سور صلیب: ځمکنیو ماینونو تېر کال ۵۶۴ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په افغانستان کې سره صلیب نړیوالې کمیټې د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ګواښونو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې لا هم ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې سره صلیب نړیوالې کمیټې د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ګواښونو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې لا هم ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.
سور صلیب وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په ۲۵۱ چاودنو کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۵۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سره صلیب نړیوالې کمیټې په خپل راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې ماینونه او ناچاوده توکي د ملکي وګړو ژوند ته یو وژونکی ګواښ دی.
یاد سازمان وايي، په افغانستان کې له ماینونو او مهماتو څخه د ککړو سیمو د پاکولو لپاره ډیرو هڅو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشره کټرینا ریټرز وایي:«له جګړې څخه پاتې شوي ماینونه او چاودیدونکي توکي نه یوازې ورځنی ژوند او اقتصادي پرمختګ ګډوډوي، بلکې د ماشومانو په منځ کې د زړه ماتوونکو تراژیدیو لامل کیږي.»
نوموړې وايي، د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو لپاره د بودجې کمښت د یادې ټولنې پر کارونو منفي اغیزې کړې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټي دغې چارواکې ټینګار کړی، چې د دې ادارې د بودجې کمول به په افغانستان کې د لا زیاتو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي او ښايي د غمجنو پیښو شمیر په چټکۍ سره زیات شي.
دغه کمېټه وايي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ژمنه ده او په ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۳۰۰۰ کسانو ته د چاودیدونکو توکو او ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات چټک کړي او کور په کور یې لټون کوي.
د پاکستانی رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه عملیات د پېښور د پولیسو د مشر قاسم علي خان په لارښوونه پیل شوي او نن د دې ولسوالۍ په فقیر اباد او شاوخوا سیمو کې د افغانانو لټون جاري و.
په دغو عملیاتو کې، چې مشري یې د فقیراباد او پهاړي پوره سیمو د پولیسو مشران عمر اپریدی او جاوېد مروت کوي، پوځ او پولیسو دواړو برخه اخستې ده.
د رپوټ له مخې، په دغو عملیاتو کې د پولیسو مختلفو ډلو او ښځینه پولیسو هم ونډه اخستې او په سیمه کې د افغانانو استوګنځایونه په نښه کوي.
د پېښور د پولیسو د ادعا له مخې، په عملیاتو کې غیر قانوني افغان کډوال، کرایه ور کوونکي او نور کسان نیول شوي او وسله یې هم ترې نیولې ده.
د پېښور پولیسو ددغو عملیاتو هدف په دې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت سمول ښودلي، خو عام خلک وايي، چې دغه اقدام د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې شوی.
پاکستان د افغان کډوالو لپاره د خیبر پښتونخوا ایالت په ناصرباغ او د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې لنډمهالی کمپونه جوړ کړي دي، خو دغو کمپونو ته تر اوسه پورې افغانان نه دي لیږدول شوي.
پاکستان د مارچ ۳۱ مه نېټه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، خو وروسته د اختر له امله دا نېټه د اپرېل تر لسمې وځنډېده، خو له ځنډ سره سره، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې افغانان نیول کیږي.
جبری ستنول پیل شوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې چارواکو په ټول پاکستان کې د غیرقانوني افغان اتباعو د شړلو عملیات له اختر وروسته بېرته پیل کړي، چې مخکې د اختر د رخصتیو له امله ځنډول شوي وو.
د جیوز نیوز د رپوټ له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۲،۱ میلیونه ثبت او ناثبت شوي افغان کډوال مېشت دي.
د پاکستان د سرحدونو او ایالتونو د چارو وزارت (سفران) سرچینې وايي چې ۱،۴ میلیونه افغانان په رسمي ډول ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۸۰۰ زره افغانانو ته د افغان تابعیت کارت (ACC) ورکړل شوی، خو د اوسني حکومت له خوا یې استوګنه غیرقانوني بلل شوې.
