵۴ زره زده کوونکي لري او اوسمهال دغه زده کوونکي د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

محمد ابراهیم د خېبر پښتونخوا ایالت د پېښور په تاج اباد سیمه کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کوونکی دی او د هغه دوه مشر وروڼه هم له همدې لېسې فارغ شوي دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «که پاکستان مو پرېږدي او له دې لېسې فارغ شم نو غواړم لوړې زده کړې هم په پاکستان کې وکړم، اوس پاکستان غواړي موږ وباسي، موږ له سختو مشکلاتو سره مخ یو، حکومت باید کډوالو ته لږ نور وخت هم ورکړي، تر څو موږ په افغانستان کې د ځان لپاره کور، کار او د زده کړو زمینه برابره کړو.»

ابراهیم وایي، چې په خېبر پښتونخوا کې پیدا شوی او ددې ځای د ماحول ترڅنګ یې د پاکستاني نصاب کې زده کړي، خو که په جبري توګه و اېستل شي، نو له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي.

په پېښور کې د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکی عبدالباري هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې خواشینی کړی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړې اندېښمن کړي یو، دلته زموږ زده کړې روانې دي، اقتصادي مشکلات مو دلته حل کېږي، راشه درشه مو دلته، که دومره په بېړه واېستل شو نو زموږ لپاره ډېره سخته وي، نه مو په افغانستان کې کور شته، نه کار او نه هم د زده کړو لپاره امکانات، حکومت باید موږ وخت راکړي.»

په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې خورا ډېرې شوي، چې له امله يې د زده کړو د بې برخې ماشومانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

هغه ښوونکي چې د کډوالو د زده کړو په موسسو کې ښوونه کوي وايي، چې زده کوونکي په وار - وار دا پوښتنه کوي چې که بېرته افغانستان ته لاړ شي د دوی زده کړې به څنګه کېږي؟.

عمید انجان چې د پېښور پوهنتون کې یې زده کړې بشپړې کړي د خوشحال خان په منځني ښوونځي کې د بیولوژي ښوونکی دی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې اوسمهال په دغه ښوونځي کې له دوه سوه څخه تر دوه نیم سوه پورې ماشومان زده کړې کوي.

د هغه په ​​وينا، دا شمېر تر ١٢٠٠ ډېر و خو په تېرو څو کلونو کې د کډوالو د اېستلو په برخه کې د د پاکستان حکومت اقداماتو له امله دا شمېر کم شوى دى.

عمید زیاتوي: «د افغانانو درې نسلونه د کډوالۍ په ژوند کې تېر شوي او ډېرو یې خپل هېواد نه دی لیدلی. مور او پلار یې په دې نه پوهېږي، چې که بېرته خپل هېواد افغانستان ته لاړ شي، نه کور لري او نه کاروبار، نو څنګه به د خپلو اولادونو زده کړو ته دوام ورکړي؟ »

هغه وویل، چې د کډوالو د اېستلو اعلان په اړه ډېر اندیښمن دی ځکه چې دی هېڅکله افغانستان ته نه دی تللی او هلته د نوي ژوند پیلول به ورته ډېر ستونزمن وي.

د پاکستان په پوهنتونونو کې هم افغان ښځينه او نارینه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

د دغه زده کړیالانو کره شمېره معلومه نه ده، خو زیات شمېر یې هغه کسان دي چې په دې هېواد کې د کډوالۍ اسناد لري او یو شمېر داسې هم شته چې له افغانستان په بورسونو راغلي او په زده کړو بوخت دي.

100%

جویریه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره پاکستان ته د زده کړو لپاره تللې.

نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د خپل تورتم راتلونکي یادونه وکړه او ویې ویل: «که پاکستان موږ بېرته واستوي نو زما زده کړې پای ته رسېږي او خپل ارمانونه نه شم پوره کولی.»

نوموړې زیاتوي: «په افغانستان کې د شته ستونزو له امله ما خپل تعلیم بشپړ نکړ، اوس په پاکستان کې یو او دلته چې د افغان کډوالو پر وړاندې کومې ستونزې او مشکلات دي د دې با وجود زموږ تمه ده، چې موږ خپل تعلیم بشپړ کړو، خو که دا امید له موږ څخه واخیستل شي نو موږ نه پوهېږو چې څه به کېږي، مګر خپل راتلونکی ډېر تورتم وینو او زموږ راتلونکي ته هېڅ هیله نه شته، تعلیم د پرمختګ یوازينۍ لاره ده او که موږ له تعلیم څخه بې برخې شو نو هېڅ بله لار نه شته چې پرمختګ دې پرې وشي.»

په پاکستان کې افغان زده کوونکي

د کډوالو لپاره د نړۍوال سازمان (یونسیار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د کډوالو ماشومانو لپاره ۱۴۲ تعلیمي ادارې کار کوي او په دغه ادارو کې نږدې ۵۶ زره نارینه او ښځینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د یونسیار معلومات ښيي، چې له دغه زده کوونکو یې ۶۰ سلنه نارینه او څلوېښت سلنه نجونې دي.

همدا ډول د پاکستان په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې هم زیات شمېر افغانان چې نارینه او نجونې دواړه پکې شامل دي په زده کړو بوخت دي.

په پوهنتونو کې د زده کوونکو د شمېر په اړه مو له ځينو ادارو د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو کره شمېره مو ترلاسه نکړه.

د افغانستان او پاکستان نصاب

د بشري حقونو نړۍوال کنونسیون له مخې، انسانان له زده محرومه کول قانوني جرم دی او د افغان کډوالو جبري اېستل چې نصابونه ورسره بدلېږي، تر ډېره ددې زمینه برابروي چې دغه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.

په پاکستان کې زیات شمېر افغان زده کوونکي د پاکستاني نصاب کتابونه زده کوي چې اکثر یې په انګلیسي او اردو ژبو دي.

برعکس په افغانستان افغاني نصاب کتابونه تدریسېږي، چې پښتو او دري ژبو باندې لیکل شوي دي.

د زده کړو په برخه کې پوه او په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار د معارف رییس حسیب شینواري په پاکستان کې د افغان زده کوونکو د برخلیک په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ددې ماشومانو له ښونځیو شړل ستره جفا ده. د دوی د زده کړو په برخه کې بله خبره داده چې په پاکستان کې د افغانستان په پرتله د زده کړو زمینه ډېره مساعده ده، له پاکستان د دغه زده کوونکو شړل ستونزې راولاړوي، یو خو د نجونو پر زده کړو بندیز دی او بله خبره د ټرمینالوژۍ ده، په پاکستاني ښوونځيو کې زده کوونکي باید یو کال افغانستان کې په دې تېر کړي، چې ترمینالوژي او ژبه زده کړي او ددې باعث کېږي چې ماشومان زده کړو شاه کړي که پاکستان دوی له زده بې برخې کړي نو دا به ډېره ستره جفا وي.»

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغه ډلې د نجونو او ښځو پر زده کړو سخت بندیز وضع کړي.

طالبانو دا بندیز لنډمهالی اعلان کړ، خو د څو کلونو په تېرېدو تر اوسه داسې څرک نه لیدل کېږي چې نجونې به ښوونځيو ته ستنې شي.

په پاکستان کې افغان کډوالو

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیار) د ۲۰۲۳ په اکتوبر د راپور له مخې په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، له دې ډلې یې ۷۰۰ زره هغه کسان دي چې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ سره پاکستان ته کډوال شوي،

د دې ادارې په وینا ۴۵۰ زره افغانان داسې دي چې په خپل هېواد کې ژوند له ګواښ سره مخ دی او ټول غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي. دیونسیارد کړنلارې له مخې، هغه کسان چې په لوړ ګواښ کې دي لومړی به خوندي ځای ته لیږدول کیږي.

همدا ډول د پاکستان حکومت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال مېشت دي، چې له دې جملې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر پایه د یو میلیون د بېرته ستنېدو هدف ټاکل شوی و، خو تر اوسه ۸۶۸۸۷۱ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.