• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او بدخشان د جرم ولسوالۍ د خلکو ترمنځ نښته؛ څلور کورونه په لاسي بمونو سوځول شوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۱

ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خُستک دره کې د طالبانو د یوه قوماندان اړونده ځواکونو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او پنځه تنه، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، دا نښته د شنبې په ورځ، د وري۱۶مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو د دفاع وزارت د حمایوي لواء مرستیال جمال‌الدین حقجو پورې اړوند ځواکونه د خُستک دره کې د والیبال یوه لوبغالي ته ننوتل.

د معلوماتو له مخې، نښته د ایله کلي د یوې کورنۍ او د جمال‌الدین حقجو اړوند کسانو ترمنځ شوې او دغه کورنۍ طالبان په زورواکي تورنوي.

شمس‌الرحمان مشفق، چې د یادې کورنۍ غړی دی، وایي د جمال‌الدین اړوند کسان د بدخشان په بېلابېلو نظامي ادارو کې دندې لري، خو وخت ناوخت له وسلو سره خُستک ته راځي، خلک ځوروي او هلته هېڅ رسمي دنده نه لري.

مشفق وایي، د پنجشنبې په ورځ، د وري۱۴مه، هم دغه کسان خُستک ته ورغلي وو او له کورنۍ سره‌یې شخړه کړې وه، خو شخړه پای ته رسېدلې وه. خو د شنبې په ورځ‌ یې د والیبال پر میدان یرغل وکړ او له دلیل پرته یې پر ځایي خلکو، چې والیبال‌یې کاوه، ډزې وکړې.

په دې نښته کې د مشفق د کورنۍ څلور غړي، چې ورور، دوه د تره زامن او یوه د تره لور یې پکې دي، ټپیان شوي. همداراز، یو هلک او یوه نجلۍ چې عمرونه یې تر ۱۳-۱۵ کلونو دي، هم ژوبل شوي دي.

یوه وېډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې یو ماشوم پر ملا لګېدلی او تر درملنې لاندې دی.

مشفق وایي، د طالبانو یو کس چې میدان ته ورننوتی و، «احتمالاً» د طالبانو د خپلمنځي ډزو له امله وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د دوی د کورنۍ غړي له وسله والو سره‌ هیڅ تړاو نه لري، یوازې یې والیبال کاوه.

د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند دغه پېښه تایید کړې، خو وایي دا نښته د «والیبال د لوبې پر سر شخړه» وه او له طالب ځواکونو سره‌یې اړیکه رد کړې ده.

طالبان وایي چې شپږ کسان‌یې د «یو ځوان د وژنې» په تور نیولي دي خو سرچینې زیاتوي، له نښتې وروسته طالبانو له جرم ولسوالۍ څخه نور ځواکونه خُستک ته لېږلي او یو شمېر خلک‌ یې نیولي دي.

مشفق وایي طالبانو د دوی د کورنۍ اته کسان نیولي، خو د جمال‌الدین حقجو تر ملاتړ لاندې څوک نه دي نیول شوي او لاهم په سیمه کې حضور لري.

 د طالبانو د دفاع وزارت د حمایوي لواء مرستیال جمال‌الدین حقجو
100%
د طالبانو د دفاع وزارت د حمایوي لواء مرستیال جمال‌الدین حقجو

د کورونو سوځول او د ټپیانو د انتقال مخنیوی

سرچینې وایي چې د حقجو اړوند زیات شمېر کسان له نښتې وروسته سیمې ته ورغلي، د لاسي بمونو په بریدونو یې د ولسي خلکو کورونه سوځولي.

مشفق وایي چې د دوی د کورنۍ څلور کورونه او یو موټر د طالبانو له خوا سوځول شوي. ده همداراز وویل چې خپله جمال‌الدین حقجو هم سیمې ته راغلی.

نورې سرچینې وایي، طالبانو د خُستک درې لارې تړلې دي او اجازه نه ورکوي چې ټپیان روغتون ته انتقال شي.

مشفق وایي چې د هغه د تره لور، چې شاوخوا ۱۵ کلنه ده، ټپي شوې، خو لا هم روغتون ته نه ده انتقال شوې.

