• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما او طالبانو د بې‌ځایه شويو د ستونزو د حل په موخه ګډه غوڼده وکړه

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير په جبري ډول له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکه کړې او وایي، چې له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند له زغم څخه لرې دی او د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کېدو لامل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاد طالب چارواکي دغه خبرې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تخنیکي غونډه کې کړي دي.

د راپور له مخې، دا غونډه د هغو افغانانو د وضعیت ارزونې لپاره جوړه شوې چې یا له پاکستانه راستانه شوي او یا هم دننه په هېواد کې له خپلو مېنو او کورونو بې‌ځایه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د غونډې ګډونوالو ته ویلي چې د تېرو څو لسیزو جګړو مېلیونونه افغانان بې‌ځایه کړي او یا یې بهر ته د کډوالۍ لامل شوي دي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، عبدالکبیر ټینګار کړی چې نړۍوالې مرستې باید د افغانستان دننه راستانه شويو او داخلي بې‌ځایه شويو کورنیو ته متمرکزې شي او همداراز یې د کډوالو د ادغام، سرپناه برابرولو او خدماتو ته د لاسرسي لپاره د نړۍوالو بنسټونو پر رول ټینګار کړی دی.

ورته مهال، په افغانستان کې د یوناما مرستیالې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې تېر کال ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو ۱۸۳ مېلیونه ډالر د بشري مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې، په غونډه کې د ملګرو ملتونو ترڅنګ یو شمېر نورو نړۍوالو بشرپاله بنسټونو هم خپل فعالیتونه او پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړي دي.

دغه‌راز، د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو د خپلو ترسره شویو خدمتونو او راتلونکو همکاریو په تړاو معلومات ورکړي دي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبري ستنېدو ته زور ورکړی او د روانې اپرېل میاشتې له پيله تر اوسه زرګونه کډوال د تورخم، سپین‌بولدک او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

د تېرې اوونۍ په پای کې د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي و، چې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو دویم پړاو په ترڅ کې یې تر دې دمه له تورخم لارې ۴۲ زره او ۴۸ افغانان جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې یو مېلیون افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته لېږلي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۷۹ زره او ۴۸۶ افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو پروسه با وقاره ترسره شوې، خو افغان کډوالو د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

اسلام‌اباد دا کمپاین د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پیل کړ او له ټولو بهرنيانو چې قانوني اسناد نه لري، غوښتنه وکړه چې له دې هېواده ووځي.

دغه هېواد سږکال د دویم ځل لپاره د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر پیل کړ او دا ځل هغه افغانان باسي چې د افغان تابعیت کارټونه (ACC) لري.

دا کارټونه له ۲۰۱۷ کال راهيسې افغانانو ته د لنډمهاله قانوني مېشتېدنې په موخه ورکړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، پاکستان له ۲.۸ مېليونه زياتو افغانانو ته پناه ورکړې، چې د خپل هېواد له اوږدمهاله جګړو او بې‌ثباتۍ څخه د تښتېدلو په موخه له ډيورنډ کرښې اوښتي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۳ مېليونه افغانان په رسمي ډول د کډوالو په توګه ثبت شوي او د د (PoR) کارټونه لري، چې هغوی ته قانوني خونديتوب ورکوي.

په راپورونو کې دغه راز زیاته شوې، چې پاتې نور اته لکه کسان ACC کارټونه لري، چې یو جلا پېژندل شوی سند دی چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړل شوی.

د پاکستان دولتي راډیو په یوه راپور کې لیکلي: "له پاکستانه د ناقانونه افغان وګړو د وتلو شمېر ۹۷۹٬۴۸۶ ته رسېدلی دی. یوازې پرون یکشنبه، ۳،۳۸۷ ناقانونه افغان وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي."

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ یوه څلرویشت ساعته مرکزي کنټرول خونه جوړه کړه، څو د افغان وګړو سره مرسته وکړي او د ستنېدو پر مهال د ځورونې شکایتونو ته ځواب ورکړي.

دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له افغان طالبانو سره یې د افغان وګړو د ډله‌ييز بېرته ستنولو په تړاو خبرې وکړې.

