• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي هېوادونو ته یو شمېر تلونکي افغانان وايي «د بلاروس او پولنډ ځواکونو» ربړولي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د پخواني افغان نظامیانو په ګډون یوشمېر افغانان چې غواړي اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي وايي، په لارو کې «د بلاروس او پولنډ امنیتي ځواکونو ربړولي او د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي».

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی عرفان الله غفوري وايي، د وزګارتیا له امله یې شپږ میاشتې وړاندې له افغانستان څخه د اروپا په نیت په غیر قانوني لارو سفر پیل کړ.

نوموړی چې اوس تر بلاروس هېواده رسیدلی، وايي، «د یوې ډلې نورو افغانانو په ګډون د بلاروسي او پولنډي امنیتي ځواکونو له خوا سخت ربړول شوي دي».

دغو کسانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر انځورونه او ویډیوګانې لیږلې او ادعا کوي، چې پر بدن د کړاو نښې یې د همدې شکنجو له امله دي.

عرفان الله له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«د روژې پر ۲۷مه مې غوښتل چې له بلاروس څخه پولنډ ته واوړم. هلته چې واوښتو د پولنډ عسکرو ونیولو، ویې وهلو، سپرې یې را وپاشلې او موږ یې بېرته بلاروس ته دیپورټ کړو.»

نوموړی وايي، د بلاروس ځواکونو لاس ته تر لویدو وروسته هغوی هم وربړول اودرانده کارونه یې ورباندې کول.

عرفان الله وايي، د بلاروس له پولې پولنډ ته د اوښتو پر مهال یې شمېر ۳۰ تنه و، خو د پولنډي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو او ربړولو وروسته اوس دوی یوازې څلور کسان پاتې دې او د نورو د مرګ او ژوند حال نه لري.

غفوري وایي:« له موږ سره ډیر نور کسان هم وو، موږ ۳۰ کسیز ګروپ وو، خو موږ اوس دلته په دې کور کې څلور کسان یو. نور ملګري اوس ورک دي، موږ هیڅ خبر نه یو، چې هغوی مړه دي، ژوندي دي او که بندیان دي.»

د پولنډ او بلاروس هېوادونو امنیتي ادارو تر اوسه ددې افغانانو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادو کسانو په منځ کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام نظامیان هم شامل دي.

دوی وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګار شوي او د کار په لټه یې اروپايي هېوادونو ته د رسیدو په موخه په دې خطرناکو لارو سفر پیل کړی دی.

دغه افغانان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوي، چې اروپا ته پر لاره پراته هېوادونه دې د افغان کډوالو له ربړولو لاس اخستنې ته وهڅوي او دوی ته د وړاندې تګ اجازه ورکړل شي.

ددغو افغانانو د ربړونې ادعاوې داسې مهال دي، چې رپوټونه وايي، یو شمېر قاچاق وړونکې شبکې له غیر قانوني پناه غوښتونکو نه بونګې غواړي.

تېره اونۍ د BIRN په نامه یوې رسنۍ یو څیړنیز رپوټ خپور کړ، چې د بوسنیا په شاوخوا کې یې د «بي ډبلیو کې» په نامه د افغان قاچاق وړونکو د یوې ډلې په اړه پکې ویلي ، چې اروپا ته تلونکي کسان شکنجه کوي او له کورنیو یې پیسې غواړي.

دغه رسنۍ وايي، ​د اروپا د سرحدونو له سختوالي سره، یوې وسله والې افغان ډلې چې په بوسنیا او هرزګوینا کې فعالیت کوي، د پناه غوښتونکو تښتولو او د هغوی له کورنیو څخه تاوان غوښتلو ته مخه کړې. رسنۍ د دوی تاکتیکونه فزیکي ځورونه او ځینې وختونه جنسي تیری یاد کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ګڼ شمېر کسان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته سخت سفرونه کوي، چې ډېرمهال د قاچاق وړونکو د شبکو تر شکنجو او برمتې لاندې راځي او ځینې په سمندرونو کې ډوبیږي.

اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې د خپلو پولو مدیریت ټینګ کړی او غواړي د کډوالو د غیر قانوني ورتګ مخه ونیسي، خو له دغو تدابیرو سره سره، ګڼ افغانان او د نورو هېوادونو وګړي له قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه؛ طالبان له کورونو ۲۰۰ او له هټۍوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

په کابل او ولایتونو کې طالبان د برېښنا صندوق د مراقبت په نامه له خلکو نه په هره دوره کې د خدماتو په نامه ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.

په کابل کې یو شمېر هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د برېښنا شرکت د برېښنا په هره دوره کې د خدماتو په نامه له خلکو نه د کور د میټر پر سر ۲۰۰ افغانۍ او له هټیوالو ۴۰۰ افغانۍ اخلي.

