• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: د پاکستان حکومت د طالبانو د کړکېچن حالت غچ له عامو افغانانو اخلي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اېستلو ته په غبرګون ویلي، چې د پاکستان حکومت له طالبانو د سیاسي اختلافاتو غچ له عامو افغانانو اخلي. نوموړی وایي، چې خېبر پښتونخوا د افغانانو خاوره ده.

منظور پښتین د کمکي اختر مبارکۍ لپاره ویډيوي پیغام خپور کړی، چې پکې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځوکونو له خوا وژل شویو او همدا ډول د دغه غورځنګ هغو غړو ته چې د پاکستان حکومت بندیان کړي، کورنیو ته یې مبارکي ورکړه.

په دغه ویډيويي وینا کې نوموړي له پاکستانه د افغانان جبري اېستلو ته سخت غبرګون ښودلی.

نوموړي افغانانو ته ویلي: «تاسو دلته کډوال نه یاست، ستاسو خپل وطن دی او په خپل وطن یاست، دا واقعت دی چې دلته د چا قبضه ده او په هغوی زموږ وس نه رسېږي، ستاسو د تګ خبرې موږ ته ډېر زور راکړی او ډېر پرې خپه یو، ستاسو لپاره چې څه کولی شو او په وس مو وي موږ یې کوو، نور تاسو پوهېږئ چې دوی موږ نیسي او وژني مو.»

منظور پښتین له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه د خېبر پښتونخوا ولس ته وویل: « د خپلو وروڼو سره ودرېږئ، ننګ پرې وکړئ او ټیټه خبره مه کوئ، موږ یو قام یو، یوه وینه ده او دا وطن د دوی خپل وطن دی.»

منظور پښتین په دغه ویډيویي وینا کې د خېبر جرګې په اړه د خلکو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې خلک حق لري چې پوښتنې وکړي او زموږ غورځنګ ځواب ووایي.

نوموړي زیاته کړه: «په اصل کې جرګه زموږ نه وه، بلکې د ملت وه، د جرګې بدې پایلې او ښې پایلې هم ملت پورې اړه لري او دا جرګه د ملت تر ټولو لوی ضرورت وو چې ترسره شوه، پي ټي اېم ددغه جرګې لپاره هڅې وکړې، ۶۰۰ ټيمونه یې جوړ کړل چې په پښتنو د شوي ظلم ډېټا راټوله کړي او جرګې ته یې وسپاري او د جرګې د قربانۍ لپاره یې خپلې وینې ورته وړاندې کړې.»

د پي ټي اېم مشر د جرګې د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه د پښتنو ځينې ګوندونه تورن کړل چې له جرګې وروسته یې کړې ژمنې پوره نکړې.

پښتین زیاته کړه: «جرګې پرېکړې وکړې او مشترکې پرېکړې وې خو وروسته ځينې ګوندونو د ځینو پرېکړو په اړه اعتراض وکړ او ویې ویل، چې موږ ددغه پرېکړو په حق کې درسره نه یو، موږ هڅه وکړه چې دوی سره قناعت ته ورسېږي چې متابدلې لارې څه دي؟ البته د جرګې ماتول ملت ته تاوان رسوي، نو پکار وه چې ټول سره بیا ناست وای، یو هفته وروسته چې کله د ملت د راوتلو ورځ وه او جرګې پرېکړه کړې وه نو په میدان یوازې پي ټي اېم ولاړ وو، ایا دا جرګه یوازې د پي ټي اېم وه؟»

نوموړي وویل، ګوندونو عادي ملاتړ ونکړ، دوښمن ولیدل چې د دومره کوششونو سره دا ملت نه راټولېږي او نه هم متحد کېږي، مګر پي ټي اېم ولاړ و، خو څوک موږ سره ونه درېدل.

منظور وویل: «موږ ته د جرګې د ناکامۍ پیغور مه راکوئ، پي ټي اېم ولاړ و، خو تاسو موږ سره ونه درېدئ، که پېغور راکوی نو دا هم ووایئ چې د جرګې ناکامۍ پي ټي اېم ته او که ملت ته تاوان ورساوه.»

