• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارکو روبیو: واشنګټن لا هم ناټو ته ژمن دی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې واشنګټن لا هم ناټو ته ژمن دی، خو تمه لري چې د دغه سازمان غړي هېوادونه خپلې پوځي بودیجې ته ډېرې پیسې ځانګړې کړي او متحده‌ایالات به دوی ته لا ډېر فرصت ورکړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۳مه) زیاته کړې چې د ناټو غړي هېوادونه باید د ټاکل شوې دوه سلنې پر ځای د خپلو ناخالصو داخلي تولیداتو پنځه سلنه د پوځي بودیجې لپاره ولګوي.

نوموړي په بروکسل کې د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې ترڅنګ خبریالانو ته زیاته کړې: «امریکا په ناټو حضور لري. متحده‌ایالات د تل په څېر په ناټو کې فعال دی.»

روبيو د اروپا په تړاو د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاست په تړاو زیاته کړې: «هغه د ناټو مخالف نه دی. ښاغلی ټرمپ د داسې ناټو مخالف دی چې غړي یې د دغه تړون په چوکاټ کې له دوی څخه د تمې وړ مکلفیتونو د پوره‌کېدو لپاره لازم ظرفیت نه‌لري.»

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې ویلي، دغه هېواد حاضر نه دی چې د ناټو په چوکاټ کې د مالي او پوځي مکلفیتونو اضافه بار پر خپلو اوږو واخلي او د دغه اېتلاف غړي باید د خپلو ناخالصو داخلي تولیداتو ۵ سلنه د دفاعي چارو لپاره ولګوي.

واشنګټن نوي دولت همداراز په روښانه ډول اروپایي هېوادونو ته ویلي چې نور نه‌شي کولای د اروپا امنیت خپل اصلي لومړیتوب وګڼي او دې څرګندونې په اروپایي پلازمېنو کې داسې برداشت رامنځته کړی چې دوی باید له امریکا څخه جلا د ګواښونو پر وړاندې د خپلې دفاع په اړه غور وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سعودي د اسراییل بریدونه غندلي او اسراییل یې د سوریې د ثبات په کمزوري کولو تورن کړی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د اسراییل بریدونه وغندل او اسراییل یې د سوریې په بې ثابته کولو تورن کړ.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي: «د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل هغه بریدونه چې په سوریه کې یې پنځه بېلابېلې سیمې په نښه کړې او په ترڅ کې یې لسګونه ملکي او نظامي کسان وژل شوي دي، په سختو ټکو غندي. د سعودي عربستان سلطنت یو ځل بیا د اسراییلي نیواکګرو چارواکو هغه هڅې په کلکه ردوي چې د نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونې له لارې د سوریې او سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.»

په اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې په سوریه او سیمه کې د اسراییل د روانو سرغړونو پر وړاندې ودرېږي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د اسراییل پراخ بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ، چې دوی په یوه حساس وخت کې سوریه بې ثباته کوي.

ګیر پیډرسن په یوه بیان کې وویل: "په سوریه کې د اسراییل له خوا تکراري او ګړندی نظامي زیاتوالی او هوایي بریدونه چې د راپور له مخې د ملکي تلفاتو لامل شوي په کلکه غندي."

نوموړی زیاتوي: "دا ډول کړنې د خپل ځان او سیمې سره په سوله کې د یوې نوې سوریې د جوړولو هڅې زیانمنوي او سوریه په حساس وخت کې بې ثباته کوي."

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې سوریې د پنجشنبې په ورځ اسراییل په دې تورن کړ، چې د بې ثباتۍ لپاره د وژونکي کمپاین پېل کولو وروسته د هوايي ډګر په ګډون پر پوځي اهدافو د بریدونو څپې او ځمکني برید ۱۳ کسان ووژل.

اسراییل ویلي، چې د سوریې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د وسله والو ډزو ته ځواب ورکړی او د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته یې خبرداری ورکړی چې که امنیت یې له ګواښ سره مخ شي له سختو پایلو سره به مخ شي.

کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونو پر وړاندې په انتقامي اقداماتو تورن شوی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو تحقیقاتي ډلې د جرمونو نړیوالې محکمې د مشر څارنوال کریم خان پر ضد د جنسي ناوړه چلند تورونه ارزوي او همداراز دا ادعاوې هم څېړي چې خان د هغو کارکوونکو پر ضد اقدام کړی چې ددې تورونو رپوټ یې ورکړی و.

درې سرچینې، چې د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو له بهیر سره نېغ په نېغه بلدې دي، رویټرز ته ویلي، چې خان د یوې ښځینه وکیلې پر وړاندې د جنسي ناوړه چلند د تورونو راپور ورکوونکي کارکوونکي تنزیل کړي دي.

پینځه سرچینې وایي چې خان، چې د بریتانیا وګړی دی، لږ تر لږه څلور کارکوونکي له خپلو دندو کوز کړي دي.

د خان وکیلانو په یوه لیکلې اعلامیه کې دا ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې نوموړی به له بهرنیو تحقیقاتو سره بشپړه او روښانه همکاري وکړي.

کارټر روک قانوني شرکت ویلي: « زموږ موکل (خان) د جنسي ناوړه چلند هیڅ ډول عمل نه دی کړی او نه یې هم د تورونو راپور ورکوونکو کارکوونکو ته زیان رسولی».

خان ویلي، دا تورونه د هغه پر دفتر د ناسمو تبلیغاتو یوه برخه ده.

د جرمونو نړیواله محکمه دا مهال د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد تحقیقات کوي.

محکمې د پوتین پر ضد په زور د اوکراین د ماشومانو ایستلو او د نتنیاهو پر ضد په غزه کې د جګړه ییزو جرمونو له امله د هغوی د نیولو امرونه صادر کړي دي.امریکا پر خان بندیزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د داخلي څارنې دفتر (OIOS) دا تحقیقات پر مخ وړي، خو خان لا تر اوسه نه دی پوښتل شوی.

د جرمونو نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو د داخلي څارنې دفتر د دې تحقیقاتو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د محکمې مسوولانو ویلي، تر هغو چې تحقیقات پای ته نه وي رسېدلي، نور معلومات نه شي شریکولی.

د جرمونو نړیواله محکمه دایمي محکمه ده، چې کولای شي د جګړه ییزو جرمونو، بشري ضد جرمونو، نسل وژنې او یرغلیزو جرمونو تورن کسان محاکمه کړي.

یاده محکمه ۱۲۵غړي لري، چې د اروپایي اتحادیې ټول هېوادونه، جاپان، بریتانیا، کاناډا او برازیل پکې شامل دي، خو امریکا، چین او روسیه یې غړي نه دي.

تازه هنګري هېواد هم له دې محکمې نه د وتلو اعلان کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال څه موده وړاندې له دې ادارې وغوښتل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د جرمونو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه سیاسي هڅول شوې موضوع وبلله او ویې ویل، چې دوی ته اعتبار نه لري.

د امریکا د پوځ جنرال کریسټوفر کاوولي: اوکراین د جګړې د بشري ځواک ځینې ستونزې حل کړې

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د امریکا د پوځ یو جګپوړي جنرال ویلي، اوکراین د روسیې پر ضد د جګړې لپاره د سرتېرو کمښت ته ځینې حللارې موندلي، چې د استخدام د شرایطو پراخول هم پکې شامل دي.

د امریکا د پوځ جنرال کریستوفر کاوولي د پنجشنبې په ورځ وویل،چې که امریکا اوکراین ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو چمتو کول بند کړي، دا به د کیېف لپاره ډېر زیانناک وي، که څه هم اوکراین هڅه کړې چې د وسلو د تأمین سرچینې پراخې کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره له تاوتریخوالي ډک بحث وروسته په لنډمهاله توګه اوکراین ته د مرستو ځینې برخې وځنډولې.

