• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ۱۹ کلنو نيپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ور کړه

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د درې يو ورځنيو سیاليو د لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې کوربه نيپال لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به د راتلونکې يکشنبې په ورځ تر سره شي.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره او نيپال کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۱ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې فیصل خان ۹۷ او خالد احمدزي ۷۶ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

نيپال دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

تمه کېږي، چې له دغو لوبو وروسته به دغه افغان لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو نارینه‌و کرېکټ نړیوال جام اسیا کوالیفایرز لوبو کې هم برخه واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، تېر کال یې ۱۱۴ زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته د کار جوازونه ویشلي او ډیر ژر به نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، تېر کال یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار جوازونه ورکړي دي.

نوموړي په دا نه ده په ډاګه کړې چې په تېر یوه کال یې په څومره شمېر ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره د خبرو پرمهال وویل:«په هغو برخو کې چې د میرمنو کار ته اړتیا لیدل کېده او د دوی کارونه او خدمات په مستقیمه توګه د مېرمنو او یا نجونو لپاره وو، د میرمنو استخدام هم ترسره شوی دی. دوی هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.»

په داسې حال کې، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ډیرو برخو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګول شوي او زرګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د ښځو د کار په برخه کې خوندي کاري چاپیریال رامنځته شوی دی.

ابراهیمي وايي، بهرنيو کارګرانو ته د یادې ډلې له اصولو سره سم په افغانستان کې د کارکولو اجازه ورکول کیږي.

د نوموړی په وینا، په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې راټیټولو په موخه یې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لیږلو لپاره له قطر او عربي متحده امارات سره یو لړ تفاهمونو ته رسیدلي او ډیر ژر به افغان کارګران یادو هېوادونو ته ولیږي.

ابراهیمي وایي، چې تېر کال یې د مسلکي زده کړو په ۷۰ مرکزونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان روزلي دي او سږکال به د کار بازار له اړتیا سره سم ګڼو نورو کسانو ته هم زده کړې ورکړي څو په هېواد کې د بې کارۍ کچه ټیټه شي.

طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د کاري زمینې برابرولو ژمني کوي، چې په ګڼ شمېر کې افغانان د پاکستان او ایران په ګډون، اروپايي هېوادونو ته په غیر قانوني لارو د کار کولو په موخه ځي.

طالبانو په کابل کې د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۲۹ تنه نیولي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل په بېلابیلو سېمو کې يې ۲۹ کسان د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نيولي. دغه وزات په يوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې له نیول شويو کسانو سره یې دوه زره ۵۷۱ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو تاریاک او ۱۵۶۸ د نشه يي توکو ګولۍ نيولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې دغه ۲۹ کسان یې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي، نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرڅلاو بندیزونه لګولي، خو ویل کیږي د طالبانو یو شمېر سیمه ییز قوماندانان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي.

افغانستان انټرنشنل د «ون ورلډ میډیا» د رسنیو ازادۍ جایزې ته نومول شوی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱

ون ورلډ میډیا (One World Media) اعلان وکړ، چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ جایزې ته نومول شوی. ون ورلډ ميډيا ویلي، چې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون به د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره د قضاوت پړاو ته ولاړ شي.

ون ورلډ ميديا په یوه پيغام کې افغانستان انټرنشنل ټلویزیون ته د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ جایزې ته د نومول کېدو له امله مبارکي ویلې.

دغه سازمان ویلي، چې سږ کال یې په ۱۳ برخو کې له سلو هېوادونو څخه ۵۵۹ اثار ترلاسه کړي دي.

ون ورلډ میډيا لیکلي دي، چې د جایزې ورکولو لپاره تر ټولو غوره رسنۍ ټاکي.

د ون ورلډ میډیا په وینا، دغه جایزې به د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې ورکړل شي.

سازمان په خپله وېبپاڼه کې لیکي: «زموږ فیصله کوونکو بې شمېره ساعتونه د ځواکمنو او فکري کیسو په بیاکتنې تېر کړي؛ هغه کیسې چې کلیشې ننګوي، داستانونه بدلوي او په ټولو پولو کې اړیکې رامینځته کوي. له افغانستان او ارجنټاین څخه تر چین، فیجي، هند، غزې، میانمار، نایجیریا، سویډن، یمن او داسې نورو پورې د ټولې نړۍ د خلکو کيسې زموږ په اوږد لیست کې ښودل شوې.»

ون ورلډ میډيا یو غیر انتفاعي سازمان دی، چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی.

د دغه سازمان موخه د پیاوړو او خپلواکو رسنیو ملاتړ کول دي، چې د وګړو پیاوړتیا او عدالت ته وده ورکوي.

