• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د نیول شوې برېټانیایي جوړې قضیه به د «شریعت» له مخې حل کېږي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې، طالبان وایي، چې د نیول شوې برېټانیايي جوړې د قضیې په اړه به د «اسلامي شریعت» له مخې پرېکړه کوي. دغه برېټانیایي جوړه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان بامیان ولایت کې له ځینو نورو بهرنیانو سره یو ځای نیول شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «د دوی ستونزه (جرم) دومره لوی نه دی، دا یوه وړه موضوع ده او باید د اندیښنې لامل نه شي، او انشاالله ډېر ژر به د دوی ستونزه هواره شي.»

طالب ویاند ویلي: «زه يوازې دومره ويلاى شم چې دا موضوع پخوا د کورنيو چارو له وزارت سره وه او اوس محکمو ته سپارل شوې ده.»

هغه د دغې جوړې د نیول کېدو د لامل او درملنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په څه باندې یوه میاشت کې لومړی ځل دی، چې طالب چارواکي د پیټر رینولډز او د هغه د مېرمنې باربي رینولډز د قضیې په اړه په عامه توګه څرګندونې کوي.

څو ورځې وړاندې ټیلیګراف ورځپاڼې د ۷۹ کلن پیټر په حواله خبر ورکړ، چې هغه په زندان کې له یوه عامه ټیلیفون څخه د خپلې کورنۍ سره په خبرو کې خپل وضعیت «دوزخ ته تر ټولو نږدې» بللی دی.

رینولډز وویل: «زه پښې او لاس تړلې له قاتلانو او جنسي تیري کوونکو سره یو ځای ساتل کېږم؛ د هغه کس په ګډون چې خپله مېرمن او درې ماشومان یې وژلي دي.»

هغه وایي چې په ورځ کې یو وخت خواړه ورکول کېږي. ډوډۍ، نخود او شین چای، وزن یې له لاسه ورکړی او د زندان چاپیریال ورته ډیر ویرونکی دی.

د یادولو وړ ده، چې د روان کال فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیټر او د هغه مېرمن باربي د دوی د ژباړونکي شان جایا او چینایي – امریکایي ملګرې فيي ډي هال سره یو ځای په بامیان ولایت کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، خو د دوو میاشتو په تېردو سره لا هم طالبانو پر دوی کوم ځانګړی تور نه دی پورې کړی.

هېره دې نه وي، چې فيي هال څو ورځې وړاندې د طالبانو له بند څخه ازاده شوې او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملي اردو پخوانی منصبدار په احمد شاه بابا مېنه کې ترور شو

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وايي، چې د ملي اردو پخوانی منصبدار محمد قیوم د سې شنبې په ورځ په کابل کې ووژل شو.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د محمد قیوم د کورنۍ یوه غړي تایید کړه، چې هغه د سې شنبې په ورځ د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې له خپلې مېرمنې او اولادونو سره پر لار روان و، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

نوموړی وايي، هغه ویډیو چې دوی تر لاسه کړې ده، پکې ښکاري چې ناپېژانده وسله وال پرې ډزې کوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نوموړی په مظلومانه ډول وژل شوی دی.

شینواری زیاتوي: “له دې پورته ظلم، د وحشت انتها او د ملي بشري شتمنیو قربانوالو بېلګه به په نړې کی نه وې.”

نوموړي د طالبانو له خوا د امنیت پر ادعاو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د مشر ټول بښنه یوازې یو دروغجن شعار دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پخواني جمهوري دولت یو شمېر امنیتي ځواکونه په نښه کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم په ننګرهار، لغمان، کابل، پنجشېر او یو شمېر نورو ولایاتو کې ورته پېښې شوې دي.

د یادولو ده، چې د محمد قیوم وژل کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په افغانستان کې د مسکو جیوپولیټیک بدلون؛ ایا روسیه به طالبان په رسمیت وپېژني؟

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

ډېپلومات مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د روسیې له‌خوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم احتمالي لرې کول کولای شي د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره لار هواره کړي.

د نوموړې رسنۍ د مقالې لیکوال محمد مراد په وینا، لکه څنګه چې روسیه په افغانستان کې بدیل نه‌لري، نو اړ ده چې په څو اړخیزو ناستو کې د طالبانو ملاتړ وکړي.

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې افغان طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل او له هغه وخت راپدېخوا له دې ډلې سره هر ډول اړیکې د قانون له مخې د سزا وړ وې، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مسکو په تدریجي ډول له دې ډلې سره راشه درشه پیل کړې ده.

په داسې حال کې چې دا ځل د مسکو نوې تګلاره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په پرتله د دغه هېواد د پخواني دریځ ښکاره بدلون څرګندوي.

د ډېپلومات لیکوال محمد مراد لیکلي، چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ روسیې له هند سره په ګډه د طالبانو پر وړاندې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د پخوانۍ متحدې جبهې ملاتړ کړی و.

