سپينې ماڼۍ د ټرمپ له دولت څخه د اېلان ماسک د تللو راپورونه رد کړل

سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ له دولت څخه د اېلان ماسک د تللو په تړاو راپورونه رد کړي او وايي، چې هغه به د خپل ماموریت تر بشپړېدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.

سپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ له دولت څخه د اېلان ماسک د تللو په تړاو راپورونه رد کړي او وايي، چې هغه به د خپل ماموریت تر بشپړېدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.
له دې مخکې پولیټیکو او اېبيسي خبري شبکو د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲مه) ټرمپ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د متحدهایالاتو ولسمشر د خپلې کابینې د غړو په ګډون یو شمېر داخلي کړیو ته ویلي، اېلان ماسک څو اوونۍ وروسته د هغه حکومت پرېږدي.
پولیټیکو زیاته کړه، ټرمپ لا هم د هغه حکومت لپاره د اېلان ماسک له ابتکاراتو او کړنو راضي دی، خو دواړه په دې وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې ماسک باید خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته بېرته ستون شي او په حکومت کې یوازې ملاتړکوونکی رول ولري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دغو راپورونو په ځواب کې وویل: «اېلان ماسک او ولسمشر ټرمپ دواړو ښکاره اعلان کړی چې اېلان به د یو ځانګړي دولتي کارکوونکي په توګه هغه مهال د عامه خدمتونو څخه لاس واخلي چې هغه په دوج (دولت د کار په برخه کې د موثریت اداره) کې خپل فوقالعاده کار بشپړ کړي.»
ماسک او د هغه ادارې تر اوسه د دغو راپورونو په تړاو څه ویلي نهدي.
اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحدهایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځتهکېدو سره د دوج ادارې مشر وټاکل شو، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په دولت کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.
څه موده مخکې رویټرز هم راپور ورکړی و د امریکا د ځینو فډرالي ادارو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت او اېفبيای له خپلو کارکوونکو غوښتي، څو د اېلان ماسک د لارښوونو پیروي ونه کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداري اېمیلونه دې نهځوابوي.


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو د امریکا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د متقابلو تعرفو د تطبیق امر وکړ. دا تعرفې به د پنجشنبې له سهاره نافذې شي.
یو شمېر هېوادونو ټینګار کړی چې د امریکا د حکومت دې اقدام ته به سمدستي غبرګون وښيي.
ټرمپ نن چهارشنبې دا فرمان "تاریخي" وباله او ویې ویل: "د ۲۰۲۵ کال اپرېل دویمه به تل د هغه ورځې په توګه یادېږي چې د امریکا صنعت بیا وزېږېد، د هېواد سرنوشت بېرته ترلاسه شو او دا د امریکا د بیا شتمنولو لپاره د سفر پیل و."
هغه د متقابلو تعرفو د لګولو له پرېکړې په کلکه دفاع وکړه او زیاته یې کړه: "متقابله معنا دا ده چې که هغوی له موږ سره څه کوي، موږ به هم له هغوی سره همداسې وکړو.
دا ډېره ساده ده، له دې نوره نه شي ساده کېدای."
د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې دا تعرفې به په هېواد کې د تولید زیاتوالي ته لار هواره کړي، چې پایله به یې "سالم رقابت او د مصرف کوونکو لپاره ټیټې بیې" وي.
ټرمپ ټینګار وکړ: "فابریکې او دندې به په بېساري سرعت سره هېواد ته بېرته راګرځي، دا پروسه لا دمخه روانه ده. موږ به خپله صنعتي ظرفیت بېساري پیاوړی کړو، بهرني بازارونه به پرانیزو او سوداګریز خنډونه به له منځه یوسو... دا به واقعاً د امریکا د زرينې دورې پیل وي."
هغه له دې وړاندې هم اپرېل دویمه "د ازادۍ ورځ" بللې وه.
ټرمپ له دې وړاندې د یوبل اجراییوي فرمان په صادرولو سره، خپل اقتصادي ټیم ته لارښوونه کړې وه چې د هر هغه هېواد پر وړاندې د متقابلو تعرفو طرحه جوړه کړي، چې د امریکا پر وارداتي محصولاتو تعرفې لګوي.
ټرمپ په خپله وینا کې د امریکا د سوداګریزو شریکانو په ځانګړې توګه د کاناډا او مکسیکو په اړه وویل: "موږ ډېرو هېوادونو ته مالي ملاتړ ورکوو، هغوی ژوندي ساتو او د دوی اقتصادي فعالیت ته دوام ورکوو. ولې باید دا کار وکړو؟ همدا لامل دی چې موږ د لویو بوديجوي کسرونو سره مخ یو. همدا لامل دی چې دا درانه پورونه په تېرو کلونو کې پر موږ بار شوي او واقعاً موږ نور نه غواړو دا زغمو."
ټرمپ د تعرفو کچه هم اعلان کړه، چې له مخې یې چین ته ۳۴٪، اروپایي اتحادیې ته ۲۰٪، جاپان ته ۲۴٪، سویلي کوریا ته ۲۵٪، سویس ته ۳۱٪، برېتانیا ته ۱۰٪، تایوان ته ۳۲٪، مالیزیا ته ۲۴٪، هند ته ۲۶٪، برازیل ته ۱۰٪، اندونیزیا ته ۳۲٪، ویتنام ته ۴۶٪، سینګاپور ته ۱۰٪، وینزویلا ته ۱۵٪ او اوکراین ته ۱۰٪ تعرفه وضع شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ د یاد تعرفو په تړاو د یو شمېر هېوادونو مشرانو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې که امریکا تعرفې لوړوي نو دوی به متقابل عمل ترسره کړي.
تر اوسه کوم هېواد په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