رپوټ وايي، د دې ناندریزې ناستې پر مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین د بشري ځواک له کمښت شکایت وکړ او ټرمپ زېلینسکي ته وویل، چې د امریکا له مرستې پرته ته د دې جګړې د پای ته رسولو وس نه لرې.

بنسټیز بدلون؛ د جرمني پوځ پر جنګي بې پیلوټه الوتکو پانګونه کوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د جرمني پوځ پلان لري چې د یوه بنسټیز بدلون په اډانه کې پر جنګي بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پانګونه وکړي.

د جرمني دفاع وزارت سرچینو د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد خبري اژانس ډي پي اې ته وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به تړونونه لاسلیک شي او پوځ به د لومړي ځل لپاره لږ شمیر بې پیلوټه الوتکې وپېري.

دغه الوتکې به لږ تر لږه له دوو کمپنیو پېرل کیږي، څو سرتیري د دغو الوتکو د کارولو تجربه ترلاسه کړي.

دا نیمه خپلواک جنګي ډرونونه په چاودیدونکو توکو مجهز دي او د لوټرینګ په نوم یادیږي.

له دې امله چې دغه الوتکې د یو ځل برید لپاره کارول کیدای شي، دې ته کله ناکله کامیګازي ډرونونه هم ویل کیږي.

په وروستیو کلونو کې جرمني د دفاعي ټېکنالوژۍ په برخه کې له نورو هیوادونو شاته پاتې شوی، خو اوس یو شمیر کمپنۍ له دې برخې سره علاقه ښيي.

د دغو شرکتونو له ډلې یوهلسینګ دی، چې (HX-2 ) ډرون یې جوړ کړی، چې په پیل کې د اوکراین لپاره ډیزاین شوی و.

دا ډرون مصنوعي هوښیارتیا کاروي څو چاودیدونکي توکي خپلې ټاکلې سیمې ته واستوي او د برېښنايي مداخلې (جمینګ) په وړاندې یې مقاومت زیات دی.

هلسینګ کمپنۍ په دې وروستیو کې د ناټو د ختیزې پولې لپاره د جنګي ډرونونو د نوې بڼې چټک پرمختګ ته کمپاین کړی، څو یو پیاوړی دفاعي قوت رامنځته شي.

د جرمني دفاع وزارت باور لري چې بې پیلوټه جنګي الوتکې د عصري جګړو لپاره یو ریښتینی بنسټیز بدلون دی.

وزارت زیاته کړې، چې که څه هم دا وسلې نشي کولی د ټولې جګړې پایله وټاکي، خو کولی شي په ځینو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله ۷ تنه مړه شوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د یونان سمندرساتنې ادارې ویلي چې لږ تر لږه اووه کډوال، چې یو هلک، یوه جینۍ او دوه ښځې پکې شاملې دي، نن سهار د لیسبوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوي دي. دغه کښتۍ د سمندرساتنې یوې ګزمې سهار وختي د لیسبوس په شمال کې موندلې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، تر اوسه ۲۳ کډوال ژغورل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

دا لا روښانه نه ده چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو، خو معمولا د انساني قاچاق په کښتیو کې له حده ډېر کسان لېږدول کیږي.

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ترکیې سمندرساتونکو هم مرسته کړې ده.

تر اوسه د مړو شویو او ډوبو شویو، یا ژغورل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېر وخت په ورته پېښو کې د جنوبي اسیا، افغانستان، ایران، منځني ختیز او افریقا هېوادونو وګړي ښکار کیږي.

یوناني چارواکي وايي، په سمندر او وچه کې لټون او د ژغورنې عملیات روان دي، چې څلور کښتۍ او یوه چورلکه پکې ښکیلې دي.

یونان د هغو کسانو لپاره چې له منځني ختیز، افریقا او اسیا څخه د جګړو او فقر له امله تېښته کوي، اروپايي اتحادیې ته د ننوتلو اصلي تېرنلاره ده.