یو شمېر طالب چارواکو تېره اوونۍ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال وړاندیز وکړ، چې په لوړه کچه دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي، ترڅو د پاکستان، افغانستان او اړوندو نړۍوالو سازمانونو چارواکي پکې شامل وي، چې د "کډوالو اړوند مسایل په همغږۍ سره حل شي".

افغانستان له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو بېرته ستنول دې په سوله‌ييز او همغږي بڼه ترسره شي، په داسې حال کې چې راپورونه وايي چې په پاکستان کې د ډله‌ييز بېرته ستنولو پروګرام پر مهال خلک نیول شوي او ځورول شوي.

اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي او له کابل څخه يې غوښتي، چې د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو پاليسي وروسته له هغه اعلان کړه، چې د افغانستان سره په ډيورنډ کرښه خېبرپښتونخوا کې د وسله‌والو بريدونو شمېر زيات شو.

اسلام‌اباد پخوا هم پر افغان وګړو د ترهګریزو بریدونو او نورو جرمونو تورونه لګولي.

د پاکستان حکومت وايي، وسله‌وال په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو غړي (چې د تحريک طالبان پاکستان TTP په نوم پېژندل کېږي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغو افغانانو سره چې په پاکستان کې مېشت دي اړیکې لري، څو په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.

خو په کابل کې واکمنو طالب چارواکو بیا دا تورونه رد کړي دي.

لسیزو جګړو افغانستان " په چاپیریالي دوزخ" بدل کړی دی

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

له څلورو لسیزو زیاتې جګړې، تاوتریخوالي او د چاپېریال مسلو ته په پراخه کچه نه پاملرنې افغانستان په یوه ککړه، وچه او د نه اوسېدو ځمکه بدل کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنیټ د جګړې له امله د چاپیریال ویجاړتیا د بشري حقونو بحران وباله او د جګړې له امله د اوښتو زیانونو حساب ورکولو او جبران کولو غوښتنه یې وکړه.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه بحران باید د نړیوال لومړیتوب په توګه حل شي.

د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او ماشومانو ژوند د نورو ډلو په پرتله له خطر سره مخ کړی دی.

ماشومان په هغو کروندو کې لوبې کوي چې د جګړې له پاتې شونو ککړې دي او بزګران په ناپوهۍ سره په ککړه خاوره کې کرنه او کار کوي.

په ۲۰۱۷ کې په ننګرهار کې د متحده ایالاتو د اردو لخوا د "بمونو مور" په څیر د وسلو کارولو د خاورې ککړتیا او د حیاتي تنوع د ضایع کیدو په اړه اندیښنې راپورته کړې.

100%

د زیربناوو ویجاړول لکه پلونه، سړکونه او د اوبو لګولو کانالونو هم په داسې یو هیواد کې د خوړو د خوندیتوب بحران لا پسې زیات کړی چې له ۷۰ سلنې زیاتو وګړو یې پر کرنه تکیه کوله.

په همدې ۲۰۱۷ کې ځینو راپورونو ښودلې وه، چې افغان وګړي زهري ککړتیا د طالبانو په پرتله لوی ګواښ ګڼي.
هارون رحیمي، په سویډن کې د راول والنبرګ انسټیټیوټ کې افغان څېړونکی، ریچارډ بېنیټ او مارکوس اوریلانا، د بشري حقونو او زهرجنو موادو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور سره یوځای یو راپور چمتو کوي، چې په افغانستان کې د نظامي مداخلو د چاپیریالي اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شي.
د افغانستان د چاپېریال د بحران ریښې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي تر یرغل مخکې زمانې ته رسېږي او د استعماري مداخلو او د سړې جګړې پر مهال دغه هېواد ته زیانونه اوښتي دي.

د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې شاوخوا ۴.۳ میلیونه افغانان د جګړې له امله پاکستان او ایران ته کډه شول، کلي او حاصلخیزې ځمکې یې پرېښودې. دا پراخه بې ځایه کیدل د ځمکې کارولو نمونې ګډوډې کړې او د کوربه سیمو سرچینو باندې یې لوی فشار راوړی دی.

100%

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د مجاهدینو تر منځ داخلي شخړو په ځانګړې توګه په کابل کې ښاري زیربناوې ویجاړې کړې او په شاوخوا ولایتونو کې ځنګلونه د سونګ توکو د برابرولو لپاره په پراخه کچه پرې شول. د اوبولګولو سیسټمونه هم د نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شول.