پولیټیکو خبري اژانس ټرمپ ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د متحدهایالاتو ولسمشر د خپلې کابینې د غړو په ګډون یو شمېر داخلي کړیو ته ویلي، اېلان ماسک څو اوونۍ وروسته د هغه حکومت پرېږدي.
نوموړي اژانس د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲مه) په راپور کې لیکلي، چې سرچینو یاد اژانس ته دا معلومات د نومونو د نهافشاکېدو په شرط ورکړي دي.
پولیټیکو د خپلو سرچینو له خولې زیاته کړې، چې ټرمپ لا هم د هغه حکومت لپاره د اېلان ماسک له ابتکاراتو او کړنو راضي دی، خو دواړه په دې وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلي، چې ماسک باید خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته بېرته ستون شي او په حکومت کې یوازې ملاتړکوونکی رول ولري.
دغه رسنۍ په خپل راپور کې وايي، چې د ټرمپ ادارې ځیني غړي او له ادارې څخه بهر یو شمېر متحدان د ماسک له کړنو ناخوښه دي او هغه د حکومت لپاره یو «سیاسي بار» ګڼي.
د پولیټیکو په وینا، د ټرمپ له ادارې څخه د ماسک احتمالي وتل د دواړو ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو لوی بدلون ښيي، ځکه یوازې تېره میاشت د سپيڼۍ ماڼۍ چارواکو او ټرمپ ته نږدې کسانو په ډاډ سره ویلي و، چې ماسک به د دولت برخه وي او ولسمشر به د ۱۳۰ ورځېني محدودیت د مخنیوي لپاره لار ومومي.
د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي په دې تړاو ویلي و، چې ښايي ماسک په راتلونکي کې د ټرمپ د نارسمي سلاکار په توګه دنده ترسره کړي او وخت ناوخت به په سپینې ماڼۍ کې حضور ولري.
اېلان ماسک چې د نړۍ یو لوی مېلیاردر او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کس بلل کېږي، د متحدهایالاتو د نوې فډرالي ادارې په رامنځتهکېدو سره د لګښتونو د ارزونې مشر ټاکل شوی، خو سرچینې وايي چې د ټرمپ په اداره کې ګڼ شمېر کسان له ماسک څخه ناخوښه دي.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و د امریکا د ځینو فډرالي ادارو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت او اېفبيای له خپلو کارکوونکو غوښتي، څو د اېلان ماسک د لارښوونو پیروي ونه کړي او د هغه تر مشرۍ لاندې اداري اېمیلونه دې نهځوابوي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییلي پوځ وژونکي هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري، تازه د اسراییل لومړي وزیر بنیامبن نتنیاهو ویلي، چې په دې سیمه کې د نوې اراضۍ د نیولو اراده لري.
د الجزیرې نړۍوالې ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن (چهارشنبه د اپرېل ۲مه) د اسراییل د ملي امنیت وزیر اېتامار بنګویر په بیتالمقدس کې د الاقصی جومات انګړ ننوتلی دی.
هغه حماس ته د ګواښ په اشارې څرګنده کړې: «اسراییل پوځ سیمې نیسي، ترهګر په نښه کوي او بنسټونه یې له منځه وړي.»
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې په غزه کې د مړو شمېر په چټکۍ سره ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او فلسطیني روغتیايي سرچینو په وینا، یوازې نن لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
همداراز، شاوخوا ۳۱ ورځې کېږي چې غزه په شدید ډول محاصره شوې او فلسطیني روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډون په دې سیمه کې ټول نانوایان تړل شوي دي.
ګڼو مرسته رسوونکو بنسټونو هم اندېښنه ښودلې او زیاتوي، چې د غزې د روان کړکېچ له امله په دې سیمه کې د خوړو توکو سخت ناورین رامنځته شوی او د خلکو د ژوند پر شرایطو یې ډېر ناوړه اغېز کړی دی.
یاده دې وي، چې د اسراییل او حماس ترمنځ له لنډمهالي اوربند وروسته غزه یو وار بیا د اسراييلي پوځ تر سختو بریدونو لاندې ده، چې له امله یې زرګونو فلسطینيانو ته مرګژوبله اوښتې.
تازه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق ویلي، چې د اسراییل لهخوا د غزې په تړانګه کې له دوو اونیو راهیسې په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰۹ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