شکایت کوونکي وايي، دغه پیسې د برېښنا پر بېلونو اضافه اخېستل کیږي، خو د لګښت د میکانیزم په اړه هیڅ راز شفافیت نه تر سترګو کیږي.

په کابل، کندهار او ننګرهار کې یو شمېر خلکو په خپلو غږونو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی نوي صندوقونه لګولي او قلفونه یې هم ورته پېرلي، خو پر دې سربېره ترې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د ترمیم او مراقبت په نامه میاشتنۍ ۲۰۰ افغانۍ اخلي.

ددوی په وینا، د مېتر ساتنې صندوقونه نوي دي او هیڅ ډول ترمیم او مراقبت ته اړتیا نه لري.

دوی له ترمیم او مراقبت پرته دا پیسې اخستل غیر شرعي ګڼي او وايي، چې په دې اړه باید دیني عالمان نظر ور کړي.

طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صندوقونو د قلفونو په نامه هم له خلکو پیسې اخستې دي.

د ننګرهار یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږ کې ویلي، چې دوی ته د قلف پیسې ۲۰۰ افغانۍ حساب شوې، په داسې حال کې، چې په بازار کې هغه قلف په ۵۰ افغانۍ موندل کیږي.

طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو د کورونو د صفايي کتابچې هم نوې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت تر اوسه ددې اضافي لګښتونو په اړه وضاحت نه دی ور کړی.

ضیاءالحق امرخېل: په پاکستان کې د افغانانو مالونه لوټ کیږي او بیا رالېږل کیږي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل په پاکستان کې د افغان کډوالو جبري اېستلو په غبرګون کې وايي، له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو اوسنی ساختار نهایت خواشینونکی دی. امرخېل وویل:« د افغانانو مالونه لوټ کیږي، له درده ډک توهین سره مخ کیږي او بیا افغانستان ته را لیږل کیږي.»

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دوی له پاکستان څخه د افغانانو له اېستلو سره مخالف نه دي، بلکې خپل وطن ته د افغان کډوالو راتګ د افغانستان د ثبات لپاره مهم ګام بولي.

امرخېل د پاکستان پر سیاسي ګوندونو او سیاسيونو غږ کړی، چې له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو پر مهال د دوی حیثت او عزت ساتلو کې مهم او بېړنی رول ولوبوي او په عزت یې خپل وطن ته را ولیږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي، له خپل هېواده وباسي.

طالبانو له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او ایستل غندلي دي.

جرمني ښايي په جون میاشت کې د افغانانو د تخلیې بهیر ودروي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د جرمني د اتحادي ګوندونو (سي ډي یو او سي اېس یو) پارلماني استازو اعلان کړی چې غواړي د افغانانو د منلو پروګرامونه پای ته ورسوي. د سوسیال مسیحي اتحادیې مرستیالې اندریا لېندهولڅ وېلت ام زونټاګ ورځپاڼې ته ویلي، چې مخکې ورکړل شوې ژمنې باید په دقت سره وڅېړل شي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۸۰۰ افغانان په پاکستان کې انتظار باسي چې جرمني ته لاړ شي. دوی ته د جرمني اړوندو ادارو د منلو رسمي ژمنې ورکړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا شمېر ۲۸۰۰تنه ښودلی.

ویل شوي چې په دې کې د جرمني د پوځ پخواني همکاران او د جرمني د نورو ادارو او موسسو کارکوونکي (محلي همکاران) او د هغوی کورنۍ شامل دي.

د بدیلې سناریو غوښتنه

د وېلت ام زونټاګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) ته ویل شوي چې د تخلیې بهیر د ناڅاپي بندېدو لپاره تر جون میاشتې یوه بدیله سناریو چمتو کړي.

دوی د جرمني د بیلابېلو قبولۍ پروګرامونو له لارې منل شوي دي، چې د فدرالي منلو پروګرام، د پخوانیو محلي همکارانو پروسه، د بشر حقونو نوملړ او د لنډمهاله استوګنې پروګرام پکې شامل دي.

د وېلت ام زونټاګ د معلوماتو له مخې، دوه ممکنه سناریوګانې تر ټولو ډېرې تر بحث لاندې دي چې یو د ژمنو لغو کول یا بیا ارزونه ده. په دې کې به مخکې ورکړل شوې د منلو ژمنې په انفرادي ډول بیا وارزول شي او ښايي ځینې یې د ګواښ کچې د کمېدو یا د اړوند کس د وضعیت بدلېدو له امله لغو شي.

دویمه سناریو، بدیل مېکانېزمونه یا د ځای پر ځای کولو حل لارې دي چې د مستقیم انتقال پرځای به د دغو کسانو لپاره نورې متبادلې حل لارې لټول کیږي لکه د درېیمو هېوادونو له لارې پروسه یا د سیمې دننه خوندي استوګنځایونه، خو دا تر اوسه ډېر روښانه شوي نه دي.

