• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونو پر وړاندې په انتقامي اقداماتو تورن شوی

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو تحقیقاتي ډلې د جرمونو نړیوالې محکمې د مشر څارنوال کریم خان پر ضد د جنسي ناوړه چلند تورونه ارزوي او همداراز دا ادعاوې هم څېړي چې خان د هغو کارکوونکو پر ضد اقدام کړی چې ددې تورونو رپوټ یې ورکړی و.

درې سرچینې، چې د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو له بهیر سره نېغ په نېغه بلدې دي، رویټرز ته ویلي، چې خان د یوې ښځینه وکیلې پر وړاندې د جنسي ناوړه چلند د تورونو راپور ورکوونکي کارکوونکي تنزیل کړي دي.

پینځه سرچینې وایي چې خان، چې د بریتانیا وګړی دی، لږ تر لږه څلور کارکوونکي له خپلو دندو کوز کړي دي.

د خان وکیلانو په یوه لیکلې اعلامیه کې دا ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې نوموړی به له بهرنیو تحقیقاتو سره بشپړه او روښانه همکاري وکړي.

کارټر روک قانوني شرکت ویلي: « زموږ موکل (خان) د جنسي ناوړه چلند هیڅ ډول عمل نه دی کړی او نه یې هم د تورونو راپور ورکوونکو کارکوونکو ته زیان رسولی».

خان ویلي، دا تورونه د هغه پر دفتر د ناسمو تبلیغاتو یوه برخه ده.

د جرمونو نړیواله محکمه دا مهال د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد تحقیقات کوي.

محکمې د پوتین پر ضد په زور د اوکراین د ماشومانو ایستلو او د نتنیاهو پر ضد په غزه کې د جګړه ییزو جرمونو له امله د هغوی د نیولو امرونه صادر کړي دي.امریکا پر خان بندیزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د داخلي څارنې دفتر (OIOS) دا تحقیقات پر مخ وړي، خو خان لا تر اوسه نه دی پوښتل شوی.

د جرمونو نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو د داخلي څارنې دفتر د دې تحقیقاتو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د محکمې مسوولانو ویلي، تر هغو چې تحقیقات پای ته نه وي رسېدلي، نور معلومات نه شي شریکولی.

د جرمونو نړیواله محکمه دایمي محکمه ده، چې کولای شي د جګړه ییزو جرمونو، بشري ضد جرمونو، نسل وژنې او یرغلیزو جرمونو تورن کسان محاکمه کړي.

یاده محکمه ۱۲۵غړي لري، چې د اروپایي اتحادیې ټول هېوادونه، جاپان، بریتانیا، کاناډا او برازیل پکې شامل دي، خو امریکا، چین او روسیه یې غړي نه دي.

تازه هنګري هېواد هم له دې محکمې نه د وتلو اعلان کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال څه موده وړاندې له دې ادارې وغوښتل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د جرمونو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه سیاسي هڅول شوې موضوع وبلله او ویې ویل، چې دوی ته اعتبار نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د پوځ جنرال کریسټوفر کاوولي: اوکراین د جګړې د بشري ځواک ځینې ستونزې حل کړې

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د امریکا د پوځ یو جګپوړي جنرال ویلي، اوکراین د روسیې پر ضد د جګړې لپاره د سرتېرو کمښت ته ځینې حللارې موندلي، چې د استخدام د شرایطو پراخول هم پکې شامل دي.

د امریکا د پوځ جنرال کریستوفر کاوولي د پنجشنبې په ورځ وویل،چې که امریکا اوکراین ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو چمتو کول بند کړي، دا به د کیېف لپاره ډېر زیانناک وي، که څه هم اوکراین هڅه کړې چې د وسلو د تأمین سرچینې پراخې کړي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره له تاوتریخوالي ډک بحث وروسته په لنډمهاله توګه اوکراین ته د مرستو ځینې برخې وځنډولې.

رپوټ وايي، د دې ناندریزې ناستې پر مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین د بشري ځواک له کمښت شکایت وکړ او ټرمپ زېلینسکي ته وویل، چې د امریکا له مرستې پرته ته د دې جګړې د پای ته رسولو وس نه لرې.