د سپټمبر له ۱۱مې او د طالبانو له سقوط وروسته مسکو د حامد کرزي له حکومت سره مثبتې اړیکې جوړې کړې او افغانستان یې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ښکېل کړ. افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د څارونکي په توګه له نوموړي سازمان سره یوځای شوی.

د مقالې لیکوال ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ بېرته پیلېدو راهیسې، روسیه پرته له دې چې دا ډله په رسمیت وپېژني، د دواړو خواوو ترمنځ په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې اړیکې ښې شوې دي.

که څه هم مسکو پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له شاوخوا درې نیمو کلونو راهیسې دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او راشه-درشه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

د یادونې ده، چې د روسي لویې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي و چې په روسیه کې دې د طالبانو پر فعالیت بندیز پای ته ورسېږي.

د روسیې د لویې څارنوالۍ له دغه اقدام وروسته په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو هرکلی کړی او ویلي یې و، چې دا ډله غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

د ایران ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱

د ایران ولسمشر مرستیال، محمدرضا عارف د دغه هېواد خراسان ولایت ته د خپل سفر پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا افغانستان سره د سرحدي ولایتونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

عارف له ګاونډیو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې د سرحدي ولایتونو د واليانو پر رول د ټینګار ترڅنګ وویل: «موږ هیله‌من یو چې خراسان رضوي به په نړۍواله همکارۍ کې پر یوې بریالۍ الګو بدل شي.»

هغه څرګنده کړې، چې د پزشکیان حکومت د خراسان رضوي ولایت د ملي اقتصاد او پرمختګ په برخو کې د لوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګریزو اړیکو کې د یاد ولایت د ښه‌کېدو هڅه کوي.

د ایران ولسمشر مرستیال د دغه هېواد د تمدني سیمې ۳۰۰ مېلیونه نفوس‌لرونکي بازار ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېواد یې د خدماتو او توکو په صادرولو، په ځانګړې توګه فني او انجنیرۍ خدماتو کې ژمن دی او په وینا یې، له دغه بازاره باید په متقابل ډول ګټه واخیستل شي.

دا څرګندونې داسې مطرح کېږي چې د ایران د خراسان رضوي او سوېلي ولایتونو چارواکو او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.

د یادونې ده، چې ایران د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د طالبانو واکمني په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې په رسمیت نه ده پېژندلې، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د تهران او کابل راشه-درشه ورځ تر بلې پراخېږي.

جلالي: د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي نظامونه له هرڅه وېرېږي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي‌احمد جلالي افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وايي، هغه نظامونه چې د خلکو د اعتماد پر بنسټ نه؛ بلکې د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي وي، له هرڅه وېره لري.

نوموړي د سې‌‌شنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، چې دا کړنې او حرکتونه د دغو نظامونو د ورکېدو لامل ګرځي او په وینا یې، ځکه دوی بل هېڅ څه نه‌لري چې خلکو ته یې ورکړي.

جلالي وايي، چې حکومتونه د خلکو پر اعتماد بنا دي او که د خلکو اعتماد نه وي، د هر هغه نظام بنسټ کمزوری وي او ان باد یې هم له منځه وړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر پر خلکو د طالبانو کنټرول ته په اشارې وايي، چې اجباري اطاعت خلک اړ کوي چې د ځان او د خپلو کورنیو د غړو د ساتلو لپاره هرڅه ته غاړه کېږدي.

د هغه په وینا، سانسور د یوې ټولنې لپاره زهر دی او پر خلکو دا ټول کنټرول نه‌شي کولای د بقا لامل وګرځي.

علي‌احمد جلالي وویل: «هغه کسان چې په یوه حکومت کې د حکومتولۍ صلاحیت ونه‌لري، په علمي، فني او ټکنالوژۍ مسایلو کې اهلیت نه‌لري، نو هغوی کوښښ کوي چې خپل عیبونه د سانسور له لارې پټ کړي او هر هغه څه چې د دوی زده دي د فرهنګ برخه یې وګرځوي.»

نوموړي د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې پر مشاعرو د بندیز په تړاو د پوښتنې په ځواب کې زیاتوي، استبدادي نظامونه د دې لپاره چې پر خلکو حکومت وکړي او اقتدار یې وساتل شي، ورځ تر بلې محدودیتونه ډېروي او په وینا یې خلک په قفس کې اچوي.

علي‌احمد جلالي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې نن سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان سره مرستې ځکه بندې شوې چې طالبانو ګټه اخیسته

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سره خپلې مرستې بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس وویل، چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د امریکا له مرستو یوولس میلیونه ډالر د طالبانو جېبونو ته تللي دي.

نوموړې ویلي، چې د یمن لپاره یې هم مرستې بندې کړې دي.

بروس زیاته کړه: “ترهګرو، لکه حوثیان په یمن کې او طالبان په افغانستان کې له دغو مرستو ګټه اخیسته”.

د یادونې وړ ده، چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ورتګ سره د نوي حکومت چارواکو افغانستان سره په کېدونکو مرستو ګڼې نیوکې کړې دي او دا مرستې یې له طالبانو سره د مرستې په معنا ګڼلې دي.