د ژمنلیکونو له سره ارزول

د جرمني اتحادي ګوندونه، چې د ټاکنو بریالۍ اتحادیه ده، اوس حتا د منلو هغه ژمنې هم تر پوښتنې لاندې راولي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته ورکړل شوې دي.

د اتحادي فرکسیون مرستیالې اندریا لېندهولڅ وېلت ام زونټاګ ته وویل،« هدف دا دی چې یاد پروګرامونه پای ته ورسېږي. هغو کسانو ته چې مخکې ژمنې ورکړل شوې، باید هر مورد جلا او په دقت سره وکتل شي».

د ژمنو د لغو کېدو په صورت کې یو شمېر سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا کار به د جرمني لپاره د اعتماد لوی تاوان وي او ښايي د اړمنو کسانو لپاره وژونکې پایلې ولري.

د کابل لوفت بروکه سازمان بنسټګر روبن نوېګباور ویلي، « که یو حکومت یا لومړی وزیر د ډونالډ ټرمپ په شان د نه وړاندوینې وړ او بې ثباته وي، بیا څوک پرې باور کولای شي؟».

یاد سازمان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغو کسانو د ژغورلو لپاره کار کوي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.

د جرمني د نړیوالو همکاریو اداره دا مهال په اسلام‌اباد کې د دغو کسانو لنډمهالې استوګنه تنظیموي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک تر لاسه کړی، جرمني ته د افغانانو پر تخلیې ټولټال نږدې ۱۸۳ میلیونه یورو لګول شوي دي.

پاکستان په یوه اونۍ کې ۶۷۰۰ افغان کډوال شړلي دي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو مودې له پای ته رسېدو راپه دې خوا د ۶ زره ۷۰۰ افغانانو په ګډون ۹ سوه ۴۴ کورنۍ افغانستان ته راشړلې دي. په دې کډوالو کې ۱۷۵۵مېرمنې او له دوو زرو زیات ماشومان شامل دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون نن د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د روان کال د وري له ۱۲مې تر ۱۷مې نېټې پورې ۲ زره ۸۷۴ نارینه، یو زرو ۷۵۵ ښځې او دوه زره ۷۱۱ ماشومان افغانستان ته لېږل شوي دي.

رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دوی لومړی د لنډي کوتل کمپ ته لېږدول شوي او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له ۱۴۰۲ کال راهیسې تر ۷۰ زره ډېرې افغان کورنۍ افغانستان ته استول شوې دي.

په راولپنډۍ کې د بې اسنادو افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو لپاره د پولیسو عملیات دوام لري.

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړ چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارت لرونکو د بېرته لېږلو لپاره د ټاکل شوي وخت له پای ته رسیدو وروسته په ډیری سوداګریزو سیمو کې د افغانانو دوکانونه تړلي دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي عزيزالله مصطفی د ملګرو ملتونو ادارو، کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو او ولايتي سکتوري ادارو له استازو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.

عزیرالله مصطفی په دې ناسته کې ویلي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه به د طالبانو له لوري دا موضوع له ډېپلوماتیکو لارو تعقیب شي خو نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې خپل موثر رول ولوبوي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دوی د افغان کډوالو منلو او ځای پرځای کولو ته چمتو دي.

سږکال ننګرهار کې د ځمکنيو توتانو ۴۸۰ ټنه حاصلات راټول شوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ځمکنيو توتانو۴۸۰ ټنه حاصلات راټول شوي دي. محمد ولي محسن وویل چې سږ کال د ننګرهار په سره رود، خوږیاڼیو، کوټ او دره نور ولسوالیو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکې ځمکني توتان کرل شوي وو.

باختر اژانس د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په حواله لیکلي، چې په دغه ولایت کې تېر کال پر ۲۳۵ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو.

محمد ولي محسن وايي چې تېر کال ځمکنيو توتانو ۳۱۷.۵ مټریک ټنه حاصل ور کړی و.

د ننګرهار یو شمېر کروندګر وایي، چې ځمکني توتان د کوکنارو یو ښه بدیل دی او ځمکني توتان ښه بازار لري او ورځ تر بلې ورته اړتیا زیاتیږي. کروندګر زیاتوي چې له دې لارې ددوی عواید لوړ شوي دي.
د ننګرهار د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وايي، هڅه کوي بدیلو معیشیتي بوټو لکه ځمکني توت، زعفران او د سبزیجاتو کرکېلې ته وده ورکړي.

ځمکني توتان پر ننګرهار سربېره په بلخ، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کرل شوي او د هر کال په تېریدو سره ددې مېوې کرکیله مخ په زیاتېدو ده.