• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت له ۴۷ څخه ۴۳ سلنې ته ټیټ شوی

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۰ GMT+۱

پر امریکا‌ متحده‌ایالاتو د ډونالډ ټرمپ له بیاځل واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د نوموړي محبوبیت له ۴۷ څخه ۴۳ سلنې ته ټیټ شوی دی.

د ګیلپ د نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ دا مهال د امریکا په خلکو کې ۴۳ سلنه محبوبیت لري او دا نظرپوښتنه د محبوبیت ۴ سلنه ټیټوالی ښیي.

نظر پوښتنه کاږي، چې د ټرمپ د ۲۰۲۵ کال پروژې، د تعرفو ګواښونو او د دولتي ادارو په تړاو نادر نظریات د دې لامل شوي، چې د امریکا په خلکو کې یې محبوبیت کم شي.

سرچینه زیاتوي، چې د اېلان ماسک بې‌قید مداخلې او د سېګنال د چټونو د محرمو خبرو خپرېدل هم د هغه د محبوبیت د کمېدو لامل شوی دی.

د نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۳۸ سلنه خلک د ټرمپ له سوداګریزو پالیسیو خوښ دي او د اقتصاد او نورو مسایلو په اړه یې ملاتړ کم شوی دی.

کارپوهان وایي، چې د ټرمپ دویمه دوره هم د هغه د لومړۍ دورې په څېر له ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ ډکه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د ولسمشرۍ له لوړې وروسته پر خپلو سوداګریزو او دودیزو ملګرو ځانګړي بندیزونه او تعرفې ولګولې، چې له امله یې په نړۍواله کچه غبرګونونه را وپارېدل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د متحده ایالاتو تعرفه؛ ټرمپ پر افغانستان ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۲۲ GMT+۱

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه بنسټیزه تعرفه وضع کړه او د دې ترڅنګ به د هېواد لويو سوداګریزو شریکانو ته هم اضافي تعرفې ولګوي. د هغو هېوادونو په نوملړ کې چې پر صادراتو یې ۱۰ سلنه تعرفه لګول شوې، د افغانستان نوم هم شامل دی.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې دا تعرفه به د پنجشنبې له سهاره نافذه شي.

د امریکا د حکومت د تعرفو د جدول له مخې، افغانستان ته د امریکا د صاداراتو پر توکو ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه تطبیقېږي.

د ۲۰۲۴ کال لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ټول ارزښت ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوی.

د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه (۳۸.۲ میلیونه ډالر) کموالی ښيي.

له بلې خوا، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه (۲.۶ میلیونه ډالره) زیاتوالی ښيي.

د همدې دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د ۲۹.۷ میلیونه ډالرو سوداګریز زیاتوالي (Trade Surplus) پر ځای، امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د ۱۱.۱ میلیونه ډالرو سوداګریز کسر (Trade Deficit) ته رسېدلې ده.

ډونالډ ټرمپ په یو بې ساري اقدام کې پر خپلو ټولو سوداګریزو شریکانو تعرفې ولګولې او ویې ویل، چې دا چاره به د امریکا د بیا راژوندۍ کېدو په معنا وي.

سپينې ماڼۍ د ټرمپ له دولت څخه د اېلان ماسک د تللو راپورونه رد کړل

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ له دولت څخه د اېلان ماسک د تللو په تړاو راپورونه رد کړي او وايي، چې هغه به د خپل ماموریت تر بشپړېدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.

له دې مخکې پولیټیکو او اې‌بي‌سي خبري شبکو د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲مه) ټرمپ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د متحده‌ایالاتو ولسمشر د خپلې کابینې د غړو په ګډون یو شمېر داخلي کړیو ته ویلي، اېلان ماسک څو اوونۍ وروسته د هغه حکومت پرېږدي.

پولیټیکو زیاته کړه، ټرمپ لا هم د هغه حکومت لپاره د اېلان ماسک له ابتکاراتو او کړنو راضي دی، خو دواړه په دې وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې ماسک باید خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته بېرته ستون شي او په حکومت کې یوازې ملاتړکوونکی رول ولري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دغو راپورونو په ځواب کې وویل: «اېلان ماسک او ولسمشر ټرمپ دواړو ښکاره اعلان کړی چې اېلان به د یو ځانګړي دولتي کارکوونکي په توګه هغه مهال د عامه خدمتونو څخه لاس واخلي چې هغه په دوج (دولت د کار په برخه کې د موثریت اداره) کې خپل فوق‌العاده کار بشپړ کړي.»