پښتین د پاکستان امنیتي ځواکونه په پښتون وژنه تورن کړل او زیاته یې کړه، چې د روژې په میاشت کې چې خلک عبادتونه کوي، دوی د پښتنو وژنې کولې.

نوموړي وویل، که د ظلمونو په اړه پښتانه نه سره متحده کېږي موږ خپله مبارزه تر هغې جاري ساتو تر څو چې ژوندي یو.

منظور په دغه ویډيويي وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غړو د دروغو دعوې کوي.

نوموړي د ملک نصیر کوکي خېل، علي وزیر او صمد خان یادونه وکړه چې د پاکستان هغه ځایونو کې پرې دعوې شوي چې دوی لیدلي نه دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د پاکستان میډیا او پولیس تورن کړل، چې د پاکستاني پوځ سره په جرمونو کې شریک دي.

پاکستان ۳۱ مارچ افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی چې له پاکستان ووځي، همدا ډول له تېرو درې میاشتو راپه دېخوا په اسلام اباد او پینډۍ ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي، زرګونه افغانان نیول شوي او جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه د کډوالو جبري اېستل؛ افغان زده کوونکي خپل راتلونکی تورتم ویني

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ستنولو لپاره د مارچ ۳۱ نېټه راورسېده، خو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۵۴ زره افغان زده کوونکو چې نږدې څلوېښت سلنه یې نجونې دي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

پاکستان اعلان کړی، چې د روان ۲۰۲۵ کال د ۳۱مه به په ټول هېواد کې د ای سي سي کارت لرونکو افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه په جبري توګه ستانه کړي، چې د اوسېدو هېڅ ډول اسناد نه لري.

نن د مارچ ۳۱مه او د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده او په پاکستان کې اته لکه ای سي سي کارټ لرونکي افغانان چې له څلورو لسیزو ډېره موده یې په دغه هېواد کې تېره کړې له پراخو اندېښنو سره حیران پاتې دي.

په دغه هېواد کې د زده کړو ۱۴۲ ادارې د افغان زده کونکو لپاره کار کوي چې نږدې ۵۴ زره زده کوونکي لري او اوسمهال دغه زده کوونکي د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

محمد ابراهیم د خېبر پښتونخوا ایالت د پېښور په تاج اباد سیمه کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کوونکی دی او د هغه دوه مشر وروڼه هم له همدې لېسې فارغ شوي دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «که پاکستان مو پرېږدي او له دې لېسې فارغ شم نو غواړم لوړې زده کړې هم په پاکستان کې وکړم، اوس پاکستان غواړي موږ وباسي، موږ له سختو مشکلاتو سره مخ یو، حکومت باید کډوالو ته لږ نور وخت هم ورکړي، تر څو موږ په افغانستان کې د ځان لپاره کور، کار او د زده کړو زمینه برابره کړو.»

ابراهیم وایي، چې په خېبر پښتونخوا کې پیدا شوی او ددې ځای د ماحول ترڅنګ یې د پاکستاني نصاب کې زده کړي، خو که په جبري توګه و اېستل شي، نو له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي.

په پېښور کې د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکی عبدالباري هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړې خواشینی کړی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړې اندېښمن کړي یو، دلته زموږ زده کړې روانې دي، اقتصادي مشکلات مو دلته حل کېږي، راشه درشه مو دلته، که دومره په بېړه واېستل شو نو زموږ لپاره ډېره سخته وي، نه مو په افغانستان کې کور شته، نه کار او نه هم د زده کړو لپاره امکانات، حکومت باید موږ وخت راکړي.»

په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې خورا ډېرې شوي، چې له امله يې د زده کړو د بې برخې ماشومانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

هغه ښوونکي چې د کډوالو د زده کړو په موسسو کې ښوونه کوي وايي، چې زده کوونکي په وار - وار دا پوښتنه کوي چې که بېرته افغانستان ته لاړ شي د دوی زده کړې به څنګه کېږي؟.