ځايي خلک وایي چې د طالبانو د جرم ولسوالۍ قومانداني خپل ځواکونه سیمې ته استولي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورونو ووځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې د هبت الله د فرمانونو بنرونه پر بېلبورډونو ولګول

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ د خپل مشر ملاهبت الله د فرمان پر اساس، د بدو او غیر شرعي دودونو پر وړاندې د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده. خوست ښاروالي وايي، د ښار په بېلابېلو ګڼ مېشتو ځایونو او واټونو کې یې د هبت الله د فرمانونونو بنرونه پر لویو بلبورډونو لګولي دي.

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې خوست ښاروالۍ یاد ګام د ښاریانو د ذهنیت روښانه کولو، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او منفي دودونو د مخنیوي په هدف ترسره کړی دی.

په دغه بنر کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د یوه فرمان «واده او په اړوندو امورو کې د رعایت وړ ټکي» لیکل شوي، چې که څوک په کومه نجلۍ یا ښځه هوايي ډزې وکړي او یا هم پېکی پرې کړي او یا څادر پرې واچوي په دې یا په بلې طریقي سره په جبري توګه هغه خپله ښځه وګڼي، دا غیر شرعي عمل او جرم دی.

100%

دوی په دغو بنرونو کې په لیکلي ډول خبرداری ور کړی، چې داسې کسان دې د طالبانو محاکمو ته معرفي شي څو په سزا ورسیږي.

په بله ماده کې راغلي، هغه کوژده چې د شاهدانو په مخ کې عقد «ایجاب او قبول» پکې نه وي شوی، نکاح نه بلل کېږي.

خوست ښاروالۍ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې وړاندې ښاروالۍ د ښاري سیمو د ګذر وکیلانو، دیني علماوو او قومي مشرانو سره د یاد فرمان اړوند عامه پوهاوي یوه ستره ناسته هم کړې ده.

د طالبانو د خوست ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي، چې د شرعي لارښوونو په رڼا کې د اصلاح بهیر او د یاد فرمان په تطبیق کې د خپل مسوولیت له مخې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ان‌بي‌سي نیوز : د طالب مشرانو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو پر سر اختلافات پراخېږي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱

ان‌بي‌سي نیوز رپوټ ورکړی چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو پر سر اختلافات ورځ تر بلې زیاتېږي. درې جګپوړو طالب چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، ان‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو د کندهار او کابل ډلو ترمنځ ژور او زیاتېدونکی اختلاف موجود دی.

دغو چارواکو، چې په کندهار ډلې پورې اړه لري، د نجونو د زده‌کړو بندیز یوه «غلطه» او «ناسمه» پریکړه بللې ده. دوی ویلي چې دا محدودیتونه دومره سخت‌ او غیرمنطقي دي چې حتا ځینو لوړپوړو غړو په وروستیو میاشتو کې د دې محدودیتونو د لغو کولو غوښتنه کړې ده.

یوه چارواکي ویلي: «ځیني طالب مشرانو په ښکاره د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کړی او باور لري چې دا چاره به پر مشرتابه مثبت اغېز ولري».

نوموړي زیاته کړې، چې « له بده مرغه د هغوی دا وړاندیزونه نه دي منل شوي، بلکې ځینو دا داسې تعبیر کړې، چې ګواکې هغوی د ملا هبت‌الله پر مشرۍ اعتراض کوي».

په ځواب کې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو دننه هر ډول اختلاف رد کړی، خو منلې یې ده چې « کله ناکله د خلکو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، چې له امریکا سره خبرو کې یې کلیدي رول درلود، د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د نجونو د زده‌کړو د بندیز مخالفت وکړ. هغه وویل چې دا پرېکړه له اسلامي شریعت سره برابره نه ده. ستانکزي، چې د طالبانو له مهمو څېرو ګڼل کېږي، د طالبانو د مشر له سیاستونو ناخوښي ښودلې او د اعتراض په ډول له هېواده متحده عرب امارات ته تللی دی.

د طالبانو اقتصادي چارواکو له هغه غوښتي چې هېواد ته ستون شي، خو نوموړی تر اوسه په بیرته تګ نه دی قانع شوی.