د پولیو ملي مرکز: پر ډیورنډ کرښه دې د بېرته ستنېدونکو کډوالو ماشومان واکسین شي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پرېکړې سره هم مهاله د طالبانو تر واک لاندې د‌ پولیو د مخنېوي بېړني ملي مرکز له بېرته ستنېدونکو کډوالو څخه غوښتي، چې پر ډیورنډ کرښه دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو څاڅکي ورکړي.

ویل کېږي پاکستان پرېکړه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ د اپریل میاشتې له لسمې نېټې څخه وروسته چټکه کړي، خو د‌ پولیو د څاڅکو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې دغو ستنیدونکو ته د طالبانو له لوري په کور دننه د تابیاوو او ښه راغلاست هڅې خورا کم رنګه ښکاري.

دغه مرکز ویلي، چې افغانستان د پولیو ویروس د لېږد اټکل شته او باید د خپریدو مخنېوي لپاره یې ورته اقدامات وشي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ګواښ په کې تر بل هر ځای ډېر دی.

په افغانستان کې د دغه ویروس د خپریدو یو لوی لامل له پاکستان هېواد څخه بېرته ستنیدونکي کډوال بلل شوي، چې له ځانونو سره یې د ګوزڼ دغه ویروس لېږدوي.

په افغانستان کې هره میاشت د پولیو واکسین د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره بیا هم تطبیق کېږي.

باورنه دا دي، چې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې د ناسمو کلتوري او مذهبي روایتونو له کبله خلک نه غواړي چې د کورنۍ ماشومان دې یې د ګوزڼ ضد واکسینو څخه برخمن شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د ګوزڼ نږدې ۲۵ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې چې د ۲۰۲۳ په پرتله څلور برابره ډېرې وې.

یاد شمېر څخه یوازې ۲۰ پیښې تېر کال په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې وې.

مولوي کبیر د کډوالو وزارت چارو ته شا کړې او پر سیاسي ناستو ولاړو بوخت دی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو خپلې هڅې چټکې کړې دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر دغو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو پر ځای په ولسي او سیاسي ناستو ولاړو کې بوخت دی.

د (وري ۱۴مه) د طالبانو کډوالو وزارت پر اېکس پاڼه له قومي مشرانو،‌ دیني عالمانو او د طالبانو د کابینې له څو تنو غړو سره د ولسي او سیاسي ناستې په اړه د مولوي کبیر د لیدنو خبر ورکړی دی.

په دغه ناسته کې مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې طالبانو په تېر اختر کې لازم امنیتي تدابیر نیولي و او له همدې کبله دغه ورځې پرته له کومې امنیتي پېښو ونمانځل شوې.

مولوي کبیر بیا په دغو ناستو کې د افغان کډوالو او بېرته راستنیدونکو په تړاو هېڅ نه دي ویلي.

هم مهاله پاکستان په خپلو حکومتي ناستو کې د افغان کډوالو ایستل کیدو ته لومړیتوب ورکړی،‌ خو د طالبانو یاد وزارت لا تر اوسه پورې د بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د چمتووالی یا هم اسانتیاوو برابرولو په تړاو تازه هېڅ نه دي ویلي.

له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستل کیدل به د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي،‌ ځکه لا تر اوسه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغو کډوالو ښه راغلاست او ورته د امکاناتو چمتو کیدو لپاره هېڅ نه دي شوي.

پاکستان بیا په تورخم کې او لنډي کوتل سیمو کې د کډوالو لپاره ځانګړي پنډغالي جوړ کړي،‌ څو د دغه بهیر په چټک کیدو او ښه ترسره کیدو کې مرسته وکړي.

هاخوا بیا د طالبانو لوري په تورخم کې هېڅ ډول تدابیر نه لیدل کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل،‌ په تورخم کې د طالبانو له لوري د کډوالو د هرکلي یا هم ورته د خدمتونو د چمتو کیدو لپاره لا تر اوسه هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.

د سرچینې په خبره، په تورخم ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له لوري ځینې وړې خیمې د کډوالو د ښه راغلاست لپاره لګیدلي، خو د پاکستان د کډوالو ستنولو تازه څپه به خورا لویه وي او پر دغو شته امکاناتو هېڅکله د مدیریت وړ نه ده.

مولوي عبدالکبیر که څه هم د اختر په ورځو کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنولو په برخه کې دې همکار‌ي وکړي او په یو ځل دې ډېر شمېر کسان نه ورلېږي، خو د ستنیدونکو سره د مرستو لپاره یې د هېڅ راز اقداماتو یا تدابیرو یادونه ونه ګړه.

اندېښنې دا دي، چې له ایران او پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال نه یوازې دا چې په کور دننه به د روزګار له کمښت سره مخ شي، بلکې د کافي بشري مرستو د نشتوالي له امله ښايي د لوږې له جدي ناورین سره هم مخ شي.

د ملګرو ملتونو له لوري لا له وړاندې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې د غربت کچه مخ په ډیریدو ده او د دغو کډوالو په ورتګ سره ښايي دا کچه نوره هم لوړه شي.