علي امین ګنډاپور: د وسله‌والو پر وړاندې په عملیاتو کې د ولسي وګړو وژنه د اندېښنې وړ ده

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د مردان په کاټلنګ سیمه کې د وسله‌والو په وړاندې د عملیاتو پرمهال د ولسي وګړو د وژنې په اړه غبرګون ښودلی. ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې د ترهګرو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د ولسي وګړو وژنه د غندلو او اندېښنې وړ خبره ده.