د افغانستان ځنګلونه د تېرو څو لسیزو د جګړو بل قرباني دي.

په ۱۹۷۰ کلونو کې، افغانستان پراخ ځنګلونه درلودل، مګر نن ورځ یوازې دوه سلنه ځنګلونه پاتې دي. د سونګ توکو اړتیا او پرله پسې جنګونه د دې لامل شوي چې د ځایی ټولنو لخوا بې توپیره شوي.

په ټولیز ډول، په افغانستان کې جګړه او د چاپېریال ویجاړتیا اوس داسې یوې مرحلې ته رسېدلې ده، چې د راتلونکو نسلونو بقا او بشري امنیت په جدي توګه ګواښي.

دا بحران د نړیوالې ټولنې سمدستي پاملرنې او د ویجاړونکو اغېزو د کمولو لپاره جدي ګامونو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اوبو بحران یوازې د اوبو د سرچینو په کموالي پورې محدود نه دی، بلکې د اوبو پراخه ککړتیا هم یو جدي بحران ګرځېدلی دی.

بمباریو او په صنعتي پیمانه نظامي عملیاتو کې خطرناک کیمیاوي مواد په سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو سره یوځای شوي دي.
نوي راپورونه ښیي چې طالبانو په خپلو ځانمرګو بریدونو کې زهرجن کیمیاوي مواد کارولي، چې د اوبو او خاورې ککړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده.
په ښاري سیمو کې، د حفظ الصحې سیسټمونو سقوط، اوبو د ککړتیا او له اوبو د ناروغیو د خپریدو لامل شوی.

د هوا ککړتیا هم په یو بل بحران بدله شوې چې جګړې پکې مستقیم رول لوبولی دی.

100%

د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو د شتون په جریان کې د کثافاتو د سوځولو کندې پراخه کارول زهرجن ګازونه هوا ته خپروي چې د تنفسي ناروغیو او د سرطان کچه لوړوي.

ښځې او ماشومان د نورو ډلو په پرتله له دې ګواښونو سره مخ دي.
د یونیسف د راپور له مخې، د تېر کال په لومړیو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې وې، چې ډېری یې د هوا ککړتیا له امله وې او دې کې له ۶۲ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې وې.

د جګړې تر ټولو خطرناکو چاپیریالي پایلو کې د خاورې پراخه ککړتیا ده.

د بېلګې په توګه، د بلوچستان په سیمه کې، چې د هلمند او کندهار ولایتونو ته څېرمه موقعیت لري، د پاکستان اټومي ازموینې د خاورې د سخت ککړتیا او له افغان پولې سره نژدې سیمو کې د سرطان د پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي.

همدارنګه، په توغندیزو بریدونو کې د تخریب شوي یورانیم کارول د راډیو اکټیو کثافاتو څخه پاتې دي، چې د خاورې او اوبو سرچینو ته رسیدلي دي.

کروندګر په ناپوهۍ سره په ککړه خاوره کې کښت کوي، او ماشومان په هغو سیمو کې لوبې کوي چې د تیرو جګړو په زهرجنو پاتې شونو ککړې دي.
سربیره پردې، ځمکني ماینونه او له جګړې د پاتې نورو چاودیدونکو توکو لږ تر لږه ۷۲۴ میلیونه مربع متره افغان خاوره ککړه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې یوازې دوه ښارونه په بشپړه توګه له ماینونو پاک شوي دي.

د کینیا یوې محکمې پرېکړه کړې چې عبدالظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر د کینیا د پلازمېنې نایروبي د یوې محکمې د حکم له مخې نیول شوی. په نایروبي کې یوې محکمې پولیسو ته اجازه ورکړې چې عبد‌الظاهر قدیر په توقیف کې وساتي او امریکا ته د هغه د تسلیمۍ (استرداد) قانوني بهیر پیل شي.

نایروبي ټایمز وايي، چې عبدالظاهر قدیر د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه منلې ده.

څارنوال ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د امریکا د فدرالي محکمې له خوا د عبد‌الظاهر قدیر د نیولو امر صادر شوی و.

د پلټنو افسر سرجنټ جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) د مخدره موادو ضد څانګې سره تړاو لري، محکمې ته ویلي چې د متحده ایالتونو د نشه يي توکو ضد ادارې (DEA) ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د امریکا د نیویارک ایالت په یوه سویلي محکمه کې د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.

د پلټونکو د معلوماتو له مخې، عبد‌الظاهر قدیر د امریکا متحده ایالاتو د مخدره موادو د وارداتو یا صادراتو د توطیې (سازش) ضد قانون د ۹۶۳/۲۱ مادې له مخې د نشه يي توکو «د وارداتو»او وسلو لرلو په تورونو کې واشنګټن ته مطلوب دی.

د دغه قانون له مخې، څوک چې د داسې جرم د ترسره کولو لپاره (توطیه) وکړي، چې د مخدره موادو غیرقانوني واردات لکه هیرویین، کوکایین، چرس او یا ورته نور توکي پکې شامل وي، نیول کېدای شي.

رپوټ وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.

محکمې ته وویل شول چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۵مه، د ورکړل شویو معلوماتو او شرایطو پر بنسټ، څارنوالۍ د تسلیمۍ د بهیر د پیل لپاره رسمي اجازه صادره کړې ده.

محکمې ته ویل شوي، « موجود معلومات او شرایط د امریکا فدرالي محکمې د نیولو د حکم پلي کولو او د عبد‌الظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ لپاره کافي دي، څو هغه له تورونو سره مخ شي».

همداراز، څارنوال وویل چې عبد‌الظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۴مه د قطر هوايي لیکې له لارې له کابل څخه نایروبي ته راغلی.

پلټونکي افسر زیاته کړې چې قدیر دایمي استوګنځای نه لري او د تېښتې خطر یې ډېر جدي دی.

همداراز ویل شوي چې ظاهر قدیر ممکن نه یوازې افغانستان ته، بلکې یوه داسې هېواد ته ولاړ شي چې له امریکا سره د تسلیمۍ تړون نه لري، چې دا به یې د بېرته راوستلو هڅې شنډې کړي.

محکمې ته دا هم ویل شوي چې که عبد‌الظاهر خوشی شي، دا به نه یوازې د هغه د تسلیمۍ بهیر ته زیان ورسوي، بلکې د هغه د همکارانو د موندلو هڅې به هم له خنډ سره مخ کړي، چې لا هم پټ دي.

په رپوټ کې راغلي، چې د عدالت، او د کینیا د نړیوالو ژمنو د بشپړتیا په خاطر، دا مهمه ده چې محکمه د امریکا د نیولو امر ومني او د عبد‌الظاهر قدیر د بېرته لېږد او تسلیمۍ امر صادر کړي چې په محکمه کې له تورونو سره مخ شي.

د «طالبان ټور» په نامه یو روسی شرکت کندهار ته سیلانیان لېږدوي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱

په روسیه کې د « طالبان ټور» په نامه د یوه سیاحتي شرکت د ثبتولو چارې روانې دي، چې له روسیې نه افغانستان ته خلک په سیاحتي سفرونو ولیږي. دغه شرکت داسې مهال ثبتیږي، چې د روسیې سترې محکمې تازه د مسکو له تور نوملړه په موقت ډول د طالبانو د نوم اېستلو سپارښتنه کړې ده.

د روسیې ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې سوداګر اناتولي ارونوف له دې پرېکړې وروسته ددغه هېواد شرکتونو د ثبت ادارې ته د خپلې سوداګریزې نښې او نوم ثبتونې لپاره وړاندیز کړی دی.

د «طالبان ټور» په نامه دغه شرکت پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې کوچنۍ ډلې افغانستان ته واستوي. سیلانیان افغانستان ته تر تګ وړاندې له افغان کلتور سره د اشنايي زده کړې ترلاسه کوي.

ارونوف ویلي چې اووه ورځنی سفر به شاوخوا ۱۰۰ زره روبله لګښت ولري. هغه باور لري چې دا وړاندیز به په ځانګړې توګه هغو روسانو ته جذاب وي چې د شوروي-افغان جګړې برخه پاتې شوي، ځکه غواړي پخواني ځایونه وګوري.

هغه همداراز ویلي: « طالبان به هم علاقمند وي، حتا ممکن پیسې هم ورکړي، ځکه لویدیزوال نه ورځي، خو روسان له دې ځایه خاطرې لري».

ارونوف خبرداری ورکړی چې ښځو ته دا سفر مناسب نه دی، ځکه طالبانو پرې سخت محدودیتونه وضع کړي.