د طالبانو چارواکي دا د « غیرمسئولانه او غیرمنطقي سیاستونو» پر ضد د احتجاج نښه ګڼي.

یونیسف رپوټ ورکړی چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره نږدې ۲،۲ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د بشر حقونو د څار سازمان څېړونکې سحر فطرت وایي: « ډېر لږ شواهد شته چې طالبان دې د نجونو د زده‌کړو په اړه خپل سیاست بدل کړي او دې چارې ګڼې کورنۍ اړې کړې چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره له هېواده وتښتي».

همداراز افغانه څیړونکې ګیسو یاري، چې د واشنګټن په ویلسن مرکز کې کار کوي، وايي: « سره له دې چې د طالبانو له منځه د پالیسۍ د بدلون لپاره فشارونه شته، خو ډېر لږ احتمال دی، چې هغوی په دې برخه کې جدي بدلون راولي».

یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ګلالۍ چې له ان‌بي‌سي سره یې مرکه کړې، ویلي: « زموږ کورنۍ پرېکړه وکړه چې له کابل څخه پېښور ته کډه شو، ځکه پلار مې غوښتل چې موږ خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو».

هغې زیاته کړه: « موږ ښه خوشاله ژوند درلود، خو ناڅاپه طالبانو زموږ زده کړې بندې کړې او زموږ ارمانونه په اوبو لاهو شول».

اروپایي هېوادونو ته یو شمېر تلونکي افغانان وايي «د بلاروس او پولنډ ځواکونو» ربړولي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د پخواني افغان نظامیانو په ګډون یوشمېر افغانان چې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي وايي، په لارو کې «د بلاروس او پولنډ امنیتي ځواکونو ربړولي او د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي».

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی عرفان الله غفوري وايي، د وزګارتیا له امله یې شپږ میاشتې وړاندې له افغانستان څخه د اروپا په نیت په غیر قانوني لارو سفر پیل کړ.

نوموړی چې اوس تر بلاروس هېواده رسیدلی، وايي، «د یوې ډلې نورو افغانانو په ګډون د بلاروسي او پولنډي امنیتي ځواکونو له خوا سخت ربړول شوي دي».

دغو کسانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر انځورونه او ویډیوګانې لیږلې او ادعا کوي، چې پر بدن د کړاو نښې یې د همدې شکنجو له امله دي.

عرفان الله له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«د روژې پر ۲۷مه مې غوښتل چې له بلاروس څخه پولنډ ته واوړم. هلته چې واوښتو د پولنډ عسکرو ونیولو، ویې وهلو، سپرې یې را وپاشلې او موږ یې بېرته بلاروس ته دیپورټ کړو.»

نوموړی وايي، د بلاروس ځواکونو لاس ته تر لویدو وروسته هغوی هم وربړول اودرانده کارونه یې ورباندې کول.

عرفان الله وايي، د بلاروس له پولې پولنډ ته د اوښتو پر مهال یې شمېر ۳۰ تنه و، خو د پولنډي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو او ربړولو وروسته اوس دوی یوازې څلور کسان پاتې دې او د نورو د مرګ او ژوند حال نه لري.

غفوري وایي:« له موږ سره ډیر نور کسان هم وو، موږ ۳۰ کسیز ګروپ وو، خو موږ اوس دلته په دې کور کې څلور کسان یو. نور ملګري اوس ورک دي، موږ هیڅ خبر نه یو، چې هغوی مړه دي، ژوندي دي او که بندیان دي.»

د پولنډ او بلاروس هېوادونو امنیتي ادارو تر اوسه ددې افغانانو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادو کسانو په منځ کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام نظامیان هم شامل دي.

دوی وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګار شوي او د کار په لټه یې اروپايي هېوادونو ته د رسیدو په موخه په دې خطرناکو لارو سفر پیل کړی دی.

دغه افغانان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوي، چې اروپا ته پر لاره پراته هېوادونه دې د افغان کډوالو له ربړولو لاس اخستنې ته وهڅوي او دوی ته د وړاندې تګ اجازه ورکړل شي.

ددغو افغانانو د ربړونې ادعاوې داسې مهال دي، چې رپوټونه وايي، یو شمېر قاچاق وړونکې شبکې له غیر قانوني پناه غوښتونکو نه بونګې غواړي.