سره له دې چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د نړۍوالې جزایي محکمې (ای سي سي) له خوا د غزې د جګړې له امله د نیولو امر لري، د څلور ورځیني سفر په موخه هنګري ته روان شو.
هنګري د ای سي سي بنسټ اېښودونکی غړی دی، چې کولی شي هغه کسان محکې ته حواله کړي چې د نیولو امر یې شوی وي او د دغې محکمې د نیولو امرونه عملي کړي.
خو د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان روښانه کړې، چې دا پرېکړه به نه عملي کوي.
تمه ده، چې نتنیاهو د چهارشنبې په ماښام په بوداپسټ کې له اوربان سره وویني.
د دوی د لیدنې جزییات تر ډېره محدود ساتل شوي، خو ویل شوي چې د هولوکاسټ یادګاري ځای ته به سفر وکړي.
تر هغه وروسته چې ای سي سي د نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت د نیولو امر صادر کړی، دا د نوموړي دویم نړۍوال سفر دی.
نتنیاهو تېر کال د فېبرورۍ په میاشت کې واشنګټن ته تللی و، څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.
اسراییل او امریکا د ای سي سي غړي نه دي.
په هاګ کې مېشتې محکمې د هنګري پرېکړه غندلې ده، چې د نتنیاهو د نیولو حکم نه عملي کوي.
د محکمې ویاند فادي العبدالله ویلي، چې د ای سي سي غړي نه شي کولی د محکمې پرېکړې په خپل سر رد کړي.
عبدالله اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې غړي هېوادونه مکلف دي د ای سي سي پرېکړې عملي کړي او که د کوم حکم سره اختلاف لري، باید له محکمې سره مشوره وکړي.
هغه زیاته کړه: “هر ډول قضايي اختلاف باید د محکمې د پرېکړې له لارې حل شي.”
د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه
د اروپایي شنه ګوند (European Green Party) غوښتنه کړې، چې نتنیاهو دې ونیول شي او د ای سي سي محکمې ته وړاندې شي.
د دې ګوند همغږي کوونکي مشر کیاران کاف په یوې اعلامیه کې ویلي: “اروپایي اتحادیه او ملي حکومتونه مکلف دي، چې نړۍوال قانون ته درناوی وکړي او د جګړې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو حساب کتاب یقیني کړي.”
نوموړي زیاته کړه: “ویکتور اوربان، د نړۍوالو قوانینو د سپکاوي هماغه تګلاره تعقیبوي چې په هنګري کې یې کړې، دا ځل یې د نتنیاهو د نیولو د حکم له پامه غورځولو له لارې په نړۍواله کچه ترسره کوي.”
د ای سي سي له ارزونې وروسته دا پرېکړه شوې وه، چې “د معقولو دلایلو له مخې داسې باور موجود دی” چې نتنیاهو او ګالانت “په قصدي ډول د غزې ملکي وګړو ته د هغو اړینو توکو چې د بقا لپاره اړین دي لکه خواړه، اوبه، درمل، طبي وسایل، سون او برېښنا» د رسولو مخه نیولې.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل دا تورونه رد کړي.

د اسرییل د امنیت وزیر ایتامار بنګویر د چارشنبې په ورځ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د بیتالمقدس په ختیزه برخه کې د مسجد الاقصی انګړ ته ننوت. سعودي عربستان دا اقدام د مسجد الاقصی د حرمت نقض وباله او ویې غنده.
د عربي رسنیو د رپوټ له مخې، د اسراییلي وزیر دا کار د غزې د روانې جګړې په منځ کې یو نوی پاروونکی اقدام بلل شوی دی.
د بیتالمقدس د اسلامي اوقافو ادارې یو چارواکي اناتولي خبري اژانس ته ویلي، « د دې لیدنې پر مهال، له بنګویر سره له ۲۴ څخه زیات غیرقانوني ښارګوټيمیشت اسراییلیان هم ملګري وو».
سعودي عربستان ویلي، چې « د اشغالګرو ځواکونو تر ملاتړ لاندې پر اقصی جومات د اسراییل د امنیت وزیر یرغل او د لمونځ کوونکو ایستل، موږ په کلکه غندو».
اردن هم دا اقدام پاروونکی بللی او ویلي یې دي، چې اسراییل په اشغال شوي بیتالمقدس او د دغه ښار په مقدسو اسلامي او مسیحي ځایونو هېڅ ډول حاکمیت نه لري.
د فلسطین حماس ډلې هم دا اقدام وغنده او د فلسطینیانو د نسلوژنې دوام یې ګڼلی.
حماس له اسلامي همکاریو سازمان او عربي اتحادیې وغوښتل چې د اسراییل د سیستماتیکو سرغړونو د مخنیوي لپاره اغیزناک ګامونه واخلي.
دا شپږم ځل دی چې ایتامار بنګویر، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د بنیامین نتنیاهو د حکومت د غړي په توګه، د مسجد الاقصی انګړ ته ننوځي.
مسجد الاقصی، چې یهودان یې د خپلو لرغونو معبدونو پاتې شونی ګڼي، د اردن د اسلامي اوقافو یوه بنسټ له خوا اداره کېږي.
د کلونو زړو قوانینو له مخې یهودان کولای شي دغه ځای ته سفر وکړي، خو د عبادت اجازه پکې نه لري.