ماسک او د هغه ادارې تر اوسه د دغو راپورونو په تړاو څه ویلي نه‌دي.

اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحده‌ایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځته‌کېدو سره د دوج ادارې مشر وټاکل شو، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په دولت کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.

څه موده مخکې رویټرز هم راپور ورکړی و د امریکا د ځینو فډرالي ادارو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت او اېف‌بي‌ای له خپلو کارکوونکو غوښتي، څو د اېلان ماسک د لارښوونو پیروي ونه کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداري اېمیلونه دې نه‌ځوابوي.

ټرمپ د امریکا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د متقابلو تعرفو فرمان صادر کړ

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۱

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو د امریکا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د متقابلو تعرفو د تطبیق امر وکړ. دا تعرفې به د پنجشنبې له سهاره نافذې شي.

یو شمېر هېوادونو ټینګار کړی چې د امریکا د حکومت دې اقدام ته به سمدستي غبرګون وښيي.

ټرمپ نن چهارشنبې دا فرمان "تاریخي" وباله او ویې ویل: "د ۲۰۲۵ کال اپرېل دویمه به تل د هغه ورځې په توګه یادېږي چې د امریکا صنعت بیا وزېږېد، د هېواد سرنوشت بېرته ترلاسه شو او دا د امریکا د بیا شتمنولو لپاره د سفر پیل و."

هغه د متقابلو تعرفو د لګولو له پرېکړې په کلکه دفاع وکړه او زیاته یې کړه: "متقابله معنا دا ده چې که هغوی له موږ سره څه کوي، موږ به هم له هغوی سره همداسې وکړو.

دا ډېره ساده ده، له دې نوره نه شي ساده کېدای."

د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې دا تعرفې به په هېواد کې د تولید زیاتوالي ته لار هواره کړي، چې پایله به یې "سالم رقابت او د مصرف کوونکو لپاره ټیټې بیې" وي.

ټرمپ ټینګار وکړ: "فابریکې او دندې به په بې‌ساري سرعت سره هېواد ته بېرته راګرځي، دا پروسه لا دمخه روانه ده. موږ به خپله صنعتي ظرفیت بې‌ساري پیاوړی کړو، بهرني بازارونه به پرانیزو او سوداګریز خنډونه به له منځه یوسو... دا به واقعاً د امریکا د زرينې دورې پیل وي."

هغه له دې وړاندې هم اپرېل دویمه "د ازادۍ ورځ" بللې وه.

ټرمپ له دې وړاندې د یوبل اجراییوي فرمان په صادرولو سره، خپل اقتصادي ټیم ته لارښوونه کړې وه چې د هر هغه هېواد پر وړاندې د متقابلو تعرفو طرحه جوړه کړي، چې د امریکا پر وارداتي محصولاتو تعرفې لګوي.

ټرمپ په خپله وینا کې د امریکا د سوداګریزو شریکانو په ځانګړې توګه د کاناډا او مکسیکو په اړه وویل: "موږ ډېرو هېوادونو ته مالي ملاتړ ورکوو، هغوی ژوندي ساتو او د دوی اقتصادي فعالیت ته دوام ورکوو. ولې باید دا کار وکړو؟ همدا لامل دی چې موږ د لویو بوديجوي کسرونو سره مخ یو. همدا لامل دی چې دا درانه پورونه په تېرو کلونو کې پر موږ بار شوي او واقعاً موږ نور نه غواړو دا زغمو."

ټرمپ د تعرفو کچه هم اعلان کړه، چې له مخې یې چین ته ۳۴٪، اروپایي اتحادیې ته ۲۰٪، جاپان ته ۲۴٪، سویلي کوریا ته ۲۵٪، سویس ته ۳۱٪، برېتانیا ته ۱۰٪، تایوان ته ۳۲٪، مالیزیا ته ۲۴٪، هند ته ۲۶٪، برازیل ته ۱۰٪، اندونیزیا ته ۳۲٪، ویتنام ته ۴۶٪، سینګاپور ته ۱۰٪، وینزویلا ته ۱۵٪ او اوکراین ته ۱۰٪ تعرفه وضع شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ د یاد تعرفو په تړاو د یو شمېر هېوادونو مشرانو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې که امریکا تعرفې لوړوي نو دوی به متقابل عمل ترسره کړي.