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د افغان کډوالو ټول شمېر درې میلیونه ته رسېږي او د غیرقانوني وګړو د شړلو د پلان له مخې به دوی سږ کال ټول بېرته واستول شي.
د پاکستان حکومت د غیر قانوني افغان کډوالو د موقتي استوګنې لپاره ۵۴ کمپونه جوړ کړي دي، چې ۴۳ کمپونه په خیبر پښتونخوا، لس کمپونه په پنجاب او یو کمپ په بلوچستان کې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې کمپونو کې د کډوالو لپاره خواړه، استوګنځي، ابتدايي زدهکړې او روغتیایي خدمات برابر شوي، خو د بشري حقونو سازمانونو د دې کمپونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نړیوالو سازمانونو اندېښنې
ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو پر ضد دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، « ډېری افغان کډوال چې پاکستان کې دي، که افغانستان ته واستول شي، له جدي خطر سره به مخ شي». دغه سازمان جبري ستنول د بشري حقونو سرغړونه ګڼلې او د پاکستان له حکومت نه یې ددې لړۍ ددرولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې کډوال باید په رضاکارانه او باعزته ډول بېرته ولېږل شي، څو د دوی اوږدمهاله ثبات ته زیان ونه رسېږي.
ددې ادارې یوه مسوول قیصر خان افریدي جیو نیوز ته ویلي چې ډېر اې سي سي لرونکي افغانان په پاکستان کې کاروبارونه لري او د دوی ماشومان په ځايي ښوونځیو کې زده کړې کوي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دی.
د طالبانو اداره د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته ستنولو غوښتنه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د دغه هېواد پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله، چې دې کې د افغانستان صادرات هم شامل دي. د طالبانو تر کنترول لاندې احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې غالۍ، زعفران، انځر، نسوار، جارو او پتنګ امریکا ته د افغانستان صادراتي توکي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې چې د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي، په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ټولټال د پنځه اعشاریه اووه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي امریکا ته صادر کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډترمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د امریکا پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي او د دغه هېواد پر لویو سوداګریزو شریکانو به زیاتې تعرفې وضع کړي.
د افغانستان نوم هم په هغو هېوادونو کې شامل دی چې امریکا یې پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفه لګولې ده.
په داسې حال کې چې له امریکا څخه افغانستان ته واردات ۲۳،۴ میلیونه ډالر وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي بیلانس په دې کال کې۱۷،۷ میلیونه ډالره منفي ثبت شوی دی.
د دغه کلني رپوټ له مخې، افغانستان په دې کال کې شاوخوا ۱۳ زره مربع متره غالۍ چې ارزښت یې یو میلیون ډالره دی، ۱۹ کیلو ګرامه وچه هوږه، چې ارزښت یې ۴۱ ډالره دی، ۵۰۰ کیلو ګرامه زعفران چې ارزښت یې ۵۳۰ زره ډالر دی، ۱۰۸ زره کیلو ګرامه وچ انځر چې ارزښت یې ۲۸۰ زره ډالره دی او ۱۶ زره کیلو ګرامه پان چې ارزښت یې ۱۳۰ زره ډالره دی، امریکا ته صادر کړي دي.
دغه راز، پنځه زره کیلو ګرامه ددېګ مصالې چې ارزښت یې ۲۰ زره ډالر دی او پتنګ چې ارزښت یې ۱۰۰ ډالره دی، هم امریکا ته د افغانستان د صادراتو په لېست کې شامل دي.
پر دې سربېره، نور توکي لکه کروت، شات، ګلاب ګل، تنباکو، کاني ډبرې، ویالنی، ټغر، کڅوړې او پلاستیکي بوجۍ، خټین لوښي، جارو، طبي بوټي، خواږه، د کالیو مینځلو صابون، نکریزي، وچه هوږه، بادام، الو بخارا، توت، مندتې او مڼې هم دي چې ډېری پېرونکي او مصرفوونکي یې افغانان دي.