عمید انجان چې د پېښور پوهنتون کې یې زده کړې بشپړې کړي د خوشحال خان په منځني ښوونځي کې د بیولوژي ښوونکی دی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې اوسمهال په دغه ښوونځي کې له دوه سوه څخه تر دوه نیم سوه پورې ماشومان زده کړې کوي.

د هغه په ​​وينا، دا شمېر تر ١٢٠٠ ډېر و خو په تېرو څو کلونو کې د کډوالو د اېستلو په برخه کې د د پاکستان حکومت اقداماتو له امله دا شمېر کم شوى دى.

عمید زیاتوي: «د افغانانو درې نسلونه د کډوالۍ په ژوند کې تېر شوي او ډېرو یې خپل هېواد نه دی لیدلی. مور او پلار یې په دې نه پوهېږي، چې که بېرته خپل هېواد افغانستان ته لاړ شي، نه کور لري او نه کاروبار، نو څنګه به د خپلو اولادونو زده کړو ته دوام ورکړي؟ »

هغه وویل، چې د کډوالو د اېستلو اعلان په اړه ډېر اندیښمن دی ځکه چې دی هېڅکله افغانستان ته نه دی تللی او هلته د نوي ژوند پیلول به ورته ډېر ستونزمن وي.

د پاکستان په پوهنتونونو کې هم افغان ښځينه او نارینه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

د دغه زده کړیالانو کره شمېره معلومه نه ده، خو زیات شمېر یې هغه کسان دي چې په دې هېواد کې د کډوالۍ اسناد لري او یو شمېر داسې هم شته چې له افغانستان په بورسونو راغلي او په زده کړو بوخت دي.

100%

جویریه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره پاکستان ته د زده کړو لپاره تللې.

نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د خپل تورتم راتلونکي یادونه وکړه او ویې ویل: «که پاکستان موږ بېرته واستوي نو زما زده کړې پای ته رسېږي او خپل ارمانونه نه شم پوره کولی.»

نوموړې زیاتوي: «په افغانستان کې د شته ستونزو له امله ما خپل تعلیم بشپړ نکړ، اوس په پاکستان کې یو او دلته چې د افغان کډوالو پر وړاندې کومې ستونزې او مشکلات دي د دې با وجود زموږ تمه ده، چې موږ خپل تعلیم بشپړ کړو، خو که دا امید له موږ څخه واخیستل شي نو موږ نه پوهېږو چې څه به کېږي، مګر خپل راتلونکی ډېر تورتم وینو او زموږ راتلونکي ته هېڅ هیله نه شته، تعلیم د پرمختګ یوازينۍ لاره ده او که موږ له تعلیم څخه بې برخې شو نو هېڅ بله لار نه شته چې پرمختګ دې پرې وشي.»

په پاکستان کې افغان زده کوونکي

د کډوالو لپاره د نړۍوال سازمان (یونسیار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د کډوالو ماشومانو لپاره ۱۴۲ تعلیمي ادارې کار کوي او په دغه ادارو کې نږدې ۵۶ زره نارینه او ښځینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د یونسیار معلومات ښيي، چې له دغه زده کوونکو یې ۶۰ سلنه نارینه او څلوېښت سلنه نجونې دي.

همدا ډول د پاکستان په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې هم زیات شمېر افغانان چې نارینه او نجونې دواړه پکې شامل دي په زده کړو بوخت دي.

په پوهنتونو کې د زده کوونکو د شمېر په اړه مو له ځينو ادارو د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو کره شمېره مو ترلاسه نکړه.

د افغانستان او پاکستان نصاب

د بشري حقونو نړۍوال کنونسیون له مخې، انسانان له زده محرومه کول قانوني جرم دی او د افغان کډوالو جبري اېستل چې نصابونه ورسره بدلېږي، تر ډېره ددې زمینه برابروي چې دغه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.

