د روغتیا نړۍوال سازمان: ۱۰ سلنه افغانان به له روغتیايي خدماتو بې‌برخې شي

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به لس سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې ۲۲۰ نور روغتیایي مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.