تر اوسه کوم هېواد په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

پولیټیکو: اېلان ماسک د ټرمپ حکومت پرېږدي

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

پولیټیکو خبري اژانس ټرمپ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د متحده‌ایالاتو ولسمشر د خپلې کابینې د غړو په ګډون یو شمېر داخلي کړیو ته ویلي، اېلان ماسک څو اوونۍ وروسته د هغه حکومت پرېږدي.

نوموړي اژانس د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲مه) په راپور کې لیکلي، چې سرچینو یاد اژانس ته دا معلومات د نومونو د نه‌افشاکېدو په شرط ورکړي دي.

پولیټیکو د خپلو سرچینو له خولې زیاته کړې، چې ټرمپ لا هم د هغه حکومت لپاره د اېلان ماسک له ابتکاراتو او کړنو راضي دی، خو دواړه په دې وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې ماسک باید خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته بېرته ستون شي او په حکومت کې یوازې ملاتړکوونکی رول ولري.

دغه رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې د ټرمپ ادارې ځیني غړي او له ادارې څخه بهر یو شمېر متحدان د ماسک له کړنو ناخوښه دي او هغه د حکومت لپاره یو «سیاسي بار» ګڼي.

د پولیټیکو په وینا، د ټرمپ له ادارې څخه د ماسک احتمالي وتل د دواړو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو لوی بدلون ښيي، ځکه یوازې تېره میاشت د سپيڼۍ ماڼۍ چارواکو او ټرمپ ته نږدې کسانو په ډاډ سره ویلي و، چې ماسک به د دولت برخه وي او ولسمشر به د ۱۳۰ ورځېني محدودیت د مخنیوي لپاره لار ومومي.

د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي په دې تړاو ویلي و، چې ښايي ماسک په راتلونکي کې د ټرمپ د نارسمي سلاکار په توګه دنده ترسره کړي او وخت ناوخت به په سپینې ماڼۍ کې حضور ولري.

اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحده‌ایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځته‌کېدو سره د لګښتونو د ارزونې مشر ټاکل شوی، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په اداره کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و د امریکا د ځینو فډرالي ادارو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت او اېف‌بي‌ای له خپلو کارکوونکو غوښتي، څو د اېلان ماسک د لارښوونو پیروي ونه کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداري اېمیلونه دې نه‌ځوابوي.

نتنیاهو: په غزه کې د نوې اراضۍ د نیولو اراده لرم

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییلي پوځ وژونکي هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري، تازه د اسراییل لومړي وزیر بنیامبن نتنیاهو ویلي، چې په دې سیمه کې د نوې اراضۍ د نیولو اراده لري.

د الجزیرې نړۍوالې ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن (چهارشنبه د اپرېل ۲مه) د اسراییل د ملي امنیت وزیر اېتامار بنګویر په بیت‌المقدس کې د الاقصی جومات انګړ ننوتلی دی.

هغه حماس ته د ګواښ په اشارې څرګنده کړې: «اسراییل پوځ سیمې نیسي، ترهګر په نښه کوي او بنسټونه یې له منځه وړي.»

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې په غزه کې د مړو شمېر په چټکۍ سره ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، یوازې نن لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

همداراز، شاوخوا ۳۱ ورځې کېږي چې غزه په شدید ډول محاصره شوې او فلسطیني روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډون په دې سیمه کې ټول نانوایان تړل شوي دي.

ګڼو مرسته رسوونکو بنسټونو هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې د غزې د روان کړکېچ له امله په دې سیمه کې د خوړو توکو سخت ناورین رامنځته شوی او د خلکو د ژوند پر شرایطو یې ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

یاده دې وي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ له لنډمهالي اوربند وروسته غزه یو وار بیا د اسراييلي پوځ تر سختو بریدونو لاندې ده، چې له امله یې زرګونو فلسطینيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

تازه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق ویلي، چې د اسراییل له‌خوا د غزې په تړانګه کې له دوو اونیو راهیسې په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰۹ نور ماشومان ټپیان شوي دي.