په پاکستان کې زیات شمېر افغان زده کوونکي د پاکستاني نصاب کتابونه زده کوي چې اکثر یې په انګلیسي او اردو ژبو دي.

برعکس په افغانستان افغاني نصاب کتابونه تدریسېږي، چې پښتو او دري ژبو باندې لیکل شوي دي.

د زده کړو په برخه کې پوه او په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار د معارف رییس حسیب شینواري په پاکستان کې د افغان زده کوونکو د برخلیک په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ددې ماشومانو له ښونځیو شړل ستره جفا ده. د دوی د زده کړو په برخه کې بله خبره داده چې په پاکستان کې د افغانستان په پرتله د زده کړو زمینه ډېره مساعده ده، له پاکستان د دغه زده کوونکو شړل ستونزې راولاړوي، یو خو د نجونو پر زده کړو بندیز دی او بله خبره د ټرمینالوژۍ ده، په پاکستاني ښوونځيو کې زده کوونکي باید یو کال افغانستان کې په دې تېر کړي، چې ترمینالوژي او ژبه زده کړي او ددې باعث کېږي چې ماشومان زده کړو شاه کړي که پاکستان دوی له زده بې برخې کړي نو دا به ډېره ستره جفا وي.»

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغه ډلې د نجونو او ښځو پر زده کړو سخت بندیز وضع کړي.

طالبانو دا بندیز لنډمهالی اعلان کړ، خو د څو کلونو په تېرېدو تر اوسه داسې څرک نه لیدل کېږي چې نجونې به ښوونځيو ته ستنې شي.

په پاکستان کې افغان کډوالو

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیار) د ۲۰۲۳ په اکتوبر د راپور له مخې په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، له دې ډلې یې ۷۰۰ زره هغه کسان دي چې په افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ سره پاکستان ته کډوال شوي،

د دې ادارې په وینا ۴۵۰ زره افغانان داسې دي چې په خپل هېواد کې ژوند له ګواښ سره مخ دی او ټول غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي. دیونسیارد کړنلارې له مخې، هغه کسان چې په لوړ ګواښ کې دي لومړی به خوندي ځای ته لیږدول کیږي.

همدا ډول د پاکستان حکومت د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال مېشت دي، چې له دې جملې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر پایه د یو میلیون د بېرته ستنېدو هدف ټاکل شوی و، خو تر اوسه ۸۶۸۸۷۱ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو د خپل مشر پیغام "بېوزلي استخباراتي تبلیغات دي" تر شعار لاندې پر خلکو وېشلی دی

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د دولتي کارکوونکو د تنخواوو له ځنډېدو او د بېوزلۍ او وزګارۍ د زیاتېدو په اړه د اسلامي وحدت ګوند د مشر له نیوکې سره سم، طالبانو د دې ډلې د مشر اختریز پیغام په بامیان ولایت کې پر خلکو وېشلی دی.

د باميان د سيمه ييز ټلويزيون له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د لاسي کراچیو یو شمېر درلودونکي د کار موندلو په تمه ناست دي، څو د شپې له خوا خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پيدا کړي.

په همدې حال کې په هرات کې طالبانو اعلان کړی، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د هبت الله اخوندزاده ۹ زره اختریز پیغامونه وېشلي دي.

هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په اړه پر راپورونو باور ونه کړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل، چې د طالبانو له حکومت څخه مننه وکړي او قناعت او صبر وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو مشر د کندهار په عيدګاه جومات کې د کوچني اختر په مناسبت په خپله وينا کې وويل، چې بېوزلي د خداى د تقدير يوه برخه ده او بېوزلي بايد له خپل حالت څخه شکايت ونه کړي.

اخوندزاده وویل: «خدای پاک له پخوا پوهېده چې څوک صبر کوي، هغه خلک یې بېوزله پیدا کړي دي.»