تېره اونۍ د BIRN په نامه یوې رسنۍ یو څیړنیز رپوټ خپور کړ، چې د بوسنیا په شاوخوا کې یې د «بي ډبلیو کې» په نامه د افغان قاچاق وړونکو د یوې ډلې په اړه پکې ویلي ، چې اروپا ته تلونکي کسان شکنجه کوي او له کورنیو یې پیسې غواړي.

دغه رسنۍ وايي، ​د اروپا د سرحدونو له سختوالي سره، یوې وسله والې افغان ډلې چې په بوسنیا او هرزګوینا کې فعالیت کوي، د پناه غوښتونکو تښتولو او د هغوی له کورنیو څخه تاوان غوښتلو ته مخه کړې. رسنۍ د دوی تاکتیکونه فزیکي ځورونه او ځینې وختونه جنسي تیری یاد کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ګڼ شمېر کسان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته سخت سفرونه کوي، چې ډېرمهال د قاچاق وړونکو د شبکو تر شکنجو او برمتې لاندې راځي او ځینې په سمندرونو کې ډوبیږي.

اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې د خپلو پولو مدیریت ټینګ کړی او غواړي د کډوالو د غیر قانوني ورتګ مخه ونیسي، خو له دغو تدابیرو سره سره، ګڼ افغانان او د نورو هېوادونو وګړي له قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي.

د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه؛ طالبان له کورونو ۲۰۰ او له هټۍوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

په کابل او ولایتونو کې طالبان د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په نامه ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.

په کابل کې یو شمېر هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د برېښنا شرکت د برېښنا په هره دوره کې د خدماتو په نامه له خلکو نه د کور د میټر پر سر ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.

شکایت کوونکي وايي، دغه پیسې د برېښنا پر بېلونو اضافه اخېستل کیږي، خو د لګښت د میکانیزم په اړه هیڅ راز شفافیت نه تر سترګو کیږي.

په کابل، کندهار او ننګرهار کې یو شمېر خلکو په خپلو غږونو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی نوي صندوقونه لګولي او قلفونه یې هم ورته پېرلي، خو پر دې سربېره ترې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د ترمیم او مراقبت په نامه میاشتنۍ ۲۰۰ افغانۍ اخلي.

ددوی په وینا، د مېتر ساتنې صندوقونه نوي دي او هیڅ ډول ترمیم او مراقبت ته اړتیا نه لري.

دوی له ترمیم او مراقبت پرته دا پیسې اخستل غیر شرعي ګڼي او وايي، چې په دې اړه باید دیني عالمان نظر ور کړي.

طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صندوقونو د قلفونو په نامه هم له خلکو پیسې اخستې دي.

د ننګرهار یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږ کې ویلي، چې دوی ته د قلف پیسې ۲۰۰ افغانۍ حساب شوې، په داسې حال کې، چې په بازار کې هغه قلف په ۵۰ افغانۍ موندل کیږي.

طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو د کورونو د صفايي کتابچې هم نوې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت تر اوسه ددې اضافي لګښتونو په اړه وضاحت نه دی ور کړی.

ضیاءالحق امرخېل: په پاکستان کې د افغانانو مالونه لوټ کیږي او بیا رالېږل کیږي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل په پاکستان کې د افغان کډوالو جبري اېستلو په غبرګون کې وايي، له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو اوسنی ساختار نهایت خواشینونکی دی. امرخېل وویل:« د افغانانو مالونه لوټ کیږي، له درده ډک توهین سره مخ کیږي او بیا افغانستان ته را لیږل کیږي.»

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دوی له پاکستان څخه د افغانانو له اېستلو سره مخالف نه دي، بلکې خپل وطن ته د افغان کډوالو راتګ د افغانستان د ثبات لپاره مهم ګام بولي.

امرخېل د پاکستان پر سیاسي ګوندونو او سیاسيونو غږ کړی، چې له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو پر مهال د دوی حیثت او عزت ساتلو کې مهم او بېړنی رول ولوبوي او په عزت یې خپل وطن ته را ولیږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي، له خپل هېواده وباسي.

طالبانو له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او ایستل غندلي دي.