بنسټیز بدلون؛ د جرمني پوځ پر جنګي بې پیلوټه الوتکو پانګونه کوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د جرمني پوځ پلان لري چې د یوه بنسټیز بدلون په اډانه کې پر جنګي بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پانګونه وکړي.

د جرمني دفاع وزارت سرچینو د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد خبري اژانس ډي پي اې ته وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به تړونونه لاسلیک شي او پوځ به د لومړي ځل لپاره لږ شمیر بې پیلوټه الوتکې وپېري.

دغه الوتکې به لږ تر لږه له دوو کمپنیو پېرل کیږي، څو سرتیري د دغو الوتکو د کارولو تجربه ترلاسه کړي.

دا نیمه خپلواک جنګي ډرونونه په چاودیدونکو توکو مجهز دي او د لوټرینګ په نوم یادیږي.

له دې امله چې دغه الوتکې د یو ځل برید لپاره کارول کیدای شي، دې ته کله ناکله کامیګازي ډرونونه هم ویل کیږي.

په وروستیو کلونو کې جرمني د دفاعي ټېکنالوژۍ په برخه کې له نورو هیوادونو شاته پاتې شوی، خو اوس یو شمیر کمپنۍ له دې برخې سره علاقه ښيي.

د دغو شرکتونو له ډلې یوهلسینګ دی، چې (HX-2 ) ډرون یې جوړ کړی، چې په پیل کې د اوکراین لپاره ډیزاین شوی و.

دا ډرون مصنوعي هوښیارتیا کاروي څو چاودیدونکي توکي خپلې ټاکلې سیمې ته واستوي او د برېښنايي مداخلې (جمینګ) په وړاندې یې مقاومت زیات دی.

هلسینګ کمپنۍ په دې وروستیو کې د ناټو د ختیزې پولې لپاره د جنګي ډرونونو د نوې بڼې چټک پرمختګ ته کمپاین کړی، څو یو پیاوړی دفاعي قوت رامنځته شي.

د جرمني دفاع وزارت باور لري چې بې پیلوټه جنګي الوتکې د عصري جګړو لپاره یو ریښتینی بنسټیز بدلون دی.

وزارت زیاته کړې، چې که څه هم دا وسلې نشي کولی د ټولې جګړې پایله وټاکي، خو کولی شي په ځینو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله ۷ تنه مړه شوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د یونان سمندرساتنې ادارې ویلي چې لږ تر لږه اووه کډوال، چې یو هلک، یوه جینۍ او دوه ښځې پکې شاملې دي، نن سهار د لیسبوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوي دي. دغه کښتۍ د سمندرساتنې یوې ګزمې سهار وختي د لیسبوس په شمال کې موندلې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، تر اوسه ۲۳ کډوال ژغورل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

دا لا روښانه نه ده چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو، خو معمولا د انساني قاچاق په کښتیو کې له حده ډېر کسان لېږدول کیږي.

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې د ترکیې سمندرساتونکو هم مرسته کړې ده.

تر اوسه د مړو شویو او ډوبو شویو، یا ژغورل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېر وخت په ورته پېښو کې د جنوبي اسیا، افغانستان، ایران، منځني ختیز او افریقا هېوادونو وګړي ښکار کیږي.

یوناني چارواکي وايي، په سمندر او وچه کې لټون او د ژغورنې عملیات روان دي، چې څلور کښتۍ او یوه چورلکه پکې ښکیلې دي.

یونان د هغو کسانو لپاره چې له منځني ختیز، افریقا او اسیا څخه د جګړو او فقر له امله تېښته کوي، اروپايي اتحادیې ته د ننوتلو اصلي تېرنلاره ده.

د نتنیاهو له سفر سره هممهاله؛ هنګري اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې وځي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۱

بوداپست ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له سفر سره هممهاله د هنګري حکومت نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې وځي. دا پریکړه وروسته له دې کیږي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې هنګري ته د سفر پرمهال د اسراییل د لومړي وزیر د نیولو خبرداری ورکړی و.

د هنګري ښي اړخي لومړي وزیر ویکتور اوربان په نومبر کې له نتنیاهو غوښتنه وکړه چې بوداپست ته سفر وکړي.