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د ددغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او د طالبانو پر فعالیتونو لګیدلی بندیز یې وځنډاوه. دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا شوې او د سملاسي پلیتابه یادونه یې شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو غواړي د ترهګرۍ ضد جګړې په ګډون له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیز ګټور روابط جوړ کړي.

روسۍ رسنۍ وايي، ارونوف پلان لري چې درې تر پنځه کسیزې ډلې کندهار ولایت ته واستوي.

طالبانو له۲۰۲۲ کال راهیسې له کندهاره روسیې ته د انارو صادرات پیل کړي چې د روسي رسنیو په وینا، دا کار له۳۰ کلونو وروسته کیږي.

له دې وړاندې هم له افغانستان څخه روسیې ته د مالونو د صادراتو زیاتوالی لیدل شوی، چې انار، ممیز، لاسي غالۍ، پنبې، وړۍ او ان مشروبات، لکه کولا پکې شامل دي.

قزاقستان د تورغونډۍ -هرات-سپین بولدک پر پټلۍ ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر وايي، د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د پټلۍ پروژې د لومړي پړاو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، چې عملي چارې به یې له تورغونډۍ پیل شي.

سریک ژومانګارین ویلي، هېواد یې چمتو دی په هرات کې د لوژستیک او ترانسپورټ یوه ځانګړې کمپنۍ هم جوړه کړي، څو دغه پروژه نوره هم ګړندۍ شي.

طالبان او د قزاقستان جګپوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ، د غویي پر دویمه، په کابل کې پر دې وغږېدل، چې څنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ګډه نقشه عملي کړي، چې سوداګري، کانونه، کرنه، ټرانزیټ، ټرانسپورټ او د اورګاډي پټلۍ پکې مهمې برخې دي.

قزاقستانی پلاوی ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ د کابل په سفر بوخت دی، چې د چارشنبې په ورځ بشپړیږي.

دغه سفر داسې مهال کیږي چې د طالبانو حکومت له نړیوالې سیاسي انزوا سره سره هڅه کوي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

په ګلخانې ماڼۍ کې د ناستې پرمهال د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې افغانستان او قزاقستان تاریخي مشترکات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې «د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورځ تر بلې پیاوړې شوې» او اوس هدف دا دی چې د ګډې لارې نقشې پر بنسټ، د کلني تجارت کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوي.

برادر هیله ښودلې، چې د قزاقستان په مرسته د تورغونډۍ - هرات - سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ پروژې په پلیتابه سره به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ژومانګارین دا هم څرګنده کړې چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د انټرنیټ د ارزانه لین پروژه هم شریکه کړي، چې له مخې به یې افغانستان ته ارزانه انټرنیټ برابر شي.

نوموړي زیاته کړې، « قزاق پانګوال په افغانستان کې د کانونو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لیوال دي او تخنیکي ټیمونه یې کابل ته استولي دي».

د طالبانو د حکومت په استازیتوب ملا برادر په دې ناسته کې ویلي، چې افغانستان چمتو دی د کانونو د استخراج فرصتونه له قزاقي اړخ سره شریک کړي او د کرنیزو توکو د حفظ، قرنطین او مالدارۍ برخو کې هوکړې لاسلیک کړي.

د طالب لوري په وینا، د وارداتو او صادراتو د پراخولو لپاره یې د اوسپنې پټلۍ د یوې عملیاتي کمپنۍ پر جوړولو کار پیل کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به قزاقستان ته معرفي شي. همداراز، د څلورو هېوادونو افغانستان، قزاقستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د یوه ګډ اقتصادي مرکز مسوده ترتیب شوې چې له قزاق لوري سره هم شریکه شوې ده.

په غونډه کې د کابل - استانې د الوتنو د بیا پیل، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانولو، بانکي سیستمونو نښلونې، زده کړې، روغتیا، او ترانزیټ په برخو کې هم د ګډو همکاریو ژمنې شوې دي.

د طالبانو د حکومت لپاره، چې په نړیواله کچه منزوي او تر بندیزونو لاندې دی، دا لیدنه مهم فرصت بلل کېږي.

له دې وړاندې کابل د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي کوربه و، چې د کابل اسلام اباد د اړیکو په کنګل ماتولو کې مهم ګڼل کیږي.