• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښوونځیو کې جبري یونیفورم؛ ځینو ولایتونو کې د جبري یونیفورم د پلي کېدو لړۍ روانه ده

سلیمان خپلواک
سلیمان خپلواک

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې او له هغې ډلې په هرات، کابل، فراه، غزني، خوست او ننګرهار ولایتونو کې په ښوونځیو کې د طالبانو له‌خوا د جبري یونیفورم د پلي کېدو لړۍ روانه ده.

له بل پلوه د طالبانو د پوهنې وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په ټولو ولایتونو کې ښوونځي ته د رنګارنګه جامو له اغوستلو د مخنیوي چاره په چټکۍ سره روانه ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله په امر په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ټولو زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره جبري یونیفورم ټاکلی.

تر دې وروسته ښوونکي او زده‌کوونکي اړ دي، چې د سپین رنګه کالیو ترڅنګ پګړۍ هم وتړي؛ خو د ځینو ښوونکو او زده‌کوونکو اعتراضونو یې پارولي دي.

په ننګرهار کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه د شپې لپاره ډوډۍ نه‌لرم او دوی راته د سپینو جامو، تور واسکټ او پګړۍ تړلو امر کوي.»

هغه زیاتوي، په افغانستان کې تر ټولو بې وزله طبقه د ښونځیو ښوونکي دي او که طالبان پرې لا ډېر فشار راوړي؛ نو او دی چې خپله دنده پرېږدي.

څو ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت یو لارښود ترلاسه کړ، چې پکې ویل شوي وو په دولتي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زده‌کوونکي باید شنې جامې او خولۍ پر سر کړي.

په داسې حال کې چې له لسم څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده‌کوونکي باید سپینې جامې واغوندي او پګړۍ پر سر کړي.

شاکر الله چې د خوست ولایت اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زده‌کړیال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل:« ماته په پګړۍ تړلو سره ځان ډېر عجیبه ښکاري، یو ډول فشار احساسوم او نشم کولای چې درس یاد کړم.»

د شاکرالله په وینا، پلار یې د ولسوالۍ په بازار کې له یوه رخت پلورونکي څخه په پور د ده لپاره سپین ټوکر او پګړۍ وپېرله؛ ترڅو هغه ښوونځي ته لاړ شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا په لاس لاسلیک شوي لارښود کې راغلي، هغه زده‌کوونکي چې له کوم معقول لامل پرته دغه مقررات نه څاري؛ لومړی به ورته توصیه وشي او که دوی سرغړونه تکرار کړي، نو دوی به اړ شي چې د خپلو کورنیو په حضور کې ژمنه وکړي.

د کابل احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی انعام الله چې په تېر جمهوري نظام کې د ملي اردو سرتېرې و او اوس په دغه بازار کې په لاس ګاډي مزدوري کوي وایي:« زه دوه ځلې د ښوونځي ادارې وروغوښتلم او زما د ماشومانو ښوونځي (یونیفورم) په اړه یې راته توصیه وکړه.»

هغه وویل:«زه له سهاره تر ماښامه په لاس ګاډي له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانۍ پېدا کوم. کله کله ډېر نهیلي شم، چې د کور کرایه ورکړم، د ناروغ درملنه وکړم او که ماشومانو ته مې پرې د ښوونځي یونیفورم واخلم.»

په ښوونځيو کې د یونیفورم په اړه د ملا هبت الله حکم ډېری زده‌کوونکي له رواني فشار او له دغه امر څخه د سرغړونې په صورت کې د نیولو ګواښونو سره مخ کړي دي.

یو شمېر یې وایي، چې په ټولګیو کې د هوا له تودېدو سره سم د سپینو جامو او پګړۍ په سر کول نه یوازې دا چې دوی نارامه کوي؛ بلکې په درسونو کې یې د تمرکز وړتیا هم کموي.

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د انګوري کلي اوسېدونکي امام علي چې د لسم ټولګي زده‌کونکی دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د ښونځي ادارې ورته ویلي، «اړ دی، چې د پوهنې وزارت امر عملي کړي او د سرغړونې په صورت کې ښایي د طالبانو له‌خوا ونیول شي.»

هغه وایي:« موږ په ټولګیو کې د ناستې لپاره څوکۍ نلرو، ښوونکي مو کم دي او ان په ځیني ښوونځي سرپنا هم نلري؛ طالبان باید لومړی زموږ دغه اړتیاوې پوره کړي او وروسته دې پر موږ پګړۍ وتړي.»

امام علي وایي، که پر ده لا زیات فشار راشي؛ نو اړ دی چې ښوونځی پرېږدي.

د زده‌کړو فعال ظاهر شاه رسولي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو په ځانګړې توګه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته په اشارې سره وویل:« که طالبان غواړي، چې پر خلکو خپل دغه حکم پلی کړي؛ نو اړینه ده چې معلومه کړي خلک د دغه کار وس لري او که نه. خلک د ډوډۍ او ان د قلم او کتاب لپاره پېسې نلري؛ نو د پګړۍ لپاره به یې له کومه کړي.»