رپوټونه ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې، افغانستان امریکا ته ۵،۳ میلیونه ډالره صادرات درلودل او واردات یې ۳۴،۷ میلیونه ډالر وو چې تجارتي بیلانس یې ۲۹،۴ میلیونه ډالره منفي و.
د امریکا د حکومت د تعرفو جدول له مخې، د دغه هېواد صادراتی توکي افغانستان ته ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه لري. له امریکا سره د افغانستان ټولیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات ۱۱،۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدل چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶،۹ سلنه کموالی (۳۸،۲ میلیونه ډالر) ښيي.
له امریکا څخه افغانستان ته واردات په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۲۲،۶ میلیونه ډالر وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۳،۲ سلنه زیاتوالی (۲،۶ میلیونه ډالر) ښيي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا او افغانستان ترمنځ تجارتي بیلانس د ۲۰۲۳ کال له اضافي ۲۹،۷ میلیونه ډالرو څخه په۲۰۲۴ کال کې په ۱۱،۱ میلیونه ډالره سوداګریز کسر بدلون موندلی.
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د درې يو ورځنيو سیاليو د لوبلړۍ په لومړۍ سيالۍ کې کوربه نيپال لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به د راتلونکې يکشنبې په ورځ تر سره شي.
د افغان ۱۹ کلنو کم عمره او نيپال کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه.
افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۱ منډې هدف وټاکه.
په افغان لوبغاړو کې فیصل خان ۹۷ او خالد احمدزي ۷۶ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
نيپال دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.
تمه کېږي، چې له دغو لوبو وروسته به دغه افغان لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو نارینهو کرېکټ نړیوال جام اسیا کوالیفایرز لوبو کې هم برخه واخلي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته د کار جوازونه ویشلي او ډیر ژر به نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو زمینه برابره کړي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، تېر کال یې د ښځو او بهرنیو وګړو په ګډون ۱۱۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار جوازونه ورکړي دي.
نوموړي په دا نه ده په ډاګه کړې چې په تېر یوه کال یې په څومره شمېر ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره د خبرو پرمهال وویل:«په هغو برخو کې چې د میرمنو کار ته اړتیا لیدل کېده او د دوی کارونه او خدمات په مستقیمه توګه د مېرمنو او یا نجونو لپاره وو، د میرمنو استخدام هم ترسره شوی دی. دوی هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.»
په داسې حال کې، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په ډیرو برخو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګول شوي او زرګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د ښځو د کار په برخه کې خوندي کاري چاپیریال رامنځته شوی دی.
ابراهیمي وايي، بهرنيو کارګرانو ته د یادې ډلې له اصولو سره سم په افغانستان کې د کارکولو اجازه ورکول کیږي.
د نوموړی په وینا، په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې راټیټولو په موخه یې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لیږلو لپاره له قطر او عربي متحده امارات سره یو لړ تفاهمونو ته رسیدلي او ډیر ژر به افغان کارګران یادو هېوادونو ته ولیږي.
ابراهیمي وایي، چې تېر کال یې د مسلکي زده کړو په ۷۰ مرکزونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان روزلي دي او سږکال به د کار بازار له اړتیا سره سم ګڼو نورو کسانو ته هم زده کړې ورکړي څو په هېواد کې د بې کارۍ کچه ټیټه شي.
طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د کاري زمینې برابرولو ژمني کوي، چې په ګڼ شمېر کې افغانان د پاکستان او ایران په ګډون، اروپايي هېوادونو ته په غیر قانوني لارو د کار کولو په موخه ځي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل په بېلابیلو سېمو کې يې ۲۹ کسان د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نيولي. دغه وزات په يوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې له نیول شويو کسانو سره یې دوه زره ۵۷۱ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو تاریاک او ۱۵۶۸ د نشه يي توکو ګولۍ نيولي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې زياتوي، چې دغه ۲۹ کسان یې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.
د دوی د معلوماتو له مخي، نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرڅلاو بندیزونه لګولي، خو ویل کیږي د طالبانو یو شمېر سیمه ییز قوماندانان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي.