• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ ضرب الاجل؛ علي خامنه يي د ایران وسله والو ځواکونو ته د «بشپړ تیارسئ» امر کړی

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران له امریکا سره د مستقیمو خبرو پرځای غیر مستقیمو خبرو ته چمتووالی ښودلی، خو د سیمې هېوادونو ته یې خبرداری ورکړی، چې که د امریکا له بریدونو سره مرسته وکړي ښه پایله به ونه لري.

رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د مستقیمو خبرو اترو مخالفت کړی او غواړي د عمان له لارې له واشنګټن سره غیر مستقمي خبرې وکړي.

یاد چارواکي ویلي:«غیر مستقیمي خبرې دا امکان برابروي، چې د سیاسي حل لپاره د واشنګټن جدیت و ارزول شي.»

پر همدغه مهال ایراني چارواکو عراق، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، ترکیې او بحرین ته رسما خبرداری ورکړی، چې که د امریکا له برید سره مرسته وکړي سختي پایلې به ولري.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي:« علي خامنه يي د ایران وسله والو ځواکونو ته د بشپړ تیارسي حالت امر کړی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته دوه میاشتې وخت ورکړی، چې د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي او د نه رسیدو په صورت کې یې د نظامي اقدام خبرداری ورکړی.

ټاکل شوې، چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د عمان په پلازمېنه دمشق کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.

خامنه يي په دې خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یا د هغه مرستیال مجید تخت روانچې ته د ګډون اجازه ورکړې ده.

ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو جوړول ردوي، خو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې خبرداری ورکړی، چې ایران په ډراماټیک ډول د یورانیمو غني کولو کچه ډیره کړې او اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۰۱ GMT+۱

الجزیرې راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي. له هغه وخته چې اسراییل (د مارچ په ۱۸مه) د اوربند تړون مات کړ؛ د دغه هېواد په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰۹ کسان وژل شوي او ۳۱۸۴ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیایي ادارو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې په فلسطین کې د وژل شویو کسانو شمېره له ۵۰زرو اوښتې ده.

په تېرو ۱۲ ساعتونو کې تر ټولو ډېر بریدونه په خان یونس کې شوي دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین د ملکي دفاع ادارې په وینا، خلک اوس هم د خاورو لاندې پاتې دي او دوی هڅه کوي چې مړي پیدا کړي او هغه کسان وژغوری چې ښایي لا ژوندي وي.

دغه اداره وایي، چې ښایي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
له بل پلوه الجزیرې په یوه بل راپور کې ویلي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به په نږدې ورځو کې امریکا ته سفر وکړي او د دغه سفر په ترڅ کې به د ټرمپ سره هم د منځني ختیځ او ایران په اړه خبرې اترې وکړي.

الجزیره: په نږدې ورځو کې به د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو امریکا ته سفر وکړي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

الجزیرې راپور ورکړی، چې په روان کال کې واشنګټن ته د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د خپل دویم سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته د نه رسېدو د پایلو په اړه خبرې وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر د دفتر په وینا، د دواړو هېوادونو مشران به په غزه کې د جګړې د دوام او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو، پر اسراییلي توکو د نویو تعرفو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه سره خبرې کوي.

اسراییل او امریکا په پام کې لري، چې د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د نه پیل پیلېدو په صورت کې د دواړو هېوادونو پر ګډې تګلارې خبرې وکړي.

اکسوس وېبپاڼې د اسراییلي سرچینو په حواله ویلي، نتنیاهو په دې نظر دی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او اسراییل ترمنځ د یوې هوکړې احتمال لږ دی.

له همدې کبله به د خبرو اصلي موضوع د ایران پر اټومي تاسیساتو د پوځي برید په اړه وي.

په تېرو څو اوونیو کې ټرمپ او نورو امریکايي سیاست‌والو په وار وار ویلي، چې اسلامي جمهوریت یوازې دوه اختیارونه لري؛ یا به مذاکرات ومني او د اټومي پروګرام په اړه به هوکړه وکړي او یا پوځي برید.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د مستقیمو خبرو اترو مسله منلې؛ خو د ټرمپ لیک ته د ایران رسمي ځواب لاهم له امریکا سره غیر مستقیم مذاکرات دي.

برېتانیا وایي، اسرایيل ته د دغه هېواد د پارلمان د دوو غړو پر تګ بنديز «د نه منلو وړ» دی

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنيو چارو وزارت اسرایيل ته د دغه هېواد د پارلمان د دوو غړو پر تګ بنديز «د نه منلو او اندېښنې وړ » بللی دی. د نیوز برېک رسنۍ د خبر له مخې، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وویل چې د دغه هېواد د پارلمان د غړو پر وړاندې دا ډول چلند دوی ته د منلو وړ نه دی.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې د برتانیې د پارلمان دوه غړي ابتیسام محمد او اېوان ینګ اسراییل ته له داخلېدو منع شوي دي.

اسراییلي چارواکو دغه دوه برېتانوي استازي د فلسطین په ملاتړ تورن کړي او دغه هېواد ته یې د ننوتو مخه ونیوله.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دغو استازو د يوه پارلماني پلاوي په توګه اسراييل ته سفر کړى؛ خو اسراييلي چارواکو ادعا کړې، چې د پارلماني پلاوي لپاره کوم رسمي سفر نه دى پلان شوى او دغو کسانو د اسراييلي پوځ پر ضد د اسنادو د خپرولو اراده لرله.

د اسراییل د کورنیو چارو وزیر موشي ارمېل له څېړنو وروسته د دغو استازو د ننوتو د مخنیوي حکم صادر کړ.

خو د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ:« ما د اسراییل په حکومت کې خپلو سیالانو ته څرګنده کړه، چې د برېتانیا د پارلمان له غړو سره دغه ډول چلند د منلو وړ نه دی. موږ له دغو دوو استازو سره هم تماس نیولی او له هغوی مو خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.»

ډیویډ لامي یادونه کړې، چې د برېتانیا د حکومت موخه یوازې د اوربند، د خبرو اترو پیلول، د وینو تویولو پای ته رسول، د یرغمل شویو خوشې کول او په ټوله کې په غزه کې د جګړې پای ته رسول دي.

امریکا د سوېلي سوډان د وګړو ټولې ویزې لغوه کوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د سوېلي سوډان د انتقالي حکومت د ناکامۍ له امله چې د خپلو ستانه شویو وګړو په بېرته منلو کې پاتې راغلی؛ امریکا د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو لپاره ویزې لغوه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې هغه د سوېلي سوډان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې لغوه کولو او امریکا ته د داخلېدو د مخنیوي لپاره د نورو محدودیتونو لګولو په برخه کې اقدام کوي.

روبیو پر اېکس پاڼه کاږلي، د دغه اقدام لامل د سوېلي سوډان د انتقالي حکومت ناکامي ده چې په خپل وخت یې بېرته ستانه شوي وګړي نه و منلي.

هغه وویل:« د سوېلي سوډان انتقالي حکومت د هغې ناکامۍ له امله چې د خپلو وګړو په بېرته منلو کې پاتې راغلی، زه اقدام کوم چې د دغه هېواد د ټولو پاسپورټ لرونکو کسانو ویزې لغوه کړم او متحده ایالاتو ته یې د ننوتلو د مخنیوي لپاره په سملاسي توګه د نورو محدودیتونو په اړه فکر وکړم.»

روبیو دا هم وویل، چې متحده ایالات به «د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو له‌خوا امریکا ته د ننوتلو مخنیوي لپاره د نورو ویزو د ورکړې مخه ونیسي.»

روبیو زیاته کړه، واشنګټن به هغه وخت د دغه کړنو بیاکتنې ته چمتو شي چې سوېلي سوډان په بشپړه توګه په دې برخه کې همکاري وکړي.

میانمار سره د نړۍوالې مرستې غوښتنه؛ په زلزله کې د مړو شمېر نږدې درې نیم زره کسانو ته ورسېد

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د میانمار له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي. دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې په میانمار کې (د مارچ ۲۸مې) زلزله کې د مړو شمېر تر ۳۳۵۴ کسانو هم واوښت.

د میانمار د دولتي رسنیو د راپور له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۴۸۵۰ کسان ټپیان شوي او ۲۲۰ تنه نور لا هم ورک دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلچر د میانمار د دویم ستر ښار څخه د لیدنې پر مهال وویل:« د دغې زلزلې ویجاړۍ حیرانوونکې دي. ژوندو لمنځه تللی، کورونه ویجاړ شوي او د خلکو روزګار له خاورو سره خاورې شوی؛ خو د میانمار د خلکو زغم او مقاومت د ستاینې وړ دی. نړۍ باید د دوی تر څنګ ودرېږي».

د راپورونو له مخې، دغه زلزله چې شدت یې ۷.۷ درجې و؛ د میانمار هغه سیمې یې وځپلې چې شاوخوا ۲۸ مېلیونه وګړي پکې مېشت دي.

چین، هند او د سویلي ختیځې اسیا ځینو هېوادونو د تېرې اونۍ په ترڅ کې ژغورونکې ډلې او بشري مرستې زلزله ځپلو سیمو ته لېږلې دي.

د امریکا متحده ایالتونه چې څه موده مخکې د نړۍ تر ټولو ستر بشردوستانه مرسته کوونکی هېواد و؛ د زلزله ځپلو د مرستې لپاره لږ تر لږه ۹ مېلیونه ډالر ځانګړې کړي دي؛ خو یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو پروګرامونو کمزوري کېدو له امله د ناورینونو پر مهال د غبرګون پر چټکتیا اغېزه کړې ده.

مارسیا وونګ چې پخوا یې د امریکا د پراختیایي ادارې USAID مشري کوله ویلي، د دغه ادارې درې تنه هغه کارکوونکي چې تر زلزلې وروسته میانمار ته استول شوي وو، خبر ورکړی چې له دندو ګوښه کېږي.

وونګ زیاته کړې:« دغې ډلې له پوره انرژۍ سره کار کاوه، چې خلکو ته مرستې ورسوي؛ خو دا ناڅاپي ګوښه‌ کول یې مورال ماتوي».

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېسیون هم ویلي، چې د میانمار پوځي رژیم په هغو سیمو کې چې د مخالفینو تر واک لاندې دي، د مرستو رسولو مخه نیولې.

دغه دفتر همداراز ویلي، د پوځ له‌خوا د مخالفینو پر ضد ۵۳ احتمالي بریدونه څېړي چې ۱۶ یې تر اوربند وروسته ترسره شوي دي.