ځیني شننونکي په دې باور دي، چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې د پګړۍ او سپینو جامو په اغوستلو سره د افغانستان پوهنې سیستم طالباني کړي. دغه نوی پلان د هېواد د یو شمېر وګړو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. دوی په دې باور دي چې دا ډول کړنه کولای شي د هېواد د پوهنې نظام په بشپړه توګه له منځه یوسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزې اسانتیا او ټرانزیټي ستونزو د لمنځه وړلو په اړه خبرې کړې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د‌ طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره پر سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو تر څنګ د ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

په همدې تړاو د طالبانو د یاد وزارت‌ په خبرپانه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړه لوریو د شته ستونزو د حل په برخه کې بحث او د نظریاتو تبادله سره کړې ده. همدا راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیر د اسانتیاوو لپاره د نږدې همکاریو او ګډون اقداماتو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې تېره میاشت د تورخم لاره د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله د ۲۸ ورځو لپاره تړل شوې وه او سوداګر یې د مېلیونونه ډالرو زیان سره مخ کړل.

سوداګرو نیوکې وکړې، چې پاکستان د دغه دروازې په بندولو سره د سیاسي فشار هڅه وکړه او په لوی لاس یې سوداګر زیانمن کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نیوکه کړې وه، چې منفي سیاستونو یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ بدې اغېزې کړې دي.

نوموړي د ګاونډیتوب او سوداګرۍ د اصولو له مخې پر سوداګرۍ د پاکستان سیاسي فشارونه هم غندلي وو.

طالبان داسې مهال له پاکستان سره یو ځل بیا د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرو ته کېني، چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ناسمو سیاستونو له کبله د تېرو کلونو پرتله خورا کمه شوې ده او سوداګرو د پاکستان پر ځای د خپلو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره نورې بدیلې لارې موندلې دي.

برېټانوۍ جوړه په زندان کې د طالبانو د سختو پوښتنو ګروېږنو له امله ژاړي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو له لوري د زنداني شوې برېټانوۍ جوړې د کورنۍ غړو اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د سختو پوښتنو ګروېږنو او څو ځله محاکمه کېدو له امله هغوی ان په ژړا شپې سبا کوي.

ډیلي مېل ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ۷۹ کلن برېټانوي پیټر رینولډز او باربي لور سوزي رومر ویلي چې مور او پلار یې د طالبان له لوري څو ځله محکمه شوي؛ خو هېڅ ډول تور یې پرې نه دی ثابت کړی.

نوموړې اندېښنه څرګنده کړې، چې لا هم له زندانه د مور او‌ پلار د خوشې کېدو په تړاو یې کوم هیله بښوونکی څرک نشته.

یاده برېټانوۍ جوړه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو له لوري هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې په بامیانو ولایت کې خپل کور ته لاړه شي.

لور یې زیاته کړې، مور او پلار یې په دې هم «نه پوهېږي» چې ولې نیول شوي او د برېټانیې له دولت غواړي چې د خوشې کېدو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.

سوزي رومر وویل:« ډېرې پوښتنې یې ترې کړې دي. فکر کوم تر اوسه ۲۹ ځله پوښتل شوي. درې یا څلور ځله محکمې ته وړل شوي؛ خو پرې لګول شوي ټول تورونه ‌بې بنسټه ثابت شوي. هغوی ته ویل شوي، چې هېڅ قانوني تور پرې نشته».

سوزي زیاتوي، که څه هم برېټانوي چارواکي یې له کورنۍ سره تماس کې دي؛ خو دا روښانه نه ده چې حکومت د هغې د مور او پلار د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه طالبانو ته په ښکاره او غوڅ ډول رسولې که نه.

د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت بیا څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د دغه زنداني شوې جوړې د خوشې کېدو لپاره هڅه کوي.

د دغه برېټانوۍ جوړې اولادونو په زندان کې د خپل مور او پلار له حالت څخه اندېښنه ښوولې او نیوکه یې کړې، چې په ښه توګه ورته خواړه هم نه رسېږي.

ویل شوي، چې په زندان کې په کافي توګه د خوړو نشتوالي له امله دغه برېټانوي جوړه له خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو سره هم مخ شوې ده.

زنداني شوې برېټانوۍ جوړه له اتلس کلونو راهیسې په افغانستانه کې اوسېږي او په افغانستان کې یې د زده‌کړو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.

د بې ځایو شویو سازمان: پاکستان پر طالبانو د سیاسی فشار راوستو له کبله کډوال وسیله ګرځولې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان تازه اندېښنه څرګنده کړې، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ستنېدو څخه پاکستان د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي؛ څو پر طالبانو فشار راوړي.