هغه زیاته کړه، چې بېوزله کسان باید له خپل وضعیت څخه راضي وي او د خپلو اقتصادي ستونزو پړه پر نورو وانچوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د بېوزلۍ او وزګارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

د نړۍوالو بنسټونو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بې وزلو کسانو د شمېر زیاتوالی او د کاري فرصتونو نشتوالی د سترې کډوالۍ لامل شوی دی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د افغانستان وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل، چې په هېواد کې تبعیض، استبداد او تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان اقتصادي بنسټونه سخت زيانمن شوي، بېوزلي او وزګارتیا په خپرېدو ده او خلک لومړنيو خدمتونو ته هم لاسرسى نه لري.

په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې په خپله وینا کې له خلکو وغوښتل، چې د خدای شکر وباسي چې په افغانستان کې اسلامي نظام ټینګ شوی او په ټوله کې سوله تامین شوې ده.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو د "امارت " دایمي جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د هبت الله د امنیت ساتلو لپاره د کندهار عیدګاه جومات ته درنې وسلې راوړل شوې وې

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رسیدلو انځورونو کې ښکارې چې طالبانو د کندهار په عیدګاه جومات کې د هبت الله اخوندزاده د امنیت ساتلو لپاره درنې وسلې ځای پرځای کړې. سرچینې وايي، دا وسلې د هبت الله د احتمالي امنیتي ګواښ لپاره را وړل شوې وې او خلکو ته د موبایل کارولو اجازه هم نه وه.

سرچیني وايي، دا وسلې جومات په داخل، دیوالونو او شاوخوا کې اېښودل شوې وې.

د کندهار عیدګاه جومات کې، لویه نظامي وسله چې د لویو جګړو پر مهال استعمالیږي
100%
د کندهار عیدګاه جومات کې، لویه نظامي وسله چې د لویو جګړو پر مهال استعمالیږي

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په عیدګاه جومات کې عامو لمونځ کوونکو ته د مبایل د استعمال اجازه نه ورکول کېده او د طالبانو له لوري د تلفون د استعمال د مخنیوي لپاره کلکه څارنه کېده.

د ملا هبت الله اخوندزاده د شخصي ساتونکو قطعه
100%
د ملا هبت الله اخوندزاده د شخصي ساتونکو قطعه

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کندهار په عیدګاه جومات او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو ورځو راهیسي، د ملا هبت الله شخصي ساتونکو قطعه ځای پر ځای شوي وه او په یاده سیمه کې نږدې یې عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول.

د ملا هبت الله اخوندزاده د شخصي ساتونکو قطعه
100%
د ملا هبت الله اخوندزاده د شخصي ساتونکو قطعه

د طالبانو مشر ملا هبت الله تر اوسه د رسنیو پر مخ نه دی راښکاره شوی او د خپلو ډیر محدودو کسانو سره ګوري.

سرچینو د معلوماتو له مخې په عیدګاه جومات کې ځای پر ځای شوي وسلې د له لویو جګړو کې استعمالیږي او ښايي طالبانو یادې وسلې د خپل قدرت ښودونې په موخه دلته ځای پر ځای کړي وي.

په ارګ او سپېدار کې د اختر دوه لمونځونه؛ مولوي کبیر د کوچني اختر لمونځ جلا وکړ

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې وکړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري. تر نوموړي مخکې، یو شمېر نورو طالب مشرانو په ارګ کې لمونځ وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ پاڼې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اختر لمونځ په ارګ کې د دې ډلې د اقتصادي او اداري مرستیالانو او د ریس الوزرا د دفتر عمومي رییس په شتون کې وکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ډېپلوماتان په سپېدار ماڼۍ کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې حاضر وو.

مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د ریاست الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال، چې د مرغومي په ۲۰مه د دې ډلې د کډوالو د وزیر په توګه ټاکل شوی و، لا تر اوسه له سپېدار ماڼۍ نه دی وتلی او له هغه ځایه کار کوي.
په دې ماڼۍ کې د هغه له خوا د اختر جلا لمونځ د طالبانو د مشرانو ترمنځ د درز نښه څرګندوي او د ډلې دننه د داخلي شخړو په اړه اټکلونه پیاوړي کړي.
مولوي عبدالکبیر، چې د کډوالو چارو وزارت ته د خپلې دندې له ټیټېدو ناخوښه ښکاري، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له صادرېدو نهه ورځې وروسته په دې دنده کې کار پیل کړ.

د کډوالو چارو د وزیر په توګه د عبدالکبیر د ټاکل کېدو دوو میاشتو زیات وخت تېر شوی او دا لا هم روښانه نه ده چې ولې هغه له سپېدار ماڼۍ او خپل پخواني کاري ځای نه دی وتلی.
په پخواني حکومت کې، سپېدار ماڼۍ د ملي یووالي حکومت د تړون پر بنسټ د واک د شریکولو سمبول وه، چې د اجرایوي واک نیمایي برخه یې ډاکټر عبدالله ته ورکړې وه.

وروسته له هغه چې طالبانو واک ترلاسه کړ، مولوي عبدالکبیر، چې ویل کیږي د سراج الدین حقاني له نژدې کسانو دی، د دې ماڼۍ کنټرول په لاس کې واخیست.

ملا هبت الله: د پخواني قانون یوه ماده هم نه منم، باید له سره نوی قانون جوړ شي

۱۰ وری ۱۴۰۴ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو مشر وايي، د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي. هبت الله اخوندزاده په خپله اختریزه وینا کې ویلي، چې د دغې ډلې عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قانین په لږ اصلاح ورته وړاندې کړي خو نوموړي رد کړي او ورته د منلو نه دي.

ښاغلی هبت الله زیاتوي، چې د دغې ډلې عالمان بوخت دې چې د «غرب» له اثر خلاص قانون جوړ کړي.

ملا هبت الله هغو نیوکو ته په اشاره چې افغانستان کې اساسي قانون نشته وايي:« موږ شپه او ورځ اخته یو، علما اخته دي. ګورئ داسي قانون نشته چې د غرب له چینې را روان وي. خود داسې قانون نشته. قانون دغه دی چې موږ یې دلته جوړ وو، سرچینه یې هم دلته ده او متخصصین یې هم دلته دي او جوړیږي هم دلته د غرب څخه کافي نشته. هغه غربي کارپوهان دلته کار نه پکښيې کوي..»

هبت الله په خپلو خبرو کې د دغه ډلې د نوې قانون په اړه وايي، چې د پخواني قانون هیڅ ماده او په هغه قانون اصلاح او تعادیل ورته د منلو وړ نه دی.« په عدليې وزارت کې به یې علما تر نظر باسي، هغه به الفاظ ور اصلاح کوي ګوري به یې، بیا به یې سترې محکمې ته استوئ، ستره محکمه به یې ګوري بیا به یې ماته استوئ. اوس چې هغه تر دې مراحلو تېر شوي دي ماته راغلي دي. بعضي داسې قوانین دې چې هغه زاړه اصلاح شوي دي، تعدیل شوي دي هغه ما بېرته په لاس ورکړي دي. ځئ داسې قوانین به جوړوی، چې خالص به پر شریعت جوړ وي، تاسي به یې دلته جوړوی د بل ځای مداخله به نه وي پکښي.»

نوموړی وايي، چې د دغې ډلې د عدلي وزارت او سترې محکمې تر کتنې وروسته ټول جوړیدونکي قوانین د ورستي ځل لپاره خپله ګوري.

تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعادیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډیر ژر توشیح شي.

قانونپوهانو پر طالبانو نیوکه کوي، چې لا یې هم د نږدې درې نیمو کلونو واکمنۍ سره اساسي قانون نشته، چې له امله یې خلک سرګردان او د دې ډلې مختلفې ادارې د یوې بلې په چارو کې لاسوهنه کوي.