له دې یوه ورځ وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې په غزه کې د جنايي جرمونو له امله د نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی و.

هنګري، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په بنسټګرو هېوادونو کې شمېرل کیږي، مکلفه ده چې د محکمې حکم ته درناوی وکړي او هر هغه څوک چې د محکمې په حکم د نیولو وړ وي، ونیسي او محکمې ته یې وسپاري، خو اوربان څرګنده کړې چې هنګري به د دغه حکم درناوی ونه کړي.

هنګري د جرمونو نړیوالې محکمې د بنسټیزو سندونو لاسلیک په ۱۹۹۹ کال کې کړی او په ۲۰۰۱ کال کې یې تصدیق کړی، خو دا قانون په هنګري کې نه دی نافذ شوی.

د اوربان د دفتر مشر ګرګلی ګولیاش په نومبر کې وویل چې که څه هم هنګري د ای سي سي د روم اعلامیې تصدیق کړی، خو دا هیڅکله د هنګري په قانون کې نه و ځای پر ځای شوی او معنا یې دا ده چې د محکمې هېڅ کوم تدبیر په هنګري کې نه شي پلي کیدی.

نن پنجشنبه ګولیاش د هنګري دولتي خبري اژانس اېم ټي ای ته وویل چې حکومت به د ورځې په ترڅ کې د وتلو پروسه پیل کړي.

هالنډ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې کوربه دی، ویلي تر هغه پورې چې د وتلو پروسه بشپړیږي، هنګري باید د محکمې پر وړاندې خپل ټول مکلفیتونه پوره کړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر فیلډکمپ په بروکسل کې د ناټو غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له محکمې څخه د وتلو بشپړه پروسه شاوخوا یو کال وخت نیسي او په دې وخت کې هنګري باید خپل ټول مکلفیتونه پوره کړي.

چین خبرداری ورکړ چې پر امریکا به ځوابي تعرفې ولګوي

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۱

چین د پنجشنبې په ورځ خبرداری وکړ، چې که متحده ایالات خپلې تعرفې لغو نه کړي، غچ اخستونکي ګامونه به واخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د امریکا پر ټولو سوداګریزو شریکانو پام وړ تعرفې اعلان کړې، چې د نړۍ تر ټولو لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګرۍ کړکیچ نور هم زیاتوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د امریکا پریکړه چې دا تعرفې تطبیق کړي، د څو کلونو په اوږدو کې څو اړخیزو سوداګریزو مذاکراتو او له نړیوالې سوداګرۍ څخه ترلاسه شویو متقابلو ګټو ته نه پام کوي.

وزارت زیاته کړه چې بیجنګ ددې تعرفو په کلکه مخالف دی او ځوابي ګامونه به واخلي.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر چینايي توکو ۳۴سلنه تعرفې تعرفې لګوي، چې دا د روان کال په پیل کې پر لګول شوې ۲۰ سلنه تعرفې اضافه کېږي او ټولې تعرفې یې ۵۴ سلنې ته رسیږي.

نوې تعرفې به له چین څخه امریکا ته پر ټولو تلونکو توکو اغیز پرېباسي.

برسېره پردې، ټرمپ یو اجرايي فرمان هم لاسلیک کړ چې د «ډي مینیمیس» په نوم د سوداګرۍ یوه خلا بندوي، چې له مخې یې له چین او هانگ کانګ څخه کم ارزښته توکينور له تعرفو پرته امریکا ته نه شي وړل کېدای.

له دغو ننګونو سره سره، ځینې شنونکي وړاندوینه کوي چې چین به په دې تعرفو کې لږ زیانمن شي.

روبي عثمان، چې د ټوني بلیر انسټیټیوټ د چین کارپوه دی، وايي، که څه هم د چین پر توکو تعرفې ځینو سکتورونو ته زیان رسوي، خو ممکن د چین پر اقتصاد په ټوله کې ستر اغېز ونه لري، بلکې دا تعرفې ممکن چین وهڅوي چې د بدیلو بازارونو له لارې خپلې سوداګریزې اړیکې ژورې کړي.