دغه سازمان په خپلې تازه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې غیر انساني عمل دی؛ بلکې د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان وایي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان کډوالو له برخلیک څخه د یو سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو پر طالبانو فشار راوړي؛ خو دغه ډول چلند له بې‌وسه او زیانمنو انسانانو سره هېڅ ډول توجیه نه لري.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اوړي په دې تودې هوا کې د کډوالو اېستل به هغوی له لوږې، بې کورۍ او جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. همدا راز زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته شړل دا واقعیت له پامه غورځوي چې همدغه پاکستان پخوا ږاک ته د طالبانو په رسېدو کې مهم رول لاره او اوس باید د افغانستان د ناوړه وضعیت په وړاندې اخلاقي او سیاسي مسوولیت ومني.

د کډوالو دغه ملاتړې ادارې په خبرپانه کې راغلي، د عدم اعادې اساسي اصل له مخې هېڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل، شي په کوم کې چې خلک له شکنجې او مرګ سره مخ کېدای شي. همدا رنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو نړۍوالو ادارو نه غوښتنه شوې، چې پاکستان دې له افغان کډوالو سره د زور چلند مخه ونیسي او خپلو نړۍوالو ژمنو ته دې وفادار پاتې شي.

یاد سازمان همداراز وايي، چې نړۍواله ټولنه باید په د درېیمو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي او د کډوالۍ د اوږدې ستونزې د حل لپاره باید افغانستان کې د یو ټول ‌منلي، مشروع او ولسپال حکومت د جوړېدو ملاتړ وشي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان همدا راز د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستل کېدو خلاف د لاسلېکونو یوه لړۍ هم پېل کړې، چې تر دا مهاله پکې نږدې ۱۵۰۰کسانو خپل ملاتړ څرګند کړی او د جبري اېستل کېدو خلاف یې خپل اعتراضونه هم ثبت کړي‌ دي.

د تنکي زلمیانو پر سینې د حقاني انځور؛ یاران سکیټ جلال اباد کې ننداره وړاندې کړه

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر ماشومانو او تنکیو زلمیانو په خپلو سینو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او انس حقاني لګول شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.

له خوست څخه د یاران سکیټ دا پیل شوې سیالۍ چې اوس ننګرهار ولایت ته رسېدلې، د هېواد نورور ولایتونو ته هم غځیدونکې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړوند خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې د دغو تنکیو زلمیانو عمرونه چې له اتلس کلونو هم کم برېښي له ځانه سره پر سړکونو د دغه نندارې پر مهال وسلې هم لېږدوي.

100%


که څه هم طالبان له بېلابېلو لارو د خپل نظام او چارواکو ته تبلیغات کوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر واټونو د یوه طالب چارواکي انځورونه نندارې ته وړاندې کېږي.
هم مهاله د یادې ډلې مشر ملا هبت الله بیا د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه هم لګولي دي او د هغه د نږدې کړۍ له لوري په جدي توګه د هغه دغه امر پر ځای کېږي، خو د سراج الدین پلویان بیا دغه امر ته چندان ارزښت نه ورکوي.

د معلوماتو پربنسټ، یاران سکیټ د جلال بنسټ له خوا تمویلېږي چې دغه بنسټ د حقاني فرهنګي څانګه ده.
حقاني ډله تر دې وړاندې په دې هم تورنه ده، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو پروړاندې پر ماشومانو ځانمرګي بریدونه ترسره کول.
دغه انځوریزه ننداره تر هغه وروسته ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.
له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه هم لغوه کړې ده.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي اي) بیا حقاني د «نړۍوال ترهګر»په توګه په خپل تر ټولو مطلوب لیست کې تر اوسه هم ساتلی دی.
سره له دې چې د طالبانو په حکومت کې حقاني ډله څنډې ته شوې ده، خو باورونه دا دي چې د امریکا په ګډون به نړۍ له حقاني ډلې سره تعامل وکړي.
نږدې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي وویل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مصرف تاریخ پای ته رسېدلی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د طالبانو ترمنځ د هغو کسانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی چې د رهبرۍ په کچه بدلونونه غواړي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو مو ۲۶۳ افغان بندیان خوشې کړي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ورات وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو یې ۲۶۳ افغان بندیان خوشې کړي دي. دغه وزارت ویلي، چې یاد افغانان افغانستان ته بېرته راستانه کړل شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «۲۶۳ افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو؛ له بند څخه ازاد او د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۲۱مه او ۲۲مه خپل هېواد ته راستانه شول.»

دغه افغانان چې د پاکستاني پولیسو له لورې نیول شوي وو له زندانونو څخه تر ازادېدو وروسته جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.

د دغو افغانانو د بند موده پنځه ورځې ښودل شوې، چې په پاکستان کې نیول شوي وو او محکمې پرې له یوې ورځ نه تر پنځه ورځو بند حکم ورکړی وو.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا پولیسو د افغانانو د نیولو په موخه کور په کور تالاشۍ کوي.

زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، زیات شمېر کډوال لا هم د پاکستاني پولیسو له لورې په هغو کمپونو کې ساتل کېږي، چې د بېرته ستنولو پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.